زېلېنسکي: روسیه تر اوسه د سولې خبرو ته جدي نه ښکاري

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د مې پر ۳۱مه وویل، چې روسیه لا هم په استانبول ښار کې د ترسره کېدونکو د سولې خبرو په اړه څرګند دریځ نه لري او دا موضوع د مسکو د نیت په اړه شکونه راولاړوي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د مې پر ۳۱مه وویل، چې روسیه لا هم په استانبول ښار کې د ترسره کېدونکو د سولې خبرو په اړه څرګند دریځ نه لري او دا موضوع د مسکو د نیت په اړه شکونه راولاړوي.
زېلېنسکي نن ماښام د ویډیویي وینا په ترڅ کې وویل: «اوکراین، امریکا، ترکیه او زمونږ نور شریکان تر اوسه هېڅ ډول معلومات نه لرو او دا وضعیت ډېر جدي نه ښکاري.»
روسیې د جون ۲مه د استانبول د خبرو لپاره وړاندیز کړی، خو لا یې هم هغه لیکلی مذاکراتي یادښت نه دی سپارلی، کوم چې ژمنه یې کړې وه.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې اعلان کړی و، چې د ولسمشر د سلاکار ولادیمیر مېدینسکي په مشرۍ پلاوی به په دې خبرو کې د اوربند د چوکاټ طرحه وړاندې کړي.
بل لور ته، د اوکراین د دفاع وزیر رستم عمروف ویلي چې دوی خپل دریځ له روسیې سره شریک کړی دی.


د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان په دمشق کې د سوریې له ولسمشر احمد الشرع سره د لیدنې پر مهال د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار وکړ. هغه اعلان وکړ، چې سعودي عربستان او قطر به په ګډه د سوریې دولتي کارکوونکو ته مالي ملاتړ چمتو کړي.
فیصل بن فرحان له خپل سوریايي سیال سره په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې د سوریې پر وړاندې د بندیزونو د لرې کولو لپاره د ریاض هڅې د دې ښکارندویي کوي چې دواړه هېوادونه سره د اړیکو پراخوالی غواړي.
هغه د ریاض او دوحې له خوا د مالي مرستو د اندازې په اړه جزییات ورنه کړل.
د امریکا ولسمشر سعودي عربستان ته د خپل وروستي سفر په جریان کې پر سوریې بندیزونه لرې کړل او ویلي یې وه، چې دا پرېکړه د سعودي ولیعهد په غوښتنه شوې، چې د بندیزونو د لرې کولو یو مهم ملاتړی و.
اروپايي اتحادیې هم په دې وروستیو کې پر سوریې اقتصادي بندیزونه لرې کړل.
بن فرحان د سوریې د اقتصادي بندیزونو په لرې کولو کې د خپل هېواد رول ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې سعودي عربستان به د بیاجوړونې او اقتصادي بیارغونې په لاره کې د سوریې یو لوی ملاتړی پاتې شي.
د سعودي د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې ریاض له دمشق سره د همکارۍ د پیاوړتیا او په سوریه کې د ثبات ډاډمنولو په برخو کې لېوالتیا لري.
هغه وویل، چې ده له احمد الشرع سره د خپلې لیدنې په جریان کې په ټولو برخو کې د همکارۍ د پیاوړتیا لپاره د فرصتونو په اړه بحث کړی دی.
د سعودي د بهرنیو چارو وزیر د شنبې په ورځ د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ دمشق ته سفر کړی دی.

حماس د شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې دوی د منځني ختیځ لپاره د امریکا د ځانګړي استازي استیو ویتکاف له لوري وړاندې شوې د اوربند پر طرحې خپل رسمي ځواب وړاندې کړی دی.
دغه طرحه منځګړو لوریو ته وړاندې شوې وه او په کې د جګړې د بشپړ پای ته رسولو غوښتنه شامله ده.
حماس په یوې خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د دې طرحې له مخې به دا ډله ۱۰ژوندي اسیران او ۱۸مړي اسراییل ته سپاري او په بدل کې به یې اسراییل یو شمېر فلسطیني بندیان خوشې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې ویل کېږي دا غوښتنې د ویتکاف له طرحې سره همغږې دي.
په اعلامیه کې راغلي:«دغه طرحه هدف لري چې یو دایمي اوربند، له غزې څخه د اسراییلي ځواکونو بشپړ وتل او غزې ته د مرستو دوامداره رسېدنه یقیني کړي، څو زموږ خلک او کورنۍ له سختو حالاتو راووځي.»
حماس زیاته کړې، چې دا ځواب له "ملي سلا مشورو" وروسته ورکړل شوی.
که څه هم اعلامیه کې د کومې اساسي تعدیل غوښتنه نه ده شوې، خو یو فلسطیني چارواکی چې له مذاکراتو خبر و، رویټرز ته ویلي چې حماس ځیني تعدیلات وړاندې کړي، خو ټولیبز غبرګون یې مثبت و.
د اسراییل د لومړي وزیر دفتر بیا تر اوسه د دې طرحې په اړه څه نه دي ویلي.
اخوا، اسراییلي رسنیو روانه اوونۍ راپور ورکړی و چې لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د غزې په بند کې د اسیرانو له کورنیو سره په لیدنه کې ویلي، اسراییل له دې طرحې سره هوکړه کړې ده.
یادونه باید وشي چې د حماس او اسراییل ترمنځ ژور اختلافات چې تر مارچ میاشتې پورې یې اوربند مات کړی و، د تلپاتې هوکړې مخه نیولې ده.
اسراییل ټینګار کوي، چې حماس باید وسلې پر ځمکه کېږدي، د یوه نظامي او اداري ځواک په توګه منحل شي او د غزې له پاتې ۵۸اسیرانو سره بېرته راستانه شي، تر څو د جګړې ختمېدل ومني.

