• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له مور څخه بېل د زړه په ناروغۍ اخته ۴۰ ورځنی افغان ماشوم د حیات اباد په روغتون کې بستر شوی

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۲۰:۲۱ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې له تېرې يوې اونۍ څخه ۴۰ ورځنۍ په زړه ناروغ افغان ماشوم د حیات اباد په روغتون کې له سخت حالت سره مخ دی. د ماشوم کورنۍ ته د اسنادو د نه درلودلو له کبله پر تورخم اجازه نه ورکول کېده او ماشوم یې د تداوی لپاره یو نابلده کس ته ورکړی.

سرچینو د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو خبریال جواد شينواري ته د پنجشنبه په ورځ ویلي، چې د اسنادو د نه درلودلو له کبله د ماشوم کورنۍ ته پر تورخم اجازه نه ورکول کېده، چې پاکستان ته د زوی د تداوی لپاره ولاړ شي.

ماشوم له تېرو ۷ ورځو څخه په دغه روغتون کې تر تداوی لاندي دی.

ډاکټران وايي د ماشوم روغتيايي حالت سم نه دی: «ماشوم دا مهال له شدیدو تکلیفونو شاک او کمزورۍ سره مخ دی. د ډېر ژړا او درده یې غږ غلی شوی.»

روغتياپلانو ویلي: «ماشوم ته د خپلې مور حضور او مینه ‌ناک احساساتي ملاتړ خورا ضروري دی چې کولی شي د هغه د روغېدو پروسه چټکه کړي.»

سرچینو دا هم ویلي، چې د ماشوم مور ټوله ورځ د تورخم دروازې ته «وږې، تږې او ستړې» د خپل ماشوم د لیدو په تمه ناسته ده.

سرچینو ویلي، چې ځايي پاکستاني چارواکو په روغتون کې د ماشوم تر ليدنې وروسته هڅه کوي د هغه کورنۍ ته پر تورخم د تګ اجازه ورکړي.

په تورخم ډېری کورنۍ غوښتنه کوي، چې دواړه لوري دي د ناروغۍ پر مهال خلکو ته تګ راتګ اسانه کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

څېړنه: پاکستان به په روان کال کې د ناامنۍ په ګډون له څلورو لویو ناورینونو سره مخ شي

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۲۰:۱۸ GMT+۱

د پاکستان د څېړنې او ارزونې بنسټ (ACAPS) په یوه نوي راپور کې ویلي چې دغه هېواد به د ۲۰۲۵ کال په دویمه نیمایي کې له څلورو لویو بشري ناورینونو سره مخ شي. دا ناورین به مېلیونونه پاکستانیان په جدي ډول اغیزمن کړي.

نوموړي بنسټ پنجشنبه (جون ۱۲مه) په خپل راپور کې «تاوتریخوالی او پراخه ناامني،اقلیمي بدلون او سېلابونه، پر افغان کډوالو فشار او د خوړو ناامني»هغه څلور ناورینونونه ښودلي چې پاکستان به ورسره لاس او ګرېوان وي.

د راپور پر بنسټ، د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) او بلوڅ بېلتون‌غوښتونکو (بي‌اېل‌اې) په ګډون په پاکستان کې د وسله‌والو ډلو بریدونه ډېر شوي او د خېبرپښتونخوا او بلوچستان سیمې یې اغېزمنې کړې دي. دغه تاوتریخوالي ملکيان وژلي، زیربناوې یې ویجاړې او زرګونه کورنۍ یې بې ځایه کړې دي.

بل‌خوا، پاکستان چې د اقلیم د بدلون له امله د زیانمنو هېوادونو له ډلې څخه دی، سږکال په بېلابېلو سیمو کې د سختو سېلابونو او په ورته وخت کې د شدیدې وچکالۍ شاهد دی.وروستیو درنو بارانونو کورونه، زیربناوې او معیشتونه ویجاړ کړي او په راتلونکي کې د قوي سېلابونو خطر هم موجود دی.

راپور همداراز خبرداری ورکړی چې په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت د خرابېدو پر لور روان دی. د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې د کډوالو د شړلو سیاست له پیل راهیسې، نږدې یو مېلیون افغانان افغانستان ته ستانه شوي، خو ډېری یې له سرپناه، کار او صحي خدماتو څخه بې‌برخې دي. په دغه هېواد کې پاتې کډوال هم د تګ راتګ او لومړنيو خدماتو ته د لاس‌رسي له جدي محدودیتونو سره مخ دي.

