پاکستان افغان موټرچلوونکو ته په ټیټه بیه یوه کلنه ویزه ورکوي

په کابل کې د پاکستان سفارت ویلي، چې د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ د ټرانسپورټي اړیکو د اسانتیا په موخه پاکستان افغان موټرچلوونکو ته په ټیټ قیمت د یوې کلنې ویزې د ورکړې پرېکړه کړې ده.

په کابل کې د پاکستان سفارت ویلي، چې د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ د ټرانسپورټي اړیکو د اسانتیا په موخه پاکستان افغان موټرچلوونکو ته په ټیټ قیمت د یوې کلنې ویزې د ورکړې پرېکړه کړې ده.
په کابل کې د پاکستان سفارت د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۳۰مه) پر اېکسپاڼه لیکلي، چې د پاکستان حکومت پرېکړه کړې، چې افغان موټر چلوونکو او ټرانسپورټي شرکتونو ته د یو کال اعتبار لرونکي ویزه ورکوي.
د پاکستان د سفارت د معلوماتو له مخې، پر دغه یو کلنه ویزه افغان موټرچلوونکي پاکستان ته څوځله تګ راتګ کولی شي.
د پاکستان سفارت ویلي چې د دغه ویزې لپاره یې بیه په امریکایي ډالرو ټاکلې ده، چې هره ویزه سل امریکایي ډالره ده.
په کابل کې د اسلام اباد سفارت ویلي، چې د دغه ډول ویزې ترلاسه کولو لپاره د پاسپورټ سایز عکس، د پاسپورټ کاپي، پیژندپاڼه، د راجسټر شوي ټرانسپورټي شرکت له لورې رسمي لیک او د موټر چلولو جواز (لایسنس) اړین دي.
د پاکستان حکومت ویلي، چې د افغان موټرچلوونکو لپاره به دا نوې اسانتیا د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ اړیکې لا پیاوړې کړي.


د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې (UNDP) په یوه تازه راپور کې خبرداری ورکړی، چې له ایران او پاکستان څخه د درې مېلیونه افغان کډوالو د ستنېدو بهیر او همداراز په ګاونډیو هېوادونو کې نږدې ۸.۹ مېلیونه افغان کډوال له روغتیایي کړکېچونو سره مخ دي.
د (غبرګولي ۳۰مه) د کډوالو نړۍوالې ورځې په مناسبت د یاد سازمان په راپور کې راغلي، چې بې وزلي، پرلهپسې بې ځایه کېدل، ساري ناروغۍ، اقلیمي خطرونه او د درملنې د وسایلو کمښت د کوربه ټولنو او افغانستان ته د تازه ستنو شویو وګړو لپاره روغتیایي خدماتو ته لاسرسی ستونزمن کړی.
همدا راز زیاته شوې، چې دغه حالت په سیمه کې د روغتیايي امنیت ګواښ هم ډېر کړی دی.
اندېښمنوونکې شمېرې
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د ۲۰۲۴ کال تر ډسمبر تر میاشتې پورې شمېرې ښيي، چې نږدې ۸.۹ مېلیونه افغانان په ایران او پاکستان کې اوسېږي.
د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې، د دغو هېوادونو لهخوا پر افغانان کډوالو د نويو محدودیتونو، اقتصادي فشارونو او بدلېدونکې ټولنیزې فضا له امله تر درې مېلیونه زیات افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي، چې اکثره یې داسې سیمو ته تللي چې اوس په کې تر سختو فشارونو لاندې دي.
د روغتیايي نظامونو فشار
د ملګرو ملتونو پراختیايي سازمان موندلې، چې په ۲۰۲۴ کال کې ایران د سل (توبرکلوز) د فعالې پېژندنې لپاره نږدې ۹۸ زره هغه وګړي وازمایل چې له افغانانو سره یې نږدې اړیکه لرله.
له دې ډلې، ۵۶ تنه ایراني وګړي د توبرکلوز پر ناروغۍ اخته پېژندل شوي دي.
ژبني خنډونه، بېوزلي، د مېشتېدو ناڅرګند حقوقي وضعیت او ټولنیز طرد د ټوبرکلوز، اېډز، رواني روغتیا او نورو حیاتي برخو کې خدمتونو ته د لاسرسي مخه نیسي.
همداراز، پرلپسې بې ځایه کېدو د درملنې لړۍ ټکنۍ کړې او د ساري ناروغیو د خپرېدو خطر یې هم زیات کړی دی.
نوې ډیجیټلي حل لارې
یاد سازمان د اېډز، توبرکلوز او ملاریا سره د مبارزې نړۍوال صندوق په ملاتړ د څو اسیایي هېوادونو د ګډ پروګرام په اډانه کې د موبایل یو داسې اپلکېشن جوړ کړی، چې ان په کم انټرنېټ لرونکو سیمو کې هم کار کوي.
دا وسیله روغتیايي کارکوونکو ته دا زمینه برابروي، چې ناروغان تعقیب، راجع او اړونده معلومات ورسره شریک کړي؛ تر څو هېڅ ناروغ له پولو څخه د تېرېدو پر مهال بې درملنې پاتې نشي.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي سازمان د یوې پروژې کارپوه ډاکتر اکمل نصرت ویلي: «دا سرحدي ډیجیټلي وسیله د څو هېوادونو د توبرکلوز پروګرام له بریالیو تجربو څخه ده. دا وسیله د ایران او پاکستان سرحدي مرکزونو کې کارول کېږي او نه یوازې راستنېدونکي؛ بلکې داخلي بې ځایه شوي کسان هم تر پوښښ لاندې راولي».
راپور پای ته رسوي، چې افغان بې ځایه شویو وګړو ته روغتیايي خدمتونو ته عادلانه او دوامداره لاسرسی نه یوازې یوه اخلاقي اړتیا ده؛ بلکې د ټولې سیمې د عامې روغتیا یو مهم اړخ هم دی.

