نایجیریا کې له یوه سپورتي فیستیوال څخه راستنېدونکي ۲۱ لوبغاړي په ټرافیکي پېښه کې مړه شوي

په نایجیریا کې د اوګون ملي سپورت فیستیوال څخه راستېدونکي ۲۱ لوبغاړي د کانو ښار په کورا سیمه کې د موټر د ټکر له امله مړه شوي دي.

په نایجیریا کې د اوګون ملي سپورت فیستیوال څخه راستېدونکي ۲۱ لوبغاړي د کانو ښار په کورا سیمه کې د موټر د ټکر له امله مړه شوي دي.
د نایجریا د پي اېم نیوز د راپور له مخې؛ په پېښه کې ۱۹ تنه لوبغاړي مړه شوي وو؛ خو درېیو تنو ټپیانو بیا د کورا په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
په راپور کې راغلي، هغه لوبغاړي چې له پېښې څخه ژوندي وتلي؛ د ایالتي حکومت له لارښوونې وروسته د روغتیایي پاملرنې لپاره د مرتلا محمد روغتون ته لېږدول شوي دي.
دغه موټر شاوخوا ۳۵ لوبغاړي د اوګون سپورتي فیستیوال کې له ګډون وروسته کانو ته لېږدول، چې د ډاکسټال په ښارګوټي کې له یوه پله څخه واوښت.

په بلوچستان ایالت کې پولیس وایي، چې کویټې ته نږدې د یوې چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي. د پولیسو مشر ډان ورځپاڼې ته ویلي، چې یاده پېښه په کلي منکل سیمه کې شوې او موخه یې د عبدالسلام په نوم د ډبرو سکرو د یوه کان مالک و.
نوید اختر زیاته کړې: «یوې وسلهوالې ډلې له عبدالسلام څخه د باج په ډول پېسې غوښتې وې، چې د نه ورکړې له امله یې شاوخوا ۱۰۰ تنو وسلهوالو پر کان برید وکړ او هلته یې ټول کاري وسایل ویجاړ کړل.»
د پولیسو مشر وویل، وروسته له هغه چې د یاد کان څښتن عبدالسلام او د هغه ورور سیمې ته د څو نورو کسانو سره ورسېدل؛ د وسلهوالو لهخوا پرې ډزې وشوې او نښته پيل شوه.
په راپور کې راغلي، وسلهوالو له تېښتې وړاندې په کان کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو چې د چاودنې له امله عبدالسلام او د هغه ورور وژل شوي او ۱۱ تنه نور بیا ټپیان دي.
د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وسیم بېګ ډان ورځپاڼې ته ویلي، چې د پېښې ټپیان د کویټې مرکزي روغتون ته راوړل شوي او تر دې مهاله یې روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی.
د پاکستان د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د چاودنې غندنه کړې او د دوو کسانو د مرګ په اړه یې خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.
بلاول بوټو زیاتوي:« هغه کسان چې د دښمن په امر د بې ګناه خلکو وینه تویوي، د رحم وړ نه دي.»
په کویټه کې امنیتي مسولین وایي، چې له پېښې وروسته سیمې ته رسېدلي او په کلي منګل کې یې د یادو وسلهوالو د نیولو لپاره چاڼیز عملیات پیل کړي دي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیوېټ اعلان وکړ، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي استیو ویتکاف ایران ته د اټومي تړون لپاره یو "مفصل او د منلو وړ" وړاندیز استولی دی.
هغې زیاته کړه: «دا د ایران په ګټه ده چې دا وړاندیز ومني.»
کارولین لیوېټ وویل: «ولسمشر ټرمپ څرګنده کړې چې ایران هېڅکله باید اټومي وسلې ترلاسه نه کړي.»
هغې تایید کړه، چې د امریکا وړاندیز له ایراني چارواکو سره شریک شوی، خو د نورو جزیاتو له ورکړې یې ډډه وکړه.
ولسمشر ټرمپ تېره جمعه ویلي و، چې له ایران سره د یو نوي تړون امکان په نږدې راتلونکي کې شته.

