امریکا ته د لا نږدې کېدو هڅه؛ پاکستان ټرمپ د ۲۰۲۶ کال د نوبل سولې جایزې ته ونوماوه

د فاکس نیوز نړۍوالې خبري شبکې د راپور پر بنسټ، پاکستان اعلان کړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې په رسمي ډول د ۲۰۲۶ کال د نوبل سولې نړۍوالې جایزې لپاره نومولی دی.

د فاکس نیوز نړۍوالې خبري شبکې د راپور پر بنسټ، پاکستان اعلان کړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې په رسمي ډول د ۲۰۲۶ کال د نوبل سولې نړۍوالې جایزې لپاره نومولی دی.
پاکستان دا اقدام د ټرمپ د «پرېکنډه ډېپلوماټیکې مداخلې او د هند او پاکستان ترمنځ په وروستي کړکېچ کې د هغه مشرۍ او منځګړيتوب رول» له امله کړی دی.
اسلاماباد ویلي چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ کمښت لپاره د ټرمپ اقداماتو د دغه کړکېچ د پراخېدو په مخنیوي کې د پام وړ اغېزه کړې ده.
د یادونې ده چې د نوبل سولې جایزه یو له خورا معتبرو نړۍوالو جایزو نه ده، چې هر کال هغو کسانو ته ورکول کېږي چې په خپلو هېوادونو یا نړۍ کې یې د سولې لپاره ارزښتمنې مبارزې او هڅې کړې وي.
دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې تېره اوونۍ د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر امریکا ته د خپل سفر په ترڅ کې د متحده ایالاتونو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په سپینه ماڼۍ کې لیدلي و.

د طالبانو او پاکستان اړیکې د ټيټيپي، کډوالو او امنیتي شخړو له امله ترینګلې شوې، خو هممهاله طالبان له هند او چین سره اړیکو ته نوی لوری ورکوي، چې دا بدلونونه کولی شي د سیمې جیوپولیټیک انځور له بنسټه بدل کړي.
د اسیا ای اېن اېن خبري اژانس د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۳۰مه) په خپل یوه تحلیل کې ویلي، چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د تحریک شتون، پر ډیورنډ کرښه بریدونه، د ټيټيپي پر وړاندې د طالبانو نه اقدام او له پاکستانه د کډوالو په زور اېستلو سره د پاکستان او طالبانو اړيکې خرابې شوې وې.
د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اړیکو خرابېدو سره هممهاله طالبانو له هند سره خپلې اړیکې پراخې کړې او هند په افغانستان کې له لنډمهالي حکومت سره د اړیکو جوړولو کې ژوره علاقه لري.
د هند د بهرنیو چارو وزارت سکرتر د روان کال په جنورۍ کې افغانستان ته سفر وکړ، چې دا په اړیکو کې یو نوی پیل ګڼل کېږي.
په ورته وخت کې پاکستان وویل، چې د هند د «سیندور عملیاتو» په جریان کې په توغوندیزو بریدونو کې افغانستان هم په نښه شوی دی.
هند دا ادعا بې بنسټه او مسخره وبلله او په کلکه یې رد کړه.
افغانستان د پهلګام برید وغانده او د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جي شنکر د مې په ۱۶مه د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره ټلیفوني خبرې وکړې.
چین له ډېر پخوا راهیسې د افغانستان او پاکستان یو ازمایل شوی ملګری دی او له فرصته یې په ګټې اخیستنې سره د درې اړخیزو بهرنیو چارو وزیرانو یو غېررسمي غونډه جوړه کړه.
د دې غونډې خبرې په ۲۰۱۷ کال کې پیل شوې وې؛ خو یو وخت لپاره ودرول شوې تر څو پاکستان او افغانستان وکولای شي د خپلو زیاتېدونکو اختلافاتو په اړه تفاهم ته ورسېږي.
