• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سراج الدین حقاني: افغانستان په اسلامیت او افغانیت نه دی وران شوی

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۱۷:۳۹ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې ملت باید د اسلامي او ملي ګټو لپاره متحد پاتې شي ځکه د اصلي اهدافو هېرولو له امله افغانستان هر ځل له بحران سره مخ شوی دی. سراج الدین حقاني وايي، افغانستان په افغانیت او اسلامیت نه دی وران شوی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په یوه ویډیو کې، چې د اختر په ورځو کې له خلکو سره د هغه له ناستو برابره شوې، وايي، چې دوی د تېر وخت پر اساس له چا سره محاسبه نه کوو او افغانان باید د سولې او ورورولۍ لپاره سره یو موټی شي.

حقاني په خپلو خبرو کې وايي، چې « یو اسلامي منافع دي، بل دیني منافع دي. په دې خو ټول سره ګډ یو، خو درېیمه خبره چې په دې ګزاره ځان سره برابروي، د رسم، رواج، عادات او دا ترتیبونه چې کوم دي چې زه یې په خپل فکر غواړم، ته یې په خپل فکر غواړې، دا ګزاره بیا نه جوړیږي، دا له ټولو نه ورانیږي».

نوموړی وايي، چې د افغانستان د ورانېدو لامل اسلامیت او افغانیت نه دی ، بلکې د نورو اهداف ددې سبب ګرځېدلي، چې افغانستان بحران ته بوځي.

نوموړی وايي، « د ماضي محاسبه به نه په ماضي کوو، په مستقبل خو باید اټکل ونه کړو، مستقبل اټکل دې وي چې د خیر اټکل وي».

دغه طالب چارواکی، چې د طالبانو له مشر هبت الله سره په ځینو مواردو کې اختلاف لري او د اختر په ورځو کې کم راڅرګند شوی، وايي، چې خلک باید یوبل سره وزغمي او یو بل درک کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په هرات کې ښځې له موټر چلولو منع کړې

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۱۵:۵۹ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته سرچینو ویلي، چې په هرات ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف ریاست له خوا د ښځو پر موټر چلولو بندیز لګول شوی.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د هرات ولایت د امر بالمعروف د رییس شیخ عزیز الرحمن المهاجر په لاسلیک هغه مکتوب ترلاسه کړی، چې په دغه ولایت کې د ښځو پر موټر چلولو پکې بندیز لګول شوی.

د هرات د امر بالمعروف رییس د دغه ولایت د ټرافیکو مدیریت ته په یوه مکتوب کې لیکلي:« موټر چلول یو مهم او د مسوولیت ډک مسلک دی او لږ بیغورې د خلکو ژوند پای ته رسولای شي. نو ښځې د موټر چلولو مسلک د زده کړې توان نه لري او ذهن یې خورا ګډوډ دی.»

په مکتوب کې د هرات د ټرافیکو مدیریت څخه غوښتنه شوې، چې نور دې په هرات ښار او عمومي لارو کې د ښځو د موټر چلولو مخنیوی وشي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د قانون له مخې، وړاندې تردې هم پر ښځو ګڼ بندیزونه لګول شوي.

سره له دې چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغان ښځو پر زده کړو، کار کولو، پارک د تګ، یوازې سفر او نورو ډیرو برخو کې بندیزونه لګول شوي، خو بهرنۍ سیلانیانې په یوازې سر او ازاد ډول افغانستان ته سفرونه کوي او د موټر چلولو ترڅنګ پارکونو ته د تګ اجازه هم ورکول کیږي.

د ایران او افغانستان ترمنځ کلنۍ سوداګري درې میلیارده ډالرو ته رسیږي

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۱۵:۵۷ GMT+۱

د ایران د دوغارون تایباد د ازادې سوداګریزې-صنعتي سیمې مشر وايي، د ایران صادراتي توکي د دوغارون له لارې د افغانستان ۴۰ میلیونه نفوس لرونکي بازار ته رسېږي او د دواړو هېوادونو ترمنځ کلنۍ سوداګري تر درې میلیارده ډالرو رسېږي.

محمدرضا مودودي د پنجشنبې په ورځ د تایباد له والي، څارنوال او د عدلیې له رییس سره د لیدنې پر مهال وویل، چې افغانستان له عراق وروسته د ایران دویم ستر اقتصادي شریک دی.

نوموړي زیاته کړه، نږدې ۹۰ سلنه صادراتي توکي د دوغارون ګمرک له لارې هرات ته صادرېږي، چې دا د ایراني محصولاتو د مقبولیت ښکارندویي کوي.

مودودي ټینګار وکړ چې لا تر اوسه د دوغارون له ظرفیتونو سمه ګټه نه ده اخیستل شوې، حال دا چې دا سیمه د افغانستان له خوا د ایران تر ټولو ستره تجارتي دروازه ده.

نوموړي وویل، اوس چې د دوغارون ازادې سیمې رسمي فعالیتونه پیل شوي، باید کورني او بهرني پانګوال جذب شي.

د دوغارون پوله د تایباد له ښار ۱۸ کیلومتره لرې او له افغانستان سره پر کرښه پرته ده.

ایران کې د طالبانو سفارت وايي د کبرا رضايي د وژنې پېښه جدي تعقیبوي

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۱۵:۵۶ GMT+۱

په ایران کې د طالبانو سفارت په تهران کې د یوې افغانې کډوالې کبرا رضايي، د وژنې پېښې په تړاو غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې دغه پېښه به په جدي توګه تعقیب کړي. یاد سفارت له ایران څخه غوښتي چې د دې پېښې عامل دې پرته له دې چې کوم تابعیت لري، ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپاري.

