• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له پاکستانه د افغانانو د ایستلو دوام؛ یوې کورنۍ ته د وتلو یوازې ۴۵ دقیقې وخت ورکړل شوی

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۱۹:۰۸ GMT+۱

له پاکستان نه د افغان کډوالو د ايستلو پر دوام، د دغه هېواد حکومت زرګونه افغان کورنیو ته ډېره لږه موده وخت ورکړی چې خپل کورونه پرېږدي او افغانستان ته ستانه شي. یوه افغان ته یوازې ۴۵ دقیقې وخت ورکړل شوی چې پاکستان پرېږدي.

پاکستانۍ «ډیلي صبح» ورځپاڼې په پاکستان کې د زېږېدلی ۴۲ کلن شېرخان په حواله زیاته کړې چې د دغه هېواد پولیسو د هغه پر کور له چاپې وروسته یوازې ۴۵ دقیقې وخت ورکړی چې خپل وسایل ټول کړي او دغه هېواد پرېږدي.

شېرخان، د هغه مېرمنې او نهه ماشومانو په دومره وخت ایله دومره وکړای شول چې ځیني اړین توکي او جامې راټولې کړي او د تورخم پر لور روان شي. دی اوس په تورخم کې د کډوالو په یوه کمپ کې اوسېږي.

له پاکستان نه د افغانانو د جبري ایستلو پروګرام د دغه هېواد د حکومت د هغو سیاستونو یوه برخه بلل کېږي چې د بې‌اسنادو کډوالو پر وړاندې د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر کې پیل شوی دی. تر اوسه پورې نږدې یو مېلیون افغانان له پاکستان نه ایستل شوي دي. پاکستانی حکومت وايي چې په مېلیونونه نور پاتې افغان کډوال هم له دغه هېواده باسي.

د پاکستان د ټاکل شوي ضرب‌الاجل له مخې، د افغان کډالو کارت (ACC) لرونکي باید تر مارچ میاشتې پای پورې له اسلام‌اباد او راولپنډۍ نه ووځي او هغه کسان چې د ثبت سند (PoR) لرونکي دي، تر جون میاشتې پای پورې وخت ورکړل شوی دی، خو د نورو افغانانو لپاره کومه ټاکلې نېټه نه ده اعلان شوې.

دا په داسې حال کې ده چې همدا نن د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي، که څه هم پاکستان له افغان کډوالو سره د «انساني چلند» دعوه کوي، خو شواهدو او د بشري حقونو د بنسټونو راپورونو ښودلې، چې دا ادعا بې‌بنسټه ده.

که څه هم ګڼو نړۍوالو بنسټونو له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو ناوړه او جبري اېستل ودروي، خو دغه هېواد ورځ تر بلې د افغانانو د اېستلو بهیر ته زور ورکوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

امریکا په پاکستان کې خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې خیبرپښتونخوا ته له سفره ډډه وکړي

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۱۹:۰۷ GMT+۱

په پاکستان کې د امریکا سفارت خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی، چې د امنیتي ننګونو له کبله دي خيبرپښتونخوا او قبايلي سیمو ته له سفر کولو ډډه وکړي. دوی ویلي، چې وسله والې ترهګرې ډلې په پرله پسې ډول ملکي وګړي، غيري دولتي سازمانونه، دولتي ادارې او نور خدماتي پرسونل په نښه کوي.

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت د پنجشنبه په ورځ (د غبرګولي ۲۲مه) خپلو ډېپلوماټانو او امریکایي وګړو ته خبردارۍ ورکړی، چې په خيبرپښتونخوا او قبایلي سیمو کې د وسله والو ترهګريزو فعالیتونو د زياتولي له کبله دې دغو سیمو ته سفرونه نه کوي.

په دې خبرداري کې ویل شوي: «فعال ترهګر او وسله والې ډلې په منظم ډول د ملکي وګړو، غیر دولتي سازمانونو، دولتي دفترونو او امنیتي خدماتو پرسونل په وړاندې بریدونه ترسره کوي.»

د امریکا سفارت او قونسلګرۍ له خپلو کارکوونکو او امریکايي وګړو غوښتي، چې د رسمي او شخصي سفرونو پر مهال دي له ساتونکو او زغره وال موټرو کار واخلي.

