• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کوسوو اعلان وکړ چې له امریکا د شړل کېدونکو کډوالو کوربه توب کوي

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۴۴ GMT+۱

رویټرز راپور ورکړی چې د کوسوو حکومت ویلي، چې د امریکا له خوا د شړل شویو او شړل کېدونکو درېیم‌ګړو هېوادونو تابعیت لرونکو کډوالو منلو ته چمتو دی او په لومړي پړاو کې به هر کال ۵۰کسان ومني. دا اقدام د ځانګړو قانوني او امنیتي شرایطو له پوره کولو سره مشروط دی.

متحده ایالات هڅه کوي د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پراخو شړلو ژمنه عملي کړي.

کوسوو، چې په بالکان سیمه کې پروت ۱.۶ میلیونه نفوس لرونکی هېواد دی، له مخکې لا له ډنمارک سره داسې یوه هوکړه کړې چې له ۲۰۲۷م کال څخه به ۳۰۰ زندانیان مني، چې له دې سره به په راتلونکو لسو کلونو کې ۲۱۰ میلیون یورو ترلاسه کړي. دغه راز یې له بریتانیا څخه د شړل شویو کسانو منلو ته هم لېوالتیا ښودلې ده.

ترویج لرونکی

 د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی
۱
ځانګړی

د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی

۲

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل

۳

په بن کې د طالبانو تر واک لاندې افغان کونسلګرۍ د کار زده کړې پروګرام اعلان کړی

۴

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت

۵

سرچینې: موبي‌ګروپ نن له ۶ ساعتونو راهیسې د طالبانو د استخباراتو له لوري محاصره وو

•
•
•

نور کیسې

د اوسلو ۲۲م نړیوال فورم په ناروې کې ترسره کیږي

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۱۷ GMT+۱

د اوسلو ۲۲م نړیوال فورم به نن د چهارشنبې په ورځ په ناروې کې ترسره شي، چې د بېلابېلو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او چارواکي به پکې ګډون وکړي. د اوسلو فورم په ویب پاڼه کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د سږ کال د غونډې موضوع "ټول سره لاس په لاس؛په بدلیدونکې نړۍ کې منځګړیتوب" ده.

دا دوه ورځنۍ غونډه د ناروې د بهرنیو چارو وزارت او د بشري خبرو اترو مرکز له خوا په ګډه تنظیم شوې ده.

په دې غونډه کې به د سعودي عربستان، چین، ایران، عمان، مصر، سوریې، قطر او اوکراین چارواکي او د بهرنیو چارو وزیران ګډون وکړي.

ویل شوي، دا فورم به ګډونوالو ته یوه غیر رسمي فضا برابره کړي چې خپلې تجربې شریکې، ستراتیژۍ پیاوړې او د نړۍ د ځینو خورا پیچلو او اوږدمهاله شخړو د حل لپاره نظرونه سره شریک کړي.

په دې اړه، د ناروې د بهرنیو چارو وزیر اسپن بارت ایدي ویلي دي چې "منځګړیتوب او ډیپلوماسي د نړیوال ثبات لپاره د لومړۍ کرښې وسیلې دي."

د هغه په ​​وینا، په داسې یوه دور کې چې تاوتریخوالی مخ پر زیاتیدو اتحادونه په ماتیدو دي، او د نړیوالو قوانینو لپاره کمزوری احترام ترسره کیږي، د اوسلو تړونونو په څېر غونډې ګټورې او اړینې دي.

اېلان ماسک وايي، چې د ډونالډ ټرمپ په اړه په خپلو ځینو پوسټونو 'پښېمانه' دی

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۰۸:۳۸ GMT+۱

سکای نیوز د اېلان ماسک په حواله راپور ورکړی، چې د ډونالډ ټرمپ په اړه په خپلو ځینو پوسټونو "پښېمانه" دی. د دواړه خواوو ترمنځ دغه ناندرۍ وروسته له هغه پیل شوې، چې ټرمپ پر اېلان ماسک سختې نیوکې وکړې او ویې ویل، چې د هغه د مخالفت له امله "خورا نهیلی" شوی دی.

له هغه وروسته د ټسلا شرکت مشر اېلان ماسک په اېکس پاڼه پر ټرمپ نیوکې وکړې او ویې لیکل: «که زه نه وای، ټرمپ به ټاکنې بایللې وای.»

ټرمپ ماسک ته خبرداری ورکړی و، چې صبر یې پای ته رسېدلی او د هغه له شرکتونو سره به دولتي قراردادونه له‌منځه یوسي او هغه ته یې د «لېوني» خطاب کړی و.

له دې سره هم‌مهاله اېلان ماسک د امریکا ولسمشر د څرګندونو په ځواب کې ویلي و، د ټرمپ نوم د اپستین په جنجالي قضیه کې چې جنسي ځورونې پورې اړه لري، یاد شوی دی؛ خو دغه پوسټ بیا د یکشنبې په ورڅ لرې شوی و.

د امریکا په مشرۍ نړۍوالې ټلوالې د داعش د ماتولو په اړه ناسته کړې

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۰۷:۵۷ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په نړۍ کې د داعش د ماتولو په اړه د امریکا په مشرۍ د نړۍوالې ټلوالې ګډه ناسته د هسپانیې په پلازمېنه ماډرید ښار کې جوړه شوه.

