• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران د افغانستان پر پوله پرتو ولایتونو سره پر اقتصادي پراختیا ټینګار کړی

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱ جون ۲۰۲۵، ۰۳:۱۵ GMT+۱

د سوېلي خراسان والي سید محمد رضا هاشمي ویلي، چې د افغانستان د فراه او د ایران د دغه ولایت ترمنځ ګډې پولې د اړیکو، همکاریو، د صادراتو ډېرېدو او اقتصادي پراختيا لپاره ډېر مهم رول لوبولی شي.

د ایران اېراف خبري اژانس د راپور له مخې؛ په فراه کې د طالبانو والي د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د شنبې په ورځ د (غبرګولي ۱۰مه) د ایران سوېلي خراسان ولایت ته تللی و او هلته یې د دغه ولایت له والي تر څنګ له نورو ایراني چارواکو سره ګډه ناسته کړې ده.

تر دې دوه میاشتې دمخه سید محمد رضا هاشمي هم افغانستان ته تللی و، چې نوموړي خپل دغه پخوانی سفر مثبت یاد کړی او ویلي دي چې د همدې اړیکو په دوام په فراه کې د طالبانو والي ایران ته ورغلی.

د طالبانو تللی پلاوی به د ایران په بېرجند ښار کې له اقتصادي او تولیدي برخو څخه لیدنه وکړي.

د سوېلي خراسان د والي په وینا؛ دغه ډول ليدنې او سفرونه کولای شي د دواړو ګاونډيو ولايتونو ترمنځ د صادراتو د زياتوالي او د همکاريو د لا پراخېدو لامل وګرځي.

په فراه کې د طالبانو والي بیا د دغه سفر موخه د دوستانه اړيکو نوې ارزونه او د اقتصادي ننګونو څېړنه ياده کړې؛ تر څو عملي پايلو ته ورسېږي.

د اېرنا د راپور پر بنسټ؛ د طالبانو دغه پلاوي د ماهیرود په پوله کې د افغانانو د بهرنۍ پانګونې یو جوړ شوي واحد، د تېلو زېرمتون او د کېفیت د کنټرول یوې برخې څخه کتنه کړې ده.

همداراز د دغه سفر لپاره داسې پروګرامونه هم ترتيب شوي، چې پکې د ماهيرود د سرحدي بازار، د لمريزې برېښنا فابريکې، د «ستاره کيان» د څارويو خوراکي توکو فابريکې، د بيدمشک کرنيز او صنعتي کمپلېکس، د ساينس او ټکنالوژۍ پارک او د درملنې له مرکزونو څخه په کې ليدنه شامله ده.

په همدې حال کې د ستاره کيان شرکت د مديريتي بورډ مشر سيد حسين خيريه ويلي، چې ياد شرکت اوس په يوه ساعت کې د ۵۰ ټنه په اندازه د څارویو د خوراکي توکو د توليد ظرفيت لري او چمتو دی چې دغه محصولات افغانستان ته صادر کړي.

هغه دا هم زياته کړې، چې شرکت يې غواړي د پراختيايي طرحو په عملي کولو سره، خپل کلنی توليدي ظرفيت له ۱۲۰ زره ټنو څخه ۲۰۰ زره ټنو ته لوړ کړي.

ښاغلي خيريه دا هم ويلي، چې افغانستان کې د جوارو کرل کېدو لپاره تړون يو ښه سوداګريز فرصت ګڼل کېږي او دا کار کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراخوالي لامل شي.

همداراز ويل شوي، چې د سوېلي خراسان ولايت ۸۵ سلنه صادرات او د ايران يو شمېر مهم صادرات افغانستان ته د ماهيرود (ابونصر فراهي) بندر له لارې تر سره کېږي.

طالبان په دې وروستیو کې د چین او روسیې سربېره له ایران سره هم نږدې شوي دي.

