امریکایي سناتوران: روسیه پر اوکراین د برید چمتووالی نیسي

دوو امریکایي سناتورانو خبرداری ورکړی، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر اوکراین د برید چمتووالی نیسي.

جمهوري غوښتونکی سناتور لیندسي ګراهام او ډېموکرات سناتور ریچارډ بلومنتال د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي سره په کتنه کې ویلي، چې د جګړې راتلونکې به تر دوو اوونیو پورې روښانه شي.
یاد سناتوران چې پاریس ته د فرانسې له ولسمشر امانویل مکرون سره د خبرو لپاره تللي وو، وویل چې مکرون له دوی سره په دې اړه "سل په سلو کې" هم‌نظره دی او خبرداری ورکوي، چې د روسیې د احتمالي بیا برید د مخنیوي فرصت په کمېدو دی.