یو افغان د «نجونو زدهکړو په ملاتړ» د څلور زره کیلومټرو په هوډ پر بایسکل مزل پیل کړ

افغان توکمه اسټرالیایي د بشري حقونو فعال، انځورګر او فلم جوړونکي مظفر علي د «افغان نجونو او کډوالو ماشومانو د زدهکړو په ملاتړ» د بایسکل اوږد مزل پیل کړی دی.

افغان توکمه اسټرالیایي د بشري حقونو فعال، انځورګر او فلم جوړونکي مظفر علي د «افغان نجونو او کډوالو ماشومانو د زدهکړو په ملاتړ» د بایسکل اوږد مزل پیل کړی دی.
د اسټرالیا په پلازمېنه کې د افغانستان سفارت وایي، مظفر علي له کویینزلنډ ایالت څخه پر خپل بایسکل سپور شوی او د سوېلي اسټرالیا پر لور روان دی.
هغه د دغه سفر پر مهال د افغان ښځو پر وضعیت خلک خبروي او د هغوی د حقونو لپاره غږ پورته کوي.
د افغانستان سفارت د (غبرګولي ۱۰مه) د شنبې په ورځ په خبرپاڼه کې لیکلي: «هغه دا مزل (د غبرګولي په ۹مه) پیل کړی او ټاکل شوې، چې شاوخوا یوه میاشت به دوام وکړي. نوموړی له مالیني ښار څخه اډیلایډ ښار ته روان دی.»
مظفر علي دغه نوښت د هغه ښوونیز مرکز د لس کلن کېدو په ویاړ پیل کړی، چې نوموړي په ۲۰۱۴ کال د اندونیزیا په خاوره کې د افغان کډوالو لپاره جوړ کړی و.
هغه به د سفر پر مهال له ولسي خلکو سره وویني او د افغان ښځو د شته کړاوونو او وضعیت په تړاو به خلکو ته مستند فلمونه هم وړاندې کړي.
همداراز تمه ده، چې مظفر علي به د دغه سفر په اوږدو کې د بېلابېلو ښوونځیو زدهکوونکو ته د افغان ښځو د هيلو، مبارزې او استقامت په اړه معلومات ورکړي.


د راول والنبرګ په نامه د بشري حقونو انسټیټیوټ په خپل یوه نوي خپور کړي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې دولتي خدمتونو ته لاسرسی د قومیت، جنسیت، مذهب او سیاسي تړاو د معیارونو پر بنسټ په نا انډوله او تبعیضي توګه وېشل شوي دي.
د راول والنبرګ په څېړنه کې راغلي، چې د طالبانو په رژیم کې دا مهال ښځې او لږکۍ د ژورو او پراخو ننګونو سره مخ دي دغه کسان څنډې ته شوي دي.
دغه څېړنه د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د خلکو د سروې، له سیاسي او اکاډمیکو اشخاصو سره د مرکو، اسنادو او پرانیستو سرچینو په کارولو سره ترسره شوې.
د څېړنې له مخې؛ طالبانو، د مساوي حقونو پر بنسټ د ګډون د ادعاوو برعکس؛ په عمل کې سیاسي واک او سرچینې محدودو او ځانګړو ډلو ته سپارلې دي.
راپور زیاتوي، دغه نا انډولي د طالبانو په حکومتي جوړښتونو کې په څرګنده توګه لیدل کېږي؛ په ځانګړې توګه په کابینه او لوړو مدیریتي برخو کې چې نږدې ټول د دغې ډلې په واک کې دي.
راپور ښيي، چې ښځو، قومي او مذهبي لږکیو ته په سیستماتیک ډول مساوي سیاسي ونډه نه ورکول کېږي او عامه خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.
په راپور کې راغلي، چې قومي، ژبني، مذهبي او سیمهییزو توپیرونو دغه نابرابري لا پسې پراخه کړې ده.
د راول والنبرګ انسټیټیوټ په دې راپور کې ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د یوه ټولګډونه او دوامداره حکومت د جوړولو لپاره اړینه ده چې د وګړو مساوي حقونه، د عدالت وېش او وړتیا په ریښتیا سره په حکومتي جوړښتونو کې بنسټیز شي.

پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د یکشنبې ورځې په سر مقاله کې لیکلي، چې چین له طالبانو غوښتي؛ څو له پاکستان سره د کړکېچ پر ځای ښې او دوستانه اړیکې وساتي. د ورځپاڼې په باور طالبانو دغه غوښتنه منلې او د اسلام اباد په ګټه یې ځیني اقدامات هم کړي دي.
مقاله کې زیاته شوې، چین هڅه کوي په دغه ډول اقداماتو سره د طالبانو په اقتصاد او سیاست کې د هند مخه ونېسي. همدې موخې ته په پام بېجینګ طالبانو ته د زېربناوو پراختیا او سوداګریزو همکاریو وړاندیزونه کړي دي؛ خو دغه مرستې مشروطې دي او چین غواړي، چې طالبان له پاکستان سره رغنده همکاري ولري؛ دغه هېواد د چین د سیمهییزو پروژو په ځانګړې توګه د «سي پېک» لپاره سټراټېژیک اهمیت لري.
همدا راز د اسلام اباد د هغه اندېښنې پر سر چې ګوندې د افغانستان په خاروه کې د «ټيټيپي» وسلهوالو ته پناه ځایونه ورکړل شوي په تېرو میاشتو کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا تر ټولو جدي مساله پاتې شوې ده.
مقاله کې راغلي، چې د چین دغه غوښتنو طالبان دې ته اړ کړي؛ څو د پاکستاني طالبانو پر ضد ځیني اقدامات وکړي.
مقاله کاږي، چې طالبانو د «ټيټيپي» سره د اړیکو، جلب و جذب او خوخواږۍ له کبله ځیني افغانانان هم نېولي دي.
ټربیون ورځپاڼه زیاتوي، د پاکستان ضد کسانو خلاف د طالبانو دغه ډول اقدامات ښیي چې دغه ډلې د اسلام اباد سره د اړیکو رغولو لپاره خپله تګلاره ښه کړې ده.
په پای کې ویل شوي، که څه هم هېڅوک لا تر اوسه پورې طالبان په رسمیت نه پېژني؛ خو یو شمېر هېوادونو اوس کرار، کرار یو ځل بیا له طالبانو سره د اړیکو د پیلولو په فکر کې دي.
ځینو هېوادونو کابل ته سفیران لېږلي او د اړیکو د عادي کېدو هڅې یې پیل کړې دي.
د ټربیون له مقالې ور اخوا باورونه دا دي، چې د طالبانو او اسلام اباد اړیکې هر وخت له ننګوونو سره مخ کېدلای شي.
په تېرو وختونو کې هم دواړو لوریو له یو بل سره د مثبتو اړیکو رامنځته کېدو هیلهمندۍ ښودلې وې؛ خو وروسته په ډاګه شوې چې دغو تعاملاتو ډېر دوام ونه کړ.
بل خوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په افغانستان کې د چین د زیاتېدونکي نفوذ په تړاو څرګندونې کړې دي او ان دا یې لا هم ویلي، چې د دوی تر واک لاندې بګرام پوځي اډه اوس د چین په ولکه کې ده.
له دغه ډول څرګندونو ښکاري، چې واشنګټن د طالبانو او بېجینګ په زیاتېدونکو اړیکو خوشحاله نه دی.

د سوېلي خراسان والي سید محمد رضا هاشمي ویلي، چې د افغانستان د فراه او د ایران د دغه ولایت ترمنځ ګډې پولې د اړیکو، همکاریو، د صادراتو ډېرېدو او اقتصادي پراختيا لپاره ډېر مهم رول لوبولی شي.
د ایران اېراف خبري اژانس د راپور له مخې؛ په فراه کې د طالبانو والي د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د شنبې په ورځ د (غبرګولي ۱۰مه) د ایران سوېلي خراسان ولایت ته تللی و او هلته یې د دغه ولایت له والي تر څنګ له نورو ایراني چارواکو سره ګډه ناسته کړې ده.
تر دې دوه میاشتې دمخه سید محمد رضا هاشمي هم افغانستان ته تللی و، چې نوموړي خپل دغه پخوانی سفر مثبت یاد کړی او ویلي دي چې د همدې اړیکو په دوام په فراه کې د طالبانو والي ایران ته ورغلی.
د طالبانو تللی پلاوی به د ایران په بېرجند ښار کې له اقتصادي او تولیدي برخو څخه لیدنه وکړي.
