د ایران تازه ادعا؛ وایي، د اسراییل حساس اټومي اسناد یې ترلاسه کړي

د ایران استخباراتي ادارې ادعا کړې. چې د اسراییل د حساسو اټومي اسنادو یوه لویه زیرمه یې ترلاسه کړې ده.

د ایران استخباراتي ادارې ادعا کړې. چې د اسراییل د حساسو اټومي اسنادو یوه لویه زیرمه یې ترلاسه کړې ده.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په ترلاسه شویو اسنادو کې ځینې یې د اسراییل د اټومي پلانونو او تاسیساتو پورې اړه لري.
د ایرانی یو شمېر دولتي رسنیو د نامعلومو سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې که څه هم د اسنادو د ترلاسه کولو عملیات څه موده وړاندې ترسره شوي، خو د موادو ډیروالي او په خوندي ډول لېږد یې اړتیا درلوده چې پټ پاتې شي، تر څو خوندو سیمو ته یې رسېدل ډاډمن شي.
له دغه موضوع سره بلدو سرچینو وویل: «دا اسناد دومره په پراخه کچه دي چې د انځورونو او وېډیوګانو بیا لیدل به یې د پام وړ وخت ونیسي».
اسراییل لا تراوسه په دې اړه څه ندي ویلي او دا روښانه هم نه ده چې ایا دا اسناد تېر کال د یاد هېواد د اټومي څېړنیز مرکز د هېک کېدو مساله سره څه تړاو لري که نه، چې تهران یې اوس د خپل اټومي پروګرام په اړه د زیاتېدونکي کړکېچ پر مهال افشا کول غواړي.

په هرات کې د طالبانو د والي دفتر وايي، چې نوراحمد اسلام جار د اختر په لومړۍ ورځ د ایران، ترکمنستان او ترکیې د ډيپلوماتانو کوربتوب کړی. طالبانو ویلي، چې په دې ليدنو کې د همکاريو پر زياتوالي خبرې شوي.
په هرات کې د طالبانو د والي دفتر د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۷مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی والي نوراحمد اسلام جار په دغه ولایت کې د مېشتو ډيپلوماتانو او د قونسلګریو له مشرانو سره په کتنه کې د دوو اړخيزو همکاريو په اړه خبري کړي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخي، د طالبانو د هرات والي دغه ولایت د بهرنيو پانګوالو لپاره مناسب ځای یاد کړی او د یادو هېوادونو د قونسلګريو ترمنځ یې د هر اړخيزو همکاريو پر پراخوالي ټينکار کړی.
طالبان په دا ډول اړيکو سره غواړي دغه ولایت ته د بهرنيو پانګوالو پام ځان ته واړوي او له همدې کبله د ګاونډيو هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو د پراختيا هڅه کوي.

