• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو له‌خوا د اوبو جوړ شوي بندونه؛ د ولس خدمت او که د ځان په ګټه تبلیغ

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱ جون ۲۰۲۵، ۰۷:۵۳ GMT+۱

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغه ډله هڅه کوي، چې ولس ته د خدمت په نوم د بیارغونې نمایشي او بې کیفیته پروژې په ځانګړې ډول د اوبو د مهارولو ادعا د خپل ځان په ګټه د تبلیغ وسیله وګرځوي.

په دغه پروژو کې یو هم د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د اوبو کوچني بندونه شامل دي، چې دغه ډله یې د خپل ځان لپاره د تبلیغاتو په توګه کاروي؛ خو د کیفیت له مخې دومره کمزوري وي، چې د سېلاب له راتګ وړاندې یې د باران اوبه له ځانه سره وړي.
د بېلګې په توګه د خوست ولایت په ګربزو ولسوالۍ کې د لېژې بند چې له پرانستي یوه اونۍ ورسته د باران اوبو ونړاوه.
طالب چارواکو د دغه بند په پرانیست غونډه کې ویلي و، چې دغه پروژه د ۵۵ مېلیونه افغانیو په لګښت چې ۵۱ متره اوږدوالی او ۱۶ متره لوړوالی لري؛ په سټنډرد ډول د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت له‌خوا جوړه شوې ده.
دغه بند له پرانیستې یوه اونۍ وروسته په داسې حال کې باران ونړاوه، چې نړېدو یې د پخوانیو سیاسي څېرو او عامه خلکو ګڼ غبرګونونه راوپارول.
د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت‌الله نبیل د بند د نړېدو په غبرګون کې ویلي و، چې د خلکو د پوهاوي د کچې په لوړېدو سره به ډېر ژر د طالبانو استبدادي بند هم د لیژې بند په څېر ونړېږي او د ولس د ازادۍ لپاره به لاره پرانېزي.
د نبیل په وینا؛ هغه پروژې چې د علم، تخصص او څارنې پرځای د شعارونو، ریاکارۍ او دعا پر محور جوړې شوې، پایله به یې نړېدل وي.
د باران له امله د نړېدونکي بند په اړه د خلکو تر پراخو غبرګونونو وروسته طالبانو وویل، چې په دې اړه یې هر اړخیزې څېړنې روانې دي.
د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون په خوست کې د دغه ډلې د ویاند مستغفر ګربز په حواله لیکلي و: «له ولسونو سره به د هيلو او ارمانونو پر وړاندې هېڅ ډول لوبې و نه شي؛ بلکې د یادې ستونزې د حل په موخه به لازم او اړین ګامونه واخیستل شي.»
اوس یو ځل بیا د طالبانو په ولکه کې د باختر خبري اژانس خبر ورکړې، چې په کندهار ولایت کې د دغه ډلې د اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي د ملګرو ملتونو د پرختیایي پروګرام په مالي ملاتړ یې د تخته پل ولسوالۍ په بیانزو سیمه کې د اوبو ذخیروي بند جوړ کړی دی.
راپور زیاتوي، چې دغه بند د څه باندې ۳۵ مېلیونه افغانیو په لګښت د لسو میاشتو په موده کې بشپړ شوی دی.
په راپور کې راغلي، چې د بیانزو د اوبو ذخیروي بند د ۲.۵ مېلیونه متره معکب اوبو په زېرمه کولو سره ۱۶.۵ متره لوړوالی او ۲۴۵ متره اوږدوالی لري.

خو نیوکه کوونکي وایي، که دغه بند هم د خوست د لېژي بند په څېر جوړ شوی وي؛ نو ښایي په یو باران وشړېږي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۳

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۴

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

۵

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

•
•
•

نور کیسې

د غور روغتیايي علومو انسټېټیوټ له نجونو پرته یوازې د هلکانو د جذب اعلان کړی

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱ جون ۲۰۲۵، ۰۷:۱۲ GMT+۱

د طالبانو عامې روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د غور ولایت روغتیایي انسټېټیوټ روان لمریز کال لپاره نوي زده‌کړیالان جذبوي؛ خو په خبرتیا کې یې یوازې هلکانو ته د نوم لیکنې یادونه کړې او نجونې په کې نه دي ذکر شوې.

