• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هیلو پر لور وروستی سفر؛ یوه مسکا، یوه شېبه او تلپاتې جدایي

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۲۱:۱۲ GMT+۱

یو غمجن سفر، چې د نوي ژوند پیل و، په دردناکه پای بدل شو. د راجستان یوه پنځه کسیزه کورنۍ، چې لندن ته روانه وه، د هندوستان په احمداباد ایالت کې د الوتکې د سقوط له امله یې ژوند له لاسه ورکړ.

ډاکټره کومي ویاس، چې په اودېپور کې یې روغتیایي دنده ترسره کوله، خپله دنده یې پای ته ورسوله څو له خپل خاوند، ډاکټر پرتیک جوشي، سره لندن کې یو نوی ژوند پیل کړي. د دوی درې ماشومان، دوه غبرګونه زامن او یوه لور، هم ورسره وو.

د سفر له پیل مخکې، ډاکټر جوشي یوه سیلفي اخیستې، چې ټول یې پکې موسکي وو؛ خو دا موسکا یوازې څو شېبې وروسته د اور په لمبو کې ورکه شوه.

کومي او پرتیک دواړه پخوا د یو روغتون همکاران وو. پرتیک دوه ورځې وړاندې له لندن څخه راغلی و، څو خپله کورنۍ له ځان سره یوسي. هغوی پرون احمداباد ته وخوځېدل خو الوتکې یې یوازې ۳۲ ثانیې الوتنه وکړه.

اوس د دې کورنۍ وروستۍ مسکا د یوې سیلفي په بڼه پاتې ده، یوه داسې انځور چې تر اوږدې مودې به د دې غمیزې ژوندی یاد وي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

امریکا په پاکستان کې خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې خیبرپښتونخوا ته له سفره ډډه وکړي

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۱۹:۰۷ GMT+۱

په پاکستان کې د امریکا سفارت خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی، چې د امنیتي ننګونو له کبله دي خيبرپښتونخوا او قبايلي سیمو ته له سفر کولو ډډه وکړي. دوی ویلي، چې وسله والې ترهګرې ډلې په پرله پسې ډول ملکي وګړي، غيري دولتي سازمانونه، دولتي ادارې او نور خدماتي پرسونل په نښه کوي.

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت د پنجشنبه په ورځ (د غبرګولي ۲۲مه) خپلو ډېپلوماټانو او امریکایي وګړو ته خبردارۍ ورکړی، چې په خيبرپښتونخوا او قبایلي سیمو کې د وسله والو ترهګريزو فعالیتونو د زياتولي له کبله دې دغو سیمو ته سفرونه نه کوي.

په دې خبرداري کې ویل شوي: «فعال ترهګر او وسله والې ډلې په منظم ډول د ملکي وګړو، غیر دولتي سازمانونو، دولتي دفترونو او امنیتي خدماتو پرسونل په وړاندې بریدونه ترسره کوي.»

د امریکا سفارت او قونسلګرۍ له خپلو کارکوونکو او امریکايي وګړو غوښتي، چې د رسمي او شخصي سفرونو پر مهال دي له ساتونکو او زغره وال موټرو کار واخلي.

د سفارت د معلوماتو له مخي، چې د دوی امکانات محدود دي او یوازي د امریکا او پاکستان دوه ګوني تابعت لرونکو ته قونسلګرۍ خدمات وړاندي کړي.

دوی ويلي، چې په پاکستان کې امریکایي وګړي کولی شي قونسلګري خدمات په اسلام اباد کې د دوی له سفارت یا د کراچۍ او لاهور د عمومي قونسلګریو څخه ترلاسه کړي.

د پاکستان یو شمېر سيمې په خاص ډول خیبرپښتونخوا له ډېرې مودې څخه ناامنه ده او زيات مهال په کې د پوځ او وسله والو ترمنځ د نښتې او مرګ ژوبلې خبرونه ورکول کيږي.

ډونالډ ټرمپ: د کډوالۍ پالیسي باید بدله شي او مجرمان له هېواده وایستل شي

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۱۹:۰۵ GMT+۱

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د بایډن حکومت د سرحدونو پرانستې پالیسي د امریکا د کرنې، هوټل‌دارۍ او تفریحي صنعتونو ته ستر زیان اړولی دی، او مجرمانو ته یې د کار زمینه برابره کړې.

ټرمپ، نن دسوشل ټروت له لارې په یوه تازه پیغام کې لیکلي:"زموږ ستر کروندګر او د هوټل او تفریح سکتور خلک وايي چې زموږ د پیاوړې کډوالۍ پالیسي هغوی ته له اوږدې مودې راهیسې وفادار کارکوونکي له منځه وړي، او دا دندې اوس نږدې ناشوني دي چې بېرته ډکې شي."

