یونیسف: په افغانستان کې له ۱۲ میلیونو څخه زیات ماشومان بیړنۍ مرستې ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د يو تازه راپور له مخې، په افغانستان کې له ۱۲ میلیونو څخه زیات ماشومان بیړنۍ بشري مرستې ته اړتیا لري، چې دا د هغو ۲۲.۹ میلیونه زیان‌من وګړو څخه زیاته برخه جوړوي چې د ۲۰۲۵ کال لپاره پېژندل شوي دي.

یونیسف ویلي، افغانستان د نړۍ دویم ستر بشري ناورین تجربه کوي، چې لاملونه یې پراخ فقر، د جګړو له امله بې‌ځايه کېدل، طبیعي پېښېاو د طالبانو تر واک لاندې پر ښځو او نجونو زیاتېدونکې بندیزونه دي.

د یونیسف له لوري د ۲۰۲۵ کال لپاره د افغانستان لپاره ۱.۲ میلیارده ډالري غوښتنه یوازې ۵۰ سلنه تمویل شوې ده. لا هم شاوخوا ۶۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.