• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان او ای‌اېم‌اېف په راتلونکې بودیجه له اختلافونو سره-سره خبرې کوي

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱ جون ۲۰۲۵، ۲۱:۵۳ GMT+۱

د پاکستان حکومت او نړۍوال مالي صندوق (ای‌اېم‌اېف) د ۲۰۲۵-۲۶ مالي کال لپاره د بودیجې د هدفونو پر ټاکلو خبرې اترې پیل کړي دي، خو لا یې وروستۍ موافقه نه ده شوې.

د حکومتي سرچینو په وینا، دواړه خواوې د مې په ۳۰مه نېټه په ترسره شوې ناسته کې وروستۍ پرېکړې ته نه دي رسېدلي او د راتلونکو دوو ورځو لپاره یې بیا خبرې ټاکل شوي دي.

سرچینې وایي چې د مالیاتو د راټولولو هدفونو او د بېلابېلو برخو د عوایدو پر پلانونو خبرې روانې دي. همدارنګه، د دفاعي بودیجې اندازه او د مالي مرستو په موضوع هم بحث روان دی.

حکومتي چارواکي وايي، چې د تنخوا لرونکو خلکو لپاره د اسانتیاو په اړه خبرې هم روانې دي او هیله ده، چې دا بحثونه په راتلونکې اوونۍ کې مثبتې پایلې ورکړي.

برسېره پر دې، د انرژۍ په برخه کې اصلاحات، د برېښنا بیې او د صنعتي او کرنیزو سکتورونو لپاره د اسانتیاو ورکول هم د خبرو اجنډا ده.

د سرچینو د خبرو له مخې، په کاربن د مالیې موافقه شوې، خو د هغې کچه لا ټاکل شوې نه ده. همدارنګه د موټرو د وارداتو پالیسۍ په اړه هم خبرې روانې دي.

حکومت ژمنه کړې، چې د کورني موټر جوړونکی سکتور به خوندي کړي.

سرچینې زیاتوي، چې د پور اخیستلو د پروګرام له مخې، پاکستان اړ دی چې خپله بودیجه د نړۍوال مالي صندوق له مشورو سره سمه جوړه کړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

متقي له خپل پاکستاني سیال سره د ډېپلوماټیکې کچې لوړېدو په تړاو ټیلېفوني خبرې کړې دي

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱ جون ۲۰۲۵، ۰۹:۳۸ GMT+۱

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي، د یکشنبې په ورځ د (غبرګولي ۱۱مه) امیرخان متقي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د ډېپلوماټیکو اړیکو د کچې پر لورېدیو ټلېفوني خبرې کړې دي.

دواړه خواوو په کابل او اسلام اباد کې د سفیرانو کچې ته ډېپلوماټیک ماموریتونه لوړول مثبت ګام بللی.

طالبانو زیاته کړې، د دغه ماموریتونو پړاوونه به ډېر ژر ترسره شي. اسحاق ډار او متقي هیله څرګنده کړې، چې دغه چاره به د دواړو لوریو ترمنځ په ګڼو برخو کې د همکاریو پراختیا ته لاره هواره کړي.

افغانستان انټرنشنل ته سرچینو معلومات ورکړی، چې ښايي د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ډېر ژر اسلام اباد ته سفر وکړي.

د دغه راتلونکي سفر مهم ټکي د طالبانو تر سیوري لاندې د افغانستان په خاوره کې د «ټي‌ټي‌پي» مهارول یاد شوي.

همدا راز موندنو ښودلې، چې طالبانو د اسلام اباد په غوښتنه خپل هغه غړي نیولي چې د پاکستاني طالبانو لپاره یې جلب او جذب کاوه.

له دې سره، سره تازه د چین په منځګړیتوب د طالبانو او اسلام اباد ترمنځ دوستانه اړیکو د پیاوړتیا نوې څپه هم پیل شوې ده.

چین غواړي طالبان او اسلام اباد یو وار بیا نږدې کړي؛ څو په دې سره په افغانستان کې د هند د نفوذ مخه ونېسي.

پاکستان په رسمي توګه بلوڅ بېلتون پاله ډله د «هندوستان فتنه» ونوموله

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱ جون ۲۰۲۵، ۰۸:۴۶ GMT+۱

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په رسمي ډول په بلوچستان ایالت کې د بلوڅ بېلتون پاله ډله د «هندوستان فتنې» په توګه ونوموله. یاد وزارت ادعا کړې، چې دغه ډله د بهرنیو هېوادونو په ځانګړې توګه د هند په ملاتړ د پاکستان ضد وسله‌وال فعالیتونه کوي.

