د برېټانیا لومړي وزیر په هند کې د پریوتې الوتکې پېښه زړه بوږنوونکې بللې ده

د برېټانیا لومړي وزیر کې‌ير سټارمر ویلي، چې د لندن په لور روانې هندۍ الوتکې د پېښې صحنې چې په احمد اباد کې پریوتي او ډیر برېټانیایان پکې سپاره وو، ډیرې دردناکې دي.د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، په دې الوتکه کې ۵۳ برېیټانیايي وګړي سپاره وو.

د بریټانیا لومړي وزیر د پیښې له قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره خواخوږي ښودلې.