ټرمپ: پر امریکايي سرتېرو د تهران د هر ډول برید ځواب به «ډېر خطرناک» وي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی چې پر امریکايي سرتېرو د تهران د هر ډول برید ځواب به «ډېر خطرناک» وي. د ټرمپ په وینا، داسې برید به ترسره کړي چې نړۍ تر دې مخکې هېڅکله نه وي لیدلی.
نوموړي ویلي چې امریکا پر ایران د اسراییل د تېرې شپې په برید کې هېڅ رول نهدرلود، خو د ایران د هر برید پر وړاندې واشنګټن ځواب به «بېساری او خطرناک» وي.
د متحدهایالتونو ولسمشر همداراز زیاته کړې چې امریکا کولای شي په اسانۍ سره د ایران او اسراییل ترمنځ د یوې هوکړې منځګړیتوب وکړي او دا خونړۍ جګړه پای ته ورسوي.
د امریکا ولسمشر داسې مهال پر ایران د اسراییل په برید کې ښکېلتیا ردوي چې همدا څو ساعته مخکې سياېناېن خبري شبکې د سپینې ماڼۍ او اسراییلي حکومتي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې متحدهایالات په پټه د ایران پر وړاندې د تلابیب له عملیاتو ملاتړ کوي.
همداراز یوه اسراییلي چارواکي سياېن اېن ته ویلي چې د ټرمپ په مشرۍ د متحدهایالتونو حکومت په خصوصي خبرو کې د دې عملیاتو د اوږدېدو په تړاو کومه نیوکه نه ده کړې.