د سوېلي خراسان د والي په وینا؛ دغه ډول ليدنې او سفرونه کولای شي د دواړو ګاونډيو ولايتونو ترمنځ د صادراتو د زياتوالي او د همکاريو د لا پراخېدو لامل وګرځي.
په فراه کې د طالبانو والي بیا د دغه سفر موخه د دوستانه اړيکو نوې ارزونه او د اقتصادي ننګونو څېړنه ياده کړې؛ تر څو عملي پايلو ته ورسېږي.
د اېرنا د راپور پر بنسټ؛ د طالبانو دغه پلاوي د ماهیرود په پوله کې د افغانانو د بهرنۍ پانګونې یو جوړ شوي واحد، د تېلو زېرمتون او د کېفیت د کنټرول یوې برخې څخه کتنه کړې ده.
همداراز د دغه سفر لپاره داسې پروګرامونه هم ترتيب شوي، چې پکې د ماهيرود د سرحدي بازار، د لمريزې برېښنا فابريکې، د «ستاره کيان» د څارويو خوراکي توکو فابريکې، د بيدمشک کرنيز او صنعتي کمپلېکس، د ساينس او ټکنالوژۍ پارک او د درملنې له مرکزونو څخه په کې ليدنه شامله ده.
په همدې حال کې د ستاره کيان شرکت د مديريتي بورډ مشر سيد حسين خيريه ويلي، چې ياد شرکت اوس په يوه ساعت کې د ۵۰ ټنه په اندازه د څارویو د خوراکي توکو د توليد ظرفيت لري او چمتو دی چې دغه محصولات افغانستان ته صادر کړي.
هغه دا هم زياته کړې، چې شرکت يې غواړي د پراختيايي طرحو په عملي کولو سره، خپل کلنی توليدي ظرفيت له ۱۲۰ زره ټنو څخه ۲۰۰ زره ټنو ته لوړ کړي.
ښاغلي خيريه دا هم ويلي، چې افغانستان کې د جوارو کرل کېدو لپاره تړون يو ښه سوداګريز فرصت ګڼل کېږي او دا کار کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراخوالي لامل شي.
همداراز ويل شوي، چې د سوېلي خراسان ولايت ۸۵ سلنه صادرات او د ايران يو شمېر مهم صادرات افغانستان ته د ماهيرود (ابونصر فراهي) بندر له لارې تر سره کېږي.
طالبان په دې وروستیو کې د چین او روسیې سربېره له ایران سره هم نږدې شوي دي.
د دغو اړیکو بنسټ د ایران د هغو اندېښنو مجبوریت ګڼل کېږي، چې غواړي د طالبانو په موجودیت کې له افغانستانه د ورپېښو امنیتي ګواښونو مخه ډب کړي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر محمد خالد حنفي په تازه څرګندونو کې ویلي، چې په اسلام کې انسان غلام دی او فردي ازادي یوازې د شریعت په حدودو کې معنا لري. هغه ټینګار کړی، چې شریعت کره لارښوونې لري او ټول حقونه باید د اسلامي اصولو په چوکاټ کې عملي شي.
ښاغلي حنفي د طالبانو له روحانیانو سره په ناسته کې د ټولنیزو ازادیو، عصري زده کړو، په ځانګړي ډول د نجونو د تعلیم او د جامو په اړه سختې نیوکې کړي.
هغه عصري تعلیمي بنسټونه او پوهنتونونه د «ازاد ذهنیت» خپرولو باندې تورن کړي او ویلي یې دي، چې ځوانانو ته په خاص ډول نجونو ته داسې پیغام ورکوي چې خپل ژوند پرته له کورنۍ یا شرعي مداخلې تنظیمولی شي.
همدارنګه، حنفي د پتلون، دریشي، نکټايي نورو جامو او ږېرې خریلو دودیزو اصولو سرغړونه هم وغندله او دا یې د اسلامي احکامو خلاف وبلله.
هغه له روحانیانو وغوښتل، چې د دې «فکري جګړې» پر وړاندې کلک ودرېږي او د قلم، تبلیغ او دعوت له لارې د اسلامي ارزښتونو دفاع وکړي، ځکه چې اوس مهال وسله واله جګړه نه ده، بلکې د فکر جګړه روانه ده.
حنفي د وزارت د سختو مقرراتو پر ضد ټولې نیوکې رد کړې او دا یې د ازاد ذهنیت خپرولو او د شریعت نه منلو هڅې وبللې.
