پر ایران د اسراییل بریدونه؛ له باقري تر شمخاني وژل شوي جنرالان او اټومپوهان
د جمعې په سهار وختي، په تهران او د ایران په بېلابېلو سیمو کې د اسراییل هوايي بریدونو د ایران څو لوړپوړي نظامي مشران او مشهور اټومي ساینسپوهان ووژل. دا د ایران پر مشرۍ تر ټولو سخت برید بلل کېږي. په دغه مطلب کې موږ ددغسو کسانو پر رول، اغیز او تېر تم شوي یو.
د ایران دولتي او نیمهرسمي رسنیو د راپورونو له مخې، په وژل شویو کسانو کې:
لوی درستیز جنرال محمد باقري
د سپاه پاسداران عمومي قوماندان جنرال حسین سلامي
علي شمخاني
د خاتمالانبیا ستراتیژیک مرکز مشر جنرال غلامعلي رشید، شامل دي.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، اسراییلي بریدونو کې لږ تر لږه شپږ اټومي ساینسپوهان وژل شوي دي، چې نومونه یې عبدالحمید منوچهر، احمدرضا ذوالفقاري، سید امیرحسین فقهی، مطلبيزاده، محمد مهدي طهرانچي او فریدون عباسي ښودل شوي دي.
د ایران چارواکي وايي چې دا بریدونه «ترهګریز» دي او موخه یې د ایران د علمي پرمختګ مخنیوی دی.
په تهران کې د سعادتاباد، نوبنیاد، نارمک، او فرحزاد سیمې هدف وګرځېدې. په یو شمېر ودانیو کې اورلګېدنې شوې، او د پنځو کسانو مړي او تر شلو ډېر ټپیان له یوې ودانۍ را ایستل شوي دي. د اور وژنې او بیړنیو خدماتو ټیمونه لا هم د پېښو په ځای کې دي.
د ایران استخباراتي رسنۍ نور نیوز ویلي، چې د ملي امنیت پخوانی سلاکار علي شمخاني تر ټپونو وروسته مړ شوی او دا د ایران پر مشرتابه سخت ګوزار دی.
په ایلام ولایت کې هم څلور ځایونه تر برید لاندې راغلي، چې که څه هم ودانۍ ویجاړې شوې، خو د بشري تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی.
د ایران مشر، دولتي او نظامي رسنیو ویلي چې دا بریدونه به ځوابه پاتې نه شي. ټاکل شوې چې د وژل شویو لوړپوړو چارواکو د جنازې مراسم په پلازمېنه تهران کې ترسره شي.
دا پېښه د اسراییل او ایران تر منځ د پراخېدونکېجګړې نوی او خورا خطرناک پړاو ښيي.
محمد باقري: هغه جنرال چې د ایران پوځ کې یې تغییرات راوستل
د ایران ۶۶ کلن لوی درستیز محمد باقري، چې د ایران د وسلهوالو ځواکونو تر ټولو لوړ نظامي مقام و، د جمعې په سهار برید کې وژل شوی.
باقري، چې اصلي نوم یې محمد حسین افشردي و، له ۲۰۱۶م کال راهیسې تر وژل کېدو پورې د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز و. هغه د ایران د پوځ یو له هغو قوماندانانو و چې د سپاه پاسداران، اردو او پولیسو ترمنځ یې د همغږۍ یو نوی عصري سیسټم رامنځته کړ.
که څه هم نوموړی له ایران بهر ډېر پېژندل شوی نه و، خو د دغه هېواد د دفاعي ستراتیژیو، د توغندیو او ډرون پرمختګ، او سیمهییزو پوځي اړیکو د پراخولو په برخه کې یې کلیدي نقش درلود.
محمد باقري په ۱۳۳۹ هجري لمریز کال (۱۹۶۰ میلادي) د تهران په یوه مذهبي کورنۍ کې وزېږېد. کله چې د شاه حکومت نسکور شو، هغه د اسلامي انقلاب په لړۍ کې یو ځوان فعال و. په ۱۳۵۹ (۱۹۸۰) کال کې د عراق او ایران ترمنځ جګړه پیل شوه او باقري د سپاه پاسداران غړی شو.
