• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

راپورونه: واګنر ډلې په مالي کې سلګونه ولسي وګړي شکنجه کړي

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۱۸:۳۴ GMT+۱

د خبریالانو د یوې ګډې پلټنې له مخې مالي کې د روسیې اړوند واګنرکرایي جنګیاليو لخوا له درې کلونو راپدیخوا په غیرقانوني ډول د ولسي خلکو تښتونه، بندیانول او شکنجه کول ښودل شوي. دغه کسان دملګرو ملتونو (UN) پخوانیو اډو او یا د مالي له پوځ سره ګډو کمپونو کې ساتل شوي وو.

قربانیان چې دا مهال په موریتانیاکې کډوال دي، ویلي یې دي چې د اوبو تنفسي شکنجه، د برېښنايي شارټونه، او د سګریټو سوځونه پرې شوي دي.

راپور ښيي چې دا ډول شکنجه د روسیې او اوکراین په څېر مواردو سره ورته ده. د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۴ ترمنځ لږ تر لږه شپږ شکنجه ځایونه ثبت شوي دي، خو اصلي شمېره ښايي ډېر وي.

د مالي واکمن نظامي حکومت، چې په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کې د کودتاله لارې واک ته رسېدلی، له فرانسه سره اړیکې پرې کړې او روسیې ته نژدې شو. سره له دې چې مالي د واګنر حضور نه مني، خو وروستۍ راپورونه ښيي چې واګنر له مالي څخه وځي او غړي به یې د روسیې له اړوندې نوې ډلې افریقا قول اردو سره یوځای شي.

بشري حقونو سازمانونه د واګنر د ظلمونو په اړه اندېښنه ښودلې. په ۲۰۲۲ کې د مورا په سیمه کې د ۵۰۰ کسانو د وژنې راپور خپور شوی و، چې د پوځ او بهرنیو جنګیالیو ښايي واګنر له لوري ترسره شوی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د هند د ایر انډیا الوتکې د سقوط له امله تر ۲۹۰ ډېر کسان مړه شوي

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۱۷:۰۷ GMT+۱

یوه لوړپوړي پولیس چارواکي روېټرز ته ویلي چې د هند په احمداباد ښار کې د ایر انډیا مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو په پېښه کې تر ۲۹۰ زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د مسافرو له ډلې یوازې یو تن ژوندی پاتې دی.

یاده پېښه د پنجشنبې په ماسپښین له الوتنې پنځه دقیقې وروسته رامنځته شوې.

د راپورونو له مخې، د الوتکې لکۍ د ښار په یوه ودانۍ کې بنده پاتې ده او د پېښې له ځایه اخیستل شوي انځورونه د سوځېدلې الوتکې برخې ښيي.

رویټرز وايي، دا پېښه د بوینګ ۷۸۷ ډریملاینر الوتکو د تاریخ لومړۍ وژونکې پېښه بلل شوې ده.

چارواکو ویلي، د ژغورنې عملیات لا هم روان دي.

طالبانو، امریکا، پاکستان، بریتانیا او ګڼو نورو کسانو پر دې پېښه خواشیني ښودلې ده.

د هندي الوتکې له مسافرو تراوسه یوازې یو تن ژوندی موندل شوی

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۱۴:۴۸ GMT+۱

هندي رسنیو رپوټ ورکړی، چې د ایر انډیا الوتکې د پرېوتو له ځایه تر اوسه د ۲۰۴ تنو مړي اېستل شوي او د چارواکو په وینا، یوازې یو تن ژوندی موندل شوی دی. دغه الوتکه چې ۲۴۲ کسان پکې سپاره وو، نن احمداباد ته څېرمه د استوګنې په یوه سیمه کې پریوته.

د هندوستان ټایمز د راپور له مخې، په الوتکه کې ۱۶۹ هندي، ۵۳ برتانوي، اووه پرتګالي او یو کاناډایي مسافر وو. راپورونه وايي چې د ګجرات پخوانی اعلی وزیر ویجي روپاني، هم په الوتکه کې سپور و.

رسنیو رپوټ ورکړی، چې اټکل کیږي په دې پېښه کې به نورو ټولو مسافرو خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.

فرانسوی سیاستمدار: د احمد مسعود زړورتیا د ناپلیون او نورو لویو څېرو اتلولي رایادوي

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۱۴:۳۳ GMT+۱

د طالبانو د مخالفې ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود پاریس ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد له چارواکو او سیاسي فعالانو سره لیدلي دي. دغو چارواکو ویلي چې احمد مسعود تل کولای شي د دوی په ملاتړ حساب وکړي.

د جمهوري پالو ګوند مشر او د فرانسې د ملي شورا غړي اریک سیوتي له احمد مسعود سره د خپلې لیدنې ویډیو خپره کړې ده او ویلي یې دي چې د احمد مسعود زړورتیا، او له هغه وړاندې د هغه د پلار احمدشاه مسعود زړورتیا، د ناپلیون او د فرانسې د تاریخ د لویو څېرو اتلولۍ ور په یادوي.

