د تهران ختیځ کې چاودنې؛ اسراییل په ایران هوايي بریدونه کړي

د ایران پلازمېنې تهران په شمال ختیځ کې د چاودنو راپورونه ورکړل شوي دي، چې د ایران دولتي خبري اژانس نور نیوز لخوا تایید شوي دي.

د ایران پلازمېنې تهران په شمال ختیځ کې د چاودنو راپورونه ورکړل شوي دي، چې د ایران دولتي خبري اژانس نور نیوز لخوا تایید شوي دي.
چې د اکسوس خبري اژانس د دوه بې نومه سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د اسراییل هوایي ځواک د ایران په ځینو برخو کې بریدونه ترسره کړي دي.
اسراییل پوځ تراوسه پورې د دې بریدونو په اړه رسمي تایید نه دی کړی.
د دې پېښې په اړه نور معلومات ژر تر ژره وړاندې کیږي.

د افغانستان د ښځو د مدنې ټولنو او بشرې حقونو د بنسټونو غړې په ایران کې د افغانې کډوالې کبرا رضايي وژنه غندلې او د عدالت غوښتنه یې کړې. افغانې فعالانې دا پېښه «جنایت» ګڼلی او د عاملینو پر محکمه کېدو يې ټينګار کړی.
د افغانستان د ښځو فعالانو، د مدنې ټولنو او بشري حقونو د بنسټونو غړو د پنجشنبه په ورځ (د غبرګولي ۲۲مه) په یوه ګډ لیک کې په ایران کې د افغانې کډوالې کبرا رضايي وژنه غندلې ده.
دوې د پيښې د څېړونو او د عاملینو د محاکمه کېدو غوښتنه کړې.
ښځينه فعالانو زياته کړې: «دا پيښه په شدید ډول غندو، د کبرا لپاره عدالت غواړو.»
خبريالې او د ښځو د حقونو فعالې یاسمین نبي زاده د ایران حکومت څخه غوښتي، چې د افغان کډوالو سره دي تاوتریخوالي بند کړي.
هغې زیاته کړې: «د کبرا رضایي بې رحمانه وژنه د توجه وړ نده، د ایران حکومت باید ددغه پېښې عاملینو سره قانوني برخورد وکړي او تر څنګ یې ایران باید له افغان کډوالو سره تاوتریخوالی بند کړي، افغانانو سره تاوتریخوالی او له دغه هېواده په زوره شړل به یو بل ناورین رامنځته کړي.»
افغانو ښځينه فعالانو د افغان مېرمنو پر ملاتړ هم ټينګار کړی.
دوی له نړيوالو بنسټونو، د بشري حقونو له سازمانونو او نړېوالې ټولنې غوښتي، چې «د افغان ښځو سره اوږه پر اوږه ودرېږي او ملاتړ یې وکړي.»
ښځينه فعالانو د کبرا رضايي په ملاتړ یو شمېر شعارونه د هشټګ سره نشر کړي.
د دوی په خبره: «دوی کبرا ځکه ووژله، چې هغه یوه ښځه او یوه کډواله وه!»
دوی لیکلي: «کبرا یو فریاد دی، موږ به غلي پاتې نه شو!»، په یو بل شعار کې بیا وايي: «د کوبرا درد د یو ملت درد دی!».
دوی دا هم ویلي، چې «کبرا ورکه شوه، مګر فریاد يې پاتې دي.»
پرون ایراني رسنيو راپور ورکړ، چې د يوې افغانې کډوالې نجلۍ کبرا رضايي د جسد پاتې شونې د تهران په پاکدشت ولسوالۍ کې د یوه ۳۲ کلن ایراني وګړي په کور کې وموندل شول.
په راپور کې ویل شوي، چې تورن کس د یادې نجلۍ جسد ټوټه ټوټه کړی او د تېزابو په ذریعه یې له منځه وړی.
تر پيښې وروسته په ایران کې د طالبانو سفارت په تهران کې د یوې افغانې کډوالې کبرا رضايي، د وژنې پېښې په تړاو غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې دغه پېښه به په جدي توګه تعقیب کړي.
یاد سفارت له ایران څخه غوښتي چې د دې پېښې عامل دې پرته له دې چې کوم تابعیت لري، ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپاري.