د دغو اړیکو بنسټ د ایران د هغو اندېښنو مجبوریت ګڼل کېږي، چې غواړي د طالبانو په موجودیت کې له افغانستانه د ورپېښو امنیتي ګواښونو مخه ډب کړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

محمد خالد حنفي: په اسلام کې انسان غلام دی؛ فردي ازادي د شریعت په چوکاټ کې محدوده ده

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱ جون ۲۰۲۵، ۰۱:۲۵ GMT+۱

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر محمد خالد حنفي په تازه څرګندونو کې ویلي، چې په اسلام کې انسان غلام دی او فردي ازادي یوازې د شریعت په حدودو کې معنا لري. هغه ټینګار کړی، چې شریعت کره لارښوونې لري او ټول حقونه باید د اسلامي اصولو په چوکاټ کې عملي شي.

ښاغلي حنفي د طالبانو له روحانیانو سره په ناسته کې د ټولنیزو ازادیو، عصري زده کړو، په ځانګړي ډول د نجونو د تعلیم او د جامو په اړه سختې نیوکې کړي.

هغه عصري تعلیمي بنسټونه او پوهنتونونه د «ازاد ذهنیت» خپرولو باندې تورن کړي او ویلي یې دي، چې ځوانانو ته په خاص ډول نجونو ته داسې پیغام ورکوي چې خپل ژوند پرته له کورنۍ یا شرعي مداخلې تنظیمولی شي.

همدارنګه، حنفي د پتلون، دریشي، نکټايي نورو جامو او ږېرې خریلو دودیزو اصولو سرغړونه هم وغندله او دا یې د اسلامي احکامو خلاف وبلله.

هغه له روحانیانو وغوښتل، چې د دې «فکري جګړې» پر وړاندې کلک ودرېږي او د قلم، تبلیغ او دعوت له لارې د اسلامي ارزښتونو دفاع وکړي، ځکه چې اوس مهال وسله واله جګړه نه ده، بلکې د فکر جګړه روانه ده.

حنفي د وزارت د سختو مقرراتو پر ضد ټولې نیوکې رد کړې او دا یې د ازاد ذهنیت خپرولو او د شریعت نه منلو هڅې وبللې.

هغه خبرداری ورکړ، چې که په اسلامي احکامو کې نرمښت وښيي، طالبان او روحانیان به د الله په وړاندې ملامت شي.

طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په ټولنه کې سخت ټولنیز محدودیتونه وضع کړي دي، چې په کې د نجونو د زده کړو محدودول، د ښځو د کار بندیز او د جامو سخت کنټرول شامل دي.

دغه محدودیتونه د خلکو په ژوند کې ستونزې را ولاړې کړي او په ځانګړي ډول د ښځو حقونه یې تر سخت فشار لاندې راوستي دي.

محمد خالد حنفي د ښځو د زده کړو، کار او سیاسي ګډون سرسخت مخالف دی او د امر بالمعروف وزارت د قوانینو په مرسته یې پر ښځو جدي بندیزونه لګولي دي، چې هغوی یې په کورونو کې بندیانې کړي او د هغوی غږ یې هم محدود کړی دی.

حنفي عصري زده کړې د طالبانو د عقایدو لپاره ستر ګواښ ګڼي او ټینګار کوي، چې د شریعت سخت پلي کول ضروري دي، که نه نو طالبان به د الله په محضر کې ملامت شي.

دا څرګندونې په داسې حساس وخت کې کېږي، چې د ښځو حقونه محدود شوي، د زده کړو او کار مخه نیول شوې او د ټولنیزو ازادیو لپاره هیلې کمزورې دي.

د طالبانو دا پالیسۍ د نړۍوالو ټولنو له سختو نیوکو سره-سره دوام لري او دوی خپله لار د سختو اسلامي اصولو د عملي کولو په لور بیایي.

په شمال کې د طالبانو یو شمېر والیان د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه غور ولایت ته تللي

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۱ می ۲۰۲۵، ۲۳:۱۶ GMT+۱

په بلخ کې د طالبانو والي یوسف وفا د یو شمېر شمالي ولایتونو د واليانو په مشرۍ مرکزي ولایت غور ته تللی، ترڅو د دغه ستراتیژیک ولایت امنیتي وضعیت وڅېړي او د سیمې د ثبات او سرحدي امنیت د پیاوړتیا لپاره ځانګړې هڅې وکړي.

