سوریې او کویټ د دوهاړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

د سوریې ولسمشر احمد الشرع کویټ ته د یو رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له امیر شېخ مشعل الاحمد الجابر الصباح سره کتنه کې د سوریې او کویټ د دوهاړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

د سوریې ولسمشر احمد الشرع کویټ ته د یو رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له امیر شېخ مشعل الاحمد الجابر الصباح سره کتنه کې د سوریې او کویټ د دوهاړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
د سوریې د دولتي خبري اژانس سنا د راپور له مخې، دواړو لوریو د یکشبنې په ورځ (د غبرګولي ۱۱مه) سره کتلي او په دې کتنه کې د سوریې د وحدت او حاکمیت ملاتړ مهم بلل شوی دی.
دا کویټ ته د سوریې د ولسمشر لومړنی سفر دی.

د طالبانو د عامي روغتیا وزارت وایي، چې د یاد وزارت وزیر مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د یونېسف ادراې استازي ډاکټر تاج الدین اوېلا سره په ليدنه کې له هغه غوښتي چې روغتونونو او روغتیایي مرکزونو ته د درملو په چمتو کولو او لېږد کې ورسره همکاري وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه ليدنه کې د روغتیايي خدمتونو د ارزونې په موخه په ګډې څارنې، د روغتیايي کارکوونکو پر ظرفیت لوړونې او د روغتیايي مرکزونو د بیارغونې په اړه خبرې اترې شوې دي.
بل خوا د یونېسف استازي ډاکټر تاج الدین ویلي، هڅه کوي چې د تطبیق کوونکو موسسو له لوري د وړاندې کېدونکو خدمتونو د کیفیت ارزونې په موخه د طالبانو روغتیا وزارت سره په ګډه څارنې کار وکړي.
هغه زیاته کړه، روغتیايي مرکزونو ته د درملو د لېږد په موخه به یوه ګډه کمېټه جوړېږي؛ تر څو د ټولو روغتونونو او روغتیايي مرکزونو ته د اړتیا وړ درمل چمتو او پر ټاکلي وخت روغتیايي مرکزونو ته ولېږدول شي.
روسي چارواکي وایي، چې نن سهار د اوکراین سره په پوله د روسیې په دوو جلا سیمو کې د پلونو نړېدو له امله اور ګاډی له پټلۍ اوښتی، چې پکې اووه تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
رویټرز خبري اژانس که څه هم په خپلواکه توګه دا نده تایید کړې، چې ګوندې دغه پېښه په اوکراین کې له روانې جګړې سره کوم تړاو لري؛ خو د یوه روسي سیاستوال له حوالې یې لیکلي، چې «کیف» یوه ترهګریزه سیمه ده.
د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت او سیمهییزو چارواکو ویلي، چې د بریانسک په سیمه کې له پټلۍ د اورګاډي اوښتو په پېښه کې اووه کسان وژل شوي او ۶۹ نور بیا ټپیان دي.
د بریانسک والي الکساندر بوګوماز په ټېلګرام کې د یوه پيغام په خپرولو سره وویل، دا مهال ۴۷کسان په روغتون کې بستر دي؛ په ټپيانو کې درې ماشومان هم شامل دي، چې د يو تن روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.
د غزې په تړانګه کې د اوربند لپاره د امریکا د وړاندیز په ځواب کې حماس ډلې اعلان کړی، چې دوی د ۲۸یرغمل شویو کسانو د سپارلو سره هوکړه کړې.
د مېډل اېسټ ای رسنۍ د راپور له مخې؛ سره له دې چې دغه ډلې له دې وړاندیز سره منښته کړې؛ خو د جګړې د پای ته رسولو او له غزې څخه د اسراییلي ځواکونو په وتلو ټینګار کوي، چې امریکا او اسراییل د حماس ډلې دغه ځواب د نه منلو وړ بللی دی.
دغه ډلې د شنبې په ورځ په یوه خپره کړې اعلامیه کې وویل، چې دوی د لسو اسراییلي یرغمل شویو خوشې کولو او د ۱۸ نورو جسدونو سپارلو ته چمتو دي؛ خو په بدل کې یې د اسراییل له زندانونو څخه د فلسطیني بندیانو خوشې کول غواړي.
حماس په خپله اعلامیه کې لیکلي، دا ځواب د اوږدمهالي اوربند، له غزې تړانګې څخه د اسراییل بشپړ وتلو او د غزې خلکو ته د بشري مرستو د رسولو په موخه ورکړل شوی دی.
په نایجیریا کې د اوګون ملي سپورت فیستیوال څخه راستېدونکي ۲۱ لوبغاړي د کانو ښار په کورا سیمه کې د موټر د ټکر له امله مړه شوي دي.
د نایجریا د پي اېم نیوز د راپور له مخې؛ په پېښه کې ۱۹ تنه لوبغاړي مړه شوي وو؛ خو درېیو تنو ټپیانو بیا د کورا په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
په راپور کې راغلي، هغه لوبغاړي چې له پېښې څخه ژوندي وتلي؛ د ایالتي حکومت له لارښوونې وروسته د روغتیایي پاملرنې لپاره د مرتلا محمد روغتون ته لېږدول شوي دي.
دغه موټر شاوخوا ۳۵ لوبغاړي د اوګون سپورتي فیستیوال کې له ګډون وروسته کانو ته لېږدول، چې د ډاکسټال په ښارګوټي کې له یوه پله څخه واوښت.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیوېټ اعلان وکړ، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي استیو ویتکاف ایران ته د اټومي تړون لپاره یو "مفصل او د منلو وړ" وړاندیز استولی دی.
هغې زیاته کړه: «دا د ایران په ګټه ده چې دا وړاندیز ومني.»
کارولین لیوېټ وویل: «ولسمشر ټرمپ څرګنده کړې چې ایران هېڅکله باید اټومي وسلې ترلاسه نه کړي.»
هغې تایید کړه، چې د امریکا وړاندیز له ایراني چارواکو سره شریک شوی، خو د نورو جزیاتو له ورکړې یې ډډه وکړه.
ولسمشر ټرمپ تېره جمعه ویلي و، چې له ایران سره د یو نوي تړون امکان په نږدې راتلونکي کې شته.