یاد وزارت زیاته کړې، یوازې هلکان کولای شي چې په فارمسي، عالي نرسنګ او طبي ټکنالوژیو کې نوم لیکنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو میاشتې وړاندې د طالبانو د مشر ملا هبت الله په امر په روغتیايي برخه کې هم د نجونو پر نیمه او لوړو زده‌کړو بندیزونه ولګېدل.

یو شمېر روغتیایي بنسټونو اندېښنه ښوولې، چې د طالبانو د دغه پرېکړې له امله په بېلابېلو ولایتونو کې د ښځینه ناروغانو ستونزې ډېرې شوې او روغتیاپالانې هم مخ په کمېدو دي.

د بندیز دغه پرېکړه د افغانستان روغتیایي سکټور او په ځانګړې توګه ښځینه ناروغانو ته په راتلونکي کې جدي ګواښ بلل شوی دی.

طالبانو تر دې پرېکړې وړاندې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر ښوونځیو هم بندیز لګولی و او د دغې ډلې تر واک لاندې د پوهنتون دروازې هم د نجونو پر مخ په بشپړه توګه بندې دي.

که څه هم د اسلامي هېوادونو په بېلابېلو ناستو کې د طالبانو دا کار له شرعي اصولو سره په ټکر کې بلل شوی او له دغه ډلې یې غوښتې، چې د نجونو زده‌کړو ته اجازه ورکړي؛ خو د طالبانو سختدریځه مشر نه یوازې دا چې د زده‌کړو په برخه کې یې بندیزونه ختم نه کړل؛ بلکې پر نجونو او ښځو یې لا ډېر محدودیتونه ولګول.

طالبان په پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د مخابراتي ستونزو د حل لپاره ۱۸۷ انتونونه لګوي

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱ جون ۲۰۲۵، ۰۶:۳۰ GMT+۱

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت خبر ورکړی، چې په پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د ځايي اوسېدونکو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه په بېلابېلو لرو پرتو سیمو کې ۱۸۷ مخابراتي سایټونه جوړوي.

د طالبانو یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې وزیر یې نجیب الله حیات حقاني دغو درېیو ولایتونو ته د سفر پر مهال له ځايي طالب چارواکو او خلکو سره دغه تازه ژمنې کړې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، یوازې «۴۶سایټونه په خوست ولایت کې د نوموړي له لوري د خلکو په غوښتنه منظور شول.

د هېواد په لرو پرتو غرنیو سیمو کې مخابراتي ستونزې یوه لویه او جدي‌ ننګونه ده، چې له کبله یې خلک د اړیکو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

د طالبانو دغه وزارت پخوا هم په بېلابېلو سیمو کې دغه ډول ژمنې کړې وې؛ خو لا هم دغه ستونزې پر خپل ځای پاتې دي.

له دې ور هاخوا نورستان یو له هغو ولایتونو دی، چې د مخابراتي شبکو پوښښ په کې خورا کم رنګه دی او ځايي اوسېدونکو یې څو، څو ځله په دې تړاو شکایتونه کړي؛ خو لا یې هم ستونزې نه دي حل شوې.

د یاد ولایت د مرکز پارون په ځینو سیمو کې ان لا مخابراتي شبکې پوښښ نه لري او خلک اړ دي، چې له خپلو کورونو څخه په واټن کې نورو سیمو ته د ټلېفوني اړیکو لپاره لاړ شي.

د مخابراتي شبکو په انټرنېټي خدمتونو هم سختې نیوکې شته. طالبانو که څه هم څو، څو ځله د دغو خدمتونو د ښه کېدو او بیو د کموالي اعلانونه کړي؛ خو خلک شکایت کوي چې په عملي توګه یې د دغو اقداماتو هېڅ څرک نه دی لیدلی.

د مخابراتي چارو کارپوهان وايي، که څه هم په افغانستان کې مخابراتي شبکې د 4G خدمتونو د وړاندې کولو ادعا کوي؛ خو لا هم په رېښتینې توګه هېڅ شبکه په دغه سرعت انټرنېټ نه لري.