دغه پلاوي د غور له پوځي او ملکي چارواکو سره هم لیدنې کړي چې موخه یې د امنیت ټینګښت او د ګاونډیو هېوادونو سره مثبتې اړیکې دي.
دغه سفر د فېروزکوه له سیمې پیل شو، چې د سرحدي سیمو د امنیت د پیاوړتیا لپاره مهم ګڼل کېږي.

په بلخ کې د طالبانو د والي دفتر څرګنده کړه، چې دغه پلاوی د غور د والي حیات‌الله مبارک، د ۲۰۵ البدر قول اردو د سوېل لوېدیځ زون قوماندان احمدشاه دین‌دوست او نورو ملکي او نظامي چارواکو سره ولیدل.
دوی په ګډه د غور د غرنیو او سرحدي ولسوالیو له امنیتي وضعیت خبر شول او د چارو د ښه والي لپاره یې طرحې او وړاندیزونه شریک کړل.

په دې لیدنه کې د غور د الفاروق، تیوره، الله‌یار او چارسدې ولسوالیو امنیتي وضعیت هم ځانګړې ارزونه وشوه.

یوسف وفا ټینګار وکړ، چې افغانستان باید له هر ډول ګواښونو خوندي وي او د ګاونډیو هېوادونو، په تېره بیا اسلامي هېوادونو سره مثبتې اړیکې ساتل اړین دي.

هغه زیاته کړه، چې دا اړیکې به د هېواد په اقتصادي، سیاسي او کلتوري پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.

غور ولایت د افغانستان له هغو محرومو سیمو څخه دی، چې د غرني موقعیت له امله د وسله‌والو له لارو په تګ راتګ کې مهمه لار ګڼل کېږي.

که څه هم مخکې راپورونه ورکړل شوي وو، چې داعش په دغه سیمه کې فعالیت لري، خو طالبانو تېر کال ادعا وکړه چې داعش ډله یې په فېروزکوه کې له منځه وړې ده.

یوسف وفا چې د طالبانو له مشر سره نږدې اړیکې لري، په شمال کې د واليانو د غونډو مشري کوي او د ده دغه سفر د طالبانو په اوسني واکمنۍ کې د هغه لوړ مقام او اغېز څرګندوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر: ناټو افغانستان ته د بېرته ستنېدو هڅه کوي

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۱ می ۲۰۲۵، ۲۲:۵۲ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا افغانستان ته د ناټو د بېرته راستنېدو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی دی. سرګي لاوروف ویلي، چې ناټو یو ځل بیا له افغانستان څخه د «شرمناک وتلو» څخه څلور کاله وروسته دغه هېواد ته د ننوتلو لپاره نوې لاره لټوي.

هغه د روسیې په پرم ښار کې د «یورېشیایی کنفرانس» کې په دې اړه خبرې وکړې خو دا یې و نه ویل، چې ناټو او امریکا به څنګه بیا افغانستان ته ځي.

دا لومړی ځل نه دی، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته د لوېدیځ د بېرته راستنېدو په اړه خبرداری ورکوي.

هغه تر دې وړاندې له لوېدیځو هېوادونو سره پر طالبانو‍ ‍«مشکوک تعامل» باندې نیوکه کړې وه او د دې هېوادونو د «پټو ارادو» په اړه یې اندېښنه څرګنده کړې وه.

لاوروف پرته له دې چې نور جزیات ورکړي، د ناټو د پوځي اډو د بېرته راستنېدو هر ډول هڅه غندلې وه.

هغه وویل، چې د ناټو د پوځي تاسیساتو بېرته راستنېدل د منلو وړ نه دي او د «نوي وخت بم» د جوړولو په څېر دي.

لاوروف ټینګار وکړ: «موږ د لوېدیځ له خوا د افغانستان صحنې ته د بېرته راستنېدو لپاره فعالې هڅې ګورو، هغه صحنه چې دوی د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته پریښوده. موږ د لوېدیځو هېوادونو د عادلانه او شفاف شتون سره کومه ستونزه نه لرو، مګر هر ډول پټه اجنډا یا نظامي کول د منلو وړ نه دي.»

