• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یو افغان د امریکا د ټاکنو پر ورځ د ترهګریز برید د پلان په تور مجرم وپېژندل شو

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۴ جون ۲۰۲۵، ۰۰:۲۰ GMT+۱

د امریکا په کلاهوما ښار کې فدرالي محکمې یو ۲۷ کلن افغان د داعش سره د اړیکو او په دوو ترهګریزو جرمنو مجرم وپېژند. محکمې ویلي، چې د ناصر احمد توحيدي په نوم دغه افغان خپل جرمونه منلي او د داعش سره د مالي همکارۍ په تور نیول شوی.

د امریکا په کلاهوما ښار کې فدرالي محکمې د جمعه په ورځ (د غبرګولي ۲۳مه) په یوه خبر کې ویلي، چې دغه ۲۷ کلن افغان په امریکا کې داعش ته د مالي منابعو، وسلو او مهماتو د برابرولو په تور نیول شوی او مجرم ګڼل شوی.

د محکمې مشرې پامېلابانډي ویلي: «د داعش سره همکاري کول او د ټاکنو په ورځ د بې ګناه امریکایانو پر ضد د بريد پلان جوړول د تورن کس له لورې د خلکو ژوند له خطر سره مخ کړ او د هغه هېواد سره یې خیانت کړی چې پناه يې ورکړې.»

هغې ویلي، چې تورن کس خپل جرم منلی، د کډوالۍ قانوني اسناد به هم ځني واخیستل شي او له امریکا به ویستل شي.

محکمې د خپلو ټولو شویو اسنادو له مخي زياته کړې: «توحیدي منلې، چې د ۲۰۲۴ کال د جون او اکتوبر میاشتو ترمنځ له یو بل کس سره یو ځای یې پلان جوړ کړی و، چې دوه AK-47 ډوله وسلې، ۵۰۰ مرمۍ او نور مهمات واخلي څو د نومبر پر ۵مه د ټاکنو په ورځ د داعش په استازیتوب خونړی برید وکړي.»

محکمې ویلي، چې د همکارو ادارو په مرسته به په جدي توګه د هغو کسانو پر ضد اقدام کوي چې امریکایانو ته د ترهګرۍ له لارې زیان رسوي.

محکمه وایي، چې توحيدي د داعش له یو بل همکار سره اړیکه نیولې او د برید پلان يې ورسره شریک کړی.

توحيدي او د هغه ملګری عبدالله حاجي زاده د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په ۷مه وروسته له هغه ونیول شول، چې په تور بازار کې يې وسلې او مرمۍ اخيستې وې.

حاجي زاده اوس ۱۸ کلن دی، چې د وسلو اړوند جرم یې منلی او اوس سزا اورولو ته په تمه دی.

د امریکا فدرالي محکمې ویلي، چې ناصر احمد توحيدي ممکن د «ترهګرو د مادي ملاتړ» په تور تر ۲۰ کلونو او عبدالله حاجي زاده د وسلو اړوند جرم باندي تر ۱۵ کلنو بند محکوم شي.

د دوی په خبره، چې دواړه به تر سزا تېرولو وروسته افغانستان ته استول کيږي او بیا په هیڅ صورت امریکا ته نه شي داخلېدلی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د بشري حقونو د څار سازمان: افغانستان کې د سرغړونو د څېړلو لپاره باید یوه اداره جوړه شي

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۳ جون ۲۰۲۵، ۱۶:۵۷ GMT+۱

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنېټ په خپل وروستي راپور کې یوځل بیا د بشري حقونو د سرغړونو لپاره د یوې خپلواکې ادارې د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان په خپل راپور کې د ریچارډ بېنېټ له قوله ویلي؛ چې په افغانستان کې د تېر او روانو جدي بشري حقونو سرغړونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر وړاندې د بشري حقونو سرغړونو په اړه دې د حساب ورکړې خپلواکه اداره جوړه شي.

بېنېټ ویلي، چې په خپل راپور کې یې افغان ښځې او نجونې د عدالت ترلاسه کولو لپاره له لویو ستونزو سره مخ دي او نوموړي د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د تبعیض بېلابیل ډولونه مستند کړي دي.

بېنېټ په خپل چمتو شوي راپور کې له هېوادونو غوښتنه کړې، چې د افغان ښځو په وړاندې د جدي بشري سرغړونو شواهد راټول، خوندي او د سرغړونکو پر ضد دې قضايي دوسیې جوړې کړي.