د یاد بنسټ د ارزونې له‌مخې، تر ۲۰۲۵ کال نیمايي پورې به شاوخوا ۱۷ مېلیونه کسان په پاکستان کې په بېړنۍ کچه د خوړو له نه‌خوندي‌توب سره مخ وي. دوامداره انفلاسیون، د طبیعي پېښو له امله د کرنیزو حاصلاتو زیان او د بازارونو ګډوډي د دغه وضعیت اصلي لاملونه بلل شوي دي.

د پاکستان د څېړنې او ارزونې بنسټ (ACAPS) پر مرستندویه بنسټونو، پرېکړه‌کوونکو ادارو او نړۍوالې ټولنې غږ کړی چې د دې پیچلي وضعیت ته د ځواب ویلو لپاره بېړني او ګټور اقدام وکړيځکه چې د دغهناورینونو دوام کولای شي په ټوله سیمه کې بشري اړتیاوې نورې هم ډېرې کړي.

له پاکستانه د افغانانو د ایستلو دوام؛ یوې کورنۍ ته د وتلو یوازې ۴۵ دقیقې وخت ورکړل شوی

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۱۹:۰۸ GMT+۱

له پاکستان نه د افغان کډوالو د ايستلو پر دوام، د دغه هېواد حکومت زرګونه افغان کورنیو ته ډېره لږه موده وخت ورکړی چې خپل کورونه پرېږدي او افغانستان ته ستانه شي. یوه افغان ته یوازې ۴۵ دقیقې وخت ورکړل شوی چې پاکستان پرېږدي.

پاکستانۍ «ډیلي صبح» ورځپاڼې په پاکستان کې د زېږېدلی ۴۲ کلن شېرخان په حواله زیاته کړې چې د دغه هېواد پولیسو د هغه پر کور له چاپې وروسته یوازې ۴۵ دقیقې وخت ورکړی چې خپل وسایل ټول کړي او دغه هېواد پرېږدي.

شېرخان، د هغه مېرمنې او نهه ماشومانو په دومره وخت ایله دومره وکړای شول چې ځیني اړین توکي او جامې راټولې کړي او د تورخم پر لور روان شي. دی اوس په تورخم کې د کډوالو په یوه کمپ کې اوسېږي.

له پاکستان نه د افغانانو د جبري ایستلو پروګرام د دغه هېواد د حکومت د هغو سیاستونو یوه برخه بلل کېږي چې د بې‌اسنادو کډوالو پر وړاندې د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر کې پیل شوی دی. تر اوسه پورې نږدې یو مېلیون افغانان له پاکستان نه ایستل شوي دي. پاکستانی حکومت وايي چې په مېلیونونه نور پاتې افغان کډوال هم له دغه هېواده باسي.

د پاکستان د ټاکل شوي ضرب‌الاجل له مخې، د افغان کډالو کارت (ACC) لرونکي باید تر مارچ میاشتې پای پورې له اسلام‌اباد او راولپنډۍ نه ووځي او هغه کسان چې د ثبت سند (PoR) لرونکي دي، تر جون میاشتې پای پورې وخت ورکړل شوی دی، خو د نورو افغانانو لپاره کومه ټاکلې نېټه نه ده اعلان شوې.

دا په داسې حال کې ده چې همدا نن د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي، که څه هم پاکستان له افغان کډوالو سره د «انساني چلند» دعوه کوي، خو شواهدو او د بشري حقونو د بنسټونو راپورونو ښودلې، چې دا ادعا بې‌بنسټه ده.

که څه هم ګڼو نړۍوالو بنسټونو له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو ناوړه او جبري اېستل ودروي، خو دغه هېواد ورځ تر بلې د افغانانو د اېستلو بهیر ته زور ورکوي.

امریکا په پاکستان کې خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې خیبرپښتونخوا ته له سفره ډډه وکړي

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۱۹:۰۷ GMT+۱

په پاکستان کې د امریکا سفارت خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی، چې د امنیتي ننګونو له کبله دي خيبرپښتونخوا او قبايلي سیمو ته له سفر کولو ډډه وکړي. دوی ویلي، چې وسله والې ترهګرې ډلې په پرله پسې ډول ملکي وګړي، غيري دولتي سازمانونه، دولتي ادارې او نور خدماتي پرسونل په نښه کوي.

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت د پنجشنبه په ورځ (د غبرګولي ۲۲مه) خپلو ډېپلوماټانو او امریکایي وګړو ته خبردارۍ ورکړی، چې په خيبرپښتونخوا او قبایلي سیمو کې د وسله والو ترهګريزو فعالیتونو د زياتولي له کبله دې دغو سیمو ته سفرونه نه کوي.

په دې خبرداري کې ویل شوي: «فعال ترهګر او وسله والې ډلې په منظم ډول د ملکي وګړو، غیر دولتي سازمانونو، دولتي دفترونو او امنیتي خدماتو پرسونل په وړاندې بریدونه ترسره کوي.»

