نتنیاهو: موږ پر بسیج برید کړی او د ایران غیرمعمولي وسلې مو په نښه کړې دي

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د پنجشنبې په ورځ د کان دولتي شبکې سره په مرکه کې وویل چې د اسراییل پوځ «په سیستماتیک ډول» د ایران د وسلو یو لړ سیسټمونه په نښه کوي، چې غیر متعارف (غیري دوديزې وسلې) په کې شاملې دي.
بسیج د سپاه پاسداران نظامي څانګه ده او غیرې متعارف وسلو څخه یې موخه کيمياوي، بيولوژيکي یا اټومي وسلې دي.
نتنیاهو وویل چې اسراییل د بسیج ځواکونه په نښه کوي، چې د سپاه پاسداران ځواکونه دي، چې په ایران کې د لاریونونو د ځپلو له امله پیژندل کیږي.
هغه وويل: «موږ پر بسیج هم برید کړی دی. دا یو میلیوني کورنی امنیتي ځواک دی. موږ ورته درانه زیانونه اړولي او خپلو بریدونو ته به دوام ورکړو.»
د اسراییل لومړي وزیر ټینګار وکړ: «موږ هر څه چې لازم وي کوو او نور اقدامات هم پر لار دي.»
نتنیاهو وویل، چې له ایران سره جګړه به د هغو پاتې برمته شویو کسانو د بېرته راوستلو کې مرسته وکړي چې د حماس له خوا په غزه کې ساتل کېږي.
هغه زیاته کړه: «یوازنی واقعي عامل چې په غزه کې د جګړې د پای ته رسېدو مخه نیسي، همدغه برمته شوي کسان دي او زموږ عملیات به د نیول شویو کسانو په بیا ستنېدو کې مرسته وکړي؛ ځکه حماس پر ایران تکیه لري.»