په جګړه کې یې د عملیاتو او استخباراتو د افسر په توګه کار وکړ. د جګړې پر مهال، باقري د معلوماتو راټولولو او طرحکولو وړتیاوې وښودلې او د جبهې د استخباراتو مسوول شو. دا تجربه وروسته د هغه د مشرتابه سبک ته لاره هواره کړه: تحلیل، طرح کول او همغږي.
د پوځ جوړښت ته نوی تعریف
په ۱۳۹۵ (۲۰۱۶) کال کې، باقري د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز وټاکل شو. دا د ایران تر ټولو لوړه نظامي دنده ده چې مستقیم د دوی د رهبر تر فرمان لاندې فعالیت کوي. باقري د سپاه، اردو، او امنیتي ادارو ترمنځ د همغږۍ نوی سیستم جوړ کړ.
د هغه په مشرتابه کې، ایران د توغندیو، ډرون، او هوايي دفاع په برخو کې پانګونه زیاته کړه. نوموړي د ایران د سمندري ځواک پراختیا ته لاره هواره کړه، د «مکران» ساحلونه یې نظامي کړل او په نړیوالو اوبو کې یې د ایران حضور پراخ کړ.
د نورو نامتو قوماندانانو لکه قاسم سلیماني برعکس، باقري ډېر عام محضر ته نه راوت، خو د نظامي چارو کارپوهان هغه یو تحلیلمحوره، دقیق، او طراح مشر بولي. د هغه همغږي کوونکی سبک، ایران د یو ډسپلین لرونکي نظامي ځواک په لور سوق کړ.
محمد باقري د جون په ۱۳ مه، ۲۰۲۵م، د اسراییلي برید پر مهال په تهران کې ووژل شو. په همدې برید کې یو شمېر نور لوړپوړي نظامي او اټومي چارواکي هم وژل شوي دي.
سیاري د سمندري ځواک د قوماندان په توګه له۱۳۸۶ کال څخه تر ۱۳۹۶ کال پورې د یوې لسیزې په اوږدو کې دنده ترسره کړې. د هغه په دوره کې، یاد ځواک په عدن خلیج، سره سمندر او نړیوالو اوبو کې څو مهم عملیات ترسره کړل. دا عملیات د ایران ملي ګټو ساتلو لپاره د سمندري غلا او نورو نړیوالو ګواښونو پر وړاندې ترسره شول.
تر سمندري ځواک وړاندې هغه د جنوب قرارګاه قوماندان و، چې په خلیج فارس او د عمان په سمندر کې د سمندري عملیاتو او تمریناتو مسوول و.
سیاري د نظامي او ستراتیژیکو علومو په برخو کې لوړې زده کړې لري او په کور دننه او بهر کې یې مختلف پوځي کورسونه بشپړ کړي دي. هغه د پوځي موضوعاتو په اړه د مقالې لیکونکی او ویناوال هم دی.
له زندان تر نظامي قومانداني، غلام علي رشید څوک و؟
غلامعلي رشید، د ایران د وسلهوالو ځواکونو د لوړې کچې عملیاتو مسوول او یو له هغو کسانو څخه و چې د نظامي پالیسۍ او ستراتیژۍ په ډګر کې یې ژور اغېزه درلوده.
رشید د « مرکزي خاتمالانبیا قرارګاه» قوماندان و، دغه بنسټ د ایران د وسلهوالو ځواکونو (سپاه پاسداران او اردو دواړو) پر ټولو ستراتیژیکو عملیاتو، جګړهییز پلان جوړونه او همغږۍ نظارت کوي. له ۲۰۱۶ میلادي کال راهیسې یې دا مقام درلود.
