• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: مېلیونونه افغان کډوال له روغتیايي او اقلیمي کړکېچ سره مخ دي

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۰ جون ۲۰۲۵، ۰۹:۱۶ GMT+۱

د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې (UNDP) په یوه تازه راپور کې خبرداری ورکړی، چې له ایران او پاکستان څخه د درې مېلیونه افغان کډوالو د ستنېدو بهیر او همداراز په ګاونډیو هېوادونو کې نږدې ۸.۹ مېلیونه افغان کډوال له روغتیایي کړکېچونو سره مخ دي.

د (غبرګولي ۳۰مه) د کډوالو نړۍوالې ورځې په مناسبت د یاد سازمان په راپور کې راغلي، چې بې وزلي، پرله‌پسې بې‌ ځایه کېدل، ساري ناروغۍ، اقلیمي خطرونه او د درملنې د وسایلو کمښت د کوربه ټولنو او افغانستان ته د تازه ستنو شویو وګړو لپاره روغتیایي خدماتو ته لاسرسی ستونزمن کړی.

همدا راز زیاته شوې، چې دغه حالت په سیمه کې د روغتیايي امنیت ګواښ هم ډېر کړی دی.

اندېښمنوونکې شمېرې

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د ۲۰۲۴ کال تر ډسمبر تر میاشتې پورې شمېرې ښيي، چې نږدې ۸.۹ مېلیونه افغانان په ایران او پاکستان کې اوسېږي.

د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې، د دغو هېوادونو له‌خوا پر افغانان کډوالو د نويو محدودیتونو، اقتصادي فشارونو او بدلېدونکې ټولنیزې فضا له امله تر درې مېلیونه زیات افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي، چې اکثره یې داسې سیمو ته تللي چې اوس په کې تر سختو فشارونو لاندې دي.

د روغتیايي نظامونو فشار

د ملګرو ملتونو پراختیايي سازمان موندلې، چې په ۲۰۲۴ کال کې ایران د سل (توبرکلوز) د فعالې پېژندنې لپاره نږدې ۹۸ زره هغه وګړي وازمایل چې له افغانانو سره یې نږدې اړیکه لرله.

له دې ډلې، ۵۶ تنه ایراني وګړي د توبرکلوز پر ناروغۍ اخته پېژندل شوي دي.

ژبني خنډونه، بې‌وزلي، د مېشتېدو ناڅرګند حقوقي وضعیت او ټولنیز طرد د ټوبرکلوز، اېډز، رواني روغتیا او نورو حیاتي برخو کې خدمتونو ته د لاسرسي مخه نیسي.

همداراز، پرلپسې بې‌ ځایه کېدو د درملنې لړۍ ټکنۍ کړې او د ساري ناروغیو د خپرېدو خطر یې هم زیات کړی دی.

نوې ډیجیټلي حل‌ لارې

یاد سازمان د اېډز، توبرکلوز او ملاریا سره د مبارزې نړۍوال صندوق په ملاتړ د څو اسیایي هېوادونو د ګډ پروګرام په اډانه کې د موبایل یو داسې اپلکېشن جوړ کړی، چې ان په کم‌ انټرنېټ لرونکو سیمو کې هم کار کوي.

دا وسیله روغتیايي کارکوونکو ته دا زمینه برابروي، چې ناروغان تعقیب، راجع او اړونده معلومات ورسره شریک کړي؛ تر څو هېڅ ناروغ له پولو څخه د تېرېدو پر مهال بې درملنې پاتې نشي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي سازمان د یوې پروژې کارپوه ډاکتر اکمل نصرت ویلي: «دا سرحدي ډیجیټلي وسیله د څو هېوادونو د توبرکلوز پروګرام له بریالیو تجربو څخه ده. دا وسیله د ایران او پاکستان سرحدي مرکزونو کې کارول کېږي او نه یوازې راستنېدونکي؛ بلکې داخلي بې‌ ځایه شوي کسان هم تر پوښښ لاندې راولي».

