• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسراییل وایي چې په رام الله کې به د عربي هېوادونو وزیرانو د ترسره کېدونکې غونډې مخه ونیسي

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۱ می ۲۰۲۵، ۱۰:۱۳ GMT+۱

اسراییلي چارواکي وایي، چې د فلسطین په لوېدیځه غاړه رام الله ښار کې د عربي هېوادونو د وزیرانو پلان شوې غونډې ته به د ترسره کېدو اجازه ورنه کړي. ټاکل شوې ده، چې په دې غونډه کې د اردن، مصر، سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو وزیران برخه واخلي.

یوه اسراییلي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي: «د عربي هېوادونو وزیران غواړي چې د فلسطیني دولت د جوړولو او هڅولو په اړه د بحث لپاره په رام الله کې په یوه پارونکې غونډه کې برخه واخلي چې اسراییل به یې مخنیوی وکړي.»

دغه چارواکي زیاته کړې: «دا ډول دولت به بې له شکه د اسراییل پر ځمکې کې یو ترهګر دولت شي. اسراییل به د داسې اقداماتو سره همکاري ونه کړي، چې موخه یې د اسراییل او د هغه امنیت ته زیان رسول وي.»

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۴

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

امریکايي سناتورانې د افغان کډوالو د موقتي مېشتېدو لغوه کېدل «ستر خیانت» بولي

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۱ می ۲۰۲۵، ۰۸:۱۳ GMT+۱

د ډېموکراټ ګوند سناتورې جین شاهین او د جمهوري غوښتونکو سناتورې اولیزا مورکاوسکي د امریکا بهرنیو چارو وزیر په ګډون د کورني امنیت وزیر ته په یوه استول شوي لیک کې د افغان کډوالو د موقت مېشتېدو پروګرام د لغوه کېدو پرېکړه «ستر تاریخي خیانت» بللی دی.

دغو سناتورانو غوښتنه کړې، چې خپله پرېکړه بيا وڅېړي او له اتو زرو څخه زياتو افغان کډوالو ته دې يو ځل بيا په موقتي توګه د مېشتیدو حق ورکړي.

دواړو سناتورانو خبرداری ورکړی، چې د دې قانوني مېشتیدنې پای ته رسول به د زرګونو افغانانو، په تېره بيا د ښځو او نجونو ژوند له سخت ګواښ سره مخ کړي.

په دغه لیک کې راغلي: «د افغان کډوالو لپاره د موقتې ساتنې ختمېدل، يو تاريخي خيانت دی. دا هغه ژمنې تر پښو لاندې کوي چې موږ يې له دوی سره کړي وې او هغه ارزښتونه کمزوري کوي، چې د تېرو شلو کلونو په ترڅ کې مو په افغانستان کې د هغې لپاره جګړه وکړه.»

دغو سناتورانو زیاته کړې، چې د طالبانو بیا ځل واکمنۍ راهیسې د افغانستان وضعیت ورځ تر بلې مخ په خرابیدو روان دي.

په ليک کې راغلي، چې د طالبانو تر ولکې لاندې د افغانستان اقتصاد ډېر نازک شوی، خلکو ته د لومړنيو خدمتونو رسول محدود شوي، بنسټيزې ازادۍ او بشري حقونه تر پښو لاندې شوي دي. همدا راز، ميليونونه افغانان د لوږې له جدي ګواښ سره هم مخ دي.

سناتورانو ټينګار کړی، چې د افغان کډوالو د موقتې مېشتیدو د پای ته رسولو پر پرېکړې دې د اخلاقي او انساني مسوولیت له مخې بیا له سره غور وکړي.

د امريکا د کورني امنیت وزارت وياند تېره مياشت اعلان وکړ، چې د افغان او کامروني وګړو لپاره د (TPS) پروګرام لغوه شوی دی.

یاد پروګرام هغو خلکو ته ځانګړی شوی و، چې هېوادونه يې يا خو له طبيعي افتونو، وسله ‌والو جګړو، يا ځانګړو فوق‌العاده پېښو سره مخ وي.

د دې پرېکړې له اعلان وروسته، په متحده ايالاتو کې د افغان کډوالو لپاره د موقتې ساتنې د ختمېدو په اړه پراخ غبرګونونه او نيوکې راپورته شوي دي.

ملګري ملتونه: غزه د ځمکې پر مخ تر ټولو له لوږې سره مخ سیمه ده

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۱ می ۲۰۲۵، ۰۵:۲۹ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) غزه «د ځمکې پر مخ تر ټولو له لوږې سره مخ سیمې» په توګه اعلان کړه او خبرداری یې ورکړ، چې د دغې سیمې ټول وګړي د قحطۍ له ګواښ سره مخ دی.

