د لوی اختر په ورځو کې په ټرافيکي پېښو کې ۴۳ کسان مړه او تر ۱۵۰ ډېر ټپیان شوي دي

د طالبانو تر واک لاندې د ټرافيک پوليسو لوی رياست خبر ورکړی، چې د لوی اختر په ورځو کې په ټرافيکي پېښو کې ۴۳ کسان مړه او تر ۱۵۰ ډېر ټپیان شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د ټرافيک پوليسو لوی رياست خبر ورکړی، چې د لوی اختر په ورځو کې په ټرافيکي پېښو کې ۴۳ کسان مړه او تر ۱۵۰ ډېر ټپیان شوي دي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د دغه ریاست د خبرپاڼې له مخې کاږلي، چې د روانی غبرګولي مياشتې له ١٦مې نېټې راهیسې بیا د همدې مياشتې تر ۲۰مې نېټې پورې په ټول هېواد کې ۱۱۷ ټرافيكي پېښې شوې دي چې له امله یې ۴۳ کسان مړه او ۱۵۸ نور ټپيان شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې؛ په مړو شویو کسانو کې ۳۱ نارينه ۲ ښځې او ۱۰ ماشومان او په ټپيانو کې بيا ۱۲۳ نارينه ۱۱ ښځې او ۲۴ ماشومان شامل دي.


د فنلنډۍ رسنیو د راپورونو لهمخې؛ د فنلنډ د کډوالو شورا د حمیرا په نوم د دغه هېواد د ټامپیر ښار یوه افغانه اوسېدونکې د «۲۰۲۵ کال د غوره کډوالې» په توګه نومولې ده.
مېرمن حمیرا په افغانستان کې زېږېدلې او په ۲۰۰۳ کال کې هغه مهال چې ۱۵ کلنه وه، فنلنډ ته کډواله شوې ده.
نوموړې له خپلې مور او څلورو وروڼو سره د کورنۍ يوځایکېدو پروګرام له لارې دغه هېواد ته تللې ده. د هغې خپل پلار څو کاله مخکې د پناهغوښتونکي په توګه فنلنډ ته تللی و.
هغې ویلي، خوشاله ده چې ویې کړای شول د افغان ښځو له سخت وضعیت نه یې ځان ژغورلی او په فنلنډ کې یې د زدهکړو او پرمختګ فرصت موندلی دی.
حمیرا د ټامپیر په ښار کې لويه شوې، فنلنډي ژبه یې زده کړې او له یوه ښوونیز مرکز څخه د روغتیاپالې په توګه فارغه شوې ده.
دا مهال یاده افغانه مېرمن له خپل خاوند او درېیو ماشومانو سره په ټامپیر ښار کې ژوند کوي او د لومړنیو زدهکړو په برخه کې د ماشومانو د ښوونکې په توګه د رسمي دندې سربېره، په رضاکارانه فعالیتونو کې هم برخه اخلي.
نوموړې له څه باندې ۱۰ کلونو راهیسې د پناهغوښتونکو او کډوالو د ملاتړ لپاره کار کوي.
نوموړې د نجونو د پوهاوي، روغتیا او د ښځو حقونو په ګډون بېلابېلو برخو کې فعالیت لري.
هغې زیاته کړې: «کله چې یو څوک زما سترګو ته ګوري، مُسکا راته کوي او مننه کوي، ډېر ښه احساس کوم. دا مهمه نه ده چې خلک له کوم ځایه راغلي، د دوی د پوستکي رنګ یا دین څه دی، زه غواړم مرسته ورسره وکړم.»
هغه وايي، چې اوس د کال د غوره پناهغوښتونکې په توګه یې اصلي دنده دا ده چې د افغان ښځو سخت ته پاملرنه وکړي.
دې وویل: «په افغانستان کې حیوانات تر ښځو ډېر حق لري. ښځې اجازه نهلري چې په ټولنه کې خبرې وکړي، باید پټې وي او له اجازې یا د یو نارینه له ملتیا پرته نهشي وتلای. زه غواړم د دې ښځو غږ واوسم او پرې نه ږدم چې نړۍ هغوی هېرې کړي.»

د افغانستان د ښځو د مدنې ټولنو او بشرې حقونو د بنسټونو غړې په ایران کې د افغانې کډوالې کبرا رضايي وژنه غندلې او د عدالت غوښتنه یې کړې. افغانې فعالانې دا پېښه «جنایت» ګڼلی او د عاملینو پر محکمه کېدو يې ټينګار کړی.