روسیه دا څرګندونې په داسي‌حال کې کوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دوامدار ډول د بګرام هوایی اډې بېرته ترلاسه کولو کې خپله علاقه څرګنده کړې او ادعا یې کړې، چې چین د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته دا اډه نیولې ده.

ټرمپ له بګرام څخه د بایډن ادارې د وتلو په اړه په کلکه نیوکه کړې او په وار-وار یې ویلي، چې امریکا باید دا اډه وساتي ځکه چې د هغه په ​​اند، بګرام د چین د اټومي برېښنا فابریکې څخه یو ساعت لرې ده.

طالبانو په دوامداره توګه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون رد کړی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته په ځواب کې ویلي، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون د دې ډلې د واکمنۍ لاندې ممکن نه دی.

مسکو سره له دې چې افغانستان ته د ناټو د راستنېدو په اړه اندېښنه لري، خو له بلې خوا یې له طالبانو سره نږدې اړیکې ساتلي دي.

روسیې طالبان د ترهګریزو ډلو له نوملړ څخه تعلیق کړي او د روسیې د لوړپوړو چارواکو په ګډون د دې هېواد د ملي امنیت شورا مشر کابل ته سفر کړی دی.

ولادیمیر پوتین د ۱۴۰۳ کال په لېندۍ میاشت کې وویل، چې په افغانستان کې وضعیت ثبات مومي.

هغه وویل: «موږ له اوسنيو افغان چارواکو سره دوه اړخیزې اړیکې ټینګې کړې دي او دا اړیکې به نورې هم پراختیا ومومي.»

خو ځینو افغان سیاسي شخصیتونو افغانستان ته د امریکا د بېرته راستنېدو په احتمال تبصره کړې ده.

په دې وروستیو کې د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار په یوه مقاله کې لیکلي وه، چې مسکو او واشنګټن د یوې «معاملې» په لټه کې دي، چې له مخې به یې امریکا اوکراین روسیې ته وسپاري او په بدل کې به روسیه په افغانستان کې بګرام او امریکایي وسلې امریکا ته وسپاري.

دا اټکلونه وروسته له هغه زیات شول، چې د ادم بوهلر او زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکا لوړ پوړي پلاوي کابل ته سفر وکړ.

طالبانو له امریکايي پلاوي څخه وغوښتل، چې په واشنګټن کې د افغانستان سفارت دې ډلې ته وسپاري.

ځینو سرچینو ادعا کړې، چې د امریکايي یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو ترڅنک امریکايي پلاوي له طالبانو څخه د امریکايي وسلو د بېرته ترلاسه کولو او ځینو نورو امنیتي او سیاسي مسلو په اړه هم بحث کړی.

په زابل کې طالبان خلک مجبوروي چې په خپل لګښت د پوهنې ودانۍ جوړې کړي

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۱ می ۲۰۲۵، ۲۱:۵۲ GMT+۱

د زابل ولایت د ارغنداب او شملزو ولسوالیو ځايي اوسېدونکي‌ وايي، طالبان خلک مجبوري چې په ولسواليو کې په خپلو شخصي لګښتونو د پوهنې ودانۍ جوړي کړي. د زابل د طالبانو د پوهنې ادارې هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په ارغنداب او شلمزو کې خلکو په شخصي‌لګښتونو د پوهنې امریتونه جوړ کړي.

د افغانستان د سوېلي‌ ولایت زابل د ارغنداب او شملزو ولسواليو اوسېدونکو د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۰مه) افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې ځایي طالبان په زور دوی مجبوروي ترڅو د پوهنې ودانۍ جوړې کړي.

دوی زياته کړې: « طالبان وايي که غواړي د پوهنې خدمات دوام وکړي، باید د ښوونځیو، امریتونو او نورو تعلیمي ادارو لپاره ودانۍ په خپله او خپلو پيسو جوړې کړي، ځکه چې دولت پیسې نه لري.»

خلک وايي، د طالبانو دا کړنې پر هغو کورنیو فشار دی چې له بېوزلۍ او وزګارۍ سره مخ دي.

