هند له طالبانو سره د بېلابېلو ناروغیو لپاره د «۱۱زره» ډوزه واکسینو مرسته وکړه

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي،‌ چې د هندوستان له لوري ورسره د انفلونزا او مننجیت ناروغیو د درملنې په موخه «۱۱زره» ډوزه واکسین مرسته کړې ده. طالبانو زیاته کړې، چې د دغو واکسینونو په مرسته به په هېواد کې زرګونه ناروغانو ژوند وژغورل شي.