هيله نجيب همداراز پر سعد محسني او د دغه پروګرام پر سمبالوونکو نيوکې کړي: «د هغه دریځ د یو امتیاز لرونکي افغان کډوال نارینه دی، زه نه پوهېږم چې ولې داسې سټیجونه افغان ښځینه ویناوالې نه راغواړي. افسوس پر سمبالوونکو چې درواغو او نارینه وو ته سټیج ورکوي څو د هغو افغان ښځو په استازیتوب خبرې وکړي چې تر ظلم لاندې دي او بې له عدالت څخه وژل کېږي په داسې حال کې چې نړۍ په چوپتیا ورته ګوري».
سعد محسني تېر کال په يوې مرکه کې طالبان د خوشحاليو دښمنان بللي او له دغې وړاندې یې ويلي وو، که طالبان پر ښځو لګېدلي بندیزونه راکم کړي، نجونو او ښځو ته د تعلیم او کار اجازه ورکړي، نو ښایي نړۍواله ټولنه ورسره تعامل وکړي.
د دې فرمان له تر ټولو جنجالي برخو څخه یوه د رضایت موضوع ده. د نویو مقرراتو لهمخې، که یوه نجلۍ له بلوغ وروسته چوپه پاتې شي، دا چوپتیا یې د واده لپاره د رضایت په معنا ګڼل کېدای شي. خو دا حکم پر هلکانو نه پلی کېږي.
د ملګرو ملتونو د ماشوم د حقونو د کمېټې مشرې سوفي کیلادزې ټینګار وکړ: «هغه ماده چې له بلوغ وروسته واده روا ګڼي او د نجلۍ چوپتیا د رضایت په توګه تعبیروي، د بشري حقونو له نړیوالو معیارونو او د ماشوم د حقونو کنوانسیون ته د افغانستان له ژمنو سره سمون نه لري».
هغې د بلوغ مفهوم هم تر پوښتنې لاندې راوستی او زیاتوي: «بلوغ د لویوالي یا د واده د قانوني عمر مترادف نهشي ګڼل کېدای. د کنوانسیون له تعریف سره سم، هر څوک چې تر ۱۸ کلنۍ کم عمر ولري ماشوم بلل کېږي او ماشومان په ذاتي توګه د واده لپاره د رضایت څرګندولو اړینه حقوقي پوخوالی او خپلواکي نهلري».
د نوموړې په باور، د طالبانو نوی فرمان د ماشوم د حقونو د کنوانسیون ټول بنسټیز اصول، لکه زدهکړه، روغتیا، له تاوتریخوالي څخه خوندیتوب او د نظر څرګندولو حق، په یوه وخت کې تر پښو لاندې کوي.