• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

این پي ار: د طالبانو ګواښ شته خو امریکا د افغانانو لپاره ځینې خوندیتوبونه پای ته رسوي

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۴۴ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۱۴:۱۴ GMT+۱

د این پي ار راډیو د راپور له مخې، د طالبانو پر ګواښونو سربیره امریکا د افغان کډوالو لپاره ځینې خوندیتوبونه پای ته رسوي. دغې رسنۍ ویلي، چې د امریکا د کورني امنیت وزارت په اپریل میاشت کې زرګونو افغانانو ته په استول شویو بریښنا لیکونو کې لیکلي، چې له امریکا ووځي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت له لوري په استول شویو برېښنا لیکونو کې لیکل شوي:«ته دا مهال دلته یې ځکه چې کورني امنیت وزارت د لنډ مهاله مهلت له لارې امریکا ته پرېښی وې. دا مهلت به له دې خبرتیا ۷ ورځې وروسته پای ته ورسیږي.»

این پي ار راډیو له یو شمېر هغو افغان کډوالو سره خبرې کړې، چې د امریکا د کورني امنیت وزارت له لوري له امریکا څخه د وتلو دغه خبرتیا یې ترلاسه کړې ده.

یوې افغانې کډوالې چې په راپور کې په « z» سره یاد شوې، ویلي، د امریکا د کورني امنیت وزارت له لوري یې دا برېښنا لیک له کار څخه کور ته د ستنېدو پرمهال ولېد او سخته وډاره شوه.«ماخوب نه شوای کولای، ویریدلې وم، فکر مې کاوه اوس څه وکړم؟»

دغه افغان کډواله په ۲۰۲۳ کال کې له افغانستان نه امریکا ته د بشردوستانه ویزې «Humanitarian parole» له لارې تللې وه او امریکا ته په رسېدو سره یې لنډ مهالی خوندي وضعیت TPS ترلاسه کړی و چې په امریکا کې د قانوني پاتې کېدو او کار اجازه ورکوي، خو دغه کټګوري کډوال دایمي اقامت یا تابعیت ته لاره نه شي هوارولای. TPS هغو کسانو ته ورل کول کیږي، چې له جنګ، طبیعي افتونو یا نا امنۍ څخه تښتیدلي وي.

نوموړي این پی ار راډیو ته ویلي، چې په افغانستان کې روغتیا پاله وه او د بې پولې ډاکټرانو په روغتونونو کې یې کار کاوه.

نوموړې ویلي، چې له واده کولو ورسته یې خاوند په نشه یي توکو روږدی شو او تر طلاق اخیستلو وروسته له خپلو دوو ماشومانو سره اوسیدله.

دغه افغان کډواله زیاتوي، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې د ښځو د حقونو د محدویدو له امله ژوند ته ګواښونه ډير شول.

نوموړې وايي، یوه ورځ طالبانو له موټره ښکته کړم او په لوړ غږ یې راته وویل:« ولې اوږدې جامې نه لرې؟ حجاب دې نشته، محرم نه لرې، کورته لاړه شه، که لاړه نه شې وژنو دې.»

نوموړې ویلي، چې په یوه بل ښار کې یې ښه معاش لرونکې دنده ترلاسه کړه او له ماشومانو پرته یې هلته ژوند کاوه، خو د شپې ناوخته طالبان د هغې کور ته د تلاشۍ په موخه ورغلي:«کور یې ولټاوه، زه یې ولیدم، ویې پوښتل ولې یوازې ژوند کوې؟ هغوی پوه شول چې زه څوک یم.»

نوموړې ویلي، چې له یادو پېښو وروسته یې افغانستان پرېښود او ایران ته ولاړه او له هغه ځایه یې د برازیل ویزه ترلاسه کړه چې له برازیل څخه تر درې میاشتو مزل وروسته د مرکزي امریکا له لارې مکسیکو ته ورسیده.

نوموړې د امریکا پر پوله د پناه غوښتنې مرکه کړې ده او مرکه یې بریالۍ وه، امریکا ته قانوني داخل شوه او اوس په امریکا کې کار کوي او خپلو ماشومانو ته پیسې استوي.

په راپور کې ویل شوي، هغه بریښنا لیک چې دغې افغانې کډوالې ترلاسه کړی زرګونو نورو کسانو ته هم استول شوی، خو دا قانوني امر نه ګڼل کیږي.