راپور پای ته رسوي، چې افغان بې ‌ځایه شویو وګړو ته روغتیايي خدمتونو ته عادلانه او دوامداره لاسرسی نه یوازې یوه اخلاقي اړتیا ده؛ بلکې د ټولې سیمې د عامې روغتیا یو مهم اړخ هم دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

سلام حنفي: هېڅ فرد او ډلې ته اجازه نه ورکوو، چې د افغانستان خاوره د بل پر ضد وکاروي

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۰ جون ۲۰۲۵، ۰۶:۰۰ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال سلام حنفي ویلي، هېڅ فرد او هېواد ته به اچازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د ګاونډیو یا هم نورو بهرنیو هېوادونو پر ضد وکاروي. هغه دغه څرګندونې په چین کې د یوه نندارتون پر مهال کړې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، چې عبدالسلام حنفي د پنجشنبې په ورځ د (غبرګولي ۲۹مه) د چین او سوېلي اسیا نهم نړۍوال نندارتون کې د وینا پر مهال همدا راز د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو په برخه کې د سیمې له هېوادونو سر پر همکارۍ ټینګار وکړ.

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال په وینا؛ افغانستان د چین په ګډون د سوېلي اسیا هېوادونو سره د کانونو استخراج، انرژۍ، ټرانزیټ، ټکنالوژۍ او سوداګرۍ په برخو کې همکارۍ ته لېواله دی.

سلام حنفي همدا راز د خپلې وینا پر مهال یادونه کړې، چې طالبانو په افغانستان کې عمومي بخښنه کړې او سرتاسري امنیت یې هم ټینګ کړی دی.

د هغه دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې په افغانستان کې هره ورځ د پخواني جمهوري نظام امنیتي منسوبین ځورل کېږي، زنداني کېږي او ان وژل کېږي. همدا راز په بېلابېلو ولایتونو کې جنایي پېښې ډېرې شوې دي.

طالبان چې له چین او مرکزي اسیا هېوادونو سره یې ګوتې خوږې کړې، غواړي په سیمه کې خپل اقتصادي او سوداګریز رول فعال وساتي؛ خو د دغه ډلې په رسمیت نه پېژندل یې پر وړاندې ستر خنډ دی.

که څه هم طالبان له خپلو ګاونډیانو او ځینو نورو اسلامي هېوادونو سره د ښو اړیکو یادونه کوي؛ خو لا تر اوسه یې هېڅوک هم په رسميت نه پېژني.

د خبریالانو مرکز: د طالبانو محکمې د درېیو خبریالانو د خوشې کولو امر کړی

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۰ جون ۲۰۲۵، ۰۵:۰۳ GMT+۱

د خبریالانو مرکز د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې په تخار ولایت کې د طالبانو یوې ابتدایه محکمې په دغه ولایت کې درې سیمه‌ییز خبریالان چې له هېواده بهر د یوې رسنۍ سره د همکارۍ په تور نیول شوي وو؛ بې ګناه اعلان کړل.

د دغه مرکز په وینا؛ نصرت الله ابراهیمي، منیر هدف او اسدالله تیمور له یوې میاشتې څخه زیات د طالبانو په بند کې وو.

یوې سیمه‌ییزې سرچینې د افغان خبریالانو مرکز ته ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۸مه) د تخار په مرکز تالقان ښار کې د طالبانو د ښاري محکمې لومړنۍ غونډه د هغو درېیو خبریالانو د قضیې په اړه چې د افغانستان انټرنشنل ټلویزیون لپاره د راپور ورکولو په تور نیول شوي وو؛ په عام محضر کې ترسره شوه، چې خبریالان او د هغوی ځینو خپلوانو او وکیلانو هم پکې ګډون کړی و.

د سرچینې په وینا؛ د محکمې قاضي د دغو خبریالانو چې په ضمانت خوشې شوي وو، د برائت او خوشې کولو پرېکړه صادر کړه.

د افغان خبریالانو مرکز وايي، چې له دې ډلې دوه خپلواک خبریالان منیر هدف او اسدالله تیمور (د غویي په ۱۵مه) او د اریانا نیوز خبریال نصرت الله ابراهیمي (د غویي په ۱۶مه) په تخار ولایت کې نیول شوي وو.

دغه خبریالانو له درېیو اونیو څخه زیات د طالبانو په امنیه قوماندانۍ او تالقان زندان کې بندیان وو او بیا د نورو څېړنو لپاره په تخار کې د دغې ډلې د استخباراتو مرکزي دفتر ته ولېږدول شول او د ۱۵ ورځو لپاره د استخباراتو په بند کې وو.

د افغان خبریالانو مرکز وایي، چې په تخار کې د دغه درېیو خبریالانو نیونه ناقانونه وه.

