• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

زلمی خلیلزاد پاکستانیانو ته د اختر په مبارکۍ کې؛ په پاکستان کې ملي پخلاینې ته اړتیا ده

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۷ جون ۲۰۲۵، ۰۰:۲۶ GMT+۱

د طالبانو خواخوږي او افغانستان په چارو کې د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان ولس ته د لوی اختر د مبارکۍ ویلو ترڅنک ټینګار کړی چې دغه هېواد ملي پخلایني ته اړتیا لري.

نوموړي امریکايي-افغان ډېپلوماټ د شنبې سهار (جون ۷مه) یو وار بیا د پاکستان له واکه ګوښه شوي او بندي لومړي وزیر، د تحریک پاکستان بنست اېښودونکي عمران خان د خوشې‌کېدو غوښتنه کړې ده.

خلیلزاد پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي دي: «عمران خان او ټولو پاکستانیانو ته دې اختر مبارک وي. پاکستان ملي پخلاینې ته اړتیا لري. د عمران خان خوشې‌کول یو اړین لومړنی ګام دی. اختر مبارکي او نیکې هیلې.»

د پاکستان مخکېنی لومړی وزیر عمران خان دا مهال په زندان کې دی او د هغه د خوشې‌کېدو موضوع په دغه هېواد او نړۍواله کچه د سیاسي بحثونو یوه ګرمه موضوع ګرځېدلې ده.

یاده دې وي چې نن شنبه په پاکستان او افغانستان کې د لوی اختر لومړۍ ورځ ده خو په سعودي عربستان او زیات شمیر نور اسلامي هېوادونو کې د جمعې ورځ د لوی اختر لومړۍ ورځ وه.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو د شرطې قانون: د افغانستان په قلمرو کې هر ډول مظاهرې منع دي
۱

د طالبانو د شرطې قانون: د افغانستان په قلمرو کې هر ډول مظاهرې منع دي

۲

پاکستان کې بند افغانان د استرالیا بشري ویزو ته په تمه؛ د شړل کېدو وېره یې زیاته شوې

۳

په افغانستان کې د دین او عقیدې ازادي؛ له مذهبي محدودیتونو تر افراطي تاوتریخوالي

۴

د افغانستان او پاکستان سوداګریزې لارې؛ پاکستاني صادرونکو ته میلیاردونه ډالره زیان اوښتی

۵

د طالبانو د پولیسو نوی قانون؛ د پراخو واکونو په اړه اندېښنې