د سفارت د معلوماتو له مخي، چې د دوی امکانات محدود دي او یوازي د امریکا او پاکستان دوه ګوني تابعت لرونکو ته قونسلګرۍ خدمات وړاندي کړي.

دوی ويلي، چې په پاکستان کې امریکایي وګړي کولی شي قونسلګري خدمات په اسلام اباد کې د دوی له سفارت یا د کراچۍ او لاهور د عمومي قونسلګریو څخه ترلاسه کړي.

د پاکستان یو شمېر سيمې په خاص ډول خیبرپښتونخوا له ډېرې مودې څخه ناامنه ده او زيات مهال په کې د پوځ او وسله والو ترمنځ د نښتې او مرګ ژوبلې خبرونه ورکول کيږي.

سراج الدین حقاني: افغانستان په اسلامیت او افغانیت نه دی وران شوی

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۱۷:۳۹ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې ملت باید د اسلامي او ملي ګټو لپاره متحد پاتې شي ځکه د اصلي اهدافو هېرولو له امله افغانستان هر ځل له بحران سره مخ شوی دی. سراج الدین حقاني وايي، افغانستان په افغانیت او اسلامیت نه دی وران شوی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په یوه ویډیو کې، چې د اختر په ورځو کې له خلکو سره د هغه له ناستو برابره شوې، وايي، چې دوی د تېر وخت پر اساس له چا سره محاسبه نه کوو او افغانان باید د سولې او ورورولۍ لپاره سره یو موټی شي.

حقاني په خپلو خبرو کې وايي، چې « یو اسلامي منافع دي، بل دیني منافع دي. په دې خو ټول سره ګډ یو، خو درېیمه خبره چې په دې ګزاره ځان سره برابروي، د رسم، رواج، عادات او دا ترتیبونه چې کوم دي چې زه یې په خپل فکر غواړم، ته یې په خپل فکر غواړې، دا ګزاره بیا نه جوړیږي، دا له ټولو نه ورانیږي».

نوموړی وايي، چې د افغانستان د ورانېدو لامل اسلامیت او افغانیت نه دی ، بلکې د نورو اهداف ددې سبب ګرځېدلي، چې افغانستان بحران ته بوځي.

نوموړی وايي، « د ماضي محاسبه به نه په ماضي کوو، په مستقبل خو باید اټکل ونه کړو، مستقبل اټکل دې وي چې د خیر اټکل وي».

دغه طالب چارواکی، چې د طالبانو له مشر هبت الله سره په ځینو مواردو کې اختلاف لري او د اختر په ورځو کې کم راڅرګند شوی، وايي، چې خلک باید یوبل سره وزغمي او یو بل درک کړي.

طالبانو په هرات کې ښځې له موټر چلولو منع کړې

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۱۵:۵۹ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته سرچینو ویلي، چې په هرات ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف ریاست له خوا د ښځو پر موټر چلولو بندیز لګول شوی.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د هرات ولایت د امر بالمعروف د رییس شیخ عزیز الرحمن المهاجر په لاسلیک هغه مکتوب ترلاسه کړی، چې په دغه ولایت کې د ښځو پر موټر چلولو پکې بندیز لګول شوی.

د هرات د امر بالمعروف رییس د دغه ولایت د ټرافیکو مدیریت ته په یوه مکتوب کې لیکلي:« موټر چلول یو مهم او د مسوولیت ډک مسلک دی او لږ بیغورې د خلکو ژوند پای ته رسولای شي. نو ښځې د موټر چلولو مسلک د زده کړې توان نه لري او ذهن یې خورا ګډوډ دی.»

په مکتوب کې د هرات د ټرافیکو مدیریت څخه غوښتنه شوې، چې نور دې په هرات ښار او عمومي لارو کې د ښځو د موټر چلولو مخنیوی وشي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د قانون له مخې، وړاندې تردې هم پر ښځو ګڼ بندیزونه لګول شوي.

