د اسراییل پوځ: زموږ هدف د ایران د رژیم بدلول نهدي

د اسراییل پوځ وايي، سره له دې چې ځینې ګومانونه د ایران د اسلامي جمهوریت د نسکورولو په اړه موجود دي، خو د دوی د وروستیو بریدونو هدف د ایران رژیم تغییر نهدی. د اسراییلي پوځ په وینا، دوی یوازې پر هغو تاسیساتو بریدونه کوي چې د دوی د هېواد پر ضد د برید لپاره ترې استفاده کېږي.
په ورته وخت کې د ایران د پخوانۍ شاهي کورنۍ غړی شهزاده رضا پهلوي له فاکسنیوز سره په یوه مرکه کې ویلي چې روانه جګړه د ایران د خلکو جګړه نه ده، بلکې د علي خامنهيي جګړه ده چې هېواد یې دې مرحلې ته رسولی دی.
هغه زیاته کړه: «رژیم له ۴۰ کلونو راهیسې د 'مرګ پر امریکا' او 'مرګ پر اسراییل' شعارونه ورکوي، خو خلک وایي چې زموږ اصلي دښمن دلته دننه دی».
پهلوي وویل چې اوس نړیوالې رسنۍ، عامه افکار او بهرني حکومتونه د ایران خلک د رژیم له مشرتابه څخه ډېر ښه جلا کوي. دی وایي حللاره د ایران خلک دي، نه له یو داسې رژیم سره خبرې چې د باور وړ نهدی.
