عراقچي: پر تهران برید د امریکا او ایران ترمنځ اټومي خبرې اترې سبوتاژ کړي دي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي، چې د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په قصدي ډول له امریکا سره د اټومي پروګرام پر سر د خبرو اترو د مخنیوي لپاره پر ایران برید وکړ.
هغه پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، « د نتنیاهو له خوا پر ایران د جرمي برید موخه چې په کې سلګونه بې ګناه ملکي وګړي ووژل شول، د ایران او امریکا تر منځ د هغه تړون ماتول وو چې موږ یې د ترلاسه کولو لپاره په درست لوري روان وو.»
عراقچي زیاته کړې، « که چېرې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ډیپلوماسۍ په اړه ریښتینی وي او د دې جګړې په بندولو کې لېوالتیا ولري، نو راتلونکي ګامونه به پایلې ولري.»
عراقچي وړاندې لیکي: «د نتنیاهو په څېر د یو چا د خولې بندولو لپاره د واشنګټن څخه یو ټلیفون ته اړتیا ده، دا ممکن ډیپلوماسۍ ته د بېرته راستنېدو لپاره لاره هواره کړي.»