د دغه دفتر ویاند، جینز لارک وویل، چې د غزې د محاصرې له نرمولو راهیسې، اسراییل په بشري مرستو بار۹۰۰ لاریو ته د ننوتلو اجازه ورکړې، خو یوازې ۶۰۰ لاریو په غزه کې خپل بارونه ښکته کړي دي.

هغه زیاته کړې، «په غزه کې د لږ شمېر لاریو څخه د مرستو ښکته کول، یوازې د امنیتي اندېښنو له امله دي.»

د ملګرو ملتونو دغه چارواکی وایي، چې په غزه کې د مرستې عملیات «په یوه سخت عملیاتي بحران کې دي، چې دا نه یوازې په نننۍ نړۍ کې، بلکې په راتلونکو وختونو کې به هم له سختو او ستونزمنو بشري عملیاتو څخه یاد شي.»

ډان ورځپاڼه: ټرمپ ویلي، چې د پاکستان یو دولتي پلاوی په سوداګرۍ د خبرو لپاره امریکا ته ورځي

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۱ می ۲۰۲۵، ۰۵:۰۹ GMT+۱

ډان ورځپاڼې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په حواله ويلي، چې د پاکستان یو دولتي پلاوی راتلونکې اوونۍ امريکا ته سفر کوي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو تعرفو (ګمرکي مالياتو) په اړه خبرې وکړي.

ډان ورځپانې لیکلي، دا سفر داسې مهال کېږي، چې واشنګټن پر پاکستان وارداتي تعرفې لوړې کړې او پاکستان د امريکا له حکومته غواړي چې پر صادراتو يې د نويو مالياتو د کمېدو په تړاو ورسره خبرې وکړي.

امریکا له پاکستان څخه پر صادریدونکو توکو «۲۹سلنه» تعرفه لګولې ده.

دا اقدام داسې مهال کېږي، چې د پاکستان او امریکا ترمنځ د صادراتو کچه تر درې میلیارده ډالرو پورې رسیدلې ده.

د پاکستان د مالیې وزارت له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، د اسلام‌اباد او واشنګټن ترمنځ رسمي خبرې د جمعې په ورځ د پاکستان د ماليې وزير محمد اورنګزيب او د امريکا د سوداګرۍ استازي جيميسن ګرير ترمنځ د ټلیفوني اړیکې له لارې پيل شوې دي.

ټرمپ د جمعې په ورځ په اندروز هوایي ډګر کې له الوتکې څخه د ښکته کیدو پر مهال خبریالانو ته ویلي، که د پاکستان او هند ترمنځ جګړه رامنځته شي، دی به له دواړو هېوادونو سره د سوداګريزو معاملاتو لېوالتیا ونه لري.

دا څرګندونې د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر د کړکېچ د رامنځه کیدو په لړ کې شوې دي.

د ټرمپ په خبره «لکه څنګه چې پوهېږئ، موږ له هند سره د يوې سوداګريزې معاملې لپاره ډېر نږدې شوي يو.»

د هند د سوداګرۍ وزير پيوش ګويال هم تازه واشنګټن ته سفر کړی، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګريزې خبرې چټکې کړي.

د هند او امريکا هدف دا دی، چې تر جولای مياشتې پورې يو موقتي تړون لاسليک کړي. هند هم د امريکا له خوا له ۲۶ سلنه تعرفې سره مخ دی، چې پر صادرېدونکو هندي توکو لګول کېږي.

د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، هند ښايي امريکايي شرکتونو ته اجازه ورکړي، چې له ۵۰ ميليارده ډالرو څخه د زيات ارزښت لرونکو پروژو لپاره چې ډېری يې د فدرالي ادارو له خوا تمويليږي ورته وړاندیزونه ورکړي.

دا ګام د ډيلي او واشنګټن ترمنځ د سوداګریزو خبرو يوه غوښنه برخه بلل کېږي.

له بلې خوا، د پاکستان يوه دولتي فکري بنسټ خبرداری ورکړی، چې د امريکا له‌خوا پر پاکستاني توکو د لوړو تعرفو پلي کول، چې د ټرمپ د تعرفوي تګلارو يوه برخه ده، د پاکستان پر صادراتو سخت اغېز کولی شي.

