• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران کې د طالبانو سفارت وايي د کبرا رضايي د وژنې پېښه جدي تعقیبوي

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۱۵:۵۶ GMT+۱

په ایران کې د طالبانو سفارت په تهران کې د یوې افغانې کډوالې کبرا رضايي، د وژنې پېښې په تړاو غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې دغه پېښه به په جدي توګه تعقیب کړي. یاد سفارت له ایران څخه غوښتي چې د دې پېښې عامل دې پرته له دې چې کوم تابعیت لري، ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپاري.

په تهران کې د طالبانو سفارت د جمعې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د یادې پېښې په اړه ژوره خواشینې څرګنده کړې او د کبرا له کورنۍ سره یې خواخوږي کړې.

سفارت ویلي، دا پېښه به په جدي توګه تعقیب کړي او دا موضوع یې د ایران د اسلامي جمهوریت له بهرنیو چارو وزارت سره په رسمي ډول شریکه کړې ده.

سفارت د کوربه هېواد له قضایي چارواکو غوښتي چې د دې جرم عامل، پرته له دې چې کوم تابعیت یا اړیکه ولري، ژر تر ژره عدالت ته وسپاري.

همداراز، سفارت یو ځل بیا ژمنه کړې چې په ایران کې د ټولو افغان کډوالو د حقونو ملاتړ ته ژمن دی، په ځانګړي ډول د کبرا رضايي د کورنۍ له حقونو څخه به په کلکه دفاع کوي.

کبرا رضايي - چې خپلوانو به یې "شقایق" بلله، شاوخوا ۵۰ ورځې وړاندې لادرکه شوې وه، چې د تېرې سې شنبې په ورځ د تهران په یوه لرې پرته سیمه کې د خځلو په منځ کې د هغې د بدن ځینې برخې وموندل شوې.

د کبرا هویت د(ډي‌ان‌اې)ازموینې له لارې تایید شوی خو د هغې ګرځنده ټیلیفون، د هویت اسناد او د بدن ډیرې نورې برخې لا هم ورکې دي.

په ایران کې کډوالې مېرمنې نه یوازې د سیستماتیک او جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي سره مخ دي بلکې له خورا بنسټیزو حقونو، امنیت او بشري خوندیتوب څخه هم بې برخې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي چې په ۱۵مه حوزه کې یې ۸ زره امنیتي کامرې لګولې دي

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۱۴:۴۷ GMT+۱

د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ ویلي، چې د کابل ښار د ۱۵مې امنیتي حوزي اړوند سیمو کې یې ۸۰۰۰ امنیتي کامرې لګولې دي. د طالبانو په وینا، دغه کامرې له ۲۰ څخه تر ۳۰ کیلومتره پورې سیمو څارلو وړتیا لري. دا سیمه څو ورځې وړاندې د داعـ.ـش او طالبانو ترمنځ د نښتې شاهده وه.

په کابل کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ د ښار له ۱۵مې امنیتي حوزې څخه د یوې ویډیو په خپرولو ویلي، چې د یادې حوزې اړوند سیمو کې یې تر ۸۰۰۰ پورې امنیتي کامرې لګولې دي.

د طالبانو د ۱۵مې امنیتي حوزې د کشف امر قاري عزت ویلي، چې لګول شوې کامرې له ۲۰ څخه تر ۳۰ کیلومتره سیمې د څار وړتیا لري.

قاري عزت الله وايي:« د امنیتي کامرو نصبول ډیر ګټور تمام شوي دي. د پنځلسمې حوزې په هره کوڅه او هره ساحه کې داسې ځای به پاتې نه وي، چې هلته امنیتي کامرې نه وي لګول شوې. د دغو کامرو په مټ موږ ډیرو پېښو ته رسیدنه کړې ده.»

نوموړي ویلي، چې یادې کامرې د مسوولو کسانو تر څار لاندې دي او له ډیرې لرې سیمې د موټر د پلیټ شمېره او د پیښې ځای په اسانۍ سره څارلای شي.