د پاکستان دغه وزارت د شنبې په ورځ د (غبرګولي ۱۰مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، دا نوم ‌اېښودنه د دې لپاره شوې؛ تر څو د دغه وسله‌والو د واقعي طبیعت، اند او مرام تر څنګ د شومو پلانونو څرګندونه وشي.

همدا راز زیاته شوې، د بلوڅ بېلتون پالو اصلي ریښه له هنده سرچینه اخلي.

د پاکستان پوځ هم تر دې وړاندې ویلي و، چې هند له خپلو وروستیو ناکامیو اوس غواړي د خپلو نیابتي کسانو په وسیله په بلوچستان او خېبر پښتونخوا ایالتونو کې ګډوډۍ رامنځته کړي.

د بلوڅ بېلتون پالو له لوري پر جعفر اېکسپرېس رېل ګاډي تر برید او د پاکستاني سرتېرو تر برمته کېدو وروسته د پاکستان پوځ پر هند او افغان طالبانو تور پورې کړ، چې یاد برید یې په ګډه طرحه کړی و.

یادې وسله‌والې ډلې څه موده وړاندې نوي ډیلي ته په ښکاره توګه ویلي و، چې د پاکستان پر ضد یې د بریدونو ملاتړ کوي.

د هند د مهارولو هڅې؛ چین طالبان په دې رضا کړي، چې له پاکستان سره دوستانه اړیکې وساتي

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱ جون ۲۰۲۵، ۰۳:۴۹ GMT+۱

پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د یکشنبې ورځې په سر مقاله کې لیکلي، چې چین له طالبانو غوښتي؛ څو له پاکستان سره د کړکېچ پر ځای ښې او دوستانه اړیکې وساتي. د ورځپاڼې په باور طالبانو دغه غوښتنه منلې او د اسلام اباد په ګټه یې ځیني اقدامات هم کړي دي.

مقاله کې زیاته شوې، چین هڅه کوي په دغه ډول اقداماتو سره د طالبانو په اقتصاد او سیاست کې د هند مخه ونېسي. همدې موخې ته په پام بېجینګ طالبانو ته د زېربناوو پراختیا او سوداګریزو همکاریو وړاندیزونه کړي دي؛ خو دغه مرستې مشروطې دي او چین غواړي، چې طالبان له پاکستان سره رغنده همکاري ولري؛ دغه هېواد د چین د سیمه‌‌ییزو پروژو په ځانګړې توګه د «سي پېک» لپاره سټراټېژیک اهمیت لري.

همدا راز د اسلام اباد د هغه اندېښنې پر سر چې ګوندې د افغانستان په خاروه کې د «ټي‌ټي‌پي» وسله‌والو ته پناه ځایونه ورکړل شوي په تېرو میاشتو کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا تر ټولو جدي مساله پاتې شوې ده.

مقاله کې راغلي، چې د چین دغه غوښتنو طالبان دې ته اړ کړي؛ څو د پاکستاني طالبانو پر ضد ځیني اقدامات وکړي.

مقاله کاږي، چې طالبانو د «ټي‌ټي‌پي» سره د اړیکو، جلب و جذب او خوخواږۍ له کبله ځیني افغانانان هم نېولي دي.

ټربیون ورځپاڼه زیاتوي، د پاکستان ضد کسانو خلاف د طالبانو دغه ډول اقدامات ښیي چې دغه ډلې د اسلام اباد سره د اړیکو رغولو لپاره خپله تګلاره ښه کړې ده.

په پای کې ویل شوي، که څه هم هېڅوک لا تر اوسه پورې طالبان په رسمیت نه پېژني؛ خو یو شمېر هېوادونو اوس کرار، کرار یو ځل بیا له طالبانو سره د اړیکو د پیلولو په فکر کې دي.

ځینو هېوادونو کابل ته سفیران لېږلي او د اړیکو د عادي کېدو هڅې یې پیل کړې دي.

د ټربیون له مقالې ور اخوا باورونه دا دي، چې د طالبانو او اسلام اباد اړیکې هر وخت له ننګوونو سره مخ کېدلای شي.

