• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان او امارت د سيمه ييزې سولې لپاره د ګډ کار او نږدې همکارۍ ژمنه وکړه

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۳ جون ۲۰۲۵، ۰۰:۱۴ GMT+۱

پاکستان او متحده عربي اماراتو پرېکړه کړې، چې سیمه ييزې سولې او ګډو موخو د پوره کولو لپاره به نږدې همغږي ساتي او ګډ کار به کوي. د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د متحده عربي اماراتو له امیر شېخ محمد بن زاید النهیان سره به ابوظهبۍ کې ليدلي او د اړیکو پر پیاوړتیا یې خبرې کړي دي.

پاکستاني رسنیو د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۲مه) ویلي، چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د متحده عربي اماراتو مشر شېخ محمد بن زاید النهیان د دوه اړخيزو همکاريو، سوداګريزو اړیکو او پانګونې د پراختيا، سيمه ييزو او نړیوالو مهمو مسایلو په اړه خبرې کړي دي.

د راپورونو له مخي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوريو په مهمو برخو کې د خپلمنځي همکاريو د لا پياوړتيا ژمنه کړې.

شهباز شریف د پاکستان او هند ترمنځ د تاوتريخوالي په کمولو کې د متحده عربي اماراتو د هڅو مننه کړې.

د پاکستان لومړي وزیر په سیمه کې د سولې او ثبات د پرمختګ په برخه کې د متحده عربي اماراتو رول ستایلی.

شریف، محمد بن زاید النهیان ته پاکستان ته د سفر بلنه ورکړې.

د پاکستان لومړی وزیر نن د یوه پلاوي په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته سفر کړی.

له نوموړي سره د هغه مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، د پوځ مشر عاصیم منير، د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي، د اطلاعاتو وزیر عطاء الله تارړ او یو شمېر نور چارواکي هم وو.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

پخوانی امریکایی سرتېری: زمونږ ډېری پخواني افغان همکاران د مرګ له ګواښ سره مخ دي

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۲۳:۴۸ GMT+۱

د امریکا د سمندري ځواکونو یوه پخواني سرتېري خبرداری ورکړی چې د افغانانو لپاره د لنډمهالي خونديتوب پروګرام یا ټي‌پي‌اېس له پای ته رسېدو سره، ښايي د امریکايي ځواکونو د ګڼ شمېر پخوانیو افغان همکارانوژوند له ګواښ سره مخ شي.

د امریکایۍ رسنۍ اې‌بي‌سي ۱۳ د راپور پر بنسټ، د شمالي کارولینا ایالت اوسېدونکی، انځورګر او پخوانی امریکایی سرتېری سکیپ رُهدي وايي: «ډېری دا کسان که بېرته افغانستان ته واستول شي، ښايي خپل ژوند له لاسه ورکړي. دا یوه ظالمانه پالیسي ده.»

د امریکا د کورني امنیت وزارت اعلان کړی چې د افغانستان لپاره د لنډمهالي خوندیتوب پروګرام یاټي‌پي‌اېس موده به د ۲۰۲۵ کال د جولای پر۱۴مه پای ته رسېږي. د دغه وزارت په وینا، د افغانستان امنیتي او اقتصادي شرایط ښه شوي او نور د دغه پروګرام د دوام وړ نه ګڼل کېږي.دا پرېکړه د زرګونو هغو افغانانو چې په متحده‌ایالاتونو کې ژوند کوي، د ایستلو له ګواښ سره مخ کړي دي.

رُهدي ویلي چې د بشیر په نوم یو پخوانی همکار یې په افغانستان بند پاتې او هغه تر اوسه ونه شو کړای چې د کډوالۍځانګړې وېزه یا اېس‌ای وي ترلاسه کړي. نوموړي زیاته کړه: «موږ هڅه وکړه چې وېزه ورته واخلو، خو نه پوهېږو چې ولې بریالي نه شوو.»

د کورني امنیت وزارت همداراز ویلي چې په امریکا کې د ټي‌پي‌اېس ځيني لرونکي کسان د درغلۍ او د عامه امنیت د ګواښ په تور تر څېړنو لاندې دي او د دغه پروګرام پای ته رسېدل د متحده‌ایالتونو له ملي ګټو سره سم اقدام دی.

د امریکا د سمندري ځواکونو پخواني سرتېري د اندېښنې په څرګندولو سره زیاته کړې چې د یوه پخواني همکار کورنۍچې له امریکايي ځانګړو ځواکونو سره یې د جګړې په ډګرونوکې برخه اخیستې، ښايي د ایستلو له ګواښ سره مخ وي.

