• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هند د ایر انډیا الوتکې د سقوط له امله تر ۲۹۰ ډېر کسان مړه شوي

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۱۷:۰۷ GMT+۱

یوه لوړپوړي پولیس چارواکي روېټرز ته ویلي چې د هند په احمداباد ښار کې د ایر انډیا مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو په پېښه کې تر ۲۹۰ زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د مسافرو له ډلې یوازې یو تن ژوندی پاتې دی.

یاده پېښه د پنجشنبې په ماسپښین له الوتنې پنځه دقیقې وروسته رامنځته شوې.

د راپورونو له مخې، د الوتکې لکۍ د ښار په یوه ودانۍ کې بنده پاتې ده او د پېښې له ځایه اخیستل شوي انځورونه د سوځېدلې الوتکې برخې ښيي.

رویټرز وايي، دا پېښه د بوینګ ۷۸۷ ډریملاینر الوتکو د تاریخ لومړۍ وژونکې پېښه بلل شوې ده.

چارواکو ویلي، د ژغورنې عملیات لا هم روان دي.

طالبانو، امریکا، پاکستان، بریتانیا او ګڼو نورو کسانو پر دې پېښه خواشیني ښودلې ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د هندي الوتکې له مسافرو تراوسه یوازې یو تن ژوندی موندل شوی

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۱۴:۴۸ GMT+۱

هندي رسنیو رپوټ ورکړی، چې د ایر انډیا الوتکې د پرېوتو له ځایه تر اوسه د ۲۰۴ تنو مړي اېستل شوي او د چارواکو په وینا، یوازې یو تن ژوندی موندل شوی دی. دغه الوتکه چې ۲۴۲ کسان پکې سپاره وو، نن احمداباد ته څېرمه د استوګنې په یوه سیمه کې پریوته.

د هندوستان ټایمز د راپور له مخې، په الوتکه کې ۱۶۹ هندي، ۵۳ برتانوي، اووه پرتګالي او یو کاناډایي مسافر وو. راپورونه وايي چې د ګجرات پخوانی اعلی وزیر ویجي روپاني، هم په الوتکه کې سپور و.

رسنیو رپوټ ورکړی، چې اټکل کیږي په دې پېښه کې به نورو ټولو مسافرو خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان: د هېواد د پرمختګ لپاره مو پر خدای توکل کړی نه پر امریکا

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۴۷ GMT+۱

د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان وایي، د هېواد د پرمختګ لپاره یې پر خدای توکل کړی، نه پر امریکا او د هغې پر لاسپوڅو. هغه ټینګار کړی، چې ایران له نړۍ سره د خبرو لپاره چمتو دی، خو د فشار، ظلم او زور واکۍ منلو ته تیار نه دی.

مسعود پزشکيان دا څرګندونې نن پنجشنبه (د غبرګولي ۲۲مه) د ایلام ولایت له خلکو سره د کتنې پر مهال کړې دي.

پرشکیان وویل: «امریکا او اروپا غواړي زموږ پر خلکو فشارونه زیات کړي، خو موږ به د خدای په مرسته هغوی ته اجازه ورنه کړو. هغه ولس چې پر خدای توکل ولري، نورو ته اړتیا نه لري.»

مسعود پزشکيان ویلي، چې دوی به نه د فشار پر وړاندې سر ټیټ کړي او نه به خپلې اټومي څېړنې ودروي.

هغه زیاته کړه: «موږ نه د فشار پر وړاندې تسلیمېږو او نه هم خپلې اټومي څېړنې بندوو، هېڅ ځواک دا حق نه لري چې موږ له علمي څېړنو منع کړي.»

پزشکيان زیاته کړه، چې دوی به د صنعت، درملنې او کرنې په برخو کې د اټومي انرژۍ د ترلاسه کولو لپاره د لویدیځ اجازې ته انتظار ونه باسي. هغه زیاته کړې، « لویدیځ ته چا دا حق ورکړی چې د ایران د اټومي پروګرام د شاتګ غوښتنه وکړي؟"

بل‌ لور ته، د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې نن د ایران پر وړاندې یو پرېکړه‌لیک تصویب کړی، چې پکې ویل شوي، ایران د اټومي وسلو د نه جوړولو تړون څخه سرغړونه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې ایران او امریکا دا مهال د یورانیمو د بډاینې پر موضوع ژورې دیپلوماټیکې ترینګلتیاوې لري. دواړو هېوادونو له اپرېل میاشتې تر اوسه پنځه ځله خبرې کړې، څو د ۲۰۱۵کال د اټومي هوکړې پر ځای یوه نوي تړون ته ورسېږي.

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د جي‌۷ سرمشریزې ته نه ځي

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۴۲ GMT+۱

د رویټرز د راپور له مخې، د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان به راتلونکې اونۍ په کاناډا کې د جي‌۷سرمشریزې کې ګډون و نه کړي. رویټرز د یوه ډېپلوماټ له قوله چې د سرمشریزې له حاله خبر دی، زیاته کړې، چې محمد بن سلمان د کاناډا د بلنې ردولو لپاره کوم رسمي دلیل نه دی وړاندې کړی.

که څه هم سعودي عربستان د جي‌۷غړی نه دی، خو هر کال د مېلمه هېواد په توګه بلل کېدای شي. سږکال دا غونډه د جون له ۱۵مې تر ۱۷مې د کاناډا د راکي غرونو په کاناناسکیس سیمه کې ترسره کېږي.

