پر ایران د اسراییلي بریدونو وروسته شاوخوا ۱۸۰۰ الوتنې اغېزمنې او ۶۵۰ الوتنې لغوه شوې دي

پر ایران د اسراییل له برېدونو وروسته د منځني ختیځ فضا د ګڼو نړیوالو الوتنو پرمخ تړل شوې او زرګونه الوتنې لغوه یا له اصلي مسیرونو څخه منحرفې شوي دي.

پر ایران د اسراییل له برېدونو وروسته د منځني ختیځ فضا د ګڼو نړیوالو الوتنو پرمخ تړل شوې او زرګونه الوتنې لغوه یا له اصلي مسیرونو څخه منحرفې شوي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د جمعې په ورځ وروسته له هغه په نړیوالو الوتنو کې ګډوډي رامنځته شوه کله چې اسراییل پر ایران بریدونه پیل کړل.
د بریدونو سره هممهاله د اسراییل ال عال هوايي شرکت، ایر فرانس، ویز اېر او رایان اېر خپلې الوتنې ودرولي.
ویز اېر ویلي، چې د راتلونکو ۷۲ ساعتونو لپاره به الوتنې له بلې لارې کوي، خو اسراییلي شرکتونو خپلې الوتکې له خپلې خاورې ایستلې دي.
د فلاېټ رادار ۲۴ د معلوماتو له مخې، د ایران، عراق او اردن فضا بشپړه خالي شوې او الوتنې اوس د سعودي عربستان او مصر له لارې تیریږي.
د یورو کنټرول ویبپاڼې د اټکل له مخې، تردې مهاله شاوخوا ۱۸۰۰ الوتنې اغېزمنې شوې چې له دې ډلې ۶۵۰ الوتنې لغوه شوې دي.
پر همدغه مهال د جرمني لوفتانزا هوايي شرکت اعلان کړی، چې د ایران، عراق او اسرایل پر فضا یې له سفر کولو څخه ډډه کړې او همدرانګه اېر انډیا له ایران څخه د تېرېدونکو الوتنو مسیرونه بدل کړي او ځیني یې بېرته خپل مبدا ته ستنې کړي دي.
د روسیې ملکي هوايي چلند ادارې هم خپلو هوايي شرکتونو ته د ایران، عراق، اسراییل او اردن له فضا څخه د جون تر ۲۶مې د نه استفادې خبرداری ورکړی او دغو هېوادونو ته یې پر ملکي پروازونو بندیز لګولی دی.
د سېف اېرفورس ویبپاڼې ویلي، چې په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي په ډېرېدو سره الوتنې د مصر، سعودي، ترکیې، اذربایجان او ترکمنستان له لارې تګ راتګ کوي.