د افغانستان له جګړې تر لاس‌انجلسه؛ د نیوسم له انځورونو د چټ‌باټونو ناسم تعبیر

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۲۳:۲۵ GMT+۱

د افغانستان له هوایي ډګره د امریکايي ځواکونو د وتلو انځورونه لا هم د ډېرو خلکو په ذهن کې پاتې دي، خو دا ځل، د کلېفورنیا والي ګوین نیوسم په لاس انجلس کې د سرتېرو انځورونه د اوسني وضعیت د ښودلو لپاره خپاره کړل، چې وروسته د مصنوعي ځیرکتیا په تېروتنه د افغانستان له پېښو سره وتړل.

څېړنې ښيي، دا تازه انځورونه له اوسنۍ استوګنې سره تړلي دي، نه له زاړه جنګ سره.

د کلېفورنیا والي ګوین نیوسم دا اوونۍ یو شمېر انځورونه خپاره کړل چې ښيي د ملي ګارد او سمندري ځواکونو سرتېري د خوب له مناسبو اسانتیاوو پرته پر فرش ویده دي. نوموړي دا انځورونه د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په خطاب کې خپاره کړل او ویې ویل:"تاسو خپل سرتېري بې له تېلو، اوبو، خوړو او د خوب له ځایه راولېږل... دلته وګورئ، دوی څرنګه مجبوره دي چې پر فرش یو بل ته نژدې ویده شي."

د دې انځورونو تر خپرېدو وروسته، پر ټولنیزه رسنۍ "ایکس" یو شمېر کسانو ادعا وکړه چې دا انځورونه د ۲۰۲۱ کال د افغانستان په هوایي ډګر کې اخیستل شوي، هغه مهال چې د بایډن ادارې له کابل څخه امریکایي ځواکونه ایستل.

یوه کاروونکي ادعا وکړه چې دا انځورونه د کابل د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر دي. بله کس دا تور پورې کړ چې نیوسم غواړي د ټرمپ پر ضد سیاست وکړي، خو د بایډن د ناکامۍ تړلي انځورونه ورسره خپروي.

خو د دا ډول ادعاوو شالید ته چې وکتل شي، دا تورونه د مصنوعي ځیرکتیا چټ‌باټونو له ناسمو ځوابونو سرچینه اخلي. د مثال په ډول، ځینې کسانو د چټ‌جی‌پي‌ټي (ChatGPT) او ګروک (Grok) چټ‌باټونو نه د انځورونو په اړه پوښتنه کړې، او هغوی ځینې ناسم تحلیلونه ورکړي چې خلکو ته دا انځورونه زاړه ښکاره شوي دي.

خو د سانفرانسیسکو کرانیکل ورځپاڼې د راپور له مخې، دا انځورونه همدا اوس، د جون په نهمه، د کلیفورنیا په مرکز کې اخیستل شوي، او ورځپاڼې د یوې باوري سرچینې له قوله ویلي چې هلته مېشتو سرتېرو ته د خوب مناسب ځای نه و برابر شوی. دا سرچینه وایي چې انځورونه ښايي د حکومت د کومې ودانۍ په تل خونه کې اخیستل شوي وي.

پر دې سربېره، د انځورونو د کره‌والي لپاره د معکوس انځور لټون کارول شوی، او هېڅ داسې شواهد نه دي موندل شوي چې دا عکسونه د ۲۰۲۱ کال د افغانستان له پېښې سره تړاو ولري.

هغه کاروونکی چې دا ادعا یې کړې وه، وروسته پخپله ومنله چې معلومات یې د چټ‌جی‌پي‌ټي له ځواب، انځور پلټنې او د کرانیکل له راپور نه اخیستي و، او ویې ویل:"زه نه وم خبر چې دا به دومره غبرګونونه راپاروي. اوس یقیني شوه چې دا انځورونه له افغانستانه نه دي."

د ټولنیزې شبکې چټ‌باټ "ګروک" هم د انځورونو لاندې ناسم مالومات ورکړي او دا انځورونه د افغانستان له پېښو سره یې تړلي بللي.

تر اوسه هېڅ کره ثبوت نشته چې دا انځورونه زاړه وي یا له افغانستان سره تړاو ولري. دا یو له هغو پېښو څخه ده چې چټ‌باټونه "خیالي معلومات" وړاندې کوي – یعنې داسې ځوابونه ورکوي چې حقیقت نه لري.

د رسنیو ارزونې سازمان "پولیټي‌فکت" دا ادعا ناسمه ګڼلې او ورته‌یې د "دروغو له لمبو سره" درجه ورکړې ده.

پاکستاني پولیس: په بلاکوټ کې مو دوه افغان وګړي د یو ماشوم د اختطاف پر مهال وژلي دي

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۲۲:۳۰ GMT+۱

د پاکستان ډان ورځپانې په یو خبر کې ویلي، چې د بالاکوټ پولیسو د ډومګلا په سیمه د عملیاتو پر مهال دوه افغان تښتونکي وژلي او دوه نیم کلن ماشوم یې د هغوی له منګلو ژغورلی دی. پولیسو ویلي، تر دې وړاندې د کوهستان کالونۍ یوې کورنۍ خبر ورکړی وو، چې د هغوی ماشوم زوی محمدصلاح ورک شوی دی.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د پنجشنبه په ورځ (د غبرګولي ۲۲مه) په یوه خبر کې ویلي، چې پولیسو د جون میاشتي په ۱۰مه د تښتول شوي ماشوم کورنۍ د محاصرې سيمې ته غوښتې او وروسته یې عملیات پيل کړي.