سره له دې چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغان ښځو پر زده کړو، کار کولو، پارک د تګ، یوازې سفر او نورو ډیرو برخو کې بندیزونه لګول شوي، خو بهرنۍ سیلانیانې په یوازې سر او ازاد ډول افغانستان ته سفرونه کوي او د موټر چلولو ترڅنګ پارکونو ته د تګ اجازه هم ورکول کیږي.

د ایران او افغانستان ترمنځ کلنۍ سوداګري درې میلیارده ډالرو ته رسیږي

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۱۵:۵۷ GMT+۱

د ایران د دوغارون تایباد د ازادې سوداګریزې-صنعتي سیمې مشر وايي، د ایران صادراتي توکي د دوغارون له لارې د افغانستان ۴۰ میلیونه نفوس لرونکي بازار ته رسېږي او د دواړو هېوادونو ترمنځ کلنۍ سوداګري تر درې میلیارده ډالرو رسېږي.

محمدرضا مودودي د پنجشنبې په ورځ د تایباد له والي، څارنوال او د عدلیې له رییس سره د لیدنې پر مهال وویل، چې افغانستان له عراق وروسته د ایران دویم ستر اقتصادي شریک دی.

نوموړي زیاته کړه، نږدې ۹۰ سلنه صادراتي توکي د دوغارون ګمرک له لارې هرات ته صادرېږي، چې دا د ایراني محصولاتو د مقبولیت ښکارندویي کوي.

مودودي ټینګار وکړ چې لا تر اوسه د دوغارون له ظرفیتونو سمه ګټه نه ده اخیستل شوې، حال دا چې دا سیمه د افغانستان له خوا د ایران تر ټولو ستره تجارتي دروازه ده.

نوموړي وویل، اوس چې د دوغارون ازادې سیمې رسمي فعالیتونه پیل شوي، باید کورني او بهرني پانګوال جذب شي.

د دوغارون پوله د تایباد له ښار ۱۸ کیلومتره لرې او له افغانستان سره پر کرښه پرته ده.

ایران کې د طالبانو سفارت وايي د کبرا رضايي د وژنې پېښه جدي تعقیبوي

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۱۵:۵۶ GMT+۱

په ایران کې د طالبانو سفارت په تهران کې د یوې افغانې کډوالې کبرا رضايي، د وژنې پېښې په تړاو غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې دغه پېښه به په جدي توګه تعقیب کړي. یاد سفارت له ایران څخه غوښتي چې د دې پېښې عامل دې پرته له دې چې کوم تابعیت لري، ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپاري.

په تهران کې د طالبانو سفارت د جمعې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د یادې پېښې په اړه ژوره خواشینې څرګنده کړې او د کبرا له کورنۍ سره یې خواخوږي کړې.

سفارت ویلي، دا پېښه به په جدي توګه تعقیب کړي او دا موضوع یې د ایران د اسلامي جمهوریت له بهرنیو چارو وزارت سره په رسمي ډول شریکه کړې ده.

سفارت د کوربه هېواد له قضایي چارواکو غوښتي چې د دې جرم عامل، پرته له دې چې کوم تابعیت یا اړیکه ولري، ژر تر ژره عدالت ته وسپاري.

همداراز، سفارت یو ځل بیا ژمنه کړې چې په ایران کې د ټولو افغان کډوالو د حقونو ملاتړ ته ژمن دی، په ځانګړي ډول د کبرا رضايي د کورنۍ له حقونو څخه به په کلکه دفاع کوي.

کبرا رضايي - چې خپلوانو به یې "شقایق" بلله، شاوخوا ۵۰ ورځې وړاندې لادرکه شوې وه، چې د تېرې سې شنبې په ورځ د تهران په یوه لرې پرته سیمه کې د خځلو په منځ کې د هغې د بدن ځینې برخې وموندل شوې.

د کبرا هویت د(ډي‌ان‌اې)ازموینې له لارې تایید شوی خو د هغې ګرځنده ټیلیفون، د هویت اسناد او د بدن ډیرې نورې برخې لا هم ورکې دي.

په ایران کې کډوالې مېرمنې نه یوازې د سیستماتیک او جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي سره مخ دي بلکې له خورا بنسټیزو حقونو، امنیت او بشري خوندیتوب څخه هم بې برخې دي.