په کابل ښار کې د طالبانو د پنځلسمې امنیتي حوزې مسوولین وايي، چې د کامرو په لګولو کې ځايي اوسیدونکو ورسره مرسته کړې ده.

وړاندې تردې د کابل ښار اوسیدونکو ویلي و، چې طالبانو په ښار کې د امنیتي کامرو لګولو لپاره په زور ترې پیسې اخیستې دي.

طالبانو په پنځلسمه امنیتي حوزه کې دغه کامرې داسې مهال لګولې دي، چې ددې سیمې اړوند قصبه کې څو ورځې وړاندې یادې ډلې د دداعش پر یوه پټنځي عملیات وکړل.

فرانسوی سیاستمدار: د احمد مسعود زړورتیا د ناپلیون او نورو لویو څېرو اتلولي رایادوي

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۱۴:۳۳ GMT+۱

د طالبانو د مخالفې ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود پاریس ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد له چارواکو او سیاسي فعالانو سره لیدلي دي. دغو چارواکو ویلي چې احمد مسعود تل کولای شي د دوی په ملاتړ حساب وکړي.

د جمهوري پالو ګوند مشر او د فرانسې د ملي شورا غړي اریک سیوتي له احمد مسعود سره د خپلې لیدنې ویډیو خپره کړې ده او ویلي یې دي چې د احمد مسعود زړورتیا، او له هغه وړاندې د هغه د پلار احمدشاه مسعود زړورتیا، د ناپلیون او د فرانسې د تاریخ د لویو څېرو اتلولۍ ور په یادوي.

سیوتي ویلي، احمد مسعود تل کولای شي د دوی پر ملاتړ حساب وکړي او زیاته یې کړه چې د ښي اړخو اتحاد د جمهوري‌پالو ګوند له لارې د احمد مسعود له مبارزې پوره ملاتړ کوي.

دا لیدنه داسې مهال کېږي چې د مقاومت جبهه هڅه کوي نړیوال ملاتړ جلب کړي او له طالبانو سره خپل مخالفت نړیوالو ته روښانه کړي.

مولوي کبیر وايي په ایران او پاکستان کې له افغان کډوالو سره ناسم چلند کم شوی

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۵۰ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر وایي، د افغان کډوالو په اړه له کوربه هېوادونو سره د دوی خبرې رغوونکې وې او له امله یې د کډوالو پر وړاندې ناسم چلند کم شوی. د تورخم د کډوالو مسوول ویلي، چې له پاکستان څخه د جبري ایستنو بهیر کې کمښت راغلی.

نوموړي د طالبانو د کاپیسا له والي احسان‌الله بریال او په تورخم کې ددې ډلې د کډوالو چارو له مسوول بخت جمال سره په ناسته کې ویلي، چې له نړیوالو بنسټونو، په ځانګړي ډول له ملګرو ملتونو سره هم ناستې شوې دي او تمه ده چې بېرته راستنېدونکو کډوالو ته لا ډېر خدمات برابر شي.

په دې ناسته کې د طالبانو د کاپیسا والي او د تورخم د کډوالو چارو مسوول د کډوالو د اوسنیو ستونزو او اړتیاوو په اړه خپل معلومات شریک کړي دي.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په تورخم کې د کډوالو چارو مسوول ویلي، چې فرضي کرښې ته نږدې او په عمري کمپ کې راستنو شویو ته د مرستو د وړاندې کولو بهیر روان دی او ګڼې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

د تورخم د کډوالو مسوول همداراز ویلي، چې له پاکستان څخه د جبري ایستنو بهیر کې کمښت راغلی او د راستنېدونکو کډوالو له لوري شکایتونه هم کم شوي دي.

اوکراین کې افغان سفیر: افغانان د روانې جګړې بې عدالتي ویني او له اوکراین سره پیوستون ښيي

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۱۵ GMT+۱

د اوکراین د اودیسا ښاروالګېنادي تروخانوف په دغه هېواد کې له افغان سفیر ولي منور سره کتلي دي. د اودیسا ښاورالۍ د ولي منور له قوله ویلي، چې افغانان د روانې جګړې پر نابرابرۍ فکر کوي او له اوکراین سره خپل پیوستون ښيي.

