د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري یو میلیارد ډالرو ته راټېټه شوې

د افغانستان او پاکستان ترمنځ کلنۍ سوداګري چې پخوا یې ارزښت ۲،۵ میلیارده ډالرو ته رسېده، د طالبانو او پاکستان د اړیکو او د بې‌ثباته سوداګریزو پالیسیو له امله یو میلیارد ډالرو ته راکمه شوې ده. د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې دا وضعیت د اندېښنې وړ بللی.

د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې مرستیال ضیاءالحق سرحدي دا وضعیت د اندېښنې وړ بللی او وایي چې د پاکستان لپاره اړینه ده له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې باثباته کړي او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د لاسرسي لارې پرانیزي.

پاکستان افغانستان ته سمنت، درمل، بوره، سبزي او اوړه صادروي او له افغانستان څخه مېوې او سبزي واردوي، خو په دواړو هېوادونو کې سیاسي او پولي بې‌ثباتي د سوداګرۍ بهیر اغېزمن کړی دی.

د پاکستاني رسنیو د رپوټ له مخې، د فېبرورۍ میاشتې په اوږدو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي له امله د دروازو بندېدو، دواړو لوریو ته د میلیونونو روپیو زیانونه واړول او زرګونه کارګران له کراچۍ تر تورخم پورې بې‌کاره پاتې شول.

سوداګریزې اتحادیې له دواړو حکومتونو غواړي چې د دوامدارو پالیسیو او عملي همکاریو له لارې دوه‌اړخیزه سوداګري بېرته احیا کړي او د سیمې اقتصادي ثبات ته لاره پرانیزي.