نوموړي ویلي:«دا اداره به د طالبانو پر ضد د بې پروايي پر وړاندې مهمه وسیله وي او د نړیوالو قضايي هڅو ملاتړ به وکړي.» ‍

بېنېټ له هېوادونو غوښتنه کړې ده، چې په سپټامبر میاشت کې د اروپايي اتحادیې له خوا د ملګرو ملتونو په شورا کې د افغانستان په اړه د حساب ورکولو د یوې خپلواکې ادارې د جوړولو وړاندېز پرمهال دې خپل پراخ ملاتړ څرګند کړي.

پولیټیکو: د جرمني د کډوالۍ ضد پالیسۍ کې بدلون افغانان له ګواښ سره مخ کړي

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۳ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۱۷ GMT+۱

د پولیټیکو د راپور له مخې، د جرمني د نوې حکومت له خوا د کډوالو د بیا مېشتولو د پروګرام ځنډول زرګونه افغانان چې په پاکستان کې بند پاتې دي، له یو ناڅرګند او خطرناک برخلیک سره مخ کړي دي.

د دغه رسنۍ په راپور کې ویل شوي، چې د جرمني د کډوالۍ په پالیسیو کې بدلون واک ته د فریدریښ له رسېدو وروسته راغلی.

نوموړي جرمني ته د پناه غوښتونکو ورتګ په پراخه کچه محدود کړی دی.

واک ته د مېرڅ له رسېدو وروسته د جرمني حکومت دغه هېواد ته د افغانانو د انتقال پروګرام ودراوه او الوتنې یې وځنډولې، چې له امله د ښځو د حقونو فعالانو او ټرانس جنډر په ګډون ګڼ افغانان په پاکستان کې بند پاتې دي.

پولیټیکو د شاکره بارش په نوم یوې افغان کډوالې سره چې د فریدریښ مېرڅ له لومړي وزیر کېدو څو ورځې وړاندې جرمني ته رسیدلي خبرې کړې.

شاکره د هغو ۲۵۰۰ افغان کډوالو په ډله کې وه، چې له ۲۰۲۱ کال وروسته په اسلام اباد کې جرمني ته د تګ لپاره منظر دي.

شاکره بارش وايي:«داخلک د جرمني له حکومت نه غوښتنه کوي چې دا پروګرام ونه دروي. دوی بله لاره نه لري. بېرته افغانستان ته هم نه شي تلی.»

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له امریکا، کاناډا او جرمنی هغه درې هېوادونه و، چې ګڼ افغانان یې په خپلو هېوادونو کې مېشت کړل، خو په یو شمېر لویدیځو هېوادونو کې د کډوالۍ ضد پالیسیو دغه پروګرامونه تقریبا پای ته رسولي دي.

د کډوالۍ پالیسۍ انسټېټیوټ څېرونکې سوزان فراتسکې وايي:« دا د افغانانو لپاره یو دوه ګونې ضربه ده، هم د نړیوالو بیا مېشتولو پروګرامونو لپاره او هم د پاکستان له خوا.»

جرمنی یوازینی هېواد نه دی چې د افغانانو ورتګ لپاره دروازې بندوي، واک ته د ډونالډ ټرمپ رسېدو وروسته نوموړي یوه اجرایي فرمان لاسلیک کړ او زرګونه افغانان امریکا ته د تګ په تمه په پاکستان کې بند پاتې شول.

د جرمني لومړي وزیر مېرڅ هم ژمنه کړې ده، چې د پناه غوښتونکو شمېر به په شدت سره راکم کړي.

پر همدغه مهال د جرمني د ښي لوري افراطي ګوند اې‌ایف‌ډي مهمو غړو هم د افغانانو او نورو کډوالو د ډله‌ییز شړلو غوښتنه کړې ده.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې دا مهال د بیا مېشتېدنې پروسه «تر راتلونکې پرېکړې ځنډېدلې ده.

په راپور کې ویل شوي، چې د جرمني ځیني چارواکې د امنیتي اندېښنو له امله شکمن دې او داسې انګیري، چې ښايي جرمني ته تلونکي افغانان په سمه توګه نه وي ارزول شوي.

پر ایران د اسراییل بریدونه؛ له باقري تر شمخاني وژل شوي جنرالان او اټومپوهان

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۳ جون ۲۰۲۵، ۰۸:۲۸ GMT+۱

د جمعې په سهار وختي، په تهران او د ایران په بېلابېلو سیمو کې د اسراییل هوايي بریدونو د ایران څو لوړپوړي نظامي مشران او مشهور اټومي ساینسپوهان ووژل. دا د ایران پر مشرۍ تر ټولو سخت برید بلل کېږي. په دغه مطلب کې موږ ددغسو کسانو پر رول، اغیز او تېر تم شوي یو.