د اودیسا د ښاري شورا پر رسمي ویبپاڼه راغلي، چې د اوکراین لپاره د افغانستان سفیر ولي منور خپل دیپلوماتیک ماموریت ته دوام ورکوي او هڅه کوي په اوکراین کې د افغان ټولنې ملاتړ یقیني کړي.

د اودیسا د ښاروالۍ شورا د ولي منور له قوله ویلي، چې افغانان د روانې جګړې پر نابرابرۍ فکر کوي او له اوکراین سره خپل پیوستون ښيي.

سرچینه وايي، چې دواړو خواوو د بشردوستانه نوښتونو د پلي کولو لپاره خپل چمتووالی څرګند کړی.

په اوکراین کې د افغانستان سفیر تر اوسه ددې لیدنې په اړه څه نه دي ویلي.

این پي ار: د طالبانو ګواښ شته خو امریکا د افغانانو لپاره ځینې خوندیتوبونه پای ته رسوي

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۴۴ GMT+۱

د این پي ار راډیو د راپور له مخې، د طالبانو پر ګواښونو سربیره امریکا د افغان کډوالو لپاره ځینې خوندیتوبونه پای ته رسوي. دغې رسنۍ ویلي، چې د امریکا د کورني امنیت وزارت په اپریل میاشت کې زرګونو افغانانو ته په استول شویو بریښنا لیکونو کې لیکلي، چې له امریکا ووځي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت له لوري په استول شویو برېښنا لیکونو کې لیکل شوي:«ته دا مهال دلته یې ځکه چې کورني امنیت وزارت د لنډ مهاله مهلت له لارې امریکا ته پرېښی وې. دا مهلت به له دې خبرتیا ۷ ورځې وروسته پای ته ورسیږي.»

این پي ار راډیو له یو شمېر هغو افغان کډوالو سره خبرې کړې، چې د امریکا د کورني امنیت وزارت له لوري له امریکا څخه د وتلو دغه خبرتیا یې ترلاسه کړې ده.

یوې افغانې کډوالې چې په راپور کې په « z» سره یاد شوې، ویلي، د امریکا د کورني امنیت وزارت له لوري یې دا برېښنا لیک له کار څخه کور ته د ستنېدو پرمهال ولېد او سخته وډاره شوه.«ماخوب نه شوای کولای، ویریدلې وم، فکر مې کاوه اوس څه وکړم؟»

دغه افغان کډواله په ۲۰۲۳ کال کې له افغانستان نه امریکا ته د بشردوستانه ویزې «Humanitarian parole» له لارې تللې وه او امریکا ته په رسېدو سره یې لنډ مهالی خوندي وضعیت TPS ترلاسه کړی و چې په امریکا کې د قانوني پاتې کېدو او کار اجازه ورکوي، خو دغه کټګوري کډوال دایمي اقامت یا تابعیت ته لاره نه شي هوارولای. TPS هغو کسانو ته ورل کول کیږي، چې له جنګ، طبیعي افتونو یا نا امنۍ څخه تښتیدلي وي.

نوموړي این پی ار راډیو ته ویلي، چې په افغانستان کې روغتیا پاله وه او د بې پولې ډاکټرانو په روغتونونو کې یې کار کاوه.

نوموړې ویلي، چې له واده کولو ورسته یې خاوند په نشه یي توکو روږدی شو او تر طلاق اخیستلو وروسته له خپلو دوو ماشومانو سره اوسیدله.

دغه افغان کډواله زیاتوي، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې د ښځو د حقونو د محدویدو له امله ژوند ته ګواښونه ډير شول.

نوموړې وايي، یوه ورځ طالبانو له موټره ښکته کړم او په لوړ غږ یې راته وویل:« ولې اوږدې جامې نه لرې؟ حجاب دې نشته، محرم نه لرې، کورته لاړه شه، که لاړه نه شې وژنو دې.»