د نایجریا په مرکزي برخو کې د سختو بارانونو اوو ناڅاپ سېلابونو له امله لږ تر لږه ۱۵۰ کسان مړه شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي. د نایجریا د ناورین مدریت ادارې ویاند خبرداری ورکړی، چې ښايي د تلفاتو شمېر نور هم زیات شي.
د نایجریا د بحران مدریت اداري ویاند ابراهیم عودو حسین ویلي، چې د دغه هېواد په مرکزي سیمو کې د تېزو بارانونو او ناڅاپي سېلانونو راوتلو له امله د مرګ ژوبلي شمېر په چټکۍ سره مخ په زیاتېدو دی.
د نوموړي په خبره د یادو سېلابونو له امله ۳۰۰۰ کسان بې کوره شوي، ۲۶۵ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او دوه لوی پلونه د سېلابونو له امله له منځه تللي دي.
دا تېز بارانونه د چهارشنبې له شپې څخه د پنجشنبې تر سهاره و اورېدل او د نایجریا سیند ترڅنګ د نایجر ایالت په موکوا ښار او شاوخوا سیمو کې لسګونه کورونه تر اوبو لاندې کړل.
ښاغلي حسین ویلي، لا هم ډېر کسان لادرکه دي؛ د یوې ۱۲ کسیزې کورنۍ له غړو څخه یوازې څلور کسان موندل شوي دي.
د نایجریا چارواکو ویلي، چې لا هم ګن کسان لادرکه دي او ژغورنکو ډلو تر اوسه ګډ جسدونه له خاور او خټو څخه راېستلي دي.
د نایجریا د ملي بحران مدریت ادارې دا پېښه ویجاړونکي بللې او د خلکو د ژغورنې لپاره یې له پولیسو او پوځ څخه هم د مرستې غوښتنه کړې ده.

د هند یوه لوړ پوړي پوځي چارواکي په لومړي ځل تایید کړه، چې له پاکستان سره د نښتو پر مهال یې جنګې الوتکي له لاسه ورکړې دي، خو د نسکورو شویو الوتکو شمېر یې نه دی په ډاګه کړی.
د هند د پوځ لوی درستیز انیل چوهان د سینګاپور په شانګري لا ډیالوګ غونډې په څنډو کې د بلومبرګ رسنۍ سره د خبرو پرمهال په لومړي ځل ومنله، چې د پاکستان سره د نښتو پر مهال یو شمېر جنګي الوتکې یې نسکورې شوې دي.
انیل چوهان ویلي:«شمېر مهم نه دی، خو دا مهمه ده، چې ولې الوتکې رانسکورې شوې.»
وړاندې تردې پاکستان ادعا کړې وه، چې د هند شپږ جنګې الوتکې یې رانسکورې کړې دي، خو انیل چوهان د پاکستان له لورې د شپږو الوتکو د رانسکورولو شمېر ناسم بللی دی.
ښاغلي چوهان ویلي:« ښه خبره داده چې موږ خپله تخنیکي تېروتنه و پېژندله، اصلاح مو کړه او ټولې الوتکې مو دوه ورځې وروسته بیا الوت ته واستولي، دا ځل مو له اوږدې فاصلي هدفونه ووېشتل.»
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د هند واکمن ګوند «بي جي پي» مهم غړي سبرامنین سوامي په یوه پاډکاسټ کې د خبرو پرمهال د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي و، چې د می میاشت په لومړیو کې پر پاکستان د هند د بریدونو پر مهال پاکستاني ځواکونو د دغه هېواد پنځه الوتکي نسکورې کړې دي.

د فنلند د ملي امنیت پولیسوویلي، چې ایران د دې هېواد پر خاوره د خپلو سیاسي مخالفینو د تعقیب، جاسوسۍ او پټو فعالیتونو تر شا دی.
د فنلند امنیتي ادارې خبرداری ورکړی، چې ایران د نیابتي جنایتپالو ډلو له لارې هم استخباراتي او احتمالي ترهګریز فعالیتونه ترسره کوي.
دوی زیاتوي چې د پناهغوښتونکو جاسوسي، د خپلوانو له لارې فشار اچولاو د مخالفو غږونو چوپول د ایران د رژیم له اهدافو څخه دي.
دوی وایي، دا ډول فعالیتونه د فنلند لپاره جدي امنیتي ګواښونه راپورته کوي.