ولسمشر ټرمپ زیاته کړې چې د بایډن د "ډېر احمقانه سرحدي سیاست" له امله هېواد ته مجرمان راغلي، چې همدا اوس په دغو دندو کې د کار لپاره غوښتنې وړاندې کوي، او دا وضعیت د منلو وړ نه دی.

ټرمپ ټینګار کړی: "موږ باید خپل کروندګر وساتو، خو مجرمان باید له امریکا وایستل شي. بدلونونه راروان دي!" –

ټرمپ د خپلو کډوالۍ ضد دریځونو له امله د خپلې واکمنۍ په دویم پړاو کې هم د پام وړ ملاتړ او مخالفت دواړه راجلب کړي. د نوموړي دغه څرګندونې ښيي چې سپینه ماڼۍ به په نږدې راتلونکي کې د کډوالۍ او سرحدي پالیسیو په برخه کې نوې سختې پرېکړې اعلان کړي.

راپورونه: واګنر ډلې په مالي کې سلګونه ولسي وګړي شکنجه کړي

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۱۸:۳۴ GMT+۱

د خبریالانو د یوې ګډې پلټنې له مخې مالي کې د روسیې اړوند واګنرکرایي جنګیاليو لخوا له درې کلونو راپدیخوا په غیرقانوني ډول د ولسي خلکو تښتونه، بندیانول او شکنجه کول ښودل شوي. دغه کسان دملګرو ملتونو (UN) پخوانیو اډو او یا د مالي له پوځ سره ګډو کمپونو کې ساتل شوي وو.

قربانیان چې دا مهال په موریتانیاکې کډوال دي، ویلي یې دي چې د اوبو تنفسي شکنجه، د برېښنايي شارټونه، او د سګریټو سوځونه پرې شوي دي.

راپور ښيي چې دا ډول شکنجه د روسیې او اوکراین په څېر مواردو سره ورته ده. د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۴ ترمنځ لږ تر لږه شپږ شکنجه ځایونه ثبت شوي دي، خو اصلي شمېره ښايي ډېر وي.

د مالي واکمن نظامي حکومت، چې په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کې د کودتاله لارې واک ته رسېدلی، له فرانسه سره اړیکې پرې کړې او روسیې ته نژدې شو. سره له دې چې مالي د واګنر حضور نه مني، خو وروستۍ راپورونه ښيي چې واګنر له مالي څخه وځي او غړي به یې د روسیې له اړوندې نوې ډلې افریقا قول اردو سره یوځای شي.

بشري حقونو سازمانونه د واګنر د ظلمونو په اړه اندېښنه ښودلې. په ۲۰۲۲ کې د مورا په سیمه کې د ۵۰۰ کسانو د وژنې راپور خپور شوی و، چې د پوځ او بهرنیو جنګیالیو ښايي واګنر له لوري ترسره شوی.

د هند د ایر انډیا الوتکې د سقوط له امله تر ۲۹۰ ډېر کسان مړه شوي

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۱۷:۰۷ GMT+۱

یوه لوړپوړي پولیس چارواکي روېټرز ته ویلي چې د هند په احمداباد ښار کې د ایر انډیا مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو په پېښه کې تر ۲۹۰ زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د مسافرو له ډلې یوازې یو تن ژوندی پاتې دی.

یاده پېښه د پنجشنبې په ماسپښین له الوتنې پنځه دقیقې وروسته رامنځته شوې.

د راپورونو له مخې، د الوتکې لکۍ د ښار په یوه ودانۍ کې بنده پاتې ده او د پېښې له ځایه اخیستل شوي انځورونه د سوځېدلې الوتکې برخې ښيي.

رویټرز وايي، دا پېښه د بوینګ ۷۸۷ ډریملاینر الوتکو د تاریخ لومړۍ وژونکې پېښه بلل شوې ده.

چارواکو ویلي، د ژغورنې عملیات لا هم روان دي.

طالبانو، امریکا، پاکستان، بریتانیا او ګڼو نورو کسانو پر دې پېښه خواشیني ښودلې ده.

د هندي الوتکې له مسافرو تراوسه یوازې یو تن ژوندی موندل شوی

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۱۴:۴۸ GMT+۱

هندي رسنیو رپوټ ورکړی، چې د ایر انډیا الوتکې د پرېوتو له ځایه تر اوسه د ۲۰۴ تنو مړي اېستل شوي او د چارواکو په وینا، یوازې یو تن ژوندی موندل شوی دی. دغه الوتکه چې ۲۴۲ کسان پکې سپاره وو، نن احمداباد ته څېرمه د استوګنې په یوه سیمه کې پریوته.

د هندوستان ټایمز د راپور له مخې، په الوتکه کې ۱۶۹ هندي، ۵۳ برتانوي، اووه پرتګالي او یو کاناډایي مسافر وو. راپورونه وايي چې د ګجرات پخوانی اعلی وزیر ویجي روپاني، هم په الوتکه کې سپور و.

رسنیو رپوټ ورکړی، چې اټکل کیږي په دې پېښه کې به نورو ټولو مسافرو خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.