د ایراني رسنیو د معلوماتو له مخې، رشید په ۱۳۳۲ لمریز کال (۱۹۵۳ میلادي) د خوزستان ولایت د دزفول ښار اوسېدونکی و. هغه د ایران د شاه د حکومت پر ضد له ځوانۍ سیاسي فعالیتونه پیل کړي وو. په ۱۳۵۰ کې ونیول شو او د یوې اسلامپالې سیاسي ډلې «منصورون» د غړیتوب له امله بندي شو. دا هغه وخت و چې نوموړی له محسن رضایي او علي شمخاني سره، چې وروسته د سپاه پاسداران د لوړپوړو قوماندانانو په توګه مشهور شول، اشنا شو.
د ۱۳۵۷ انقلاب وروسته، رشید د سپاه د دزفول څانګې د استخباراتو او عملیاتو مرستیال وټاکل شو او ډېر ژر یې په نظامي جوړښت کې لوړ مقامونه ونیول.
د جګړې کلونه
د ۱۳۵۹–۱۳۶۷ کلونو ترمنځ د ایران او عراق جګړه کې، رشید په ګڼو عملیاتو کې مهم نقش درلود. نوموړي د نظامي ستراتیژۍ د طراح په توګه ځان ثابت کړ او د جګړې د وروستیو کلونو لپاره د سپاه د ګډو ځواکونو د عملیاتو مرستیال شو.
په ۱۳۶۲ کې د خیبر عملیاتو پر مهال، د سپاه او اردو ترمنځ د همغږۍ لپاره « مرکزي خاتمالانبیا» قرارګاه جوړه شوه. رشید له هغه وخته د دې جوړښت یوه مرکزي څېره پاتې شوه.
رشید د جګړې له پای وروسته، د سپاه او د وسلهوالو ځواکونو په عمومي درستیزوالي کې څو لوړپوړي مقامونه درلودل، چې پکې دا مهمې دندې شاملې وې:
د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي عمومي قوماندان، ۱۳۹۸–۱۴۰۴
د ایران مشر د هغه له وژل کېدو سملاسي وروسته احمد وحیدي د هغه ځایناستی ټاکلی دی.
احمد وحیدی څوک دی؟
احمد وحیدي، چې اصلي نوم یې احمد شاهچراغي دی، په ۱۳۳۷ کال کې په شیراز کې زېږېدلی دی. هغه خپل لیسانس د الکترونیک په رشته کې ترلاسه کړی او ماسټري یې په صنایع کې ده، همدارنګه د ستراتیژیکو علومو دکتورا لري. وحیدي د سپاه قدس لومړنی قوماندان و او د مجمع تشخیص مصلحت نظام ریښتینی غړی دی.
وحیدي په ۱۳۵۹ کال کې د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي غړی شو او د ایران او عراق په جګړه کې د سپاه د لوړپوړو قوماندانانو له ډلې څخه ګڼل کېږي.
وحیدی په اطلاعاتو وزارت کې مهم رول درلود او د سپاه پاسداران د لوړپوړو مدیرانو له جملې دی. هغه د سپاه قدس قوماندان و له ۱۳۶۷ تر ۱۳۷۶ کالونو پورې، چې د دې سازمان لومړی قوماندان و، هغه د علي شمخاني تر امیرالبحرۍ لاندې په دفاع وزارت کې د طرحو او برنامو مرستیال و، او د سردار نجار په دوره کې چې د دولت نهم دفاع وزیر و، وحیدۍ د هغه ځای ناستی وټاکل شو.
سردار احمد وحیدي د محمود احمدينژاد د حکومت په دولت کې د وسلهوالو ځواکونو استازی و چې د ایران د پنځه کلن پرمختیايي پلان په جوړولو کې یې برخه درلوده. په ۱۳۸۸ کال کې په لسم حکومت کې د دفاع او ملاتړ وزیر و، چې د پارلمان له خوا ورته د باور رایه ورکړل شوه.
همدارنګه، هغه د مجمع تشخیص مصلحت نظام د سیاسي، دفاعي او امنیتي کمېسیون مشر و.