طالبانو په نورستان کې د ۴۳مېلیونه افغانیو په ارزښت بیروج پلورلي

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱ جون ۲۰۲۵، ۰۶:۰۷ GMT+۱

په نورستان کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم رییس سید رحیم عمیر ویلي، چې په دغه ولایت کې یې د څه باندې ۴۳مېلیونه افغانیو په ارزښت بېروج پلورلي دي. هغه زیاته کړې،‌ دغه ګران بیه ډبرې د نورستان ولایت په دواب ولسوالۍ کې د ماوې کان څخه ترلاسه شوې دي.

د هغه په وینا؛ دغه بېروج یې د ازادې بولۍ له لارې پلورلي او دوی به ترې ۴مېلیونه افغانۍ عواید هم ترلاسه کړي.

طالبانو تر دې وړاندې هم څو، څو ځله په نورستان او کونړ کې د بېروج ګران بیه ډبرې پلورلې دي. په دغو دوو ولایتونو کې د افغانستان تر بل هر ځایه د ګران بیه ډبرو کانونه ډېر دي.

د راپورونو له مخې؛ په نورستان او کونړ کې په ناقانونه توګه هم د طالبانو د ځینو قوماندانانو له لوري کانونه کېندل کېږي، چې ترلاسه کېدونکي عواید یې د دغه ډلې د ځینو لوړ پوړو غړو جېبونو ته ځي.

همدا راز نیوکې کېږي، چې په یادو ولایتونو کې په خورا غیرمسلکي توګه کانونه کېندل کېږي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم پخواني وزیر شهاب الدین دلاور په ګډون د دغه ډلې په یو شمېر نورو لوړ پوړو غړو تورونه د‌ي، چې ګوندې د کانونو د قراردادونو په برخه کې یې پراخ فساد کړی او د بډو په بدل کې یې ځینو شرکتونو ته قراردادونه ورکړي دي.

همدا راز پر طالبانو تور دی، چې د افغانستان په کانونو یې منګولې ښخې کړې او پرته له ځانګړو معیارونو یې د خپلو عوایدو ډېرېدو لپاره تړونونه کړي.

وېره ده، چې د دغو خپلسرو او نامعیاري تړونونو له کبله به د افغانستان کانونه تر سختو اغېزو لاندې راشي او دغه طبیعي شتمني یې د لوټ کېدو له ګواښ سره هم مخ کړې ده.

طالبان: په تېرو درې نیمو کلونو کې څه باندې پنځه مېلیونه افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱ جون ۲۰۲۵، ۰۵:۲۱ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دوی د روانې واکمنۍ له پیل راهیسې پنځه مېلیونه او ۹۷زره کسان هېواد ته ستانه شوي دي.

د یاد وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وایي، په دغه ډله کې ۲۹۱۸۵۶ کورنۍ هېواد ته ستنې شوې چې د وګړو شمېر یې ټولټال ۲.۷ مېلیونه کسان کېږي. همدا راز ۲.۳مېلیونه نور کسان په انفرادي توګه پرته له کورنیو هېواد ته ستانه شوي دي.

نوموړی زیاتوي: «د روان میلادي کال په تېرو دوو میاشتو اپرېل او مئ کې ۲۶۸زره کډوال له ګاونډیو هېوادونو څخه راغلي‌ دي. له دې ډلې څخه ۱۵۴زره له پاکستان، ۱۱۱زره له ایران او ۳زره نور له ترکیې څخه راغلي دي».

خو ملګرو ملتونو څه موده وړاندې په یوه راپور کې دا هم ویلي و، چې له ۲۰۱۸ زېږدیز کال راهیسې له افغانستانه تر ۸ مېلیونه ډېر کسان کډوالۍ ته اړ شوي‌ دي.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون د ماژان صالحي په نوم په ایران کې د یږه افغان کډوال وېډیو خپره کړې، چې په کې یې ویلي ایران کډوالو ته خبرداری ورکړی؛ که په خپله خوښه ونه وځي په جبري توګه به یې له خپلې خاورې څخه وباسي.