د کډوالۍ مدافعین وايي، دا پیغام یوازې خبرتیا نه وه، بلکې د خلکو د وېرولو هڅه وه.

د براین ګرین په نوم د کډوالو یو وکیل وايي:«هر څوک چې له ویرې هېواد پرریږدي، د حکومت اوسنی هدف پوره کوي. هر څوک چې خپله تښتي، حکومت ته ارزانه پرېوځي.»

دغه وکیل ویلي، چې دغې افغان میرمنې ته استول شوی برېښنا لیک د قانون له مخې د عملي کېدو وړ نه دی، ځکه د هغې د پناه غوښتنې قضیه لا هم روانه ده.

د می په ۱۲مه د امریکا د کورني امنیت وزیرې خبر ورکړ، چې د افغانستان لپاره د TPS پروګرام به د جولای په ۱۴مه پای ته ورسوي.

نوموړې ویلي، چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی او اقتصاد باثباته شوی، نو افغانان کولای شي بېرته لاړ شي.

خو براین ګرین وايي، د حکومت دا پرېکړه ډیره اندېښمنوونکې ده:«ډیری افغانان چې دلته د TPS دي له امریکا سره یې کار کړی. د طالبانو لپاره هدف دي، په ځانګړي ډول تعلییم یافته او هغه ښځې چې کاري تجربه لري. دا خلک هلته نه دي خوندي.»

ډیری کسان بیا د امریکا هغه ادعاوې چې په افغانستان کې امنیت او اقتصادي حالت سم شوی ردوي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، چې افغانستان ته د کورنیو جګړو، جرمونو، ترهګرۍ، نیونو، تښتونو او روغتیايي خدماتو کموالي له امله سفر مه کوئ.

پر همدغه مهال څو ورځې وړاندې ټرمپ د افغانستان په ګډون د۱۲ هېوادونو پر وګړو امریکا ته د ورتګ بندیز ولګاوه.

په راپور کې ویل شوي، چې د ټرمپ دغه بندیز نه یوازې په امریکا کې افغانان له اېستلو سره مخ کوي، بلکې نورو ته هم د راتګ لاره بندوي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت مرستیالې تریشا مکلافلن NPR ته وویل:«که څه هم د قانون له مخې TPS ختم شوی، هر افغان چې له ځورونې ویریږي، کولی شي پناه وغواړي. هغوی چې نور قانونا دلته نه شي پاتې کیدای، باید له CBP Home پروګرام ګټه واخلي، چې وړیا الوتنه او ۱۰۰۰ ډالره مرسته ورکوي څو بل ځای ته ولاړ شي.»

یادې رسنۍ ته یو بل افغان کډوال هم له افغانستان نه امریکا ته د خپلې کډوالۍ په اړه کیسه کړې ده. نوموړي ویلي، چې هغه انجینر و او له خپلو شپږو اولادونو سره یوځای امریکا ته تللی.

نوموړی وايي، په افغانستان کې د خپلو لوڼو لپاره ښه راتلونکی نه ویني.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

د لوی اختر ورځو کې ۴۳ تنه په ترافیکي پېښو کې مړه او ۱۵۸ نور ټپیان شوي

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۱۱:۵۹ GMT+۱

د طالبانو د ټرافیکو لوی ریاست وایي، چې د عرفې له ورځې د لوی اختر تر څلورمې ورځې پورې په ټول هېواد کې ۱۱۷ ټرافیکي پېښې شوې دي، چې له امله یې ۴۳کسان مړه او ۱۵۸ نور ټپیان شوي دي. د دغه ریاست په وینا، د مړو شویو کسانو له ډلې ۳۱ نارینه، دوې ښځې او ۱۰ ماشومان دي.

د طالبانو دغه ریاست، د دې پېښو اصلي لامل د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي او له حده زیات ګړندی تګ بللی دی.

یاد ریاست یو ځل بیا له خلکو غوښتي، چې د موټر چلولو پر مهال ټرافیکي اصول په جدي توګه مراعت کړي، چې د دا ډول خونړیو پېښو مخنیوی وشي.

