د هند پوځ ومنله چې پاکستان یې جنګې الوتکې رانسکورې کړې دي

د هند یوه لوړ پوړي پوځي چارواکي په لومړي ځل تایید کړه، چې له پاکستان سره د نښتو پر مهال یې جنګې الوتکي له لاسه ورکړې دي، خو د نسکورو شویو الوتکو شمېر یې نه دی په ډاګه کړی.

د هند یوه لوړ پوړي پوځي چارواکي په لومړي ځل تایید کړه، چې له پاکستان سره د نښتو پر مهال یې جنګې الوتکي له لاسه ورکړې دي، خو د نسکورو شویو الوتکو شمېر یې نه دی په ډاګه کړی.
د هند د پوځ لوی درستیز انیل چوهان د سینګاپور په شانګري لا ډیالوګ غونډې په څنډو کې د بلومبرګ رسنۍ سره د خبرو پرمهال په لومړي ځل ومنله، چې د پاکستان سره د نښتو پر مهال یو شمېر جنګي الوتکې یې نسکورې شوې دي.
انیل چوهان ویلي:«شمېر مهم نه دی، خو دا مهمه ده، چې ولې الوتکې رانسکورې شوې.»
وړاندې تردې پاکستان ادعا کړې وه، چې د هند شپږ جنګې الوتکې یې رانسکورې کړې دي، خو انیل چوهان د پاکستان له لورې د شپږو الوتکو د رانسکورولو شمېر ناسم بللی دی.
ښاغلي چوهان ویلي:« ښه خبره داده چې موږ خپله تخنیکي تېروتنه و پېژندله، اصلاح مو کړه او ټولې الوتکې مو دوه ورځې وروسته بیا الوت ته واستولي، دا ځل مو له اوږدې فاصلي هدفونه ووېشتل.»
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د هند واکمن ګوند «بي جي پي» مهم غړي سبرامنین سوامي په یوه پاډکاسټ کې د خبرو پرمهال د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي و، چې د می میاشت په لومړیو کې پر پاکستان د هند د بریدونو پر مهال پاکستاني ځواکونو د دغه هېواد پنځه الوتکي نسکورې کړې دي.


د فنلند د ملي امنیت پولیسوویلي، چې ایران د دې هېواد پر خاوره د خپلو سیاسي مخالفینو د تعقیب، جاسوسۍ او پټو فعالیتونو تر شا دی.
د فنلند امنیتي ادارې خبرداری ورکړی، چې ایران د نیابتي جنایتپالو ډلو له لارې هم استخباراتي او احتمالي ترهګریز فعالیتونه ترسره کوي.
دوی زیاتوي چې د پناهغوښتونکو جاسوسي، د خپلوانو له لارې فشار اچولاو د مخالفو غږونو چوپول د ایران د رژیم له اهدافو څخه دي.
دوی وایي، دا ډول فعالیتونه د فنلند لپاره جدي امنیتي ګواښونه راپورته کوي.

د پښتونخوا حکومت د ښوونځیو تنظیم ادارې د تازه پرېکړې له مخې، هغه ښوونکي به له شپږ میاشتې زندان او پنځوس زره پاکستانۍ کلدارو له نغدي جریمې سره مخ شي، چې زده کوونکو ته فزیکي سزا ورکړي.
یادې ادارې په یوه خپاره شوي لیک کې ویلي، دا اقدام یې وروسته له هغه کړی، چې یو شمېر کسان ورته د زده کوونکو سره د ښوونکو له لوري د شوي تاوتریخوالي شکایتونه شریک کړل. له ماشومانو سره هر ډول زور زیاتی او ناوړه چلند د پښتونخوا ایالتي حکومت د «۲۰۱۰ او ۲۰۱۸کلونو» د ماشومانو اړوند قوانینو په رڼا کې سرغړونه بلل شوې ده.
دا پرېکړه وروسته له هغې رسنیزه کېږي، چې تېره ورځ د همدې ایالت د خېبر ولسوالۍ په جمرود سیمه کې یوه ښوونکي خپل زده کوونکی په وهلو ډبولو وواژه.
دغه لس کلن ماشوم اتحاد نومیدو او دغې پېښې پراخ ولسی غبرګونونه هم راپارولي دي.