د ایران دولتي او نیمه‌رسمي رسنیو د راپورونو له مخې، په وژل شویو کسانو کې:

لوی درستیز جنرال محمد باقري

د سپاه پاسداران عمومي قوماندان جنرال حسین سلامي

علي شمخاني

د خاتم‌الانبیا ستراتیژیک مرکز مشر جنرال غلامعلي رشید، شامل دي.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، اسراییلي بریدونو کې لږ تر لږه شپږ اټومي ساینسپوهان وژل شوي دي، چې نومونه یې عبدالحمید منوچهر، احمدرضا ذوالفقاري، سید امیرحسین فقهی، مطلبي‌زاده، محمد مهدي طهرانچي او فریدون عباسي ښودل شوي دي.

د ایران چارواکي وايي چې دا بریدونه «ترهګریز» دي او موخه یې د ایران د علمي پرمختګ مخنیوی دی.

په تهران کې د سعادت‌اباد، نوبنیاد، نارمک، او فرحزاد سیمې هدف وګرځېدې. په یو شمېر ودانیو کې اورلګېدنې شوې، او د پنځو کسانو مړي او تر شلو ډېر ټپیان له یوې ودانۍ را ایستل شوي دي. د اور وژنې او بیړنیو خدماتو ټیمونه لا هم د پېښو په ځای کې دي.

د ایران استخباراتي رسنۍ نور نیوز ویلي، چې د ملي امنیت پخوانی سلاکار علي شمخاني تر ټپونو وروسته مړ شوی او دا د ایران پر مشرتابه سخت ګوزار دی.

په ولایاتو کې هم بریدونه شوي

په لوېدیځ کې د لرستان ولایت مرستیال ویلي چې د بروجرد ښار قرارګاه باندې برید کې یو سرتېری وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي. همداراز، د تبریز ښار په نظامي مرکزونو (شهید کریمي، الزهرا پادګان، او سَردرود رادار مرکز) باندې بریدونه شوي، چې له امله یې دوه کسان وژل شوي او شپږ ټپیان دي.

په ایلام ولایت کې هم څلور ځایونه تر برید لاندې راغلي، چې که څه هم ودانۍ ویجاړې شوې، خو د بشري تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی.

د ایران مشر، دولتي او نظامي رسنیو ویلي چې دا بریدونه به ځوابه پاتې نه شي. ټاکل شوې چې د وژل شویو لوړپوړو چارواکو د جنازې مراسم په پلازمېنه تهران کې ترسره شي.

دا پېښه د اسراییل او ایران تر منځ د پراخېدونکېجګړې نوی او خورا خطرناک پړاو ښيي.

محمد باقري: هغه جنرال چې د ایران پوځ کې یې تغییرات راوستل

د ایران ۶۶ کلن لوی درستیز محمد باقري، چې د ایران د وسله‌والو ځواکونو تر ټولو لوړ نظامي مقام و، د جمعې په سهار برید کې وژل شوی.

باقري، چې اصلي نوم یې محمد حسین افشردي و، له ۲۰۱۶م کال راهیسې تر وژل کېدو پورې د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز و. هغه د ایران د پوځ یو له هغو قوماندانانو و چې د سپاه پاسداران، اردو او پولیسو ترمنځ یې د همغږۍ یو نوی عصري سیسټم رامنځته کړ.

که څه هم نوموړی له ایران بهر ډېر پېژندل شوی نه و، خو د دغه هېواد د دفاعي ستراتیژیو، د توغندیو او ډرون پرمختګ، او سیمه‌ییزو پوځي اړیکو د پراخولو په برخه کې یې کلیدي نقش درلود.

100%

محمد باقري په ۱۳۳۹ هجري لمریز کال (۱۹۶۰ میلادي) د تهران په یوه مذهبي کورنۍ کې وزېږېد. کله چې د شاه حکومت نسکور شو، هغه د اسلامي انقلاب په لړۍ کې یو ځوان فعال و. په ۱۳۵۹ (۱۹۸۰) کال کې د عراق او ایران ترمنځ جګړه پیل شوه او باقري د سپاه پاسداران غړی شو.

په جګړه کې یې د عملیاتو او استخباراتو د افسر په توګه کار وکړ. د جګړې پر مهال، باقري د معلوماتو راټولولو او طرحکولو وړتیاوې وښودلې او د جبهې د استخباراتو مسوول شو. دا تجربه وروسته د هغه د مشرتابه سبک ته لاره هواره کړه: تحلیل، طرح ‌کول او همغږي.

د پوځ جوړښت ته نوی تعریف

په ۱۳۹۵ (۲۰۱۶) کال کې، باقري د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز وټاکل شو. دا د ایران تر ټولو لوړه نظامي دنده ده چې مستقیم د دوی د رهبر تر فرمان لاندې فعالیت کوي. باقري د سپاه، اردو، او امنیتي ادارو ترمنځ د همغږۍ نوی سیستم جوړ کړ.

