نتنیاهو: د ایران پر ضد عملیاتو کې مو اټومي ساینسپوهان، میزایلونه او رادارونه له منځه وړي

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، چې د ایران د اټومي او توغندیز پروګرام پر ضد روانو عملیاتو کې یې مهم پوځي او علمي اهداف له منځه وړي او دا بریدونه لا هم روان دي.
نتنیاهو په یوه انلاین خبري کنفرانس کې وویل، تر دې دمه د ایران لس لوړپوړي اټومي ساینسپوهان وژل شوي او ګڼې سنټرفیوژ جوړوونکې فابریکې ویجاړې شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د نطنز یورانیم غني کوونکي مرکز ته "شدید زیان" رسول شوی او نور اټومي هدفونه هم په منظم ډول له منځه وړل کېږي.
د ده په وینا، اسراییلي ځواکونو سلګونه بالیستیک توغندي، تولیدي فابریکې، توغندي توغوونکي، درې ایراني جنرالان او د ایران د هوايي دفاع شبکه "یوه په بله پسې" له منځه وړې ده.
نتنیاهو وویل: «موږ د تهران فضا تر کنټرول لاندې راوستې، د هوا له لارې مو ځان ته لاره خلاصه کړې او د غرب ایران دفاعي سیستم مو له منځه وړی دی.»
هغه ادعا وکړه، چې د ایران نیمایي بېپیلوټه الوتکې (UAVs) هم تباه شوي، مهم رادارونه، د حکومت ټلوېزیون، نظامي قرارګاوې او نور ستر حکومتي اهداف مو په نښه کړي دي.
نتنیاهو زیاته کړه: «موږ خلک تخلیه کوو او خلک سیمه پرېږدي. موږ د بریا پر لور روان یو او ایران هم دا درک کړې ده.»