د غونډې له ترسره کېدو وروسته پاکستان اعلان وکړ، چې افغانستان ته به یو سفیر واستوي، چې دا د طالبانو له واکمنېدو را وروسته لومړی ځل دی چې دواړو هېوادونو خپل ډیپلوماتیک روابط لوړوي.
په ځواب کې طالبانو هم اعلان وکړ، چې په اسلاماباد کې د خپل سیاسي دفتر رتبه د شارژدافیره څخه سفیر ته لوړوي.
درې اړخیزه غونډه
هغه اووه ټکي چې درې واړو هېوادونو پرې موافقه وکړه، چې د چین د کمونست ګوند د سیاسي دفتر غړي او د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي له خوا وړاندې شول: «د متقابل باور، ښه ګاونډیتوب او دوستۍ پیاوړتیا، د درې اړخیز فورم بیا فعالول او په کابل کې د شپږم درې اړخیز ډیالوګ د ترسره کولو لپاره هڅې، د ډیپلوماتیکو اړیکو پیاوړتیا او د سفیرانو تبادله، د یو کمربند یوه لار پروژې سره همکاري، افغانستان ته د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز پراخول، د افغانستان د پراختیا ظرفیت لوړول، د ترهګرۍ د هر ډول جوړښت مخالفت، د سیمه ییزو هېوادونو په کورنیو چارو کې د بهرنۍ لاسوهنې په وړاندې محتاط پاتې کېدل، د سالم بهرني چاپېریال رامنځته کول او د سیمه ییزې سولې ثبات ساتل.» شامل و.
د افغانستان نښلول
د درې واړو هېوادونو تر منځ د موافقه شویو اوو ټکو څخه تر ټولو مهم ټکی تر افغانستان پوري د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز پراخول وو.
هند د دې پروژې مخالفت کړی او وايي، چې دا پروژه د جمو او کشمیر پر خاوره د هند له حاکمیت څخه سرغړونه ده.
د پانګوالو د جذب لپاره طالبانو په ۲۰۲۳ کال کې له چین څخه تمویلېدونکې «یو کمربند، یوه لار» پروژې سره د یو ځای کېدو علاقه وښوده.
افغانستان هم له نړۍوال شمال- سوېل ټرانسپورتي دهلېز سره علاقه لري، چې یوه څو اړخیزه پروژه ده او همداراز د هند له خوا په ایران کې جوړ شوي چابهار بندر ته هم لېوالتیا لري.
طالبان غواړي، د خپلې بهرنۍ سوداګرۍ لپاره بدیلې لارې ومومي تر څو یوازې تر پاکستان پورې محدود پاتې نه شي.
د واخان دهلېز جغرافیایي سیاسي ارزښت
د ۲۰۲۳کال په سپټمبر کې د واخان دهلېز ۵۰ کیلومتره سړک چې افغانستان په مستقیم ډول له چین سره نښلوي پرانیستل شو.
پاکستان غواړي، چې د واخان دهلېز پر وړاندې ستراتیژیک کنټرول ولري، ځکه دا دهلېز مرکزي اسیا ته یوه مهمه لاره ده، چې له همدې لارې به تاجکستان ته د دروازې حیثیت ورکړل شي.
د شوروي له وتلو وروسته پاکستان تل هڅه کړې، چې د افغانستان له لارې مرکزي اسیا ته د سوداګرۍ لاره ومومي؛ خو دا هدف تر اوسه نه دی عملي شوی.
افغانستان له کلونو راهیسې د تاوتریخوالي او بېثباتۍ ښکار دی او په دې شرایطو کې واخان دهلېز د لوبې بدلوونکي کېدلی شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر اوسه دا نه ده څرګنده چې ایا چین به د دغه دهلېز د جوړولو لګښت پر غاړه واخلي او که نه.
د سیاسي اختلافاتو له منځه وړل
د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې تاجکستان ته د پاکستان د استخباراتو ادارې د مشر جنرال عاصم ملک د سفر په اړه ځینې اټکلونه وشول.