د هغه په مشرتابه کې، ایران د توغندیو، ډرون، او هوايي دفاع په برخو کې پانګونه زیاته کړه. نوموړي د ایران د سمندري ځواک پراختیا ته لاره هواره کړه، د «مکران» ساحلونه یې نظامي کړل او په نړیوالو اوبو کې یې د ایران حضور پراخ کړ.

د نورو نامتو قوماندانانو لکه قاسم سلیماني برعکس، باقري ډېر عام محضر ته نه راوت، خو د نظامي چارو کارپوهان هغه یو تحلیل‌محوره، دقیق، او طراح مشر بولي. د هغه همغږي کوونکی سبک، ایران د یو ډسپلین لرونکي نظامي ځواک په لور سوق کړ.

محمد باقري د جون په ۱۳ مه، ۲۰۲۵م، د اسراییلي برید پر مهال په تهران کې ووژل شو. په همدې برید کې یو شمېر نور لوړپوړي نظامي او اټومي چارواکي هم وژل شوي دي.

د هغه مړینه د ایران لپاره یوه ستراتیژیکه ضایعه بلل کېږي.

د ایران مشر د هغه د ځایناستي په توګه حبیب الله سیاري ټاکلی دی.

امیرالبحر حبیب‌الله سیاري، چې د ایران یو لوړپوړی نظامي افسر دی، په سمندري ځواک کې یې اوږده تجربه او مسوولیتونه درلودل. هغه په ۱۳۳۴ کال کې د فارس ولایت فسا ښار کې زیږیدلی دی.

سیاري د سمندري ځواک د قوماندان په توګه له۱۳۸۶ کال څخه تر ۱۳۹۶ کال پورې د یوې لسیزې په اوږدو کې دنده ترسره کړې. د هغه په دوره کې، یاد ځواک په عدن خلیج، سره سمندر او نړیوالو اوبو کې څو مهم عملیات ترسره کړل. دا عملیات د ایران ملي ګټو ساتلو لپاره د سمندري غلا او نورو نړیوالو ګواښونو پر وړاندې ترسره شول.

تر سمندري ځواک وړاندې هغه د جنوب قرارګاه قوماندان و، چې په خلیج فارس او د عمان په سمندر کې د سمندري عملیاتو او تمریناتو مسوول و.

سیاري د نظامي او ستراتیژیکو علومو په برخو کې لوړې زده کړې لري او په کور دننه او بهر کې یې مختلف پوځي کورسونه بشپړ کړي دي. هغه د پوځي موضوعاتو په اړه د مقالې لیکونکی او ویناوال هم دی.

له زندان تر نظامي قومانداني، غلام علي رشید څوک و؟

غلامعلي رشید، د ایران د وسله‌والو ځواکونو د لوړې کچې عملیاتو مسوول او یو له هغو کسانو څخه و چې د نظامي پالیسۍ او ستراتیژۍ په ډګر کې یې ژور اغېزه درلوده.

رشید د « مرکزي خاتم‌الانبیا قرارګاه» قوماندان و، دغه بنسټ د ایران د وسله‌والو ځواکونو (سپاه پاسداران او اردو دواړو) پر ټولو ستراتیژیکو عملیاتو، جګړه‌ییز پلان جوړونه او همغږۍ نظارت کوي. له ۲۰۱۶ میلادي کال راهیسې یې دا مقام درلود.

100%

د ایراني رسنیو د معلوماتو له مخې، رشید په ۱۳۳۲ لمریز کال (۱۹۵۳ میلادي) د خوزستان ولایت د دزفول ښار اوسېدونکی و. هغه د ایران د شاه د حکومت پر ضد له ځوانۍ سیاسي فعالیتونه پیل کړي وو. په ۱۳۵۰ کې ونیول شو او د یوې اسلام‌پالې سیاسي ډلې «منصورون» د غړیتوب له امله بندي شو. دا هغه وخت و چې نوموړی له محسن رضایي او علي شمخاني سره، چې وروسته د سپاه پاسداران د لوړپوړو قوماندانانو په توګه مشهور شول، اشنا شو.

د ۱۳۵۷ انقلاب وروسته، رشید د سپاه د دزفول څانګې د استخباراتو او عملیاتو مرستیال وټاکل شو او ډېر ژر یې په نظامي جوړښت کې لوړ مقامونه ونیول.

د جګړې کلونه

د ۱۳۵۹–۱۳۶۷ کلونو ترمنځ د ایران او عراق جګړه کې، رشید په ګڼو عملیاتو کې مهم نقش درلود. نوموړي د نظامي ستراتیژۍ د طراح په توګه ځان ثابت کړ او د جګړې د وروستیو کلونو لپاره د سپاه د ګډو ځواکونو د عملیاتو مرستیال شو.

