ایراني لوړپوړی چارواکی: د ایران لپاره د اسراییل پلان ناکام شو

د ایران لوړ پوړی چارواکی محسن رضايي وايي، اسراییل غوښتل چې د لوړ پوړو پوځي مشرانو په وژلو سره په هېواد کې ګډوډي رامینځته کړي، خو مهم پلان یې شنډ شو.
د الجزیرې تلویزون د راپور له مخې، رضايي زیاته کړې، «اسراییلیانو په بل پړاو کې اراده درلوده چې ایران په دوهمه سوریه بدل کړي او هغه د لسو کلونو لپاره ناامنۍ ته وغورځوي.»