ټرمپ او پوتین د اسراییل-ایران او روسیه-اوکراین د کړکېچونو د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه

د امریکا او روسیې ولسمشرانو په یوه ټلیفوني تماس کې د اسراییل-ایران د جګړې پر ختمېدو او د روسيې-اوکراین د کړکېچ د پای ته رسېدو په اړه خبرې کړي. د امریکا د ولسمشرۍ دفتر پر اېکس پاڼې لیکلي، دغو خبرو یو ساعت دوام کړی چې ډېره برخه یې د اسراییل او ایران د جګړې پر ختمېدو وه.
د امریکا د ولسمشرۍ دفتر د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۴مه) پر اېکس پاڼې لیکلي، چې دواړو لوریو وروسته له هغې په دې اړه خبرې کړې، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د هغه د زوکړې د مبارکۍ لپاره اړیکه نیولې وه.
دوی ویلي، چې د دې یو ساعته اوږدو خبرو زياته برخه د اسراییل او ایران د جګړې پر ختمېدو وه.
دغه دفتر زياته کړې، چې پوتین د دې جګړې د ژر پای ته رسېدو هيله ښودلې.
پوتین ویلي: «زه باور لرم چې د اسراییل او ایران جګړه به ژر پای ته روسېږي.»
ټرمپ بیا له پوتین څخه غوښتي: «ستا خپله جګړه د روسیې او اوکراین جګړه هم باید ژر ختمه شي.»
د امریکا د ولسمشرۍ دفتر د معلوماتو له مخې، دواړو ولسمشرانو د روسيې او اوکراین ترمنځ د بندیانو د تباديلې په اړه هم بحث کړی او په دې اړه یو شمېر مسایل راتلونکې اوونۍ ته پرېښي دي.