په ۱۳۶۲ کې د خیبر عملیاتو پر مهال، د سپاه او اردو ترمنځ د همغږۍ لپاره « مرکزي خاتم‌الانبیا» قرارګاه جوړه شوه. رشید له هغه وخته د دې جوړښت یوه مرکزي څېره پاتې شوه.

رشید د جګړې له پای وروسته، د سپاه او د وسله‌والو ځواکونو په عمومي درستیزوالي کې څو لوړپوړي مقامونه درلودل، چې پکې دا مهمې دندې شاملې وې:

د سپاه ګډو ځواکونو د عملیاتو مرستیال، ۱۳۶۵–۱۳۶۸

د استخباراتو او عملیاتو مرستیال، د وسله‌والو ځواکونو عمومي درستیزوالي، ۱۳۶۸–۱۳۷۸

د لوی درستیز مرستیال، د وسله‌والو ځواکونو لوړه اداره،۱۳۷۸–۱۳۹۵

د مرکزي خاتم‌الانبیا قرارګاه قوماندان، ۱۳۹۵–۱۴۰۴

نوموړي د سیاسي جغرافیې په برخه کې ماسټري د تهران پوهنتون او دکتورا د تربیت مدرس پوهنتون څخه ترلاسه کړې وه. همداراز د ایران د ملي دفاع عالي پوهنتون او امام حسین نظامي پوهنتون کې یې تدریس کاوه. هغه د ستراتېژي، جګړه‌ییزې جغرافیې، او امنیتي مفاهیمو یو فکري انجن بلل کېده.

غلامعلي رشید که څه هم د عامو خلکو لپاره ډېره پېژندل شوې څېره نه وه، خو د پوځ په دننه کې د یو فکري مشر او سازمان ورکوونکي په توګه شهرت درلود. هغه د سپاه او اردو ترمنځ د همغږۍ او د ستراتیژیکو عملیاتو لپاره د ګډې تصمیم نیونې پیاوړی ملاتړی و. د هغه لاندې، د «خاتم‌الانبیا» قرارگاه د ایران د پوځ «عقلي مغز» ته ورته اهمیت پیدا کړ.

د هغه مړینه په داسې شرایطو کې راغله چې د ایران او اسراییل ترمنځ کړکېچ مخ په زیاتېدو دی.

دې پېښې د ایران د دفاعي جوړښت لپاره یوه ستراتیژیکه تشه رامنځته کړې ده، په ځانګړې توګه داسې وخت کې چې ایران له متعددو سیمه‌ییزو او نړیوالو ګواښونو سره مخ دی.

سردار حسین سلامي

سردار حسین سلامي په ۱۳۳۹ کال کې د ایران د اصفهان ولایت په ګلپایگان ښار کې زیږیدلی دی. هغه په ۱۳۵۷ کال کې د ایران د اسلامي انقلاب له پیل سره سم، د تهران د علم او صنعت پوهنتون د میخانیک انجنیري په څانګه کې زده کړې پیل کړې. د ایراني رسنیو د رپوټ له مخې، له څو میاشتو وروسته، کله چې فرهنګي انقلاب او جګړې پیل شوې، هغه په ۱۳۵۹ کال کې د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي سره یو ځای شو.

100%

د ایران او عراق د جګړې په کلونو کې، سردار سلامي په عمده توګه د ایران په جنوبي جبهو کې فعال و. هغه د ۲۵ کربلا، ۱۴ امام حسین او د نوح سمندري قرارګاه په عملیاتو کې دنده ترسره کړه. همداراز، نوموړي په دغه وخت کې د کردستان په سیمو کې هم مهم نظامي مسوولیتونه درلودل.

د جګړې له پای وروسته، سردار سلامي د قوماندانۍ او مرکز په ښوونځي کې لوړې زده کړې وکړې او د مدیریت په برخه کې یې د اسلامي ازاد پوهنتون څخه ماسټري ترلاسه کړه. سربېره پر دې، هغه د تهران د علم او صنعت پوهنتون څخه هم فارغ شوی دی. هغه د سپاه د قوماندانۍ او مرکز په ښوونځي کې ښوونکی هم و.