د سرچینو په خبره، څه موده مخکې د شاه جوی ولسوالۍ له خلکو څخه هم ورته غوښتنه شوې وه.

د سیمې اوسېدونکي وایي، طالبان د دولتي ادارو د تمویل پر ځای دوی ته د خیرات او همکارۍ تر نامه لاندې مسولیتونه ور اړوي.

پر دغه ډله نیوکه کېږي، چې طالبان د اسلامي نظام دعوه کوي؛ خو دوی اساسي مسوولیتونه لکه د تعلیم لپاره ودانۍ، ښوونکي او امکانات یې د خلکو پر اوږو اچولي.

ځايي خلک اندېښنه لري، چې د پوهنې راتلونکی په زابل او ورته سیمو کې له خطر سره مخ دی او که نړۍوالې ادارې او د بشري حقونو سازمانونه چټک غبرګون و نه ښيي، زرګونه ماشومان به له زده کړو بې برخې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کندهار پوهنتون ځینو محصلینو هم نن ویلي و، چې طالبان هغوی اړ باسي، څو د غزې له خلکو سره د مرستو لپاره صندوق ته نغدي پیسې ورکړي.

د کندهار پوهنتون یو شمېر محصلینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې طالبانو د دغه پوهنتون په دروازه کې د غزې له خلکو سره د مرستو په نوم صندوق ایښی دی او محصلین مجبوره کېږي، چې دغه صندوق ته پیسي واچوي.

تاوتریخوالی او تبعیضي چلند؛ په ایران کې افغان کډوال بیا په نښه شوي

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۱ می ۲۰۲۵، ۲۱:۳۲ GMT+۱

د ایران په یزد کې یو شمېر ناپېژندو وسله والو پر افغان کډوالو د برید په پایله کې هغوی وهلي او ځورولي دي. د اېراف خبري سرچینې د راپور له مخې، په ایران کې د افغان کډوالو د قصدي ځورونې لړۍ لا هم روانه ده.

د راپورونو له مخې، دا پېښه د جمعې په ورځ د غبرګولي ۹مه (میبد مهمانشهر، یزد) کې رامنځته شوې ده، چې ویل کېږي چې په دې پېښه کې د افغان کډوالو یو موټرسایکل هم سوځول شوی دی.

دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې، چې یوازې دوه ورځې وړاندې هم د دوو ایراني ځوانانو له‌خوا هڅه شوې وه، چې یو افغان هلک چې په بایسکل سپور و، له موټر لاندې کړي.

که څه هم افغان هلک ژوندي پاتې شو، خو د دې پېښې ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه راوپارول او د افغان‌ضد، کډوالو ضد او حتی ایران‌ضد کړیو له‌خوا د پراخې پروپاګندې لپاره وکارول شوه.

کارپوهان وايي، له هغه راهیسې چې د ایران د حکومت له لوري د مېلیونونو افغان کډوالو د جبري اېستلو پلان اعلان شوی، په ټولنیزو رسنیو کې د کډوالو ضد تبلیغاتو څپې زور اخیستی او حتی دا کرکه ځینې وختونه عملي تاوتریخوالي ته هم اوړي.

دوی زیاتوي، چې دا ډول تاوتریخوالی او تبلیغات ډېری وختونه د سیمه‌ییزو استخباراتي شبکو له‌خوا هدایت کېږي او هدف یې د ایران دننه د افغان کډوالو پر ضد فضا خرابول دي.

له بلې خوا، د ایران د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د ټولو افغان کډوالو د سرشمېرنې پاڼې لغوه شوي دي او د چنګاښ له ۱۵مې نېټې وروسته ټول غیرقانوني کډوال باید له ایرانه ووځي.

د دغه وزارت په وینا، دا مهال له ۶ مېلیونه زیات افغان کډوال په ایران کې ژوند کوي.

په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) راپور ورکړی، چې یوازې په تېرو دوو میاشتو کې نېږدې ۵۰۰زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه په جبري توګه افغانستان ته ستانه شوي دي.

دغه ادارې ټینګار کړی، چې د کډوالو بېرته ستنول باید داوطلبانه او باعزته وي.