د افغانستان د ښځو فعالانو، د مدنې ټولنو او بشري حقونو د بنسټونو غړو د پنجشنبه په ورځ (د غبرګولي ۲۲مه) په یوه ګډ لیک کې په ایران کې د افغانې کډوالې کبرا رضايي وژنه غندلې ده.
دوې د پيښې د څېړونو او د عاملینو د محاکمه کېدو غوښتنه کړې.
ښځينه فعالانو زياته کړې: «دا پيښه په شدید ډول غندو، د کبرا لپاره عدالت غواړو.»
خبريالې او د ښځو د حقونو فعالې یاسمین نبي زاده د ایران حکومت څخه غوښتي، چې د افغان کډوالو سره دي تاوتریخوالي بند کړي.
هغې زیاته کړې: «د کبرا رضایي بې رحمانه وژنه د توجه وړ نده، د ایران حکومت باید ددغه پېښې عاملینو سره قانوني برخورد وکړي او تر څنګ یې ایران باید له افغان کډوالو سره تاوتریخوالی بند کړي، افغانانو سره تاوتریخوالی او له دغه هېواده په زوره شړل به یو بل ناورین رامنځته کړي.»
افغانو ښځينه فعالانو د افغان مېرمنو پر ملاتړ هم ټينګار کړی.
دوی له نړيوالو بنسټونو، د بشري حقونو له سازمانونو او نړېوالې ټولنې غوښتي، چې «د افغان ښځو سره اوږه پر اوږه ودرېږي او ملاتړ یې وکړي.»
ښځينه فعالانو د کبرا رضايي په ملاتړ یو شمېر شعارونه د هشټګ سره نشر کړي.
د دوی په خبره: «دوی کبرا ځکه ووژله، چې هغه یوه ښځه او یوه کډواله وه!»
دوی لیکلي: «کبرا یو فریاد دی، موږ به غلي پاتې نه شو!»، په یو بل شعار کې بیا وايي: «د کوبرا درد د یو ملت درد دی!».
دوی دا هم ویلي، چې «کبرا ورکه شوه، مګر فریاد يې پاتې دي.»
پرون ایراني رسنيو راپور ورکړ، چې د يوې افغانې کډوالې نجلۍ کبرا رضايي د جسد پاتې شونې د تهران په پاکدشت ولسوالۍ کې د یوه ۳۲ کلن ایراني وګړي په کور کې وموندل شول.
په راپور کې ویل شوي، چې تورن کس د یادې نجلۍ جسد ټوټه ټوټه کړی او د تېزابو په ذریعه یې له منځه وړی.
تر پيښې وروسته په ایران کې د طالبانو سفارت په تهران کې د یوې افغانې کډوالې کبرا رضايي، د وژنې پېښې په تړاو غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې دغه پېښه به په جدي توګه تعقیب کړي.
یاد سفارت له ایران څخه غوښتي چې د دې پېښې عامل دې پرته له دې چې کوم تابعیت لري، ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپاري.

د امریکا د سمندري ځواکونو یوه پخواني سرتېري خبرداری ورکړی چې د افغانانو لپاره د لنډمهالي خونديتوب پروګرام یا ټيپياېس له پای ته رسېدو سره، ښايي د امریکايي ځواکونو د ګڼ شمېر پخوانیو افغان همکارانوژوند له ګواښ سره مخ شي.
د امریکایۍ رسنۍ اېبيسي ۱۳ د راپور پر بنسټ، د شمالي کارولینا ایالت اوسېدونکی، انځورګر او پخوانی امریکایی سرتېری سکیپ رُهدي وايي: «ډېری دا کسان که بېرته افغانستان ته واستول شي، ښايي خپل ژوند له لاسه ورکړي. دا یوه ظالمانه پالیسي ده.»
د امریکا د کورني امنیت وزارت اعلان کړی چې د افغانستان لپاره د لنډمهالي خوندیتوب پروګرام یاټيپياېس موده به د ۲۰۲۵ کال د جولای پر۱۴مه پای ته رسېږي. د دغه وزارت په وینا، د افغانستان امنیتي او اقتصادي شرایط ښه شوي او نور د دغه پروګرام د دوام وړ نه ګڼل کېږي.دا پرېکړه د زرګونو هغو افغانانو چې په متحدهایالاتونو کې ژوند کوي، د ایستلو له ګواښ سره مخ کړي دي.