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال سلام حنفي ویلي، هېڅ فرد او هېواد ته به اچازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د ګاونډیو یا هم نورو بهرنیو هېوادونو پر ضد وکاروي. هغه دغه څرګندونې په چین کې د یوه نندارتون پر مهال کړې دي.
د طالبانو تر واک لاندې د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، چې عبدالسلام حنفي د پنجشنبې په ورځ د (غبرګولي ۲۹مه) د چین او سوېلي اسیا نهم نړۍوال نندارتون کې د وینا پر مهال همدا راز د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو په برخه کې د سیمې له هېوادونو سر پر همکارۍ ټینګار وکړ.
د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال په وینا؛ افغانستان د چین په ګډون د سوېلي اسیا هېوادونو سره د کانونو استخراج، انرژۍ، ټرانزیټ، ټکنالوژۍ او سوداګرۍ په برخو کې همکارۍ ته لېواله دی.
سلام حنفي همدا راز د خپلې وینا پر مهال یادونه کړې، چې طالبانو په افغانستان کې عمومي بخښنه کړې او سرتاسري امنیت یې هم ټینګ کړی دی.
د هغه دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې په افغانستان کې هره ورځ د پخواني جمهوري نظام امنیتي منسوبین ځورل کېږي، زنداني کېږي او ان وژل کېږي. همدا راز په بېلابېلو ولایتونو کې جنایي پېښې ډېرې شوې دي.
طالبان چې له چین او مرکزي اسیا هېوادونو سره یې ګوتې خوږې کړې، غواړي په سیمه کې خپل اقتصادي او سوداګریز رول فعال وساتي؛ خو د دغه ډلې په رسمیت نه پېژندل یې پر وړاندې ستر خنډ دی.
که څه هم طالبان له خپلو ګاونډیانو او ځینو نورو اسلامي هېوادونو سره د ښو اړیکو یادونه کوي؛ خو لا تر اوسه یې هېڅوک هم په رسميت نه پېژني.