په ایران کې مېشت افغان کډوالو په وینا؛ ایران باید له دوی سره په چلند کې نرمښت راولي.

هاخوا پاکستان یو له هغو هېوادونو دی، چې په روان کال کې یې ډېر شمېر افغان کډوال له خپلې خاورې اېستلي او دغه لړۍ لا هم په چټکۍ روانه ده.

یاد هېواد د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه د کډوالو د اېستلو دویم پړاو پیل کړی او په بېلابېلو ایالتونو کې پولیس کور په کور افغانانو پسې ګرځي.

ایران او پاکستان د افغانستان دوه هغه ګاونډي هېوادونه دي، چې ډېر افغان کډوال په کې مېشت دي.

په دغه هېوادونو کې د افغانانو وضعیت له ځورونو، شکنجو او بې عدالتیو څخه خالي نه دی. نړۍوالو سازمانونو نیوکې کړې، چې دغه دوه ګاونډیان له افغان کډوالو سره خورا ناوړه چلند کوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په ګډون بېلابېلو سازمانونو له یادو هېوادونو غوښتي، چې په جبري توګه د افغان کډوالو د اېستلو بهیر ودروي او اجازه دې ورکړي؛ څو په خپله خوښه له دغه هېواده ووځي. خو پاکستان او ایران دغو غوښتنو ته چندان پاملرنه نه ده کړې.

بل خوا د طالبانو د دویم ځل واکمنۍ له پیل راهیسې افغانستان سخت اقتصادي ناورین، لوږې، وزګارتیا او سیاسي بې ثباتي تجربه کوي.

اندېښنې دا دي، چې هېواد ته ستانه شوي کډوال هم د سرپناوو له نشتوالي، وزګارتیا او فقر سره مخ شوي او طالبانو ورته هېڅ راز اسانتیاوې نه دي برابرې کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ هم اندېښنه ښوولې، چې په لویه کچه د افغان کډوالو ستنېدو افغانستان کې بشري ناورین لا پراخ کړی او نړۍوال باید بشرپاله مرستې ډېرې کړي.

یو افغان د «نجونو زده‌کړو په ملاتړ» د څلور زره کیلومټرو په هوډ پر بایسکل مزل پیل کړ

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱ جون ۲۰۲۵، ۰۴:۵۱ GMT+۱

افغان توکمه اسټرالیایي د بشري حقونو فعال، انځورګر او فلم جوړونکي مظفر علي د «افغان نجونو او کډوالو ماشومانو د زده‌کړو په ملاتړ» د بایسکل اوږد مزل پیل کړی دی.

د اسټرالیا په پلازمېنه کې د افغانستان سفارت وایي، مظفر علي له کویینزلنډ ایالت څخه پر خپل بایسکل سپور شوی او د سوېلي اسټرالیا پر لور روان دی.

هغه د دغه سفر پر مهال د افغان ښځو پر وضعیت خلک خبروي او د هغوی د حقونو لپاره غږ پورته کوي.

د افغانستان سفارت د (غبرګولي ۱۰مه) د شنبې په ورځ په خبرپاڼه کې لیکلي: «هغه دا مزل (د غبرګولي په ۹مه) پیل کړی او ټاکل شوې، چې شاوخوا یوه میاشت به دوام وکړي. نوموړی له مالیني ښار څخه اډیلایډ ښار ته روان دی.»

مظفر علي دغه نوښت د هغه ښوونیز مرکز د لس کلن ‌کېدو په ویاړ پیل کړی، چې نوموړي په ۲۰۱۴ کال د اندونیزیا په خاوره کې د افغان کډوالو لپاره جوړ کړی و.

هغه به د سفر پر مهال له ولسي خلکو سره وویني او د افغان ښځو د شته کړاوونو او وضعیت په تړاو به خلکو ته مستند فلمونه هم وړاندې کړي.

همداراز تمه ده، چې مظفر علي به د دغه سفر په اوږدو کې د بېلابېلو ښوونځیو زده‌کوونکو ته د افغان ښځو د هيلو، مبارزې او استقامت په اړه معلومات ورکړي.