د متحدهایالاتونو د مرکزي استخباراتو ادارې یا سيایاې پخوانۍ مامورې سارا اډمز په یوه تازه پرانیستي لیک کې خبرداری ورکړی، چې طالبانو د بن لادن د کورنۍ په مرسته د امریکا استخباراتي اداره په افغانستان کې په تېروتنو کې ښکېل کړې ده.
هغې ویلي، چې د القاعدې اصلي مشر حمزه بن لادن اوس هم ژوندی دی او له افغانستانه عملیات ترسره کوي، خو استخباراتي ټولنه په دې اړه معلومات نه لري.
ساره اډمز د امریکا د استخباراتي ادارې اوسني وضعیت ته په کتو سختې نیوکې وکړې او ویې ویل، «استخباراتي ټولنه اوس نه پوهېږي چې د داعش او القاعده مشر څوک دی.»
هغې دغه راز زیاته کړه: «په افغانستان کې د القاعدې اصلي مشر حمزه بن لادن ژوندی دی او د طالبانو د ملاتړو په مرسته له دې سیمې عملیات کوي.»
د هغې په خبره، «په ۲۰۱۹ کال کې موږ ته ویل شوي و چې حمزه بن لادن مړ شوی دی، خو دا یو دروغ و چې د ډاکټر اېمن الظواهري له خوا خپاره شوي و. حمزه اوس پټ دی، خو چمتو دی چې د بن لادن کورنۍ دویم او درېیم نسلونه نور هم وژونکي کړي.»
اډمز په طالبانو هم نیوکه وکړه او ویې ویل، چې طالبانو د بن لادن د کورنۍ په مرسته د استخباراتي ټولنې ستراتیژیک ګواښونه پټ کړي او د امریکا استخباراتي ټولنې ته یې اجازه ورکړې چې دوښمن د دوی پر وړاندې خپلې غولوونکې کمپاینونه پیاوړې کړي.
هغې په دې اړه وویل: «که څو ملکي وګړي چې په تښتېدلې الوتکه کې و، وکولای شول د برید مخنیوی وکړي، نو د استخباراتي ټولنې لپاره به ستونزمنه نه وي چې له خپلو پراخو سرچینو او معلوماتو په کار اخیستو سره د ترهګرۍ مخه ونیسي.»
د لیکنې په دوام کې سارا اډمز د استخباراتي ټولنې پر اوسني وضعیت نیوکې وکړې او ویې ویل، چې اوس مهال استخباراتي ټولنه نه پوهېږي چې د داعش او القاعدې مشر څوک دی.
هغې په ځانګړي ډول وویل، چې په داعش کې ابو حفص الهاشمي القرشي د ډلې پنځم امیر او د داعش اصلي مشر دی، چې اوس په سوریه کې فعالیت کوي، خو امریکايي برخې لا هم شېخ عبدالقادر مومن د ډلې مخ په توګه معرفي کوي.
اډمز د امریکا د استخباراتي ټولنې کارکوونکو ته خبرداری ورکړ: «تاریخ ګوري، ستاسو همکاران ګوري او تر ټولو مهم امریکایي خلک ګوري. اوس د سمې لارې نیولو وخت دی.»
هغې عامو خلکو ته هم یادونه وکړه ،چې که استخباراتي ټولنه د خپلو دندو په ترسره کولو کې پاتې راشي، د خپلو کورنیو او ټولنو ساتنه به د خلکو په غاړه پاتې شي.
په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د دغه هېواد امنیتي او استخباراتي وضعیت په نړۍواله کچه په جدي توګه له پوښتنو سره مخ شوې ده.
د طالبانو او القاعدې اړیکې لا هم د نړۍ د امنیتي ادارو لپاره یوه لویه ننګونه ده، ځکه چې د القاعدې ځیني مشران په ځانګړي ډول د اسامه بن لادن د کورنۍ غړي په افغانستان کې پټ پاتې دي او له دې ځایه د نړۍوالو ترهګریزو کړنو پلان جوړوي.
سره له دې چې امریکا او متحدینو څو ځلې ادعا کړې، چې د ترهګرۍ ضد مبارزه به پر دوامداره او هوښیارانه توګه پرمخ یوسي، خو اوسمهال د استخباراتي ټولنې ځینې نیمګړتیاوې او دوښمنانو د غولوونکو تګلارو د دې مبارزې پر وړاندې لوی خنډونه دي.
د دې وضعیت په رڼا کې استخباراتي شنونکي او د ملي امنیت کارپوهان د خپلو خبرداريو په ترڅ کې د ګواښ د کچې د زیاتوالي یادونه کوي.