د افغان خبریالانو مرکز وايي، چې لږ تر لږه لس نور خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د طالبانو له‌خوا نیول شوي او په زندان کې د بند سزا تېروي. له دې ډلې شپږ کسان د اوو میاشتو څخه تر درېیو کلونو پورې د بند په سزا محکوم شوي دي.

دغه مرکز له طالبانو غوښتي، چې نور خبریالان هم ژر تر ژره او بې له قید او شرطه خوشې کړي.

په امريکا کې د افغان پناه‌ غوښتونکي نیول؛ دغه افغان وایي د امريکايي پوځ لپاره يې کار کړی

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۰ جون ۲۰۲۵، ۰۱:۱۰ GMT+۱

يو افغان چې وايي د امريکايي پوځ لپاره يې د ژباړونکي په توګه په افغانستان کې کار کړی، دا مهال د امريکا د کډوالو او ګمرکي چارو پلي کوونکې ادارې( اې سي یي)له خوا نیول شوی دی.

د هغه وکيل براین میک ګولډریک وايي، موکل يې اوس په امريکا کې د پناه غوښتنه کوي، ځکه چې وايي طالبانو يې ژوند ته ګواښ پېښ کړی.

دغه افغان، چې هويت يې د امنيتي دلايلو له امله نه‌دی په ډاګه شوی، وايي چې له امريکايي پوځ سره يې په افغانستان کې همکاري کړې او اوس یې په هېواد کې ژوند ته ګواښ پېښ دی.

خو د امریکا د کورني امنيت وزارت( ډي ایچ ایس ) دا ادعا رد کړې او ويلي يې دي چې د دغه کس له خوا د امريکا حکومت سره د همکارۍ کوم مستند ثبوت نه‌دی موندل شوی.

د دغه افغان وکيل د سي‌اېن‌اېن له خبريالې، لاورا کوټس سره په مرکه کې ويلي چې موکل يې له افغانستان څخه وتلی، ځکه چې طالبانو دده له امله چې په افغانستان کې یې له امریکایي ځواکونو سره همکاري کړې وه، دده ورور وواژه او د دغه ژباړونکي ژوند ته هم ګواښ پېښ وو.

نوموړی زياتوي، چې اوس دی غواړي قانوني پناه ترلاسه کړي، خو د کډوالو د ادارې له خوا نیول شوی دی.

وکيل ادعا کوي چې موکل يې مستحق دی چې د پناه غوښتنې قضيه يې جدي وڅېړل شي، ځکه چې د امريکا لپاره يې کار کړی او اوس یې ژوند ته جدي ګواښ پېښ دی.

د دغه موضوع په اړه لا هم دامریکا د کورني امنیت وزارت له لوري پلټنې روانې دي، او د ياد افغان برخليک تر دې دمه روښانه نه‌دی.

اشرف غني: په تېرو شلو کلونو کې د سړکونو پروژې په خپلسري ډول پلې شوي

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۹ جون ۲۰۲۵، ۲۱:۵۶ GMT+۱

د افغانستان د وروستي جمهوري دولت ولسمشر محمد اشرف غني په یو پوډکاست کې ویلي، چې په افغانستان کې د سړکونو په پروژو کې لومړیتوبونو ته پام نه دی شوی او په خپلسري ډول پلې شوي. د نوموړي په خبره، چې له امله یې د سړکونو جوړولو په پروژو کې په بېلا بېل ډولونو فساد ته زمینه برابره شوې وه.

د افغانسان د وروستي جمهوري دولت ولسمشر محمداشرف غني په افغانستان کې د سړکونو په تړاو خپل دغه پوډکاسټ کې زیاتوي، چې د طالبانو له لومړۍ دورې وروسته جمهوري دوره کې د هېوادونو له لورې د سړکونو جوړولو په برخه کې د ټولو تجربې خرابې وې.

ښاغلي غني ویلي:« بدترینه امریکا وه او اساس یې د کابل ـ کندهار سړک کېښودل شو. د دغه پروژې ښه والی په دې کې و، چې ولسمشر بوش توجه درلوده او پوښتنه یې کوله. بدې یې دا شوله چې مخکې له هغه د دوشي ـ مزار شریف سرک په ډیر ښه کیفیت موږ یو کیلومتر په ۱۴۰ زره ډالرو جوړاوه خو دا قیمت لوړ شو ۴۵۰زره ډالرو ته ورسید.»