په تېرو وختونو کې هم دواړو لوریو له یو بل سره د مثبتو اړیکو رامنځته کېدو هیله‌مندۍ ښودلې وې؛ خو وروسته په ډاګه شوې چې دغو تعاملاتو ډېر دوام ونه کړ.

بل خوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په افغانستان کې د چین د زیاتېدونکي نفوذ په تړاو څرګندونې کړې دي او ان دا یې لا هم ویلي، چې د دوی تر واک لاندې بګرام پوځي اډه اوس د چین په ولکه کې ده.

له دغه ډول څرګندونو ښکاري، چې واشنګټن د طالبانو او بېجینګ په زیاتېدونکو اړیکو خوشحاله نه دی.

بلوچستان کې د یوې چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱ جون ۲۰۲۵، ۰۳:۳۳ GMT+۱

په بلوچستان ایالت کې پولیس وایي، چې کویټې ته نږدې د یوې چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي. د پولیسو مشر ډان ورځپاڼې ته ویلي، چې یاده پېښه په کلي منکل سیمه کې شوې او موخه یې د عبدالسلام په نوم د ډبرو سکرو د یوه کان مالک و.

نوید اختر زیاته کړې: «یوې وسله‌والې ډلې له عبدالسلام څخه د باج په ډول پېسې غوښتې وې، چې د نه ورکړې له امله یې شاوخوا ۱۰۰ تنو وسله‌والو پر کان برید وکړ او هلته یې ټول کاري وسایل ویجاړ کړل.»

د پولیسو مشر وویل، وروسته له هغه چې د یاد کان څښتن عبدالسلام او د هغه ورور سیمې ته د څو نورو کسانو سره ورسېدل؛ د وسله‌والو له‌خوا پرې ډزې وشوې او نښته پيل شوه.

په راپور کې راغلي، وسله‌والو له تېښتې وړاندې په کان کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو چې د چاودنې له امله عبدالسلام او د هغه ورور وژل شوي او ۱۱ تنه نور بیا ټپیان دي.

د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وسیم بېګ ډان ورځپاڼې ته ویلي، چې د پېښې ټپیان د کویټې مرکزي روغتون ته راوړل شوي او تر دې مهاله یې روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی.

د پاکستان د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د چاودنې غندنه کړې او د دوو کسانو د مرګ په اړه یې خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

بلاول بوټو زیاتوي:« هغه کسان چې د دښمن په امر د بې ګناه خلکو وینه تویوي، د رحم وړ نه دي.»

په کویټه کې امنیتي مسولین وایي، چې له پېښې وروسته سیمې ته رسېدلي او په کلي منګل کې یې د یادو وسله‌والو د نیولو لپاره چاڼیز عملیات پیل کړي دي.

نقوي یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې د ناقانونه کډوالو د اېستلو عملیات دې چټک شي

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۱ می ۲۰۲۵، ۱۴:۱۹ GMT+۱

د پاکستان د دولتي ټلویزیون د راپور له مخې، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د ترهګرۍ ضد کمېټې په غونډه کې د ناقانونه کډوالو د اېستلو عملیاتو چټکوالي امر کړی دی.

د پاکستان دولتي ټلویزیون د شنبې په ورځ «د غبرګولي ۱۰مه» راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په مشرۍ د ترهګرۍ ضد کمېټې درېیمه ناسته کې د پاکستان د امنیتي وضعیت تر څنګ په دغه هېواد کې د مېشتو ناقانونه کډوالو په اړه مهمې پرېکړې شوي دي.

په یاده غونډه کې محسن نقوي په پاکستان کې د مېشتو ناقانونه کډوالو د اېستلو د عملیاتو د چټکوالي پرېکړه کړې ده.

نوموړي د پاکستان د وګړو د ثبت او پېژندنې ملي ادارې«نادرا» ته لارښوونه کړې، چې د کډوالو د اېستلو مرکزونو کې دې د معلوماتو د ثبت اسانتیاوې برابرې کړي.

همدارنګه نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې د «یوه سند پالیسي» به په بشپړه توګه پلي کړي.

که څه هم د پاکستان د دولتي ټلویزیون په راپور کې په مشخص ډول د افغان کډوالو یادونه نه ده شوي، خو د ۲۰۲۳ کال راهیسي د یاد هېواد له لورې د «یو سند پالیسۍ» د عملي کولو له لارې دغه هېواد هره ورځ سلګونه افغان کډوال په زور بېرته افغانستان ته راستنوي.