محمد بن سلمان په وروستیو کلونو کې ډېر کم بهرني سفرونه کړي. هغه تېر کال هم د ایټالیا دجي‌۷سرمشریزې بلنه ونه منله او همداراز تېر کال یې د جاپان پلان شوی سفر د خپل پلار پاچا سلمان د روغتیايي حالت له امله وځنډاوه.

رویټرز د کاناډا ګلوب اېنډ مېل ورځپاڼې، چې لومړی یې دا راپور ورکړی له قوله لیکلي، چې د محمد بن سلمان نه ګډون ښایي د کاناډا د صدراعظم مارک کارني د لیبرال ګوند دننه یو څه تاوتریخوالی راکم کړي، ځکه د پارلمان ځینو غړو دد هغه له بلنې سره مخالفت درلود.

تمه ده چې د جي‌۷سرمشریزې په ځینو برخو کې د اوکراین، مکسیکو، هند، اسټرالیا، سویلي افریقا، سویلي کوریا او برازیل مشران ګډون وکړي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به هم په دې غونډه کې حاضر وي.

د فولبرایټ مدیره پلاوي د ټرمپ حکومت د مداخلې په غبرګون کې استعفا ور کړې

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۱۳ GMT+۱

د فولبرایټ نړیوال پروګرام د مدیره پلاوي ټولو غړو په ګډه استعفا ورکړې، ځکه د دوی په وینا د دونالډ ټرمپ حکومت «غیر قانوني او سیاسي لاسوهنه» کوي. دوی په خپله یوه اعلامیه کې ویلي چې د ټرمپ حکومت ګڼ شمېر غوره شویو کسانو ته د بورسونو ورکول بند کړي دي.

دغه پلاوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مهمو علمي او څېړنیزو تبادلو پروګرامونو څارنه کوي، ویلي چې ټرمپ حکومت د وړتیا او قانوني بهیر له پامه غورځولو سره، د ۲۰۲۵-۲۰۲۶ تعلیمي کال لپاره ګڼ شمېر غوره شویو کسانو ته د بورس ورکول بند کړي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې حکومت شاوخوا ۱۲۰۰ نور کسان هم غیر قانوني، بیاکتنې ته راجع کړي دي.

د پلاوي غړو په خپله اعلامیه کې لیکلي: «موږ پرېکړه وکړه چې د هغو بې مخینې کړنو تایید پر ځای، چې زموږ په باور د قانون، ملي ګټو او د فولبرایت تاریخي ماموریت پر ضد دي، استعفا ورکړو».

بل خوا د امریکا د بهرنیو چارووزارت یوه لوړپوړي چارواکي دغه استعفا د بایدن حکومت د کسانو له خوا «سیاسي نمایش» بللی.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې شاوخوا ۲۰۰ امریکايي استادانو او څېړونکو چې د پلاوي له خوا تایید شوي وو، د قبولي پر ځای د خپلې څېړنې د موضوع په تړاو رد لیکونه ترلاسه کړي دي.

فولبرایټ پروګرام له ۱۹۴۶ کال راهیسې هر کال شاوخوا اته زره بورسونه په مختلفو برخو کې امریکايي څېړونکو، هنرمندانو، ښوونکو او زده کوونکو ته ورکوي.

دغه پروګرام د کلتوري او علمي تبادلې لپاره جوړ شوی او د نورو هېوادونو اتباعو ته هم اجازه ورکوي چې د تحصیل یا څېړنې لپاره په امریکا کې موقته استوګنه ترلاسه کړي.

د جرمني دفاع وزیر د وسلو د مرستې په تړاو د خبرو لپاره اوکراین ته تللی

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۱۱:۳۲ GMT+۱

د جرمني دفاع وزیر بوریس پیستوریوس د پنجشنبې په ورځ کیېف ته ورسېد څو له اوکرایني چارواکو سره د وسلو د اضافي مرستو په اړه خبرې وکړي. پیستوریوس ویلي، چې ددغه سفر هدف دا دی چې وښیو جرمني او نوی فدرالي حکومت د اوکراین ترڅنګ ولاړ دی

روسيې او اوکراین د روانې میاشتې په پیل کې په استانبول کې د سولې خبرې درلودې، خو لا هم دواړه لوري پر مهمو مسایلو لکه د خاورې د امتیاز او د اوکراین د ناټو غړیتوب پر سر اختلاف لري. په ورته وخت کې جګړه روانه ده او د روسیې بې‌پیلوټه الوتکو د چهارشنبې په ورځ د خارکیف په ښار کې شپږ کسان ووژل.

پیستوریوس خبریالانو ته په کیف کې وویل: « د دې سفر هدف دا دی چې وښیو جرمني او نوی فدرالي حکومت د اوکراین ترڅنګ ولاړ دی، که څه هم وضعیت نور هم ستونزمن شوی دی».

هغه زیاته کړه چې له اوکراین سره د جرمني او نورو اروپايي هېوادونو د وسلو د مرستو موضوع به د خبرو یوه مهمه برخه وي.

پیستوریوس مخکې له سفره ویلي و چې جرمني هڅه کوي تر خپلې وسې پورې له اوکراین سره مرسته وکړي چې د ځان دفاع وکړي او دا هېواد پیاوړی کړي څو که له روسیې سره بیا خبرې کیږي، له قوي موقفه خبرې وکړي.

جرمني له متحده ایالاتو وروسته، له اوکراین سره دویم لوی نظامي مرسته کوونکی هېواد دی.

امریکا د اوکراین ملاتړ ته ژمنتیا ښکاره کړې، خو وروستیو شخړو ته په کتو دا ژمنتیا تر پوښتنې لاندې راغلې او پر اروپا فشار زیات شوی چې لا زیات مسوولیت واخلي.