په ټول افغانستان بیا په ځانګړي ډول د پلازمېنې کابل اوسېدونکو لوی اختر په عبادتونو، قربانۍ او کورنۍ غونډو سره ولمانځه. د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته دا څلورم لوی اختر دی، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې لمانځل کېږي.
د اختر په لومړیو ساعتونو کې د کابل په بېلابېلو سیمو کې د زرګونو کسانو له خوا د لوی اختر لمونځ وشو او د طالبانو امنیتي کسانو د ښار په کوڅو او جوماتونو کې ګزمې کولې، ترڅو د لمانځه پر ځایونو بشپړه څارنه ولري.
په یوه ځانګړي امنیتي څارونکي مرکز کې د طالبانو چارواکو د ښار بېلابېلو سیمو څارنه له سي سي کامرو ترسره کوله، څو د اختر د مراسمو پر مهال امنیتي وضعیت تر کنټرول لاندې وساتي.
د جمعې په ورځ له اختر نه مخکې، د امریکا سفارت مخې ته طالبان د امنیت ساتنې لپاره ولاړ ول او هممهاله د اختر د تیارۍ لپاره د مالدارۍ بازارونه هم ګرم ول. کابل ښاريان د قربانۍ د څارویو د اخیستو لپاره په بازارونو کې د راکړې ورکړې پر سر چنې وهلې. پلورونکو ښه کاروبار درلود، که څه هم اقتصادي ستونزې اوس هم د ډېری کورنیو ژوند ستونزمن کړی دی.
د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د قربانۍ لپاره د څارویو بازارونه جوړ شوي وو، خو د لوړو بیو له امله ډېری خلک د څارویو اخیستو توان نه درلود.
یو شمېر پلورونکي وایي، چې د تېر کال په پرتله د څارویو بیې زیاتې شوې دي، خو د پیرودونکو شمېر کم دی.
د کابل یو اوسېدونکی رحمت الله وایي: «زه په بازار کې ګرځم خو د لوړو بیو له امله څاروي نه شم اخیستلی. د خلکو اقتصادي وضعیت خراب دی.»
د ډېری کورنیو لپاره اختر لا هم د عقیدې، یووالي او خپلمنځي لیدنو یو فرصت دی، که څه هم ورځنی ژوند تر ډېره د اوسني نظام له محدودیتونو سره عیار شوی.
یاده دې وي، چې په کابل کې د اختر د قربانۍ په مناسبت د خلکو لمانځنې د اقتصادي ستونزو، بېکارۍ او غربت تر سیوري لاندې ترسره شوي.
طالبان هڅه کوي، چې د اختر لمانځنه د خپل مذهبي تفسیر سره سم تنظیم کړي. د دوی لهخوا د اختر اعلان د رسمي واک لرونکی دی او دا کار کله ناکله له ګاونډیو هېوادونو سره د اختلاف لامل شوی هم دی.
د اختر نېټه، د لمانځنې طریقه، د ښځو ونډه، د تفریحي فعالیتونو اجازه او محدودیتونه هغه ټول مسایل اوس د طالبانو د سختدریځو مذهبي لیدلورو تر اغېز لاندې دي.
په کلیوالو سیمو کې اختر له دودیزو رواجونو سره لمانځل کېږي، خو ښاري سیمې په ځانګړي ډول کابل د طالبانو له خوا تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې وي.
د پخوا په پرتله خلک ډېر احتیاط کوي په ځانګړي ډول هغه کسان چې د طالبانو له تګلارو سره مخالفت لري یا د هغوی له خوا تعقیب کېږي.
د ښځو لپاره د اختر فضا تر ډېره محدوده شوې.
د پارکونو، رخصتیو او تفریح ځایونو د جنسیتي جلاوالي پالیسي، د حجاب سخت قوانین، او د ټولنیز حضور د کمښت له امله ډېری ښځې اختر یوازې د کور په محدود چاپېریال کې لمانځي.
که څه هم طالبان هڅه کوي، چې د اختر په ورځو کې یوه نسبتاً نرمه فضا رامنځته کړي، خو د خلکو په منځ کې د وېرې فضا، د بیان د ازادۍ کمښت او اقتصادي ستونزې اختر ته پخوانۍ خوښي نه پرېږدي.
د طالبانو واک د مذهبي ارزښتونو تر چتر لاندې یوه بله ټولنیزه بڼه زېږولې، چې پکې اختر هم د یوه «کنټرول شوي خوشحالۍ» بڼه لري.

په کندهار کې د لوی اختر په شپه د امربالمعروف محتسبانو څه باندې ۱۵ ځوانان او سلمانیان د ږیرې جوړولو او کوچني کولو له امله نیولي او زنداني کړي دي. سرچينې وايي، طالبانو له همدې امله د سلمانیو تر ۴۰ زياتې هټۍ بندې کړې دي.
له کندهار څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۷مه) ویلي، چې د لوی اختر په شپه د کندهار ښار په بېلابېلو سیمو کې د امربالمعروف محتسبانو له خبرتيا پرته یو شمېر سلمانیو ته ورغلي او هغه ځوانان او سلمانیان یې نیولي، چې «سټايلي ویښتان او ږیره» يې جوړول.
د سرچینو په خبره، له دغې ډلې سره خپل خاص موټر و او تر ۱۵ زيات ځوانان او سلمانیان یې تر نیولو وروسته بندیان کړي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو څه باندې ۴۰ هټۍ د اختر د لومړۍ ورځې تر نيمايي پورې بند ساتلي و، چې له امله یې یاد شمېر هټۍوالو ته زرګونه افغانۍ زیانونه ور اوښتي دي.
د طالبانو دغه کړنه د خلکو او سلمانیانو د پراخ غبرګون او اندېښنو لامل شوی او وايي: «دا کار نه یوازې د دوی د کاروبار د زیان سبب شوی، بلکې انساني او مدني حقونه یې هم تر پښو لاندې شوي دي.»
سرچينه زياتوي، چې دغه کسان له دې امله نیول شوي چې ځوانانو ته یې «نامناسب ویښتان جوړول او یا یې ږیره کوچنۍ کوله.»
طالبان د ویښتانو او ږیرې سټايلي جوړول «د اسلامي شریعت خلاف» کړنه یادوي.
د کندهار ښار یو شمېر سلمانیان بیا د اختر شپه د خپل کاروبار لپاره د کال تر ټولو مهمه او عایداتي شپه یادوي.
د دوی په خبره: «د همدې شپې عواید اکثره د میاشتني کرایو، خوراک او کورنیو مصارفو د پوره کولو لپاره بسنه کوي.»
د کندهار یو شمېر ښاریان او دغه سلمانیان د طالبانو دا کړنه د قانون خلاف ګڼي او وايي: «د طالبانو دا اقدام له هر ډول رسمي خبرتيا پرته ترسره شوې.»
د ښار اوسېدونکي په ځانګړي ډول ځوانان وایي، چې دا ډول اقدامات نه یوازې ازادي محدودوي، بلکې د خلکو پر ظاهري بڼه بېځایه ولکه ده.
سلمانیان له محلي ادارو، د بشري حقونو له بنسټونو او د امربالمعروف له مرکزي ادارې څخه غوښتنه کوي، چې دا ډول اقدامات وڅېړي او هغه کسان چې له قانوني چوکاټ بهر عمل کوي، عدلي تعقیب ته وسپاري.
دوی همداراز وایي، چې دغه ډول بندیزونه یوازې په کندهار کې عملي کېږي او په نورو ولایتونو کې هېڅ دا ډول چاره نه تر سره کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې بیا په پکتیا او خوست ولایتونو کې هم ځینو سلمانیانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبینو خبرداری ورکړی، که له دې وروسته ویښتان سټایلي جوړ کړي او ږیرې وخریي، نو ۱۰ زره افغانۍ به جرمانه شي.
دوی زیاتوي، طالبانو ورته ویلي چې پر نغدي جرېمې سربېره به یې یوه میاشت هټۍ هم وتړل شي.
د طالبانو د امربالمعروف نوي قانون کې هم د ږیرې په اړه یادونه شوې ده او د ږیرې خرېیل یې ګناه بللې ده.
طالبانو واک ته رسېدو سره په دولتي ادارو کې د پخواني حکومت پر مامورینو ږېرې پرېښودل او خولۍ پر سر کول یې حتمي کړي دي.
طالبانو نه یوازې په کندهار، خوست او پکتیا ولایتونو کې د ږیرې د خرېیلو پرضد اقداماتو لاس پورې کوي، بلکې له دې وړاندې یې د پلازمینې کابل په شمول په ګڼو ولایتونو کې هم سلمانیانو ته خبرداری ورکړی، چې د سټایلي ویښتانو له جوړلو او له ږیرې خرېیلو دې ډډه وکړي.