مهمې دندې او مقامونه

د نوح سمندري قرارګاه د عملیاتو مسوول، د ایران-عراق جګړې پر مهال

د دفاعي مدیریت پوهنتون د قوماندانۍ ښوونځي بنسټګر او قوماندان،۱۳۷۱–۱۳۷۶د سپاه د ګډې درستیزوالۍ د عملیاتو مرستیال، ۱۳۷۶–۱۳۸۴

د سپاه د هوایي ځواک قوماندان، ۱۳۸۴–۱۳۸۸

د ایران ملي دفاع عالي پوهنتون د علمي پلاوي غړی

د سپاه د عمومي قوماندان مرستیال، ۱۳۸۸–۱۳۹۸

د سپاه د همغږۍ معاونت سرپرست،۱۳۹۷

د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي عمومي قوماندان، ۱۳۹۸–۱۴۰۴

د ایران مشر د هغه له وژل کېدو سملاسي وروسته احمد وحیدي د هغه ځایناستی ټاکلی دی.

احمد وحیدی څوک دی؟

احمد وحیدي، چې اصلي نوم یې احمد شاهچراغي دی، په ۱۳۳۷ کال کې په شیراز کې زېږېدلی دی. هغه خپل لیسانس د الکترونیک په رشته کې ترلاسه کړی او ماسټري یې په صنایع کې ده، همدارنګه د ستراتیژیکو علومو دکتورا لري. وحیدي د سپاه قدس لومړنی قوماندان و او د مجمع تشخیص مصلحت نظام ریښتینی غړی دی.

100%

وحیدي په ۱۳۵۹ کال کې د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي غړی شو او د ایران او عراق په جګړه کې د سپاه د لوړپوړو قوماندانانو له ډلې څخه ګڼل کېږي.

وحیدی په اطلاعاتو وزارت کې مهم رول درلود او د سپاه پاسداران د لوړپوړو مدیرانو له جملې دی. هغه د سپاه قدس قوماندان و له ۱۳۶۷ تر ۱۳۷۶ کالونو پورې، چې د دې سازمان لومړی قوماندان و، هغه د علي شمخاني تر امیرالبحرۍ لاندې په دفاع وزارت کې د طرحو او برنامو مرستیال و، او د سردار نجار په دوره کې چې د دولت نهم دفاع وزیر و، وحیدۍ د هغه ځای ناستی وټاکل شو.

سردار احمد وحیدي د محمود احمدي‌نژاد د حکومت په دولت کې د وسله‌والو ځواکونو استازی و چې د ایران د پنځه کلن پرمختیايي پلان په جوړولو کې یې برخه درلوده. په ۱۳۸۸ کال کې په لسم حکومت کې د دفاع او ملاتړ وزیر و، چې د پارلمان له خوا ورته د باور رایه ورکړل شوه.

همدارنګه، هغه د مجمع تشخیص مصلحت نظام د سیاسي، دفاعي او امنیتي کمېسیون مشر و.

علی شمخانی څوک و؟

علی شمخاني د ایران د اسلامي جمهوریت له جوړېدو راهیسې یوه مهمه نظامي او امنیتي څېره وه؛ له سمندري ځواک او جګړې له قوماندانۍ څخه نیولې تر ستراتیژيک او دیپلوماټي رول پورې چې په ګڼو حساسو تاریخي پېښو او مهمو پریکړو کې یې لاس درلود. هغه سړی چې ویل یې: «ټول هویت مې له دې انقلاب څخه دی او اوس هم ځان د انقلاب یو عسکر ګڼم»، خو داسې ښکاريده چې تل یې غوښتل له یوې ساده عسکرۍ نه لوړ مقام ولري.

100%

علی شمخاني لوړپوړی دیپلوماټ او د ایران د عالي امنیت شورا پخوانی مشر و.

د تابناک اژانس د رپوټ له مخې، علي شمخاني په یوه مرکه کې ویلي و، چې «زه د انقلاب زوی یم» او بیا یې دعوه وکړه چې د ایران د اتومي پروګرام ټولې چارې یې په لاس کې دي. له همدې امله د اسراییل تر رادار لاندې و.

په دې مرکه کې چې له «نور نیوز» سره شوې وه، هغه وویل: «نه مې احمدي‌نژاد ته رایه ورکړه، نه رئیسي ته، نه روحاني ته؛ هېڅکله. خو ما پزشکيان ته رایه ورکړه».

علی شمخاني؛ له منصورون ډلې تر سپاه پاسداران

شمخاني په ۱۳۳۴ کې په اهواز کې زېږېدلی دی. کله چې ۱۶ کلن و، د شاهنشاهي پر ضد د فعالیت له کبله ونیول شو. کله چې ۲۰ کلن و، د محسن رضايي، غلامعلي رشید، محمدباقر ذوالقدر، محمد جهان‌آرا، اسماعیل دقایقي او نورو سره د ۱۳۵۴ کال په لومړیو کې «منصورون» وسله واله ډله جوړه کړه. د ایران له انقلاب وروسته، شمخاني د سپاه پاسداران له بنسټګرو و.