ځینو خلکو دا باور درلود، چې هغه غواړي د طالبانو پر وړاندي پخوانی اتحاد (د افغانستان د ملي مقاومت جبهه) بیا فعاله کړي.
له دې وړاندې د جنورۍ په ۱۰مه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس ستانکزي پاکستان تورن کړ، چې داعش روزي، ترڅو د طالبانو پروړاندې جګړه وکړي.
همداراز، د ډسمبر په میاشت کې د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیلالرحمان حقاني په کابل کې ووژل شو، چې داعش د دې برید پړه پر غاړه واخیسته.
دې ته په کتو واخان دهلېز به پاکستان ته دا زمینه برابره کړي، چې له افغانستان نه مخکې لا مرکزي اسیا او اروپا ته د نښلېدو لپاره لاره ومومي.

د بې پولې خبریالانو سازمان (RSF) وایي چې له افغانستان څخه جلاوطنه شویو ژورنالیستانو ته په پاکستان کې د اخراج، نیونې او ځورونې جدي ګواښونه ورپېښ دي. دغه سازمان د کډوالو د نړۍوالې ورځې په مناسبت له نړۍوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د دغو خبریالانو خوندیتوب ته بېړنۍ پاملرنه وکړي.
د ار ایس ایف د تازه راپور له مخې، له ۲۰۲۱ میلادي کال راهیسې ۵۵۰ افغان ژورنالیستانو ته د مرستې لاس ورکړل شوی، چې زیاتره یې اوس مهال په پاکستان کې دي.
راپور وایي چې د وېزې شرایط خورا سخت شوي او یوازې د یوې میاشتې لپاره ورکول کېږي، او تمدید یې له اوږدو او ستړیا ډکو اداري خنډونو سره مخ دی.
له همدې امله، خبریالان د نیول کېدو، توقیف، اخراج او پولیسو لهخوا د ځورونې له جدي ګواښ سره مخ دي.
د بې پولې خبریالانو سازمان له ډېموکراتیکو هېوادونو غواړي چې د افغان ژورنالیستانو لپاره بېړنۍ ویزې، د اوږدمهاله استوګنې اسناد، د بیا مېشتېدو برنامې او د خوندیتوب اقدامات برابر کړي.
دا سازمان وایي چې د افغان ژورنالیستانو خوندیتوب یواځې د هغوی د ژوند ژغورنه نه ده، بلکې د ازادو رسنیو، معلوماتو ته د لاس رسي او د ناسم تبلیغاتو پر ضد د مبارزې یوه مهمه برخه هم ده.
وروسته له هغې چې په افغانستان کې طالبان حاکم شول سلګونه خبریالان دندو پرېښودو ته اړ شول او ګڼو یې هېواد پرېښی دی، چې په ګاونډیو هېوادونو کې له سختو ستونزو سره مخ دي.

يو افغان چې وايي د امريکايي پوځ لپاره يې د ژباړونکي په توګه په افغانستان کې کار کړی، دا مهال د امريکا د کډوالو او ګمرکي چارو پلي کوونکې ادارې( اې سي یي)له خوا نیول شوی دی.
د هغه وکيل براین میک ګولډریک وايي، موکل يې اوس په امريکا کې د پناه غوښتنه کوي، ځکه چې وايي طالبانو يې ژوند ته ګواښ پېښ کړی.
دغه افغان، چې هويت يې د امنيتي دلايلو له امله نهدی په ډاګه شوی، وايي چې له امريکايي پوځ سره يې په افغانستان کې همکاري کړې او اوس یې په هېواد کې ژوند ته ګواښ پېښ دی.
خو د امریکا د کورني امنيت وزارت( ډي ایچ ایس ) دا ادعا رد کړې او ويلي يې دي چې د دغه کس له خوا د امريکا حکومت سره د همکارۍ کوم مستند ثبوت نهدی موندل شوی.