د پاکستان د اقتصادي پراختيا بنسټ (PIDE) ويلي، دغه نوې تعرفې کولی شي، چې د پاکستان د صادراتو سکتور ته هر کال له ۱.۱ ميليارده تر ۱.۴ ميليارده ډالرو زيان ورسوي.

دغه ادارې ټينګار کړی، چې پاکستان بايد خپل صادراتي بازارونه متنوع کړي، څو له دا ډول ګواښونو ځان وژغوري.

بلوڅ بېتلون پالو ادعا کړې چې د بلوچستان د سوراب ولسوالۍ یې له پاکستاني ځواکونو نیولې ده

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۱ می ۲۰۲۵، ۰۴:۰۵ GMT+۱

د بلوچستان د ازادۍ لپاره جنګیدونکي بلوڅ ازادۍ غوښتونکو (بي اېل اې) په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې په یاد ایالت کې یې د سوراب په نوم ولسوالۍ مرکزي ښار له پاکستاني ځواکونو نیولی او د پاکستان ټول پوځي او ملکي اداري او مالي جوړښتونه یې ولکه کړي دي.

بلوڅ بېلتون پالو د (غبرګولي ۱۰مه) خبرپاڼه کې زیاته کړې، د یادې ولسوالۍ د سقوط لپاره یې وسله والو درې ساعته پرلپسې جګړه کړې، چې د ولسوالۍ، پولیسو او د دولتي بانک په ګډون د ټولو ادارو ولکه یې په خپل کنټرول کې اخیستې ده.

خبرپاڼه کاږي، چې د دغو بریدونو پر مهال له پاکستاني پولیسو او چارواکو څخه د وسلو په ګډون د یو شمېر وسايطو تر څنګ نور تجهیزات هم نیول شوي دي.

پاکستاني رسنیو په دغه بریدونو کې د یادې ولسوالۍ د مرستیال هدایت‌الله د وژل کیدو خبر ورکوي، خو بلوڅ بېلتون پاله وايي، نوموړی د زندان پر مهال په یوې کوټه کې د «ساه ډوبۍ» له امله مړ شوی دی.

تر اوسه پورې د‌ پاکستان پوځ د دغو ادعاوو په تړاو څرګندونې نه دي کړي.

بلوڅ بېلتون پالو تر دې دمخه هم په بلوچستان کې د یو شمېر سیمو د نیول کیدو ادعاوې کړې، چې د‌ اسلام اباد له لوري تبلیغات ګڼل شوي وو.

یادې وسله والې ډلې په دې وروستیو کې د پاکستاني پوځیانو او دولتي مامورینو خلاف خپل بریدونه پراخ کړي دي.

د دغې ډلې په وروستي ځانمرګي برید کې د پاکستاني پوځیانو د یوه ښوونځي ماشومان هم په نښه شول چې پراخ غبرګونونه یې راوپارول.

له دې ور هاخوا په پښتونخوا ایالت کې بیا د «ټي ټي پي» وسله والې ډلې خپل فعالیتونه ګړندي کړي او هره ورځ له پوځیانو سره په نښتو اخته وي.

په یادو دواړو ایالتونو کې زیاتیدونکې نا امنۍ د اسلام اباد اندېښنې ډېرې کړې او باور یې دا دی چې د دغو خوځښتونو تر شاه د هند ښکاره لاسونه دي او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ورته پناه ځایونه هم ورکړل شوي دي.

ټرمپ: ښايي ډېر ژر د غزې د اوربند هوکړه اعلان شي

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۱ می ۲۰۲۵، ۰۱:۳۷ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو نویو څرګندونو کې وايي، دی باوري چې په غزه کې د اوربند لپاره د اسراییل او حماس ترمنځ هوکړه نږدې شوې او ښايي ډېر ژر اعلان شي.

امریکايي چارواکي د حماس له‌خوا د هغه وړاندیز رسمي ځواب ته په تمه دي، چې د یوې سرچینې په وینا، په غزه کې ۶۰ ورځنی اوربند په‌کې شامل دی.

د غزې د بشري وضعيت په تړاو د نړۍوالې ټولنې اندېښنې ډېرې شوې دي. رویټرز تېره ورځ ناوخته د ملګرو ملتونو په حواله په یو راپور کې زیاته کړې چې غزه د نویو بشرپاله مرستو باوجود، له ناورین سره مل ده.

ټرمپ همداراز په خپل کاري دفتر کې له خبریالانو سره د خبرو پرمهال زیاته کړې چې فکر کوي د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي پروګرام په هکله تړون ته نږدې شوی دی.