په تهران کې د طالبانو سفارت د جمعې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د یادې پېښې په اړه ژوره خواشینې څرګنده کړې او د کبرا له کورنۍ سره یې خواخوږي کړې.

سفارت ویلي، دا پېښه به په جدي توګه تعقیب کړي او دا موضوع یې د ایران د اسلامي جمهوریت له بهرنیو چارو وزارت سره په رسمي ډول شریکه کړې ده.

سفارت د کوربه هېواد له قضایي چارواکو غوښتي چې د دې جرم عامل، پرته له دې چې کوم تابعیت یا اړیکه ولري، ژر تر ژره عدالت ته وسپاري.

همداراز، سفارت یو ځل بیا ژمنه کړې چې په ایران کې د ټولو افغان کډوالو د حقونو ملاتړ ته ژمن دی، په ځانګړي ډول د کبرا رضايي د کورنۍ له حقونو څخه به په کلکه دفاع کوي.

کبرا رضايي - چې خپلوانو به یې "شقایق" بلله، شاوخوا ۵۰ ورځې وړاندې لادرکه شوې وه، چې د تېرې سې شنبې په ورځ د تهران په یوه لرې پرته سیمه کې د خځلو په منځ کې د هغې د بدن ځینې برخې وموندل شوې.

د کبرا هویت د(ډي‌ان‌اې)ازموینې له لارې تایید شوی خو د هغې ګرځنده ټیلیفون، د هویت اسناد او د بدن ډیرې نورې برخې لا هم ورکې دي.

په ایران کې کډوالې مېرمنې نه یوازې د سیستماتیک او جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي سره مخ دي بلکې له خورا بنسټیزو حقونو، امنیت او بشري خوندیتوب څخه هم بې برخې دي.

طالبان وايي چې په ۱۵مه حوزه کې یې ۸ زره امنیتي کامرې لګولې دي

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۱۴:۴۷ GMT+۱

د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ ویلي، چې د کابل ښار د ۱۵مې امنیتي حوزي اړوند سیمو کې یې ۸۰۰۰ امنیتي کامرې لګولې دي. د طالبانو په وینا، دغه کامرې له ۲۰ څخه تر ۳۰ کیلومتره پورې سیمو څارلو وړتیا لري. دا سیمه څو ورځې وړاندې د داعـ.ـش او طالبانو ترمنځ د نښتې شاهده وه.

په کابل کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ د ښار له ۱۵مې امنیتي حوزې څخه د یوې ویډیو په خپرولو ویلي، چې د یادې حوزې اړوند سیمو کې یې تر ۸۰۰۰ پورې امنیتي کامرې لګولې دي.

د طالبانو د ۱۵مې امنیتي حوزې د کشف امر قاري عزت ویلي، چې لګول شوې کامرې له ۲۰ څخه تر ۳۰ کیلومتره سیمې د څار وړتیا لري.

قاري عزت الله وايي:« د امنیتي کامرو نصبول ډیر ګټور تمام شوي دي. د پنځلسمې حوزې په هره کوڅه او هره ساحه کې داسې ځای به پاتې نه وي، چې هلته امنیتي کامرې نه وي لګول شوې. د دغو کامرو په مټ موږ ډیرو پېښو ته رسیدنه کړې ده.»

نوموړي ویلي، چې یادې کامرې د مسوولو کسانو تر څار لاندې دي او له ډیرې لرې سیمې د موټر د پلیټ شمېره او د پیښې ځای په اسانۍ سره څارلای شي.

په کابل ښار کې د طالبانو د پنځلسمې امنیتي حوزې مسوولین وايي، چې د کامرو په لګولو کې ځايي اوسیدونکو ورسره مرسته کړې ده.

وړاندې تردې د کابل ښار اوسیدونکو ویلي و، چې طالبانو په ښار کې د امنیتي کامرو لګولو لپاره په زور ترې پیسې اخیستې دي.

طالبانو په پنځلسمه امنیتي حوزه کې دغه کامرې داسې مهال لګولې دي، چې ددې سیمې اړوند قصبه کې څو ورځې وړاندې یادې ډلې د دداعش پر یوه پټنځي عملیات وکړل.

فرانسوی سیاستمدار: د احمد مسعود زړورتیا د ناپلیون او نورو لویو څېرو اتلولي رایادوي

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۱۴:۳۳ GMT+۱

د طالبانو د مخالفې ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود پاریس ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد له چارواکو او سیاسي فعالانو سره لیدلي دي. دغو چارواکو ویلي چې احمد مسعود تل کولای شي د دوی په ملاتړ حساب وکړي.

د جمهوري پالو ګوند مشر او د فرانسې د ملي شورا غړي اریک سیوتي له احمد مسعود سره د خپلې لیدنې ویډیو خپره کړې ده او ویلي یې دي چې د احمد مسعود زړورتیا، او له هغه وړاندې د هغه د پلار احمدشاه مسعود زړورتیا، د ناپلیون او د فرانسې د تاریخ د لویو څېرو اتلولۍ ور په یادوي.

سیوتي ویلي، احمد مسعود تل کولای شي د دوی پر ملاتړ حساب وکړي او زیاته یې کړه چې د ښي اړخو اتحاد د جمهوري‌پالو ګوند له لارې د احمد مسعود له مبارزې پوره ملاتړ کوي.

دا لیدنه داسې مهال کېږي چې د مقاومت جبهه هڅه کوي نړیوال ملاتړ جلب کړي او له طالبانو سره خپل مخالفت نړیوالو ته روښانه کړي.