سیوتي ویلي، احمد مسعود تل کولای شي د دوی پر ملاتړ حساب وکړي او زیاته یې کړه چې د ښي اړخو اتحاد د جمهوري‌پالو ګوند له لارې د احمد مسعود له مبارزې پوره ملاتړ کوي.

دا لیدنه داسې مهال کېږي چې د مقاومت جبهه هڅه کوي نړیوال ملاتړ جلب کړي او له طالبانو سره خپل مخالفت نړیوالو ته روښانه کړي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان: د هېواد د پرمختګ لپاره مو پر خدای توکل کړی نه پر امریکا

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۴۷ GMT+۱

د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان وایي، د هېواد د پرمختګ لپاره یې پر خدای توکل کړی، نه پر امریکا او د هغې پر لاسپوڅو. هغه ټینګار کړی، چې ایران له نړۍ سره د خبرو لپاره چمتو دی، خو د فشار، ظلم او زور واکۍ منلو ته تیار نه دی.

مسعود پزشکيان دا څرګندونې نن پنجشنبه (د غبرګولي ۲۲مه) د ایلام ولایت له خلکو سره د کتنې پر مهال کړې دي.

پرشکیان وویل: «امریکا او اروپا غواړي زموږ پر خلکو فشارونه زیات کړي، خو موږ به د خدای په مرسته هغوی ته اجازه ورنه کړو. هغه ولس چې پر خدای توکل ولري، نورو ته اړتیا نه لري.»

مسعود پزشکيان ویلي، چې دوی به نه د فشار پر وړاندې سر ټیټ کړي او نه به خپلې اټومي څېړنې ودروي.

هغه زیاته کړه: «موږ نه د فشار پر وړاندې تسلیمېږو او نه هم خپلې اټومي څېړنې بندوو، هېڅ ځواک دا حق نه لري چې موږ له علمي څېړنو منع کړي.»

پزشکيان زیاته کړه، چې دوی به د صنعت، درملنې او کرنې په برخو کې د اټومي انرژۍ د ترلاسه کولو لپاره د لویدیځ اجازې ته انتظار ونه باسي. هغه زیاته کړې، « لویدیځ ته چا دا حق ورکړی چې د ایران د اټومي پروګرام د شاتګ غوښتنه وکړي؟"

بل‌ لور ته، د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې نن د ایران پر وړاندې یو پرېکړه‌لیک تصویب کړی، چې پکې ویل شوي، ایران د اټومي وسلو د نه جوړولو تړون څخه سرغړونه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې ایران او امریکا دا مهال د یورانیمو د بډاینې پر موضوع ژورې دیپلوماټیکې ترینګلتیاوې لري. دواړو هېوادونو له اپرېل میاشتې تر اوسه پنځه ځله خبرې کړې، څو د ۲۰۱۵کال د اټومي هوکړې پر ځای یوه نوي تړون ته ورسېږي.

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د جي‌۷ سرمشریزې ته نه ځي

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۴۲ GMT+۱

د رویټرز د راپور له مخې، د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان به راتلونکې اونۍ په کاناډا کې د جي‌۷سرمشریزې کې ګډون و نه کړي. رویټرز د یوه ډېپلوماټ له قوله چې د سرمشریزې له حاله خبر دی، زیاته کړې، چې محمد بن سلمان د کاناډا د بلنې ردولو لپاره کوم رسمي دلیل نه دی وړاندې کړی.

که څه هم سعودي عربستان د جي‌۷غړی نه دی، خو هر کال د مېلمه هېواد په توګه بلل کېدای شي. سږکال دا غونډه د جون له ۱۵مې تر ۱۷مې د کاناډا د راکي غرونو په کاناناسکیس سیمه کې ترسره کېږي.

محمد بن سلمان په وروستیو کلونو کې ډېر کم بهرني سفرونه کړي. هغه تېر کال هم د ایټالیا دجي‌۷سرمشریزې بلنه ونه منله او همداراز تېر کال یې د جاپان پلان شوی سفر د خپل پلار پاچا سلمان د روغتیايي حالت له امله وځنډاوه.

رویټرز د کاناډا ګلوب اېنډ مېل ورځپاڼې، چې لومړی یې دا راپور ورکړی له قوله لیکلي، چې د محمد بن سلمان نه ګډون ښایي د کاناډا د صدراعظم مارک کارني د لیبرال ګوند دننه یو څه تاوتریخوالی راکم کړي، ځکه د پارلمان ځینو غړو دد هغه له بلنې سره مخالفت درلود.

تمه ده چې د جي‌۷سرمشریزې په ځینو برخو کې د اوکراین، مکسیکو، هند، اسټرالیا، سویلي افریقا، سویلي کوریا او برازیل مشران ګډون وکړي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به هم په دې غونډه کې حاضر وي.