په خبر کې ویل شوي، چې تښتونکو د پولیسو سره مقاومت کړی او دوه افغان تښتونکي وژل شوي دي.

دوی وژل شوي تښتونکي ارمان جان او فهیم خان معرفي کړی دي.

پولیسو ویلي، چې تر عملیاتو وروسته یې په سیمه کې یې له دغه اختطاف کوونکو وسلې هم ترلاسه کړي دي.

د خبر د معلوماتو له مخي، چې تښتول شوی ماشوم تر عملیاتو وروسته خپلې کورنۍ ته تسلیم شوی.

د هیلو پر لور وروستی سفر؛ یوه مسکا، یوه شېبه او تلپاتې جدایي

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۲۱:۱۲ GMT+۱

یو غمجن سفر، چې د نوي ژوند پیل و، په دردناکه پای بدل شو. د راجستان یوه پنځه کسیزه کورنۍ، چې لندن ته روانه وه، د هندوستان په احمداباد ایالت کې د الوتکې د سقوط له امله یې ژوند له لاسه ورکړ.

ډاکټره کومي ویاس، چې په اودېپور کې یې روغتیایي دنده ترسره کوله، خپله دنده یې پای ته ورسوله څو له خپل خاوند، ډاکټر پرتیک جوشي، سره لندن کې یو نوی ژوند پیل کړي. د دوی درې ماشومان، دوه غبرګونه زامن او یوه لور، هم ورسره وو.

د سفر له پیل مخکې، ډاکټر جوشي یوه سیلفي اخیستې، چې ټول یې پکې موسکي وو؛ خو دا موسکا یوازې څو شېبې وروسته د اور په لمبو کې ورکه شوه.

کومي او پرتیک دواړه پخوا د یو روغتون همکاران وو. پرتیک دوه ورځې وړاندې له لندن څخه راغلی و، څو خپله کورنۍ له ځان سره یوسي. هغوی پرون احمداباد ته وخوځېدل خو الوتکې یې یوازې ۳۲ ثانیې الوتنه وکړه.

اوس د دې کورنۍ وروستۍ مسکا د یوې سیلفي په بڼه پاتې ده، یوه داسې انځور چې تر اوږدې مودې به د دې غمیزې ژوندی یاد وي.

له مور څخه بېل د زړه په ناروغۍ اخته ۴۰ ورځنی افغان ماشوم د حیات اباد په روغتون کې بستر شوی

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۲۰:۲۱ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې له تېرې يوې اونۍ څخه ۴۰ ورځنۍ په زړه ناروغ افغان ماشوم د حیات اباد په روغتون کې له سخت حالت سره مخ دی. د ماشوم کورنۍ ته د اسنادو د نه درلودلو له کبله پر تورخم اجازه نه ورکول کېده او ماشوم یې د تداوی لپاره یو نابلده کس ته ورکړی.

سرچینو د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو خبریال جواد شينواري ته د پنجشنبه په ورځ ویلي، چې د اسنادو د نه درلودلو له کبله د ماشوم کورنۍ ته پر تورخم اجازه نه ورکول کېده، چې پاکستان ته د زوی د تداوی لپاره ولاړ شي.

ماشوم له تېرو ۷ ورځو څخه په دغه روغتون کې تر تداوی لاندي دی.

ډاکټران وايي د ماشوم روغتيايي حالت سم نه دی: «ماشوم دا مهال له شدیدو تکلیفونو شاک او کمزورۍ سره مخ دی. د ډېر ژړا او درده یې غږ غلی شوی.»

روغتياپلانو ویلي: «ماشوم ته د خپلې مور حضور او مینه ‌ناک احساساتي ملاتړ خورا ضروري دی چې کولی شي د هغه د روغېدو پروسه چټکه کړي.»

سرچینو دا هم ویلي، چې د ماشوم مور ټوله ورځ د تورخم دروازې ته «وږې، تږې او ستړې» د خپل ماشوم د لیدو په تمه ناسته ده.

سرچینو ویلي، چې ځايي پاکستاني چارواکو په روغتون کې د ماشوم تر ليدنې وروسته هڅه کوي د هغه کورنۍ ته پر تورخم د تګ اجازه ورکړي.

په تورخم ډېری کورنۍ غوښتنه کوي، چې دواړه لوري دي د ناروغۍ پر مهال خلکو ته تګ راتګ اسانه کړي.