علی شمخانی څوک و؟
علی شمخاني د ایران د اسلامي جمهوریت له جوړېدو راهیسې یوه مهمه نظامي او امنیتي څېره وه؛ له سمندري ځواک او جګړې له قوماندانۍ څخه نیولې تر ستراتیژيک او دیپلوماټي رول پورې چې په ګڼو حساسو تاریخي پېښو او مهمو پریکړو کې یې لاس درلود. هغه سړی چې ویل یې: «ټول هویت مې له دې انقلاب څخه دی او اوس هم ځان د انقلاب یو عسکر ګڼم»، خو داسې ښکاريده چې تل یې غوښتل له یوې ساده عسکرۍ نه لوړ مقام ولري.
علی شمخاني لوړپوړی دیپلوماټ او د ایران د عالي امنیت شورا پخوانی مشر و.
د تابناک اژانس د رپوټ له مخې، علي شمخاني په یوه مرکه کې ویلي و، چې «زه د انقلاب زوی یم» او بیا یې دعوه وکړه چې د ایران د اتومي پروګرام ټولې چارې یې په لاس کې دي. له همدې امله د اسراییل تر رادار لاندې و.
په دې مرکه کې چې له «نور نیوز» سره شوې وه، هغه وویل: «نه مې احمدينژاد ته رایه ورکړه، نه رئیسي ته، نه روحاني ته؛ هېڅکله. خو ما پزشکيان ته رایه ورکړه».
علی شمخاني؛ له منصورون ډلې تر سپاه پاسداران
شمخاني په ۱۳۳۴ کې په اهواز کې زېږېدلی دی. کله چې ۱۶ کلن و، د شاهنشاهي پر ضد د فعالیت له کبله ونیول شو. کله چې ۲۰ کلن و، د محسن رضايي، غلامعلي رشید، محمدباقر ذوالقدر، محمد جهانآرا، اسماعیل دقایقي او نورو سره د ۱۳۵۴ کال په لومړیو کې «منصورون» وسله واله ډله جوړه کړه. د ایران له انقلاب وروسته، شمخاني د سپاه پاسداران له بنسټګرو و.
رسول جعفریان په خپل کتاب «جریانها و سازمانهای سیاسی- مذهبی ایران» کې وايي چې د منصورون ډلې اصلي بنسټ په ۱۳۵۰ کې په خوزستان کې کېښودل شو او په ۱۳۵۴ کال کې د علی شمخاني او محسن رضايي په ګډون رسماً جوړ شو، نو شمخاني یې له لومړیو غړو څخه دی.
شمخاني د سپاه پاسداران له بنسټګرو څخه و او د ایران او عراق په جګړه کې د سپاه لوړپوړی قوماندان و.
د جګړې په پیل کې د سپاه خوزستان قوماندان و، له ۱۳۶۰ تر ۱۳۶۸ کلونو پورې د سپاه مرستیال او د ځمکني ځواکونو قوماندان و. هغه د اطلاعاتو او عملیاتو مرستیالیتوب هم درلود.
نږدې یو کال وروسته، د میرحسین موسوي په حکومت کې د سپاه پاسداران وزیر شو، ترڅو چې وزارت له دفاع وزارت سره یوځای شو. شمخاني له دې وروسته د پوځ قوماندان و، له ۱۳۶۸ تر ۱۳۷۶ پورې. په ۱۳۷۸ کال کې د «دریابان» رتبې ته لوړ شو (چې د سرلشکر سره برابره ده) او درې د فتح مډالونه یې ترلاسه کړل.
د دریو «فتح» میډالونو خاوند و چې د ایران د رهبر له لوري ورکړل شوي دي.
په ۱۳۸۸ کال کې د ایران د عالي امنیت شورا منشي شو.
په ټوله کې د اسراییل بریدونه، چې تلل ابیب وايي ښايي وغځیږي، د ایران لپاره خورا مرګوني ثابت شوي او د پوځي مشرتابه له لاسه ورکول د تهران لپاره اسانه او زر جبرانوونکي نه ښکاري. سره له دې چې تهران نوي ځایناستي ټاکلي، خو دا پېښې د ایران د پوځ او ځواکونو پر عمومي روحیه بې اغیزې نه دي.