بلخوا، د طالبانو تر ادارې لاندې باختر اژانس او ملي ټلوېزیون خبر ورکړی، چې له تېرو دوو ورځو راهیسې په میدان وردګ، پنجشېر او فراه ولایتونو کې د بېلابېلو ټرافیکي پېښو له امله ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري یو میلیارد ډالرو ته راټېټه شوې

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۱۱:۲۵ GMT+۱

د افغانستان او پاکستان ترمنځ کلنۍ سوداګري چې پخوا یې ارزښت ۲،۵ میلیارده ډالرو ته رسېده، د طالبانو او پاکستان د اړیکو او د بې‌ثباته سوداګریزو پالیسیو له امله یو میلیارد ډالرو ته راکمه شوې ده. د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې دا وضعیت د اندېښنې وړ بللی.

د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې مرستیال ضیاءالحق سرحدي دا وضعیت د اندېښنې وړ بللی او وایي چې د پاکستان لپاره اړینه ده له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې باثباته کړي او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د لاسرسي لارې پرانیزي.

پاکستان افغانستان ته سمنت، درمل، بوره، سبزي او اوړه صادروي او له افغانستان څخه مېوې او سبزي واردوي، خو په دواړو هېوادونو کې سیاسي او پولي بې‌ثباتي د سوداګرۍ بهیر اغېزمن کړی دی.

د پاکستاني رسنیو د رپوټ له مخې، د فېبرورۍ میاشتې په اوږدو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي له امله د دروازو بندېدو، دواړو لوریو ته د میلیونونو روپیو زیانونه واړول او زرګونه کارګران له کراچۍ تر تورخم پورې بې‌کاره پاتې شول.

سوداګریزې اتحادیې له دواړو حکومتونو غواړي چې د دوامدارو پالیسیو او عملي همکاریو له لارې دوه‌اړخیزه سوداګري بېرته احیا کړي او د سیمې اقتصادي ثبات ته لاره پرانیزي.

د افغان کډوالو سره د پاکستان له لوري د «انساني چلند»‌ دعوه دروغ ده

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۰۹:۱۸ GMT+۱

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، که څه هم پاکستان له افغان کډوالو سره د «انساني چلند» دعوه کوي؛ خو شواهدو او د بشري حقونو د بنسټونو راپورونو څرګنده کړې، چې دغه ادعا ناسمه ده.

راپور کې زیاته شوې، یاد هېواد پر افغان کډوالو سخت فشارونه راوستي دي.

یاد اژانس د یوه د ۴۲ کلن افغان شېرخان له قوله لیکلي، چې پاکستاني پولیسو ورته ۴۵دقیقې وخت ورکړ؛ څو خپله کډه بار کړي.

هغه زیاته کړې، چې په دغومره کمه موده کې د کډې بارول او د سامانونو تنظیم ورته خورا ستونزمن کار و؛ خو پاکستاني پولیس یې سر ته ولاړ وو.

شېرخان په ژړغوني غږ تورخم کې وویل: «یوه شېبه کې ټول هغه څه چې مو جوړ کړي وو، له موږ یې واخیستل. زموږ ټوله شتمني هلته پاتې شوه».

له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو پراخ عملیات د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له میاشتې پیل شوي او تر دې دمه نږدې یو مېلیون افغانان په دغه بهیر کې اېستل شوي دي.

اسلام اباد ویلي، چې د مېلیونونه نورو افغان کډوالو د اېستلو تابیاوې یې هم پیل کړې دي. 

پاکستان همدا راز د جون میاشتې تر پایه پورې د ملګرو ملتونو سره ثبت افغان کډوالو یا د (پي او ار) کارت لرونکو ته وخت ورکړی، چې له دغه هېواده ووځي.

همدا راز ګواښ شوی که تر یادې مودې ونه وځي؛ نو پولیس به یې تر دروازو ورشي او‌ په زوره به یې خپل هېواد ته ستانه کړي.

طالبانو پر ډیورنډ کرښه تورخم ښارګوټي کې دغو ستنېدونکو افغان کډوالو ته پنډغالی جوړ کړی دی.

د دغه پنډغالي مسوول مولوي هاشم میوندوال وایي، چې دا مهال هره ورځ نږدې ۱۵۰ کورنۍ له پاکستانه راځي؛ حال دا چې دوه میاشتې وړاندې دغه شمېر تر ۱۲۰۰ کورنیو رسېده.

نوموړی خبرداری ورکوي، چې له لوی اختر وروسته د بېرته ستنېدو نوې څپه پیلېږي.