د ډېموکراټ ګوند سناتورې جین شاهین او د جمهوري غوښتونکو سناتورې اولیزا مورکاوسکي د امریکا بهرنیو چارو وزیر په ګډون د کورني امنیت وزیر ته په یوه استول شوي لیک کې د افغان کډوالو د موقت مېشتېدو پروګرام د لغوه کېدو پرېکړه «ستر تاریخي خیانت» بللی دی.
دغو سناتورانو غوښتنه کړې، چې خپله پرېکړه بيا وڅېړي او له اتو زرو څخه زياتو افغان کډوالو ته دې يو ځل بيا په موقتي توګه د مېشتیدو حق ورکړي.
دواړو سناتورانو خبرداری ورکړی، چې د دې قانوني مېشتیدنې پای ته رسول به د زرګونو افغانانو، په تېره بيا د ښځو او نجونو ژوند له سخت ګواښ سره مخ کړي.
په دغه لیک کې راغلي: «د افغان کډوالو لپاره د موقتې ساتنې ختمېدل، يو تاريخي خيانت دی. دا هغه ژمنې تر پښو لاندې کوي چې موږ يې له دوی سره کړي وې او هغه ارزښتونه کمزوري کوي، چې د تېرو شلو کلونو په ترڅ کې مو په افغانستان کې د هغې لپاره جګړه وکړه.»
دغو سناتورانو زیاته کړې، چې د طالبانو بیا ځل واکمنۍ راهیسې د افغانستان وضعیت ورځ تر بلې مخ په خرابیدو روان دي.
په ليک کې راغلي، چې د طالبانو تر ولکې لاندې د افغانستان اقتصاد ډېر نازک شوی، خلکو ته د لومړنيو خدمتونو رسول محدود شوي، بنسټيزې ازادۍ او بشري حقونه تر پښو لاندې شوي دي. همدا راز، ميليونونه افغانان د لوږې له جدي ګواښ سره هم مخ دي.
سناتورانو ټينګار کړی، چې د افغان کډوالو د موقتې مېشتیدو د پای ته رسولو پر پرېکړې دې د اخلاقي او انساني مسوولیت له مخې بیا له سره غور وکړي.
د امريکا د کورني امنیت وزارت وياند تېره مياشت اعلان وکړ، چې د افغان او کامروني وګړو لپاره د (TPS) پروګرام لغوه شوی دی.
یاد پروګرام هغو خلکو ته ځانګړی شوی و، چې هېوادونه يې يا خو له طبيعي افتونو، وسله والو جګړو، يا ځانګړو فوقالعاده پېښو سره مخ وي.
د دې پرېکړې له اعلان وروسته، په متحده ايالاتو کې د افغان کډوالو لپاره د موقتې ساتنې د ختمېدو په اړه پراخ غبرګونونه او نيوکې راپورته شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې تېره ورځ د تورخم، سپین بولدک، د نیمروز ورېښمو پله او د هرات اسلام کلا له لارې «۱۱۰۷ افغانې کورنۍ» په جبري ډول له ایران او پاکستان نه اېستل شوې دي.
د راپور پر بنسټ، د تورخم له لارې ۱۲۵ او د کندهار له لارې ۶۸ کورنۍ له پاکستانه په جبري توګه هېواد ته ستنې کړای شوي دي.
همدا راز ایران بیا تېره ورځ تر ټولو ډېر شمېر «۹۱۴ افغانې کورنۍ» له دغه هېواده اېستلې دي.
د ایران حکومت په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د اېستل کیدو بهیر چټک کړی دی.
پاکستان بیا د اپرېل میاشتې راهیسې د کډوالو د اېستل کیدو لړۍ پېل کړې چې د شمېرو له مخې تر دې دمه یې تر «۱۵۰زرو» ډېر افغانان په زور له خپل هېواده اېستلي دي.
اوس هم د دغه هېواد په بېلابېلو ایالتونو کې د افغانانو د نیول کیدو پسې د پولیسو کور په کور عملیات روان دي، خو د تېرو اونیو پرتله یو څه پڅ شوي دي.
همدا راز پاکستان له ملګرو ملتونو سره ثبت افغان کډوالو ته چې د (پي او ار) کارت لرونکي دي خبرداری ورکړی، څو د جون میاشتې تر پایه دغه هېواد پرېږدي.
خبرداري کې راغلي، که افغانان تر یادې مودې په خپله خوښه ستانه نه شي، نو پولیس به یې دروازو ته ورشي او په زوره به یې وباسي.
په یاد هېواد کې نږدې دوه میلیونه افغانان د ملګرو ملتونو سره ثبت د استوګنې قانوني کارتونه لري.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ له لوري له پاکستانه غوښتنه شوې، چې د دغو افغان کډوالو سره دې له نرمۍ کار واخلي او په زور د یې ستنیدو ته نه مجبوروي.
پاکستان د کډوالو ملاتړ سازمانونو دغه غوښتنو ته هېڅ ډول پاملرنه نه ده کړې او د افغانانو د نیول کیدو خلاف یې خپلې هڅې روانې ساتلي دي.
هم مهاله ایران هم له طالبانو سره هوکړه کړې، څو په بېلابېلو پړاوونو کې افغان کډوال په منظمه توګه وباسي، خو نیوکې دا دي چې ایراني پولیس په شکنجو او زورونو سره دا لړۍ پیل کړې ده.
ایران وایي، نږدې اته میلیونه افغان کډوال یې په هېواد کې مېشت دي، چې له ډلې یې څلور میلیونه کسان قانوني اسناد نه لري او یا یې هم د اسنادو موده پای ته رسیدلې ده. پاکستاند افغان کډوالو لپاره نړۍ په کچه د ځورونو بدترین هېوادونه ګڼل کېږي.

د پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپانې د خپلو سرچینو په حواله لیکلي، چې طالبانو په افغانستان کې د هغو کسانو او ډلو پر وړاندې پراخې هڅې پیل کړې، چې د پاکستان له مخالفو وسله والو سره خواخوږي لري.
راپور کې زیاته شوې، طالبانو هغه افغانان په نښه کړي، چې د «ټي ټي پي» په ګډون له بېلابېلو پاکستان ضد وسله والو ډلو سره یو ځای شوي دي.
د ورځپانې په باور، دا لومړی ځل دی چې طالبانو نه یوازې د اسلام اباد غوښتنو ته مثبت دریځ څرګند کړی، بلکې عملي اقدامات یې هم پیل کړي دي.
تر دې دمخه افغانستان انټرنشنل هم په خپله یو راپور کې په ډاګه کړې وه، چې طالبانو له «ټي ټي پي» سره د اړیکو په تور خپل یو شمېر قوماندانان او غړي زنداني کړي دي.
له دې اقداماتو سره هم مهاله په کابل کې د طالبانو یوه غړي سعید الله سعید د خپلې ډلې د پولیسو په فراغت غونډه کې سپارښتنه وکړه چې د ملا هبتالله د امر له مخې د دوی کسان بهرنیو هېوادونو ته د جګړې یا د هغه په اصطلاح «جهاد» ته نه شي تللی.
پاکستاني رسنیو د نوموړي څرګندونې په پراخه توګه تبلیغ کړې او دا یې مثبت ګام وباله.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې تېره اوونۍ په بېجینګ کې د طالبانو، پاکستان او چین بهرنیو چارو وزیرانو د ګډو همکاریو په تړاو غونډه هم وکړه.
په یاده غونډه کې د چین په منځګړتوب طالبانو پاکستان ته ډاډ ورکړی، چې د خپل دغه ګاونډي امنیت ته په ځانګړې پاملرنه کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هم کابل ته د اپرېل میاشتې په ۱۹مه نېټه د خپل سفر په تړاو تازه څرګندونې کړي دي. هغه وويل: «د پاکستان او افغانستان اړيکې په ښه لور روانې دي. د دغه بهير د ساتلو لپاره خوشحاله يم، چې اعلان وکړم، زموږ حکومت پريکړه کړې چې کابل ته به سفير ولېږي او له دې وروسته به زموږ استازولي د شارژدافیر پر ځای د سفیر کچې ته لوړه شي.»
ډار زیاته کړه: «زه باور لرم چې دا ګام به زموږ د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنيت، ترهګرۍ ضد مبارزې، سوداګرۍ او اقتصاد په برخو کې همکارۍ ته وده ورکړي.»
طالبانو سره د اړیکو پر سر د اسلام اباد او نوي ډیلي ترمنځ سختې سیالۍ روانې دي.
باورونه دا دي چې دواړه لوري غواړي د یادې ډلې باور خپل کړي، خو طالبانو لا له دواړو لوریو سره پاللې ده.
پاکستان تل په افغانستان کې له حکومتونو تمې لرلي، چې باید له هند سره اړیکې ونه لري او ورته غوښتنې له طالبانو هم لري.
پاکستان «ټي ټي پي» او بلوڅ بېلتون پاله د هند نیابتي ډلې بولي او پر طالبانو یې نیوکې کړي چې د دوی ضد دغو ډلو ته یې پناه ځایونه ورکړي دي.
طالبانو تر دې مخکې هم د دغه کشالې پر سر له اسلام اباد سره خبرې کړې وې، خو ښکاري چې دا کړکېچ لا هم په باوري توګه نه دی حل شوی.