رُهدي ویلي چې د بشیر په نوم یو پخوانی همکار یې په افغانستان بند پاتې او هغه تر اوسه ونه شو کړای چې د کډوالۍځانګړې وېزه یا اېسای وي ترلاسه کړي. نوموړي زیاته کړه: «موږ هڅه وکړه چې وېزه ورته واخلو، خو نه پوهېږو چې ولې بریالي نه شوو.»
د کورني امنیت وزارت همداراز ویلي چې په امریکا کې د ټيپياېس ځيني لرونکي کسان د درغلۍ او د عامه امنیت د ګواښ په تور تر څېړنو لاندې دي او د دغه پروګرام پای ته رسېدل د متحدهایالتونو له ملي ګټو سره سم اقدام دی.
د امریکا د سمندري ځواکونو پخواني سرتېري د اندېښنې په څرګندولو سره زیاته کړې چې د یوه پخواني همکار کورنۍچې له امریکايي ځانګړو ځواکونو سره یې د جګړې په ډګرونوکې برخه اخیستې، ښايي د ایستلو له ګواښ سره مخ وي.

د افغانستان له هوایي ډګره د امریکايي ځواکونو د وتلو انځورونه لا هم د ډېرو خلکو په ذهن کې پاتې دي، خو دا ځل، د کلېفورنیا والي ګوین نیوسم په لاس انجلس کې د سرتېرو انځورونه د اوسني وضعیت د ښودلو لپاره خپاره کړل، چې وروسته د مصنوعي ځیرکتیا په تېروتنه د افغانستان له پېښو سره وتړل.
څېړنې ښيي، دا تازه انځورونه له اوسنۍ استوګنې سره تړلي دي، نه له زاړه جنګ سره.
د کلېفورنیا والي ګوین نیوسم دا اوونۍ یو شمېر انځورونه خپاره کړل چې ښيي د ملي ګارد او سمندري ځواکونو سرتېري د خوب له مناسبو اسانتیاوو پرته پر فرش ویده دي. نوموړي دا انځورونه د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په خطاب کې خپاره کړل او ویې ویل:"تاسو خپل سرتېري بې له تېلو، اوبو، خوړو او د خوب له ځایه راولېږل... دلته وګورئ، دوی څرنګه مجبوره دي چې پر فرش یو بل ته نژدې ویده شي."
د دې انځورونو تر خپرېدو وروسته، پر ټولنیزه رسنۍ "ایکس" یو شمېر کسانو ادعا وکړه چې دا انځورونه د ۲۰۲۱ کال د افغانستان په هوایي ډګر کې اخیستل شوي، هغه مهال چې د بایډن ادارې له کابل څخه امریکایي ځواکونه ایستل.
یوه کاروونکي ادعا وکړه چې دا انځورونه د کابل د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر دي. بله کس دا تور پورې کړ چې نیوسم غواړي د ټرمپ پر ضد سیاست وکړي، خو د بایډن د ناکامۍ تړلي انځورونه ورسره خپروي.
خو د دا ډول ادعاوو شالید ته چې وکتل شي، دا تورونه د مصنوعي ځیرکتیا چټباټونو له ناسمو ځوابونو سرچینه اخلي. د مثال په ډول، ځینې کسانو د چټجیپيټي (ChatGPT) او ګروک (Grok) چټباټونو نه د انځورونو په اړه پوښتنه کړې، او هغوی ځینې ناسم تحلیلونه ورکړي چې خلکو ته دا انځورونه زاړه ښکاره شوي دي.
خو د سانفرانسیسکو کرانیکل ورځپاڼې د راپور له مخې، دا انځورونه همدا اوس، د جون په نهمه، د کلیفورنیا په مرکز کې اخیستل شوي، او ورځپاڼې د یوې باوري سرچینې له قوله ویلي چې هلته مېشتو سرتېرو ته د خوب مناسب ځای نه و برابر شوی. دا سرچینه وایي چې انځورونه ښايي د حکومت د کومې ودانۍ په تل خونه کې اخیستل شوي وي.
پر دې سربېره، د انځورونو د کرهوالي لپاره د معکوس انځور لټون کارول شوی، او هېڅ داسې شواهد نه دي موندل شوي چې دا عکسونه د ۲۰۲۱ کال د افغانستان له پېښې سره تړاو ولري.