د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده د شنبې په ورځ د امریکا له لوري د ۱۲ هېوادونو پر وګړو د سفر بندیز وغندلو او دا یې د "نسلي تعصب" څرګندونه وبلله. ورته مهال ایران هم دغه بندیزونه غندلي دي.
د متحده ایالاتو په کلوراډو ایالت کې د یوه اسراییل پلوه لاریون پر مهال له برید وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ یو اجراییوي فرمان لاسلیک کړ، چې له مخې یې د منځني ختیځ، افریقا او ځینو اسلامي هېوادونو اتباعو ته د سفر محدودیتونه بیا راژوندي شول.
د راپورونو له مخې، دا بندیز د جون په ۹مه پلي کېږي.
د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده د لوی اختر د خطبې پر مهال په کندهار کې دغه بندیز وغانده. هغه وویل چې امریکا نه یوازې په افغانستان کې ظلم کړی، بلکې اوس په فلسطین کې هم د اسراییل له لوري د مسلمانانو د وژنې ملاتړ کوي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وویل، اخوندزاده د کندهار ښار په عیدګاه کې زرګونو کسانو ته اختریزه وینا وکړه او د فلسطین لپاره یې د اوربند د پرېکړه لیک پر ویټو باندې نیوکه وکړه.
اخوندزاده وویل: «څوارلسو هېوادونو د فلسطین د اوربند د پرېکړه لیک ملاتړ کړی، خو ظالمه امریکا چې افغانستان کې یې هم ظلمونه کړي، اوس په فلسطین کې هم اسراییل ته اوږه ورکړې.»
هغه زیاته کړه: «امریکا د مسلمانانو قاتله ده، که امریکا نه وي، نو اسراییل دومره زور نه لري.»
د طالبانو مشر همداراز وویل، چې د اپیمو کر د بندیز پرېکړه یې د اسلامي شریعت له مخې کړې، نه د نړۍوالو امتیازاتو لپاره.
ورته مهال د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ایرانیانو د چارو عمومي رییس علیرضا هاشميرجا وویل: «دا پرېکړه د امریکایي پالیسي جوړوونکو تر منځ د یوه متعصب او نسلي ذهنيت څرګندونه کوي.»
نوموړي زیاته کړه: »دا بندیز د ایرانیانو او مسلمانانو پر وړاندې د ژورې دوښمنۍ څرګندونه کوي او د نړۍوالو قوانینو له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې دي.»
یاد بندیز له ایران پرته د افغانستان، میانمار، چاد، کانګو، استوایی ګینه، اریتریا، هایتي، لیبیا، سومالیا، سوډان او یمن اتباع هم اغېزمنوي. اوو نورو هېوادونو ته هم د محدود سفر اجازه ورکړل شوې.