پاکستان او متحده عربي اماراتو پرېکړه کړې، چې سیمه ييزې سولې او ګډو موخو د پوره کولو لپاره به نږدې همغږي ساتي او ګډ کار به کوي. د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د متحده عربي اماراتو له امیر شېخ محمد بن زاید النهیان سره به ابوظهبۍ کې ليدلي او د اړیکو پر پیاوړتیا یې خبرې کړي دي.
پاکستاني رسنیو د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۲مه) ویلي، چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د متحده عربي اماراتو مشر شېخ محمد بن زاید النهیان د دوه اړخيزو همکاريو، سوداګريزو اړیکو او پانګونې د پراختيا، سيمه ييزو او نړیوالو مهمو مسایلو په اړه خبرې کړي دي.
د راپورونو له مخي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوريو په مهمو برخو کې د خپلمنځي همکاريو د لا پياوړتيا ژمنه کړې.
شهباز شریف د پاکستان او هند ترمنځ د تاوتريخوالي په کمولو کې د متحده عربي اماراتو د هڅو مننه کړې.
د پاکستان لومړي وزیر په سیمه کې د سولې او ثبات د پرمختګ په برخه کې د متحده عربي اماراتو رول ستایلی.
شریف، محمد بن زاید النهیان ته پاکستان ته د سفر بلنه ورکړې.
د پاکستان لومړی وزیر نن د یوه پلاوي په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته سفر کړی.
له نوموړي سره د هغه مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، د پوځ مشر عاصیم منير، د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي، د اطلاعاتو وزیر عطاء الله تارړ او یو شمېر نور چارواکي هم وو.

د امریکا د سمندري ځواکونو یوه پخواني سرتېري خبرداری ورکړی چې د افغانانو لپاره د لنډمهالي خونديتوب پروګرام یا ټيپياېس له پای ته رسېدو سره، ښايي د امریکايي ځواکونو د ګڼ شمېر پخوانیو افغان همکارانوژوند له ګواښ سره مخ شي.
د امریکایۍ رسنۍ اېبيسي ۱۳ د راپور پر بنسټ، د شمالي کارولینا ایالت اوسېدونکی، انځورګر او پخوانی امریکایی سرتېری سکیپ رُهدي وايي: «ډېری دا کسان که بېرته افغانستان ته واستول شي، ښايي خپل ژوند له لاسه ورکړي. دا یوه ظالمانه پالیسي ده.»
د امریکا د کورني امنیت وزارت اعلان کړی چې د افغانستان لپاره د لنډمهالي خوندیتوب پروګرام یاټيپياېس موده به د ۲۰۲۵ کال د جولای پر۱۴مه پای ته رسېږي. د دغه وزارت په وینا، د افغانستان امنیتي او اقتصادي شرایط ښه شوي او نور د دغه پروګرام د دوام وړ نه ګڼل کېږي.دا پرېکړه د زرګونو هغو افغانانو چې په متحدهایالاتونو کې ژوند کوي، د ایستلو له ګواښ سره مخ کړي دي.
رُهدي ویلي چې د بشیر په نوم یو پخوانی همکار یې په افغانستان بند پاتې او هغه تر اوسه ونه شو کړای چې د کډوالۍځانګړې وېزه یا اېسای وي ترلاسه کړي. نوموړي زیاته کړه: «موږ هڅه وکړه چې وېزه ورته واخلو، خو نه پوهېږو چې ولې بریالي نه شوو.»
د کورني امنیت وزارت همداراز ویلي چې په امریکا کې د ټيپياېس ځيني لرونکي کسان د درغلۍ او د عامه امنیت د ګواښ په تور تر څېړنو لاندې دي او د دغه پروګرام پای ته رسېدل د متحدهایالتونو له ملي ګټو سره سم اقدام دی.
د امریکا د سمندري ځواکونو پخواني سرتېري د اندېښنې په څرګندولو سره زیاته کړې چې د یوه پخواني همکار کورنۍچې له امریکايي ځانګړو ځواکونو سره یې د جګړې په ډګرونوکې برخه اخیستې، ښايي د ایستلو له ګواښ سره مخ وي.