هغه کاروونکی چې دا ادعا یې کړې وه، وروسته پخپله ومنله چې معلومات یې د چټجیپيټي له ځواب، انځور پلټنې او د کرانیکل له راپور نه اخیستي و، او ویې ویل:"زه نه وم خبر چې دا به دومره غبرګونونه راپاروي. اوس یقیني شوه چې دا انځورونه له افغانستانه نه دي."
د ټولنیزې شبکې چټباټ "ګروک" هم د انځورونو لاندې ناسم مالومات ورکړي او دا انځورونه د افغانستان له پېښو سره یې تړلي بللي.
تر اوسه هېڅ کره ثبوت نشته چې دا انځورونه زاړه وي یا له افغانستان سره تړاو ولري. دا یو له هغو پېښو څخه ده چې چټباټونه "خیالي معلومات" وړاندې کوي – یعنې داسې ځوابونه ورکوي چې حقیقت نه لري.
د رسنیو ارزونې سازمان "پولیټيفکت" دا ادعا ناسمه ګڼلې او ورتهیې د "دروغو له لمبو سره" درجه ورکړې ده.

برېټانیا یوې افغانې مېرمنې ته چې په افغانستان کې یې د ښځو د حقونو د ملاتړ لپاره کار کاوه، په دغه هېواد کې د ژوند کولو اجازه ورکړې ده. هغه پخوا د برېټانیا د کډوالۍ ادارې لهخوا رد شوی وه، خو اوس یادې ادارې خپله پرېکړه بدله کړې او پناه یې ورکړې ده.
ګارډین ورځپاڼې په خپل راپور کې د هغې مستعار نوم «مینا» ښودلی دی. د راپور لهمخې، نوموړې په هغو پروژو کې کار کاوه چې د لوېدیځو هېوادونو لهخوا تمویل کېدې. هغې د په افغانستان کې ښځو ته د زدهکړې په برخه کې کار کاوه او پر هېواد د طالبانو تر واکمنېدو وروسته یې ژوند له ګواښ سره مخ و.
په لومړیو کې د برېټانیا د کډوالۍ اداره ویلي و چې که مینا افغانستان ته ستنه شي، ژوند یې له جدي ګواښ سره نه مخ کېږي، خو د هغې وکیل د دې پرېکړې پر ضد اعتراض کړی دی. مخکې تر دې چې محکمه د هغې په تړاو یوه بله پرېکړه وکړي، د کډوالۍ ادارې منلې چې د مینا ژوند افغانستان په تګ له ګواښ سره مخ کېدای شي.
مینا ګارډین ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل: «د اوږدې مودې لپاره خپه وم، خو اوس خوشحالۍ خبر راغی. ډېره خوشاله یمه. اوس ازادي لرم چې خپل ژوند ته په برېټانیا کې دوام ورکړم؛ هغه ازادي چې له مېلیونونو افغانو ښځو اخیستل شوې ده.»
د نوموړې افغان مېرمنې مدافع وکیل ویلي چې مینا یوه ډېره زړوره او مهربانه ښځه ده او له لومړۍ ورځې باید هغې ته پناه ورکړل شوې وای. هغه زیاته کړې چې ټولو افغانو ښځو ته باید د کډوالۍ حق ورکړل شي څو د مینا په څېر تېروتنې بیاتکرار نهشي.
وروستي څو کاله په برېټانیا کې د هغو افغانانو شمېر کم شوی چې پناه ترلاسه کوي. په ۲۰۲۳ کال کې تر ۹۰ سلنه ډېرو افغانانو پناه ترلاسه کوله، خو په ۲۰۲۴ کال کې دا شمېر یوازې ۳۶ سلنې ته راکښته شوی دی.
ورته مهال، د هغو کسانو شمېر ډېر شوی چې د پناهغوښتنې د رد پرېکړې پر وړاندې اعتراض کوي. په ۲۰۲۲ کال کې شاوخوا ۷۰ قضیې ثبت شوې وې، خو په ۲۰۲۴ کال کې دا شمېر ۳ زره او ۲۰۰ ته رسېدلی دی.
د مینا وکیل وايي چې برېټانیا طالبان په رسمیت نه پېژني او هېڅوک افغانستان ته نهلېږي، خو هغه کسان چې کډوالۍ قضیې یې رد شوې وي، ښايي کلونه-کلونه پرته له دې چې د کارکولو اجازه ولري، په بېبرخلیکه وضعیت کې ژوند وکړي.