د هغه په خبره، چې د حامد کرزي د حکومت په دوهمه دوره کې افغانستان ته د سړکونو جوړولو لپاره ډیرې پیسي راغلې؛ خو دا پېسې برباد لاړې «سلهاو کیلومټره سړکونه په ځينې ولایوتونو کې جوړ شول، پرته له دې چې دا وټاکل شي، دایې لومړی ضرورت دی؟»

ښاغلي غني ویلي، چې د سړک جوړول د امنیت سره تړل شوې و او دغې مسلې فساد ته لاره جوړه کړه: «یوه فلسفه راغله چې چېرې چې سړک دی، هلته به امنیت راځي او یوه مسله جوړه شوله چې څنگه د سړکونو امنیت وساتي او دا یې یوه بله د فساد موضوع جوړه کړله.»

د ښاغلي غني په خبره، چې د سړکونو د امنیت ساتلو په موضوع کې زيات مصارف او بېلابېل قومندانان او جنګ سالاران داخل شو؛ خو دوی نه غوښتل چې پروژې په سم ډول پلي شي.

محمد اشرف غني زیاتوي د هغه مفکورې له عام کېدو وروسته چې باید د سړکونو جوړولو پروژې خصوصي سکټور ته ورکول شي، د سړکونو جوړولو کیفیټ ټیټ او فساد ډیر شو.

هغه ویلي: « ملګرو ملتونو سکتور، خارجي سکتور د کوریایانو غوندې، چې واقعا هغه وخت امنیت و په انتقالي دورې کې، ډېر سم کار کاوه، له میدان نه ووتل او نور قراردادیان په عظیم فساد کې وو او یو مثال یې دا دی چې حلقوي سړک کې دوی کار نه کاوه، اما پيسې یې غوښتې، او قیمت یې د دې یو کیلومټر یو میلیون ډالر او حتی ځینو ځایونو کې تر دوو میلیونو ډالرو و.»

په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان د سړکونو جوړول او د امنیت ټېنګښت د حکومت، نړیوالو مرستندویانو او قراردادي شرکتونو لپاره تر ټولو لویې ننګونې وې.

د اوږدې جګړې، ناامنیو، اداري فساد او سیاسي بې‌ثباتۍ له امله دا چارې ډېر وخت یا نیمګړې پاتې شوې، یا هم په ټيټ کیفیت بشپړې شوې، چې وروسته بیا تخریب شوي.

افغانه سندرغاړې زلاله هاشمي په کابل کې تښتول شوې

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۹ جون ۲۰۲۵، ۲۰:۵۷ GMT+۱

د افغانې سندرغاړې زلاله هاشمې کورنۍ وايي، چې زلاله هاشمي ۱۵ ورځې وړاندي په کابل کې تښتول شوې. د هغې خاوند سید محسن هاشمي افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې تر اوسه د هغې د ژوند او مرګ په اړه معلومات نشته او د پیدا کېدو ټولې هڅې يې ناکامه شوي دي.

د افغانې سندرغاړې زلاله هاشمي خاوند سید محسن هاشمي افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۹مه) په یوه لېږلې ویډيو کې ویلي، چې ۱۵ ورځې وړاندې زلاله په کابل کې لادرکه شوې.

د نوموړي په خبره، چې زلاله هاشمې له خپل کور څخه د دوستانو کره تلله، چې ڼلېفونونه یې بند شوي او تر اوسه یې هيڅ معلومات نشته.

هغه زياته کړې: «زلاله هاشمي دوستانو سره تلله، چې ټلېفون يې خاموش شوی، ۱۵ ورځې کېږي، چې د پېدا کېدو کوښښ یې کوو، هیڅ معلومات یې نه شته.»

زلاله هاشمي په افغانستان کې د طلوع خصوصي ټلویزیون د «افغان ستوري» په سندريزو خپرونو کې هغه مهال مشهوره شوه، چې د لسګونو نارینه سندرغاړو له منځه دا لومړي پړاو ته ولاړه.

د هغې خاوند وايي، چې د پېدا کېدو پرله پسې هڅې يې ناکامه شوي او اوس ناهيلي شوي دي.

زلاله یو ۴ کلن زوی لري، چې کورنۍ يې وایي روغتیايي حالت يې سم نه دی.

سید محسن هاشمي نور جزيات نه دي ورکړي.