رسول جعفریان په خپل کتاب «جریان‌ها و سازمان‌های سیاسی- مذهبی ایران» کې وايي چې د منصورون ډلې اصلي بنسټ په ۱۳۵۰ کې په خوزستان کې کېښودل شو او په ۱۳۵۴ کال کې د علی شمخاني او محسن رضايي په ګډون رسماً جوړ شو، نو شمخاني یې له لومړیو غړو څخه دی.

شمخاني د سپاه پاسداران له بنسټګرو څخه و او د ایران او عراق په جګړه کې د سپاه لوړپوړی قوماندان و.

د جګړې په پیل کې د سپاه خوزستان قوماندان و، له ۱۳۶۰ تر ۱۳۶۸ کلونو پورې د سپاه مرستیال او د ځمکني ځواکونو قوماندان و. هغه د اطلاعاتو او عملیاتو مرستیالیتوب هم درلود.

نږدې یو کال وروسته، د میرحسین موسوي په حکومت کې د سپاه پاسداران وزیر شو، ترڅو چې وزارت له دفاع وزارت سره یوځای شو. شمخاني له دې وروسته د پوځ قوماندان و، له ۱۳۶۸ تر ۱۳۷۶ پورې. په ۱۳۷۸ کال کې د «دریابان» رتبې ته لوړ شو (چې د سرلشکر سره برابره ده) او درې د فتح مډالونه یې ترلاسه کړل.

شمخاني او د ولسمشرۍ هڅه
په ۱۳۸۰ کې د ولسمشرۍ انتخاباتو کې یې برخه واخیسته خو له سختې ماتی سره مخ شو. اکبر هاشمي رفسنجاني په خپلو خاطراتو کې لیکلي چې شمخاني د سپاه قوماندانانو په مشوره په دې انتخاباتو کې برخه اخیستې وه. سره له دې چې له انتخاباتي ماتي وروسته اصلاح‌طلبانو ورسره د ګډون مخالفت وکړ، هغه د اصلاحاتو په حکومت کې بیا د دفاع وزیر پاتې شو.

د تابناک د رپوټ له مخې، شمخاني لومړنی وزیر دی چې د خلیج له عربي هېوادونو سره د اړیکو پراختیا کې د پام وړ رول لوبولی او د سعودي پادشاه له خوا یې لوړترین دولتي مډال (عبدالعزیز) ترلاسه کړی دی.

په ۱۳۹۲ کال کې د عالي امنیت شورا منشي وټاکل شو. هغه د حسن روحاني له خوا د سعید جلیلي ځای ناستی و، چې اصولګري او د اتومي مذاکرو مخکینی مذاکره کوونکی و.

حسن روحاني په ۱۴۰۳ کال کې یادونه وکړه چې لومړي دوه کسان یې علی‌اکبر ناطق‌نوري او محمد فروزنده وړاندیز کړي وو، خو هغوی له وړاندیز انکار وکړ، نو شمخاني یې وټاکه، که څه هم د ایران رهبري په پیل کې مخالفت درلود.

شمخاني درې ځله واده کړی دی. دوه زامن او یوه لور ترې پاتې دي. د هغه کورنۍ د ایران د سیاسي او اقتصادي چارو سره تړاو لري، چې کله کله د شفافیت نشتوالي په اړه نیوکې ورباندې کېدې.

هغه په اهواز کې زیږیدلی و. هغه د خلکو په خوځښتونو کې برخه اخیستې او د ایران له انقلاب وروسته یې په مهمو نظامي او سیاسي دندو کې کار کړی دی.هغه د لوړو پوځي زده کړو (دافوس) ترڅنګ د اهواز له چمران پوهنتون څخه د انجنیري سند او د مدیریت ماسټرۍ سند ترلاسه کړی دی.

د نظامي او سیاسي فعالیتونو تاریخچه

د ایران-عراق جګړې پر مهال د سپاه پاسداران د جګړې یو له مهمو قوماندانانو و.

له۱۳۵۸ څخه تر ۱۳۶۰ کال پورې د خوزستان د سپاه قومندان و.

له۱۳۶۰ څخه تر ۱۳۶۸ پورې د سپاه پاسداران د قومندان مرستیال و، او له ۱۳۶۵ څخه تر ۱۳۶۸ پورې د سپاه د سمندري ځواک قوماندان و.

له۱۳۶۷ څخه تر ۱۳۶۸ پورې د سپاه وزیر و.

له۱۳۶۸ څخه تر ۱۳۷۶ پورې د پوځ د سمندري ځواک قوماندان و او هم مهاله د سپاه د سمندري ځواک قوماندان پاتې شو.

له۱۳۷۶ کال وروسته په دولتونو کې د دفاع وزیر و.