د دغه وزارت په وینا؛ د یادې ناستې مشري د امریکا د بهرنیو چارو وزارت امنیتي پالیسۍ مشر البرټو اوچلای او د ترهګرۍ ضد مبارزې سرپرست همغږي کوونکي ګریګوري ډي لوګریفو کړې او همدارنګه په ناسته کې د هسپانیا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډیاګو مارټینز بلیجو په نړۍواله کچه د داعش سره د مبارزې په اړتیا ټینګار کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په غونډه کې کډون کوونکو هېوادونو او په ځانګړې توګه د امریکا استازو، د نړۍوالې ټلوالې له غړو وغوښتل، چې د بهرنيو ترهګرو د سفرونو، مالي تمویل، د ځواکونو د جلب و جذب او عملیاتي پلان جوړونې مخنیوي لپاره خپلې ګډې هڅې زیاتې کړي.

خبرپاڼه زیاتوي، د ټلوالې غړو د ترهګرۍ پر ضد د خپلو بهرنیو سیاستونو د همغږۍ، د قانون د پلي کولو په برخه کې د نړۍوالو هڅو او د ګډو تګلارو پر اړتیا ټینګار وکړ او ازبکستان ته چې د ټلوالې نوی غړی دی، د ښه راغلاست پیغام ورکړل شو.

په ناسته کې دا هم څرګنده شوه، چې د داعش خراسان څانګې له ګواښ سره د مخامخ کېدو لپاره د ازبکستان مشرتابه مهم رول لري؛ څو دغه ډله د افغانستان او شاوخوا سیمو څخه تر امریکا، اروپا او نورو هېوادونو پورې د خپلو هڅو د پراخېدو فرصت پیدا نه کړي.

له بلې خوا، د روسیې د فدرالي امنیت خدماتو مشر الکساندر بورتنیکوف، په مسکو کې د ګډو ملتونو د استخباراتي مشرانو په یوه بله ناسته کې خبرداری ورکړی، چې داعش او نورې توندلارې ډلې په افغانستان، سوریه او منځني ختیځ کې خپلې هڅې زیاتې کړې دي.

هغه ویلي، چې سوریه کې سیاسي بدلون، د غزې جګړه، پر ایران فشارونه او په لیبیا کې ناورین د افراطیت د پراخېدو لامل شوی دی.

نوموړي د لویدیځ سیاستونه د دغو ناامنيو اصلي لامل بللی او زیاته کړې یې ده، چې د داعش مشران اوس له هغو جنګیالیو سره تماسونه لري چې یا خو د سوریې له زندانونو خوشې شوي او یا هم اوس‌مهال په افغانستان او سوریه کې فعالیت کوي.

د یادولو وړ ده، چې دغه ناسته په داسې حال کې ترسره کېږي چې د ترهګرۍ نړۍوال ګواښ مخ په زیاتېدو دی او نړۍوالې ټلوالې هڅه کوي چې له ګډو اقداماتو سره د دغې ستونزې مخه ونیسي.

په بادغیس، لغمان او بغلان ولایتونو کې په ټرافیکي پېښو کې درې کسه مړه او ۲۷ ټپیان دي

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۰۶:۲۸ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د دوو جلا خبرونو په خپرولو سره ویلي، چې په بادغیس، لغمان او بغلان ولایتونو کې په جلا، جلا ټرافیکي پېښو کې درې کسه مړه او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.

په بغلان ولایت کې د طالبانو د امینې قوماندانۍ مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د مرکز پلخمري ښار په شهرنو سیمه کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ او شپږ نور ټپیان دي.

له بل پلوه بیا په لغمان ولایت کې د طالبانو د ټرافیکو مدیریت مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د اختر په شپو او ورځو کې ۹ ترافیکي پېښې شوې دي چې له امله یې یو کس مړ او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

د مسوولینو په وینا؛ څلور ټرافیکي پېښې د کابل-جلال اباد پر لویه لار، څلور په مرکز مهترلام او یوه د علیشنګ ولسوالۍ په لاره په شمرام سیمه کې شوې ده.
د یو بل خبر له مخې؛ بیا د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې د دوو موټر سایکلونو د ټکر له امله یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي دي.

داعش نه الهام‌اخیستونکي پاکستاني ځوان غوښتل په نیویارک کې پر یهودانو برید وکړي

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۰۱:۱۸ GMT+۱

د محمدشهزیب خان په نوم کاناډا مېشتي ۲۰ کلن پاکستاني ځوان غوښتل په نیویارک کې پر یهودانو یو مرګونی برید ترسره کړي. ویل کېږي چې نوموړي له داعش وسله‌والې ډلې نه الهام اخیستی و.

شهزیب خان چې دا مهال د کاناډايي پولیسو په بند کې دی، د تېرکال په سپټمبر میاشت کې نیول شوی او اوس ټاکل شوې چې د چهارشنبې په ورځ متحده‌ایالاتونو ته وسپارل شي.

نوموړي پاکستاني ځوان غوښتل، چې دا برید د اکټوبر ۷مې پر اسراییل د حماس د برید له کلیزې سره سم ترسره کړي.

په شکایت‌لیک کې ویل شوي، چې خان په ټولنیزو رسنیو او همداراز د مخفي پولیسو له افسرانو سره په اعتراف کې د داعش ملاتړ منلی دی.

هغه د تېر کال د جولای په میاشت کې یوه استخباراتي مامور ته ویلي و، چې ټوپک، مرمۍ او نور تجهیزات تیاروي او موخه یې د نیویارک په بروکلین سیمه کې د یهودیانو پر یوه مذهبي مرکز برید دی.

په خپل یوه پیغام کې شهزیب خان وویل: «نیویارک د یهودانو په نښه کولو لپاره یو ښه ځای دی ځکه چې په امریکا کې د یهودانو ترټولو لوی شمېر دلته ژوند کوي.»

د یادونې ده، چې د محمدشهزیب خان په نوم د کاناډا مېشتي ۲۰ کلن پاکستاني ځوان په اړه به وروستۍ پرېکړه د امریکا له‌خوا کېږي.