د دغه افغان وکيل د سياېناېن له خبريالې، لاورا کوټس سره په مرکه کې ويلي چې موکل يې له افغانستان څخه وتلی، ځکه چې طالبانو دده له امله چې په افغانستان کې یې له امریکایي ځواکونو سره همکاري کړې وه، دده ورور وواژه او د دغه ژباړونکي ژوند ته هم ګواښ پېښ وو.
نوموړی زياتوي، چې اوس دی غواړي قانوني پناه ترلاسه کړي، خو د کډوالو د ادارې له خوا نیول شوی دی.
وکيل ادعا کوي چې موکل يې مستحق دی چې د پناه غوښتنې قضيه يې جدي وڅېړل شي، ځکه چې د امريکا لپاره يې کار کړی او اوس یې ژوند ته جدي ګواښ پېښ دی.
د دغه موضوع په اړه لا هم دامریکا د کورني امنیت وزارت له لوري پلټنې روانې دي، او د ياد افغان برخليک تر دې دمه روښانه نهدی.

ټرمپ د چارشنبې په ورځ، د غبرګولي پر ۲۸مه یو ځل بیا په سپینې ماڼۍ کې د وضعیت خونې په غونډه کې د خپل ملي امنیت له لوړپوړي ټیم سره د اسراییل او ایران د جګړې په اړه ولیدل، څو خپل دا شکونه له منځه یوسي چې پر ایران د امریکا برید به بریالي وي که نه.
ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د برید د بریالیتوب په اړه شک درلود، او دا یو هغه لامل دی، چې لا یې هم د برید امر نه دی کړی.
د یورو نیوز د رپوټ له مخې، یوه امریکایي چارواکي وویل، « د ولسمشر صبر هره شیبه کمیږي. ایران ته ساعت د ټکا په حال کې دی، ټول انتخابونه پر مېز دي».
ټرمپ له غونډې وړاندې خبریالانو ته وویل چې لا یې هم پر ایران د برید پرېکړه نه ده کړې او ټینګار یې وکړ چې د سیاسي حللارې دروازه یې نه ده بنده کړې.
امریکایي چارواکي وایي چې ټرمپ باور لري په تصمیم کې یې ابهام پر ایران لا فشار راوړي. ولسمشر وویل، « زما په ذهن کې ایډیاوې دي، خو ترجیح مې دا ده چې پرېکړه په وروستۍ شېبه کې وکړم».
د سلاکارانو په وینا، هغه غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې که امریکا د اسراییل په ملاتړ جګړې ته ننوځي او پر ایران مورچل ماتي بمونه وغورځوي، ایا دا بمونه به رښتیاهم د ایران فوقالعاده ټینګ اتومي تاسیسات (فردو) له منځه یوسي؟ او ایا دا به د امریکا جګړه اوږده نه کړي؟
یوه امریکايي چارواکي وویل، « موږ پر ایران برید ته چمتو یو، خو لا هم قانع نه یو چې دا کار ضروري دی. غواړو دې ته اړتیا نه وي، خو ښکاري چې ولسمشر لا قانع نه دی».
د امریکا دفاع وزیر پېټ هګېسټ هم دسې شنبې په ورځ د سنا په علني غونډه کې د ایران د پلانونو په اړه تفصیلات ورنه کړل، خو ویې ویل چې که ټرمپ امر ورکړي، پنتاګون «د عمل لپاره چمتو دی».
ایا د فردو د له منځه وړلو اړتیا شته؟
که ټرمپ جګړې ته داخل شي، نو هدف به یې په احتمالي ډول د ایران د یورانیمو د بډاینې مرکز «فردو» وي، چې د تهران په جنوب کې په یوه غره کې دننه جوړ شوی دی.
دا مرکز د اسراییل د بریدونو نوملړ په سر کې دی. اسراییل د هوا له لارې د ۳۰زره پونډه (۱۳،۶۰۰ کیلو) بمونو اوبي ۲بم غورځوونکو وسایل نه لري، خو امریکا دواړه لري.