په ۱۳۷۸ کال کې یې د "دریاباني" (سرلشکرۍ) درجه ترلاسه کړه.

د دریو «فتح» میډالونو خاوند و چې د ایران د رهبر له لوري ورکړل شوي دي.

په ۱۳۸۸ کال کې د ایران د عالي امنیت شورا منشي شو.

په ټوله کې د اسراییل بریدونه، چې تلل ابیب وايي ښايي وغځیږي، د ایران لپاره خورا مرګوني ثابت شوي او د پوځي مشرتابه له لاسه ورکول د تهران لپاره اسانه او زر جبرانوونکي نه ښکاري. سره له دې چې تهران نوي ځایناستي ټاکلي، خو دا پېښې د ایران د پوځ او ځواکونو پر عمومي روحیه بې اغیزې نه دي.

د تهران ختیځ کې چاودنې؛ اسراییل په ایران هوايي بریدونه کړي

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۳ جون ۲۰۲۵، ۰۱:۲۷ GMT+۱

د ایران پلازمېنې تهران په شمال ختیځ کې د چاودنو راپورونه ورکړل شوي دي، چې د ایران دولتي خبري اژانس نور نیوز لخوا تایید شوي دي.

چې د اکسوس خبري اژانس د دوه بې نومه سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د اسراییل هوایي ځواک د ایران په ځینو برخو کې بریدونه ترسره کړي دي.

اسراییل پوځ تراوسه پورې د دې بریدونو په اړه رسمي تایید نه دی کړی.

د دې پېښې په اړه نور معلومات ژر تر ژره وړاندې کیږي.

یوه افغانه مېرمن د فنلنډ د «۲۰۲۵ کال غوره کډواله» ونومول شوه

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۳ جون ۲۰۲۵، ۰۱:۱۵ GMT+۱

د فنلنډۍ رسنیو د راپورونو له‌مخې؛ د فنلنډ د کډوالو شورا د حمیرا په نوم د دغه هېواد د ټامپیر ښار یوه افغانه اوسېدونکې د «۲۰۲۵ کال د غوره کډوالې» په توګه نومولې ده.

مېرمن حمیرا په افغانستان کې زېږېدلې او په ۲۰۰۳ کال کې هغه مهال چې ۱۵ کلنه وه، فنلنډ ته کډواله شوې ده.

نوموړې له خپلې مور او څلورو وروڼو سره د کورنۍ يوځای‌کېدو پروګرام له لارې دغه هېواد ته تللې ده. د هغې خپل پلار څو کاله مخکې د پناه‌‌غوښتونکي په توګه فنلنډ ته تللی و.

هغې ویلي، خوشاله ده چې ویې کړای شول د افغان ښځو له سخت وضعیت نه یې ځان ژغورلی او په فنلنډ کې یې د زده‌کړو او پرمختګ فرصت موندلی دی.

حمیرا د ټامپیر په ښار کې لويه شوې، فنلنډي ژبه یې زده کړې او له یوه ښوونیز مرکز څخه د روغتیاپالې په توګه فارغه شوې ده.

دا مهال یاده افغانه مېرمن له خپل خاوند او درېیو ماشومانو سره په ټامپیر ښار کې ژوند کوي او د لومړنیو زده‌کړو په برخه کې د ماشومانو د ښوونکې په توګه د رسمي دندې سربېره، په ​​رضاکارانه فعالیتونو کې هم برخه اخلي.

نوموړې له څه باندې ۱۰ کلونو راهیسې د پناه‌‌غوښتونکو او کډوالو د ملاتړ لپاره کار کوي.

نوموړې د نجونو د پوهاوي، روغتیا او د ښځو حقونو په ګډون بېلابېلو برخو کې فعالیت لري.

هغې زیاته کړې: «کله چې یو څوک زما سترګو ته ګوري، مُسکا راته کوي او مننه کوي، ډېر ښه احساس کوم. دا مهمه نه ده چې خلک له کوم ځایه راغلي، د دوی د پوستکي رنګ یا دین څه دی، زه غواړم مرسته ورسره وکړم.»

هغه وايي، چې اوس د کال د غوره پناه‌‌غوښتونکې په توګه یې اصلي دنده دا ده چې د افغان ښځو سخت ته پاملرنه وکړي.

دې وویل: «په افغانستان کې حیوانات تر ښځو ډېر حق لري. ښځې اجازه نه‌لري چې په ټولنه کې خبرې وکړي، باید پټې وي او له اجازې یا د یو نارینه له ملتیا پرته نه‌شي وتلای. زه غواړم د دې ښځو غږ واوسم او پرې نه ږدم چې نړۍ هغوی هېرې کړي.»