د افغانستان له هوایي ډګره د امریکايي ځواکونو د وتلو انځورونه لا هم د ډېرو خلکو په ذهن کې پاتې دي، خو دا ځل، د کلېفورنیا والي ګوین نیوسم په لاس انجلس کې د سرتېرو انځورونه د اوسني وضعیت د ښودلو لپاره خپاره کړل، چې وروسته د مصنوعي ځیرکتیا په تېروتنه د افغانستان له پېښو سره وتړل.
څېړنې ښيي، دا تازه انځورونه له اوسنۍ استوګنې سره تړلي دي، نه له زاړه جنګ سره.
د کلېفورنیا والي ګوین نیوسم دا اوونۍ یو شمېر انځورونه خپاره کړل چې ښيي د ملي ګارد او سمندري ځواکونو سرتېري د خوب له مناسبو اسانتیاوو پرته پر فرش ویده دي. نوموړي دا انځورونه د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په خطاب کې خپاره کړل او ویې ویل:"تاسو خپل سرتېري بې له تېلو، اوبو، خوړو او د خوب له ځایه راولېږل... دلته وګورئ، دوی څرنګه مجبوره دي چې پر فرش یو بل ته نژدې ویده شي."
د دې انځورونو تر خپرېدو وروسته، پر ټولنیزه رسنۍ "ایکس" یو شمېر کسانو ادعا وکړه چې دا انځورونه د ۲۰۲۱ کال د افغانستان په هوایي ډګر کې اخیستل شوي، هغه مهال چې د بایډن ادارې له کابل څخه امریکایي ځواکونه ایستل.
یوه کاروونکي ادعا وکړه چې دا انځورونه د کابل د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر دي. بله کس دا تور پورې کړ چې نیوسم غواړي د ټرمپ پر ضد سیاست وکړي، خو د بایډن د ناکامۍ تړلي انځورونه ورسره خپروي.
خو د دا ډول ادعاوو شالید ته چې وکتل شي، دا تورونه د مصنوعي ځیرکتیا چټباټونو له ناسمو ځوابونو سرچینه اخلي. د مثال په ډول، ځینې کسانو د چټجیپيټي (ChatGPT) او ګروک (Grok) چټباټونو نه د انځورونو په اړه پوښتنه کړې، او هغوی ځینې ناسم تحلیلونه ورکړي چې خلکو ته دا انځورونه زاړه ښکاره شوي دي.
خو د سانفرانسیسکو کرانیکل ورځپاڼې د راپور له مخې، دا انځورونه همدا اوس، د جون په نهمه، د کلیفورنیا په مرکز کې اخیستل شوي، او ورځپاڼې د یوې باوري سرچینې له قوله ویلي چې هلته مېشتو سرتېرو ته د خوب مناسب ځای نه و برابر شوی. دا سرچینه وایي چې انځورونه ښايي د حکومت د کومې ودانۍ په تل خونه کې اخیستل شوي وي.
پر دې سربېره، د انځورونو د کرهوالي لپاره د معکوس انځور لټون کارول شوی، او هېڅ داسې شواهد نه دي موندل شوي چې دا عکسونه د ۲۰۲۱ کال د افغانستان له پېښې سره تړاو ولري.
هغه کاروونکی چې دا ادعا یې کړې وه، وروسته پخپله ومنله چې معلومات یې د چټجیپيټي له ځواب، انځور پلټنې او د کرانیکل له راپور نه اخیستي و، او ویې ویل:"زه نه وم خبر چې دا به دومره غبرګونونه راپاروي. اوس یقیني شوه چې دا انځورونه له افغانستانه نه دي."
د ټولنیزې شبکې چټباټ "ګروک" هم د انځورونو لاندې ناسم مالومات ورکړي او دا انځورونه د افغانستان له پېښو سره یې تړلي بللي.
تر اوسه هېڅ کره ثبوت نشته چې دا انځورونه زاړه وي یا له افغانستان سره تړاو ولري. دا یو له هغو پېښو څخه ده چې چټباټونه "خیالي معلومات" وړاندې کوي – یعنې داسې ځوابونه ورکوي چې حقیقت نه لري.
د رسنیو ارزونې سازمان "پولیټيفکت" دا ادعا ناسمه ګڼلې او ورتهیې د "دروغو له لمبو سره" درجه ورکړې ده.

یو غمجن سفر، چې د نوي ژوند پیل و، په دردناکه پای بدل شو. د راجستان یوه پنځه کسیزه کورنۍ، چې لندن ته روانه وه، د هندوستان په احمداباد ایالت کې د الوتکې د سقوط له امله یې ژوند له لاسه ورکړ.
ډاکټره کومي ویاس، چې په اودېپور کې یې روغتیایي دنده ترسره کوله، خپله دنده یې پای ته ورسوله څو له خپل خاوند، ډاکټر پرتیک جوشي، سره لندن کې یو نوی ژوند پیل کړي. د دوی درې ماشومان، دوه غبرګونه زامن او یوه لور، هم ورسره وو.
د سفر له پیل مخکې، ډاکټر جوشي یوه سیلفي اخیستې، چې ټول یې پکې موسکي وو؛ خو دا موسکا یوازې څو شېبې وروسته د اور په لمبو کې ورکه شوه.
کومي او پرتیک دواړه پخوا د یو روغتون همکاران وو. پرتیک دوه ورځې وړاندې له لندن څخه راغلی و، څو خپله کورنۍ له ځان سره یوسي. هغوی پرون احمداباد ته وخوځېدل خو الوتکې یې یوازې ۳۲ ثانیې الوتنه وکړه.
اوس د دې کورنۍ وروستۍ مسکا د یوې سیلفي په بڼه پاتې ده، یوه داسې انځور چې تر اوږدې مودې به د دې غمیزې ژوندی یاد وي.