امریکایي چارواکي وایي چې دغه بمونه تر اوسه په واقعی جګړه کې نه دي کارول شوي، خو ازمویل شوي دي. اسراییلي چارواکي اندېښمن دي چې که فردو روغ پاتې شي، نو د ایران اتومي پروګرام به ژوندی پاتې شي.
یو بل امریکایي چارواکي وویل، « مورچل ماتی بم کار کوي. خبره په وړتیا نه، بلکې په ګټه کې ده. موږ وړتیا لرو، خو دا یوازې دا نه چې بم وغورځوو او بیا بری اعلان کړو».
هغه وویل، « زموږ لپاره پای دا دی: له اتومي وسلې پرته (ایران). دا هدف ښايي د اسراییل هدف وي. که اړتیا وي او ولسمشر یې منطقي او ګټور وګڼي، چمتو یو چې محدود دقیق برید وکړو».
د متحده ایالاتو نظامي تاریخ پوه رابرت پیپ څرګنده کړه چې د فردو د تباهۍ لپاره ښايي لږترلږه دوو بمونو اړتیا وي چې هر یو دقیق هدف ته ورسیږي.

د اسراییل د کمانډويي برید نظریه
اسراییل باور لري چې ټرمپ به بالاخره پرېکړه وکړي، خو وایي چې که اړتیا شي، «یوازې» هم اقدام کولی شي.
بنيامین نتنیاهو او ییخل ليتر په واشنګټن کې ویلي چې اسراییل نور انتخابونه هم لري، چې له بریدونو اخوا دي.
له دې ډلې به یو د کومانډويي ځواک عملیات وي. په تېر سپټمبر کې اسراییل په سوریه کې یو ووړ عملیات ترسره کړ چې د توغندیو د تولید یوه تر ځمکې لاندې کارخونه یې پکې هدف وګرځوله او په چاودېدونکو توکو یې له منځه یووړه.
اوس چې اسراییل د ایران پر فضا بشپړ کنټرول لري او پر ایراني پوځ یې شدید برید کړی، دا انتخاب د پخوا په پرتله کم غیر واقعي ښکاري.
یوه امریکایي چارواکي وویل چې اسراییلي چارواکو ټرمپ ته ویلي، « که څه هم دوی نشي کولای بمونه په کافي ډول د غره ژورو ته ورسوي، خو ښايي دا کار د انساني ځواک له لارې ترسره کړي».
د دیپلوماتیکې پردې شاته
په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي پر اېکس لیکلي، چې « تهران به تر جګړه ییز فشار لاندې مذاکرات ونه کړي، په ځانګړي توګه له صحنې اېستل شوي یوه زاړه جګړه طلب سره چې هڅه کوي په صحنه کې پاتې شي».
خو ځینې نښې ښکاري چې ممکن ایران مذاکرات غواړي. د دوو امریکایي چارواکو او یوې موثقې سرچینې په وینا، په دې ورځو کې چې ټرمپ پر ایران د برید پرېکړه ارزوي، د هغه ځانګړی استازی سټیو ویټکاف مستقیم د ایران د بهرنیو چارو له وزیرعباس عراقچي سره په تماس کې دی.
امریکایي چارواکي وایي، « موږ لا هم پیغام لیږو چې راځئ خبرې وکړو، ځکه تمه تل شته. کله کله سټیو ویټکاف وايي، چې هغوی خبرو ته چمتو دي او کله وايي، چې ځواب یې ونه وایه، خو موږ هېڅکله له دې لارې نهیلي نه یو».