"کان" خبري شبکې راپور ورکړی، چې اسراییل په وروستیو میاشتو کې د ایران د اټومي تاسیساتو د احتمالي برید لپاره خپل پوځي چمتووالی په څرګند ډول زیات کړی دی.
د راپور له مخې، دغه چمتووالی د هوايي ځواک د مانورونو او هغو عملیاتو له لارې ترسره شوی چې د یمن وروستیو بریدونو ته ورته ګڼل کېږي.
دا تمرینات او عملیات ښيي، چې اسراییل په ستراتیژیکو اهدافو د بریدونو لپاره تمرکز زیات کړي.
کان زیاتوي، چې د اړینو نظامي تجهیزاتو یوه برخه د امریکا له لارې د هوايي دهلېز په مرسته اسراییل ته انتقال شوې ده، څو د احتمالي برید لپاره لازم امکانات چمتو وي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا افغانستان ته د ناټو د بېرته راستنېدو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی دی. سرګي لاوروف ویلي، چې ناټو یو ځل بیا له افغانستان څخه د «شرمناک وتلو» څخه څلور کاله وروسته دغه هېواد ته د ننوتلو لپاره نوې لاره لټوي.
هغه د روسیې په پرم ښار کې د «یورېشیایی کنفرانس» کې په دې اړه خبرې وکړې خو دا یې و نه ویل، چې ناټو او امریکا به څنګه بیا افغانستان ته ځي.
دا لومړی ځل نه دی، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته د لوېدیځ د بېرته راستنېدو په اړه خبرداری ورکوي.
هغه تر دې وړاندې له لوېدیځو هېوادونو سره پر طالبانو «مشکوک تعامل» باندې نیوکه کړې وه او د دې هېوادونو د «پټو ارادو» په اړه یې اندېښنه څرګنده کړې وه.
لاوروف پرته له دې چې نور جزیات ورکړي، د ناټو د پوځي اډو د بېرته راستنېدو هر ډول هڅه غندلې وه.
هغه وویل، چې د ناټو د پوځي تاسیساتو بېرته راستنېدل د منلو وړ نه دي او د «نوي وخت بم» د جوړولو په څېر دي.
لاوروف ټینګار وکړ: «موږ د لوېدیځ له خوا د افغانستان صحنې ته د بېرته راستنېدو لپاره فعالې هڅې ګورو، هغه صحنه چې دوی د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته پریښوده. موږ د لوېدیځو هېوادونو د عادلانه او شفاف شتون سره کومه ستونزه نه لرو، مګر هر ډول پټه اجنډا یا نظامي کول د منلو وړ نه دي.»
روسیه دا څرګندونې په داسيحال کې کوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دوامدار ډول د بګرام هوایی اډې بېرته ترلاسه کولو کې خپله علاقه څرګنده کړې او ادعا یې کړې، چې چین د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته دا اډه نیولې ده.
ټرمپ له بګرام څخه د بایډن ادارې د وتلو په اړه په کلکه نیوکه کړې او په وار-وار یې ویلي، چې امریکا باید دا اډه وساتي ځکه چې د هغه په اند، بګرام د چین د اټومي برېښنا فابریکې څخه یو ساعت لرې ده.
طالبانو په دوامداره توګه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون رد کړی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته په ځواب کې ویلي، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون د دې ډلې د واکمنۍ لاندې ممکن نه دی.
مسکو سره له دې چې افغانستان ته د ناټو د راستنېدو په اړه اندېښنه لري، خو له بلې خوا یې له طالبانو سره نږدې اړیکې ساتلي دي.
روسیې طالبان د ترهګریزو ډلو له نوملړ څخه تعلیق کړي او د روسیې د لوړپوړو چارواکو په ګډون د دې هېواد د ملي امنیت شورا مشر کابل ته سفر کړی دی.
ولادیمیر پوتین د ۱۴۰۳ کال په لېندۍ میاشت کې وویل، چې په افغانستان کې وضعیت ثبات مومي.
هغه وویل: «موږ له اوسنيو افغان چارواکو سره دوه اړخیزې اړیکې ټینګې کړې دي او دا اړیکې به نورې هم پراختیا ومومي.»
خو ځینو افغان سیاسي شخصیتونو افغانستان ته د امریکا د بېرته راستنېدو په احتمال تبصره کړې ده.
په دې وروستیو کې د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار په یوه مقاله کې لیکلي وه، چې مسکو او واشنګټن د یوې «معاملې» په لټه کې دي، چې له مخې به یې امریکا اوکراین روسیې ته وسپاري او په بدل کې به روسیه په افغانستان کې بګرام او امریکایي وسلې امریکا ته وسپاري.
دا اټکلونه وروسته له هغه زیات شول، چې د ادم بوهلر او زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکا لوړ پوړي پلاوي کابل ته سفر وکړ.
طالبانو له امریکايي پلاوي څخه وغوښتل، چې په واشنګټن کې د افغانستان سفارت دې ډلې ته وسپاري.
ځینو سرچینو ادعا کړې، چې د امریکايي یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو ترڅنک امریکايي پلاوي له طالبانو څخه د امریکايي وسلو د بېرته ترلاسه کولو او ځینو نورو امنیتي او سیاسي مسلو په اړه هم بحث کړی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د مې پر ۳۱مه وویل، چې روسیه لا هم په استانبول ښار کې د ترسره کېدونکو د سولې خبرو په اړه څرګند دریځ نه لري او دا موضوع د مسکو د نیت په اړه شکونه راولاړوي.
زېلېنسکي نن ماښام د ویډیویي وینا په ترڅ کې وویل: «اوکراین، امریکا، ترکیه او زمونږ نور شریکان تر اوسه هېڅ ډول معلومات نه لرو او دا وضعیت ډېر جدي نه ښکاري.»
روسیې د جون ۲مه د استانبول د خبرو لپاره وړاندیز کړی، خو لا یې هم هغه لیکلی مذاکراتي یادښت نه دی سپارلی، کوم چې ژمنه یې کړې وه.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې اعلان کړی و، چې د ولسمشر د سلاکار ولادیمیر مېدینسکي په مشرۍ پلاوی به په دې خبرو کې د اوربند د چوکاټ طرحه وړاندې کړي.
بل لور ته، د اوکراین د دفاع وزیر رستم عمروف ویلي چې دوی خپل دریځ له روسیې سره شریک کړی دی.