د خبریالانو مرکز د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې په تخار ولایت کې د طالبانو یوې ابتدایه محکمې په دغه ولایت کې درې سیمهییز خبریالان چې له هېواده بهر د یوې رسنۍ سره د همکارۍ په تور نیول شوي وو؛ بې ګناه اعلان کړل.
د دغه مرکز په وینا؛ نصرت الله ابراهیمي، منیر هدف او اسدالله تیمور له یوې میاشتې څخه زیات د طالبانو په بند کې وو.
یوې سیمهییزې سرچینې د افغان خبریالانو مرکز ته ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۸مه) د تخار په مرکز تالقان ښار کې د طالبانو د ښاري محکمې لومړنۍ غونډه د هغو درېیو خبریالانو د قضیې په اړه چې د افغانستان انټرنشنل ټلویزیون لپاره د راپور ورکولو په تور نیول شوي وو؛ په عام محضر کې ترسره شوه، چې خبریالان او د هغوی ځینو خپلوانو او وکیلانو هم پکې ګډون کړی و.
د سرچینې په وینا؛ د محکمې قاضي د دغو خبریالانو چې په ضمانت خوشې شوي وو، د برائت او خوشې کولو پرېکړه صادر کړه.
د افغان خبریالانو مرکز وايي، چې له دې ډلې دوه خپلواک خبریالان منیر هدف او اسدالله تیمور (د غویي په ۱۵مه) او د اریانا نیوز خبریال نصرت الله ابراهیمي (د غویي په ۱۶مه) په تخار ولایت کې نیول شوي وو.
دغه خبریالانو له درېیو اونیو څخه زیات د طالبانو په امنیه قوماندانۍ او تالقان زندان کې بندیان وو او بیا د نورو څېړنو لپاره په تخار کې د دغې ډلې د استخباراتو مرکزي دفتر ته ولېږدول شول او د ۱۵ ورځو لپاره د استخباراتو په بند کې وو.
د افغان خبریالانو مرکز وایي، چې په تخار کې د دغه درېیو خبریالانو نیونه ناقانونه وه.
د افغان خبریالانو مرکز وايي، چې لږ تر لږه لس نور خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د طالبانو لهخوا نیول شوي او په زندان کې د بند سزا تېروي. له دې ډلې شپږ کسان د اوو میاشتو څخه تر درېیو کلونو پورې د بند په سزا محکوم شوي دي.
دغه مرکز له طالبانو غوښتي، چې نور خبریالان هم ژر تر ژره او بې له قید او شرطه خوشې کړي.

يو افغان چې وايي د امريکايي پوځ لپاره يې د ژباړونکي په توګه په افغانستان کې کار کړی، دا مهال د امريکا د کډوالو او ګمرکي چارو پلي کوونکې ادارې( اې سي یي)له خوا نیول شوی دی.
د هغه وکيل براین میک ګولډریک وايي، موکل يې اوس په امريکا کې د پناه غوښتنه کوي، ځکه چې وايي طالبانو يې ژوند ته ګواښ پېښ کړی.
دغه افغان، چې هويت يې د امنيتي دلايلو له امله نهدی په ډاګه شوی، وايي چې له امريکايي پوځ سره يې په افغانستان کې همکاري کړې او اوس یې په هېواد کې ژوند ته ګواښ پېښ دی.
خو د امریکا د کورني امنيت وزارت( ډي ایچ ایس ) دا ادعا رد کړې او ويلي يې دي چې د دغه کس له خوا د امريکا حکومت سره د همکارۍ کوم مستند ثبوت نهدی موندل شوی.
د دغه افغان وکيل د سياېناېن له خبريالې، لاورا کوټس سره په مرکه کې ويلي چې موکل يې له افغانستان څخه وتلی، ځکه چې طالبانو دده له امله چې په افغانستان کې یې له امریکایي ځواکونو سره همکاري کړې وه، دده ورور وواژه او د دغه ژباړونکي ژوند ته هم ګواښ پېښ وو.
نوموړی زياتوي، چې اوس دی غواړي قانوني پناه ترلاسه کړي، خو د کډوالو د ادارې له خوا نیول شوی دی.
وکيل ادعا کوي چې موکل يې مستحق دی چې د پناه غوښتنې قضيه يې جدي وڅېړل شي، ځکه چې د امريکا لپاره يې کار کړی او اوس یې ژوند ته جدي ګواښ پېښ دی.
د دغه موضوع په اړه لا هم دامریکا د کورني امنیت وزارت له لوري پلټنې روانې دي، او د ياد افغان برخليک تر دې دمه روښانه نهدی.