هغه خبرداری ورکړ، چې که په اسلامي احکامو کې نرمښت وښيي، طالبان او روحانیان به د الله په وړاندې ملامت شي.
طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په ټولنه کې سخت ټولنیز محدودیتونه وضع کړي دي، چې په کې د نجونو د زده کړو محدودول، د ښځو د کار بندیز او د جامو سخت کنټرول شامل دي.
دغه محدودیتونه د خلکو په ژوند کې ستونزې را ولاړې کړي او په ځانګړي ډول د ښځو حقونه یې تر سخت فشار لاندې راوستي دي.
محمد خالد حنفي د ښځو د زده کړو، کار او سیاسي ګډون سرسخت مخالف دی او د امر بالمعروف وزارت د قوانینو په مرسته یې پر ښځو جدي بندیزونه لګولي دي، چې هغوی یې په کورونو کې بندیانې کړي او د هغوی غږ یې هم محدود کړی دی.
حنفي عصري زده کړې د طالبانو د عقایدو لپاره ستر ګواښ ګڼي او ټینګار کوي، چې د شریعت سخت پلي کول ضروري دي، که نه نو طالبان به د الله په محضر کې ملامت شي.
دا څرګندونې په داسې حساس وخت کې کېږي، چې د ښځو حقونه محدود شوي، د زده کړو او کار مخه نیول شوې او د ټولنیزو ازادیو لپاره هیلې کمزورې دي.
د طالبانو دا پالیسۍ د نړۍوالو ټولنو له سختو نیوکو سره-سره دوام لري او دوی خپله لار د سختو اسلامي اصولو د عملي کولو په لور بیایي.

په بلخ کې د طالبانو والي یوسف وفا د یو شمېر شمالي ولایتونو د واليانو په مشرۍ مرکزي ولایت غور ته تللی، ترڅو د دغه ستراتیژیک ولایت امنیتي وضعیت وڅېړي او د سیمې د ثبات او سرحدي امنیت د پیاوړتیا لپاره ځانګړې هڅې وکړي.
دغه پلاوي د غور له پوځي او ملکي چارواکو سره هم لیدنې کړي چې موخه یې د امنیت ټینګښت او د ګاونډیو هېوادونو سره مثبتې اړیکې دي.
دغه سفر د فېروزکوه له سیمې پیل شو، چې د سرحدي سیمو د امنیت د پیاوړتیا لپاره مهم ګڼل کېږي.
په بلخ کې د طالبانو د والي دفتر څرګنده کړه، چې دغه پلاوی د غور د والي حیاتالله مبارک، د ۲۰۵ البدر قول اردو د سوېل لوېدیځ زون قوماندان احمدشاه دیندوست او نورو ملکي او نظامي چارواکو سره ولیدل.
دوی په ګډه د غور د غرنیو او سرحدي ولسوالیو له امنیتي وضعیت خبر شول او د چارو د ښه والي لپاره یې طرحې او وړاندیزونه شریک کړل.
په دې لیدنه کې د غور د الفاروق، تیوره، اللهیار او چارسدې ولسوالیو امنیتي وضعیت هم ځانګړې ارزونه وشوه.
یوسف وفا ټینګار وکړ، چې افغانستان باید له هر ډول ګواښونو خوندي وي او د ګاونډیو هېوادونو، په تېره بیا اسلامي هېوادونو سره مثبتې اړیکې ساتل اړین دي.
هغه زیاته کړه، چې دا اړیکې به د هېواد په اقتصادي، سیاسي او کلتوري پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.
غور ولایت د افغانستان له هغو محرومو سیمو څخه دی، چې د غرني موقعیت له امله د وسلهوالو له لارو په تګ راتګ کې مهمه لار ګڼل کېږي.
که څه هم مخکې راپورونه ورکړل شوي وو، چې داعش په دغه سیمه کې فعالیت لري، خو طالبانو تېر کال ادعا وکړه چې داعش ډله یې په فېروزکوه کې له منځه وړې ده.
یوسف وفا چې د طالبانو له مشر سره نږدې اړیکې لري، په شمال کې د واليانو د غونډو مشري کوي او د ده دغه سفر د طالبانو په اوسني واکمنۍ کې د هغه لوړ مقام او اغېز څرګندوي.