د یوې باخبره سرچینې په وینا، د جون پر شلمه، د جمعې په ورځ به د فرانسې، جرمني او بریتانیا د بهرنیو چارو وزیران او اروپايي اتحادیې د بهرنیو اړیکو مسووله په جینوا کې له عراقچي سره وویني.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د پاکستان د پوځ د مشر فیلډ مارشل عاصم منیر کوربه توب وکړ. دا لومړی ځل دی چې د امریکا یو ولسمشر په سپینه ماڼۍ کې د پاکستان د پوځ د مشر کوربهتوب په داسې حال کې کوي، چې له نوموړي سره لوړپوړي ملکي چارواکي مل نه دي.
له عاصم منیر سره د ټرمپ غرمنۍ د امریکا او پاکستان ترمنځ د پام وړ اړیکو پیاوړتیا ښيي، هغه اړیکې چې د ټرمپ د تېرې دورې او همدارنګه د پخواني ولسمشر جو بایډن په وخت کې تر ډېره خرابې شوې وې.
د همدې خرابو اړیکو له امله ټرمپ او بایډن د چین پر وړاندې د مقابلې د هڅو په ترڅ کې د هند ملاتړ کړی و.
پاکستاني چارواکو او کارپوهانو ویلي، چې تمه کېده مارشال منیر به پر ټرمپ فشار راوړي څو د ایران سره د اسراییل په جګړه کې برخه وانخلي او اوربند وغواړي. خو په واشنګټن کې د پاکستان سفارت په متحده ایالاتو کې د ایران د ګټو استازیتوب کوي، ځکه چې تهران له متحده ایالاتو سره ډیپلوماتیکې اړیکې نه لري.
د هند او پاکستان ترمنځ د اوربند په ټینګولو کې د ټرمپ د رول ردول
کله چې سپینه ماڼۍ کې خبریالانو له ټرمپ څخه وپوښتل چې د پاکستان د پوځ له مشر سره له لیدنې څه غواړي، هغه وویل: «ښه، ما یوه جګړه ودروله. زه له پاکستان سره مینه لرم او زه فکر کوم نرېندرا مودي یو ډېر ښه سړی دی.»
هغه منیر ته په اشارې سره وویل: «ما د پاکستان او هند ترمنځ جګړه ودروله، خو دا سړی د پاکستان په استازیتوب، مودي د هند په استازیتوب او داسې نور د دې جګړې په مخنیوي کې ډېر اغېزمن وو.»
ټرمپ تېره میاشت وویل، چې اټومي وسله لرونکو هند او پاکستان وروسته له هغه جګړه ودروله کله چې هغه له دوی څخه وغوښتل چې د جګړې پر ځای سوداګرۍ ته پام وکړي.
خو د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وکرم مسري وویل، چې اوربند د هند او پاکستان د پوځونو ترمنځ د خبرو اترو له لارې ترلاسه شو، نه د امریکا د منځګړیتوب له لارې.
بلخوا بیا پاکستان د واشنګټن څخه د منځګړي رول لوبولو له امله مننه کړې ده.
د هند او پاکستان ترمنځ په تېرو لسیزو کې تر ټولو سخته جګړه د اپرېل په ۲۲مه په هندي کشمیر کې پر سیلانیانو د برید وروسته پیل شوه، چې ۲۶ کسان پکې ووژل شول. نوي ډیلي د دې پېښې پړه په پاکستان کې پر مېشتو ترهګرو واچوله، خو اسلام اباد بیا دا تور رد کړ.
د اسیا پاسیفیک څېړنیز مرکز یو لوړپوړی غړی مایکل کوګلمن وویل، چې د هند او متحده ایالاتو ترمنځ اړیکې چې په وروستیو کلونو کې ښې شوې دي، که ټرمپ په اوربند کې د خپل رول په اړه څرګندونې ته دوام ورکړي، زیانمن کېدای شي.
کوګلمن وویل: «د هند لپاره اصلي پوښتنه دا ده چې تر کومه بریده کولی شي د امریکا او پاکستان همکاري او اړیکې وزغمي، پرته له دې چې دا همکاري د امریکا او هند اړیکو ته زیان ورسوي.»