د افغانستان د وروستي جمهوري دولت ولسمشر محمد اشرف غني په یو پوډکاست کې ویلي، چې په افغانستان کې د سړکونو په پروژو کې لومړیتوبونو ته پام نه دی شوی او په خپلسري ډول پلې شوي. د نوموړي په خبره، چې له امله یې د سړکونو جوړولو په پروژو کې په بېلا بېل ډولونو فساد ته زمینه برابره شوې وه.
د افغانسان د وروستي جمهوري دولت ولسمشر محمداشرف غني په افغانستان کې د سړکونو په تړاو خپل دغه پوډکاسټ کې زیاتوي، چې د طالبانو له لومړۍ دورې وروسته جمهوري دوره کې د هېوادونو له لورې د سړکونو جوړولو په برخه کې د ټولو تجربې خرابې وې.
ښاغلي غني ویلي:« بدترینه امریکا وه او اساس یې د کابل ـ کندهار سړک کېښودل شو. د دغه پروژې ښه والی په دې کې و، چې ولسمشر بوش توجه درلوده او پوښتنه یې کوله. بدې یې دا شوله چې مخکې له هغه د دوشي ـ مزار شریف سرک په ډیر ښه کیفیت موږ یو کیلومتر په ۱۴۰ زره ډالرو جوړاوه خو دا قیمت لوړ شو ۴۵۰زره ډالرو ته ورسید.»
د هغه په خبره، چې د حامد کرزي د حکومت په دوهمه دوره کې افغانستان ته د سړکونو جوړولو لپاره ډیرې پیسي راغلې؛ خو دا پېسې برباد لاړې «سلهاو کیلومټره سړکونه په ځينې ولایوتونو کې جوړ شول، پرته له دې چې دا وټاکل شي، دایې لومړی ضرورت دی؟»
ښاغلي غني ویلي، چې د سړک جوړول د امنیت سره تړل شوې و او دغې مسلې فساد ته لاره جوړه کړه: «یوه فلسفه راغله چې چېرې چې سړک دی، هلته به امنیت راځي او یوه مسله جوړه شوله چې څنگه د سړکونو امنیت وساتي او دا یې یوه بله د فساد موضوع جوړه کړله.»
د ښاغلي غني په خبره، چې د سړکونو د امنیت ساتلو په موضوع کې زيات مصارف او بېلابېل قومندانان او جنګ سالاران داخل شو؛ خو دوی نه غوښتل چې پروژې په سم ډول پلي شي.
محمد اشرف غني زیاتوي د هغه مفکورې له عام کېدو وروسته چې باید د سړکونو جوړولو پروژې خصوصي سکټور ته ورکول شي، د سړکونو جوړولو کیفیټ ټیټ او فساد ډیر شو.
هغه ویلي: « ملګرو ملتونو سکتور، خارجي سکتور د کوریایانو غوندې، چې واقعا هغه وخت امنیت و په انتقالي دورې کې، ډېر سم کار کاوه، له میدان نه ووتل او نور قراردادیان په عظیم فساد کې وو او یو مثال یې دا دی چې حلقوي سړک کې دوی کار نه کاوه، اما پيسې یې غوښتې، او قیمت یې د دې یو کیلومټر یو میلیون ډالر او حتی ځینو ځایونو کې تر دوو میلیونو ډالرو و.»
په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان د سړکونو جوړول او د امنیت ټېنګښت د حکومت، نړیوالو مرستندویانو او قراردادي شرکتونو لپاره تر ټولو لویې ننګونې وې.
د اوږدې جګړې، ناامنیو، اداري فساد او سیاسي بېثباتۍ له امله دا چارې ډېر وخت یا نیمګړې پاتې شوې، یا هم په ټيټ کیفیت بشپړې شوې، چې وروسته بیا تخریب شوي.