• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا د جګړې وزیر: ایران له امریکا سره ۴۷ کاله جګړه کړې او دا حالت په افغانستان کې هم و

۲۸ کب ۱۴۰۴ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۱۸ GMT+۰

د امریکا د جګړې وزیر پیټ هېګسېت د دغه هېواد د ګډو ځواکونو له لوی درستیز جنرال ډان کېن سره یوځای په یوه خبري ناسته کې وویل، چې د ایران اسلامي جمهوریت له امریکا سره۴۷ کاله جګړه کړې ده او دا حالت په افغانستان کې هم و.

هېګسېت ددې پوښتنې په اړه، چې ایران په افغانستان کې د طالبانو په ملاتړ کې څه رول درلود، وویل، چې تهران له ټولو شیعه او سني ډلو تر هغه مهاله ملاتړ کړی، چې د امریکا پرضد جګړه کوي.

هغه زیاته کړه، «د ایران اسلامي جمهوریت له امریکا سره۴۷ کاله جګړه کړې ده او دا حالت په افغانستان کې هم و».

هیګسیټ وویل، چې د اسلامي جمهوریت لپاره د «دښمن د دښمن» تګلاره مهمه وه او له همدې له امله یې په اسلامي نړۍ کې د وسله والو مالي او نور ملاتړ کړی او په ایران، عراق، افغانستان او د نړۍ نورو سیمو کې یې تل امریکایان هدف ګرځولي دي.

د امریکا د جګړې وزیر په خپلو خبرو کې د ایران اسلامي جمهوریت پر وړاندې د ټرمپ د ستراتیژۍ په اړه وویل چې نه غواړي تهران اټومي وړتیا درلودو ته نږدې شي.

هیګسټ زیاته کړه، « په دې حالت کې، هغه څه چې دوی غوښتل او ولسمشر ټرمپ یې نه زغمي، دا دي چې داسې یو رژیم لا زیات اټومي وړتیا ته نږدې شي. هغه وړتیا چې دوی ویلي غواړي ویې کاروي او موږ باید دا خبره جدي ونیسو، ځکه دا د نړۍ تر ټولو خطرناکه وسله ده».

نوموړي وویل، چې د ایران اسلامي جمهوریت په هر ډګر کې د امریکا لپاره ګواښ پاتې شوی او کله ناکله اړتیا وي چې خلکو ته دا یادونه وشي.

هغه زیاته کړه، « خو اوس موږ یو داسې اعلی سر قوماندان لرو چې دا موضوع یې په جدي ډول درک کړې او ویلي یې دي چې موږ به یې پر وړاندې ګامونه واخلو».

د امریکا د جنګ وزیر وویل، چې د ایران «مرګ پر امریکا، مرګ پر اسراییل» شعار د ولسمشر ټرمپ یاد دی او دوی هڅه کړې چې دا پلی کړي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۳
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۴

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

خبریال مهدي انصاري له یو نیم کال بند وروسته خوشې شوی

۲۸ کب ۱۴۰۴ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۵۱ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې خبریال مهدي انصاري د طالبانو په زندان کې له یو نیم کال بند وروسته خوشې شوی او له خپلې کورنۍ سره یوځای شوی دی. مهدي انصاري د طالبانو پر ضد د تبلیغاتو خپرولو په تور نیول شوی و.

مهدي انصاري ته نږدې کسانو ویلي، چې هغه تېره ورځ د طالبانو له زندان څخه خوشې شوی او له خپل کورنۍ سره ځای شوی دی.

مهدي انصاري د طالبانو په زندان کې ۱۸ میاشتې وخت تېر کړی دی.

هغه په کابل کې د افغان خبري اژانس خبریال و چې د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په ۵مه د کابل په دشت برچي سیمه کې د طالبانو استخباراتو نیولی و.

د خبریالانو نړۍوال فدراسیون د معلوماتو پر بنسټ، مهدي انصاري د طالبانو پر ضد تبلیغاتو خپرولو په تور نیول شوی و او د طالبانو یوې محکمې په ۱۸ میاشتې بند محکوم کړی و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د طالبانو د «یرغمل نیونې ډيپلوماسي» به بې‌ځوابه پاتې نه شي

۲۸ کب ۱۴۰۴ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۰۶ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې طالبان د سیاسي ګټو لپاره د امریکا وګړي نیسي او له دې لارې د «برمتې ډيپلوماسۍ» تګلاره کاروي. د دغه وزارت یوه چارواکي افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د امریکا د ولسمشر د لارښوونې پر بنسټ به د طالبانو دا چلند بې‌ځوابه پاتې نه شي.

تېره اونۍ امریکا د طالبانو اداره د «غیرقانوني نیونو د ملاتړو حکومتونو» په نوملړ کې شامله کړه. د یاد چارواکي په وینا، دا پرېکړه د طالبانو له‌خوا د امریکايي وګړو د پرله‌پسې او ناعادلانه نیونو په غبرګون کې شوې ده.

هغه زیاته کړه چې طالبان د «یرغمل نیونې ډيپلوماسۍ» له لارې هڅه کوي سیاسي امتیازات ترلاسه کړي، خو واشنګټن به د دې ډول کړنو پر وړاندې لازم اقدامات وکړي.

د دغه چارواکي په وینا، د ډونالډ ټرمپ حکومت په دې نامه طالبانو ته روښانه پیغام ورکړی چې که امریکایي وګړي ونیول شي، نو د دې اقدام پایلې به هم موجودې وي.

نوموړي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته هم اشاره وکړه چې ویلي یې و: «دا کرکجن تاکتیکونه باید پای ته ورسېږي.»

