طالبان: د جمعې له لمانځه وروسته د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د «غزې لپاره غږ پورته» کوو

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون ویلي، چې نن د جمعې له لمانځه وروسته د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د «غزې لپاره غږ پورته» کوي. په خبر کې دا نه دي راغلي، چې دوی به څنګه غبرګون ښيي، خو تر دې وړاندې د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د فلسطین په ملاتړ لاریونونه شوي وو.