د امریکا سفارت او قونسلګرۍ له خپلو کارکوونکو او امریکايي وګړو غوښتي، چې د رسمي او شخصي سفرونو پر مهال دي له ساتونکو او زغره وال موټرو کار واخلي.

د سفارت د معلوماتو له مخي، چې د دوی امکانات محدود دي او یوازي د امریکا او پاکستان دوه ګوني تابعت لرونکو ته قونسلګرۍ خدمات وړاندي کړي.

دوی ويلي، چې په پاکستان کې امریکایي وګړي کولی شي قونسلګري خدمات په اسلام اباد کې د دوی له سفارت یا د کراچۍ او لاهور د عمومي قونسلګریو څخه ترلاسه کړي.

د پاکستان یو شمېر سيمې په خاص ډول خیبرپښتونخوا له ډېرې مودې څخه ناامنه ده او زيات مهال په کې د پوځ او وسله والو ترمنځ د نښتې او مرګ ژوبلې خبرونه ورکول کيږي.

سراج الدین حقاني: افغانستان په اسلامیت او افغانیت نه دی وران شوی

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۱۷:۳۹ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې ملت باید د اسلامي او ملي ګټو لپاره متحد پاتې شي ځکه د اصلي اهدافو هېرولو له امله افغانستان هر ځل له بحران سره مخ شوی دی. سراج الدین حقاني وايي، افغانستان په افغانیت او اسلامیت نه دی وران شوی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په یوه ویډیو کې، چې د اختر په ورځو کې له خلکو سره د هغه له ناستو برابره شوې، وايي، چې دوی د تېر وخت پر اساس له چا سره محاسبه نه کوو او افغانان باید د سولې او ورورولۍ لپاره سره یو موټی شي.

حقاني په خپلو خبرو کې وايي، چې « یو اسلامي منافع دي، بل دیني منافع دي. په دې خو ټول سره ګډ یو، خو درېیمه خبره چې په دې ګزاره ځان سره برابروي، د رسم، رواج، عادات او دا ترتیبونه چې کوم دي چې زه یې په خپل فکر غواړم، ته یې په خپل فکر غواړې، دا ګزاره بیا نه جوړیږي، دا له ټولو نه ورانیږي».

نوموړی وايي، چې د افغانستان د ورانېدو لامل اسلامیت او افغانیت نه دی ، بلکې د نورو اهداف ددې سبب ګرځېدلي، چې افغانستان بحران ته بوځي.

نوموړی وايي، « د ماضي محاسبه به نه په ماضي کوو، په مستقبل خو باید اټکل ونه کړو، مستقبل اټکل دې وي چې د خیر اټکل وي».

دغه طالب چارواکی، چې د طالبانو له مشر هبت الله سره په ځینو مواردو کې اختلاف لري او د اختر په ورځو کې کم راڅرګند شوی، وايي، چې خلک باید یوبل سره وزغمي او یو بل درک کړي.

طالبانو په هرات کې ښځې له موټر چلولو منع کړې

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۱۵:۵۹ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته سرچینو ویلي، چې په هرات ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف ریاست له خوا د ښځو پر موټر چلولو بندیز لګول شوی.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د هرات ولایت د امر بالمعروف د رییس شیخ عزیز الرحمن المهاجر په لاسلیک هغه مکتوب ترلاسه کړی، چې په دغه ولایت کې د ښځو پر موټر چلولو پکې بندیز لګول شوی.

د هرات د امر بالمعروف رییس د دغه ولایت د ټرافیکو مدیریت ته په یوه مکتوب کې لیکلي:« موټر چلول یو مهم او د مسوولیت ډک مسلک دی او لږ بیغورې د خلکو ژوند پای ته رسولای شي. نو ښځې د موټر چلولو مسلک د زده کړې توان نه لري او ذهن یې خورا ګډوډ دی.»

په مکتوب کې د هرات د ټرافیکو مدیریت څخه غوښتنه شوې، چې نور دې په هرات ښار او عمومي لارو کې د ښځو د موټر چلولو مخنیوی وشي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د قانون له مخې، وړاندې تردې هم پر ښځو ګڼ بندیزونه لګول شوي.

سره له دې چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغان ښځو پر زده کړو، کار کولو، پارک د تګ، یوازې سفر او نورو ډیرو برخو کې بندیزونه لګول شوي، خو بهرنۍ سیلانیانې په یوازې سر او ازاد ډول افغانستان ته سفرونه کوي او د موټر چلولو ترڅنګ پارکونو ته د تګ اجازه هم ورکول کیږي.