۱۷ بشرپالو سازمانونو په کابل کې د روږدو درملنې پر مرکز د پاکستان برید غندلی

۲۸ کب ۱۴۰۴ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۳۵ GMT+۰

په افغانستان کې فعالو ۱۷ بشرپالو نادولتي سازمانونو په کابل کې د روږدو د درملنې پر مرکز د پاکستان برید غندلی او له نړیوالو یې غوښتي چې د روان تاوتریخوالي په کمولو کې هڅه وکړي. دغو سازمانونو په یوه ګډه اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې د دې برید د قربانیانو شمېر ښايي نور هم لوړ شي.

په اعلامیه کې د ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو د ساتنې پر اړتیا ټینګار شوی او ویل شوي چې دا ډول ځایونه باید د ښکېلو خواوو د بریدونو هدف ونه ګرځي.

دغه بشرپالو بنسټونو له طالبانو او پاکستان څخه هم غوښتي چې خپلو نړیوالو ژمنو ته ژمن پاتې شي. دوی ټینګار کړی چې له بې‌ځایه شویو کورنیو سره د مرستې او د ټپیانو د درملنې فعالیتونو ته به دوام ورکړي.

د ډنمارک او ناروې د کډوالو شورا، د لوږې په وړاندي اقدام، کاریتاس، ورلډ ویژن، نړیوال پیوستون او د دې اعلامیې نورو لاسلیک کوونکو بنسټونو ویلي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ پر کرښه د نښتو له امله ۱۱۵ زره کسان بې‌ځایه شوي دي.

طالبانو په دغه برید کې تر ۴۰۰ ډیرو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی او یوناما د ۱۴۳ تنو د وژل کېدو پخلی کړی، خو تر اوسه د وژل شویو کسانو د کره شمېر په تړاو وروستي جزئیات نه دي خپاره شوي، ځکه د ډېرو کسانو بدنونه سوځېدلي او د تشخیص وړ نه دي.

انس حقاني: له پاکستان سره شخړه لویه ستونزه نه ده او خلک دې اندېښنه نه کوي

۲۸ کب ۱۴۰۴ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۰۷ GMT+۰

د پاکستان له‌خوا د افغانستان پر بېلابېلو ولایتونو او پلازمېنې له هوايي بریدونو وروسته، د طالبانو جګپوري غړي انس حقاني ویلي، چې «له پاکستان سره روانه شخړه لویه ستونزه نه ده او خلک دې تشویش نه کوي».

د طالبانو جګپوړي غړي انس حقاني په خوست کې د اختر لمانځه پرمهال ویلي، چې خلک دې له پاکستان سره د روان کړکېچ په اړه اندېښنه نه کوي، ځکه د هغه په وینا، «له پاکستان سره روانه شخړه لویه ستونزه نه ده».

انس حقاني له پاکستان سره د شخړې په اړه زیاته کړې:« نور ان شاالله داسې د تشویش وړ خبره نه شته، دا ان شاالله دومره لویه ستونزه نه ده، دا ولس ورسره بلد دی، په ډېره مینه همیشه باید قربانۍ ته حاضر وي. نظام ستاسو په غم کې دی».

نوموړی پر داسې مهال له پاکستان سره شخړه لویه نه ګڼي، چې د مارچ په ۱۶مه پاکستاني الوتکو په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر یوه مرکز برید وکړ او طالبانو اعلان وکړ چې په دغه برید کې ۴۰۰ روږدي کسان وژل شوي او له ۲۵۰ څخه ډېر نور ټپیان شوي دي.

په ارګ او سپېدار کې د اختر دوه لمونځونه؛ مولوي کبیر یو وار بیا د اختر لمونځ جلا ادا کړ

۲۸ کب ۱۴۰۴ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۴۴ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر یو وار بیا د اختر لمونځ جلا په سپېدار ماڼۍ کې وکړ، چې له ارګ سره شریک دېوال لري. تر نوموړي مخکې، یو شمېر نورو طالب مشرانو په ارګ کې د اختر لمونځ ادا کړی و.

د طالبانو تر واک لاندې د ارګ پاڼې د پنجشنبې په ورځ (د کب ۲۸مه) اعلان وکړ، چې د اختر لمونځ په ارګ کې د یادې ډلې د اقتصادي او اداري مرستیالانو او د ریس الوزرا د دفتر عمومي رییس په حضور کې ادا شو.

ورته مهال د طالبانو د کابینې یوشمېر غړو د یادې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او په کابل کې د بهرنیو هېوادونو ډېپلوماتانو په سپېدار ماڼۍ کې د کوچني اختر لمونځ ادا کړ. مولوي عبدالکبیر تر دې وړاندې هم څو ځلې د ارګ پر ځای په سپیدار ماڼۍ کې د اختر لمونځ ادا کړی و.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په خپلې اختریزې وینا کې ویلي، هېچا ته به اجازه ورنه‌کړل شي چې د افغانستان پر ملي حاکمیت تېری وکړي یا د هېواد په کورنیو چار کې لاسوهنه وکړي.

نوموړي د پاکستان له لوري وروستي بریدونه وغندل او ویې ویل، چې دغه کړنې د نړۍوالو او اسلامي اصولو خلاف دي. د هغه په وینا؛ جګړه د دواړو هېوادونو په ګټه نه‌ده او د پاکستان علماء او ولسونه باید اجازه ورنه‌کړي، چې د دواړه ولسونو اړیکې د بهرنیو قدرتونو د غوښتنو قرباني شي.

هغه زیاته کړه، چې افغانستان د خبرو اترو دروازې پرانستې ساتلې؛ خو د هر ډول یرغل پر وړاندې ځواب ویلو لپاره چمتو دي او دوی به د خپل هېواد له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا دفاع وکړي.