نوموړې ویلي، چې په یوه بل ښار کې یې ښه معاش لرونکې دنده ترلاسه کړه او له ماشومانو پرته یې هلته ژوند کاوه، خو د شپې ناوخته طالبان د هغې کور ته د تلاشۍ په موخه ورغلي:«کور یې ولټاوه، زه یې ولیدم، ویې پوښتل ولې یوازې ژوند کوې؟ هغوی پوه شول چې زه څوک یم.»

نوموړې ویلي، چې له یادو پېښو وروسته یې افغانستان پرېښود او ایران ته ولاړه او له هغه ځایه یې د برازیل ویزه ترلاسه کړه چې له برازیل څخه تر درې میاشتو مزل وروسته د مرکزي امریکا له لارې مکسیکو ته ورسیده.

نوموړې د امریکا پر پوله د پناه غوښتنې مرکه کړې ده او مرکه یې بریالۍ وه، امریکا ته قانوني داخل شوه او اوس په امریکا کې کار کوي او خپلو ماشومانو ته پیسې استوي.

په راپور کې ویل شوي، هغه بریښنا لیک چې دغې افغانې کډوالې ترلاسه کړی زرګونو نورو کسانو ته هم استول شوی، خو دا قانوني امر نه ګڼل کیږي.

د کډوالۍ مدافعین وايي، دا پیغام یوازې خبرتیا نه وه، بلکې د خلکو د وېرولو هڅه وه.

د براین ګرین په نوم د کډوالو یو وکیل وايي:«هر څوک چې له ویرې هېواد پرریږدي، د حکومت اوسنی هدف پوره کوي. هر څوک چې خپله تښتي، حکومت ته ارزانه پرېوځي.»

دغه وکیل ویلي، چې دغې افغان میرمنې ته استول شوی برېښنا لیک د قانون له مخې د عملي کېدو وړ نه دی، ځکه د هغې د پناه غوښتنې قضیه لا هم روانه ده.

د می په ۱۲مه د امریکا د کورني امنیت وزیرې خبر ورکړ، چې د افغانستان لپاره د TPS پروګرام به د جولای په ۱۴مه پای ته ورسوي.

نوموړې ویلي، چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی او اقتصاد باثباته شوی، نو افغانان کولای شي بېرته لاړ شي.

خو براین ګرین وايي، د حکومت دا پرېکړه ډیره اندېښمنوونکې ده:«ډیری افغانان چې دلته د TPS دي له امریکا سره یې کار کړی. د طالبانو لپاره هدف دي، په ځانګړي ډول تعلییم یافته او هغه ښځې چې کاري تجربه لري. دا خلک هلته نه دي خوندي.»

ډیری کسان بیا د امریکا هغه ادعاوې چې په افغانستان کې امنیت او اقتصادي حالت سم شوی ردوي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، چې افغانستان ته د کورنیو جګړو، جرمونو، ترهګرۍ، نیونو، تښتونو او روغتیايي خدماتو کموالي له امله سفر مه کوئ.

پر همدغه مهال څو ورځې وړاندې ټرمپ د افغانستان په ګډون د۱۲ هېوادونو پر وګړو امریکا ته د ورتګ بندیز ولګاوه.

په راپور کې ویل شوي، چې د ټرمپ دغه بندیز نه یوازې په امریکا کې افغانان له اېستلو سره مخ کوي، بلکې نورو ته هم د راتګ لاره بندوي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت مرستیالې تریشا مکلافلن NPR ته وویل:«که څه هم د قانون له مخې TPS ختم شوی، هر افغان چې له ځورونې ویریږي، کولی شي پناه وغواړي. هغوی چې نور قانونا دلته نه شي پاتې کیدای، باید له CBP Home پروګرام ګټه واخلي، چې وړیا الوتنه او ۱۰۰۰ ډالره مرسته ورکوي څو بل ځای ته ولاړ شي.»

یادې رسنۍ ته یو بل افغان کډوال هم له افغانستان نه امریکا ته د خپلې کډوالۍ په اړه کیسه کړې ده. نوموړي ویلي، چې هغه انجینر و او له خپلو شپږو اولادونو سره یوځای امریکا ته تللی.

نوموړی وايي، په افغانستان کې د خپلو لوڼو لپاره ښه راتلونکی نه ویني.