سره له دې چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو سره د انساني چلند ادعا کوي، د بشري حقونو نړۍوال سازمان (Human Rights Watch) د اپرېل په میاشت کې راپور ورکړ چې پاکستاني پولیسو پر افغان کډوالو یرغلونه کړي، هغوی یې وهلي، نیولي او د استوګنې اسناد یې ترې اخیستي.

همداراز، راپور وایي، چې له ځینو کډوالو نه د پاتې کېدو په بدل کې بډې هم اخیستل شوې دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) هم ویلي، چې د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه د جون تر پنځمې نېټې پورې له ایران او پاکستانه تر ۵۰۰ زره زیات افغانان اېستل شوي دي.

د بشري حقونو ګڼ بنسټونه خبرداری ورکوي، چې پر کډوالو د زور زیاتي له لارې د ژر وتلو فشار مخ پر زیاتېدو دی.

حبیب الرحمان حکمتیار: د طالبانو پر ضد باید د ټوپک پر ځای د «عدم تشدد» مبارزه وشي

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۰۸:۳۳ GMT+۱

د حزب اسلامي ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمان حکمتیار وایي، د طالبانو پر ضد د مبارزې لپاره د جګړې پلوی نه دی او باید د دغه ډلې پر وړاندې د «عدم تشدد» یا نه تاوتریخوالي له مخې مبارزه وشي.

هغه له افغانستان انټرنشنل سره په یوې ځانګړې مرکه کې دغه څرګندونې کړې دي.

د نوموړي په وینا؛ په نړۍ کې د جګړو پر ځای د نظامونو پر ضد د «نه تاوتریخوالي» مبارزې ډېر ځای نیولی او پایلې یې ورکړې دي.

هغه داسې مهال دا خبرې کوي، چې پلار یې ګلبدین حکمتیار لسیزې د افغانستان د یو شمېر نظامونو پر ضد جګړې کړې دي.

حبیب الرحمان حکمتیار زیاته کړې: «طالبان منفي او مثبت ټکي لري؛ که غواړو منفي ټکي یې لمنځه یوسو، نو باید ورسره جګړه ونه کړو؛ بلکې منفي ټکي یې ختم کړو».

د هغه په خبره، طالبانو افغانستان د بهرنیو هېوادونو له فزیکي اشغال څخه ژغورلی دی؛ خو لا یې هم پر وړاندې ځنې ننګوونې پرتې دي.

د نوموړي په وینا؛ طالبانو کې منفي ټکی دا دی، چې علم او پوهې ته چندان ارزښت نه ورکوي. حبیب الرحمان حکمتیار وویل: «ځوانان او د پوهنتون استادان خپل ځای په افغانستان کې نه ګوري. طالبانو هڅه کړې، چې هر څه انحصار کړي او یوازې خپلو کسانو ته دندې ورکړي».

هغه وایي، طالبان د خلکو غوښتنو او مشورو ته هم په حکومتولۍ کې چندان پاملرنه نه کوي. هغه د افغانستان انټرنشنل د مرکې پر مهال هغې پوښتنې ته ښکاره ځواب ورنکړ ،چې حاضر دی له احمد مسعود سره د افغانستان د راتلونکي لپاره په یوه مېز کېني.

له دې هاوخوا د جمعیت اسلامي ګوند بیا د طالبانو پر ضد د ملي مقاومت جبهې په ګډون د طالبانو ضد له جنګېدونکو ډلو څخه ملاتړ کوي.

د سیاسي چارو کارپوهانو په باور، طالبان په سیاسي خبرو اترو او مذاکراتو هېڅ ډول باور نه لري او نه هم غواړي چې په حکومت کې له ځانه سره نور ګوندونه یا سیاسي خوځښتونه شریکان کړي.

د بدخشان په خاش ولسوالۍ کې سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۰۸:۱۶ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون خبر ورکړی، چې د بدخشان په خاش ولسوالۍ کې شړکنده بارانونو او سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

په راپور کې راغلي، دغه سېلابونو د خاش- جرم ولسوالیو ترمنځ سړک ویجاړ کړی دی.

راپور زیاتوي، دغه سېلابونه چې تېره ورځ چهارشنبه (د غبرګولي ۲۱مه) راوتلي؛ له امله یې د استوګنې لسګونه کورونه، سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه او بڼونه زیانمن شوي او څاروي تلف شوي دي.

له بل پلوه تېره ورځ شړکنده باران او سېلاب د بدخشان ولایت په تګاب او تیشکان ولسوالیو کې خلکو ته مالي زیانونه اړولي وو.