د پاکستان او طالبانو ترینګلې اړیکې؛ طالبان د هند او چین په لور ډېپلوماتیکې دروازې پرانېزي

د طالبانو او پاکستان اړیکې د ټي‌ټي‌پي، کډوالو او امنیتي شخړو له امله ترینګلې شوې، خو هم‌مهاله طالبان له هند او چین سره اړیکو ته نوی لوری ورکوي، چې دا بدلونونه کولی شي د سیمې جیوپولیټیک انځور له بنسټه بدل کړي.

د اسیا ای اېن اېن خبري اژانس د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۳۰مه) په خپل یوه تحلیل کې ویلي، چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د تحریک شتون، پر ډیورنډ کرښه بریدونه، د ټي‌ټي‌پي پر وړاندې د طالبانو نه اقدام او له پاکستانه د کډوالو په زور اېستلو سره د پاکستان او طالبانو اړيکې خرابې شوې وې.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اړیکو خرابېدو سره هم‌مهاله طالبانو له هند سره خپلې اړیکې پراخې کړې او هند په افغانستان کې له لنډمهالي حکومت سره د اړیکو جوړولو کې ژوره علاقه لري.

د هند د بهرنیو چارو وزارت سکرتر د روان کال په جنورۍ کې افغانستان ته سفر وکړ، چې دا په اړیکو کې یو نوی پیل ګڼل کېږي.

په ورته وخت کې پاکستان وویل، چې د هند د «سیندور عملیاتو» په جریان کې په توغوندیزو بریدونو کې افغانستان هم په نښه شوی دی.

هند دا ادعا بې بنسټه او مسخره وبلله او په کلکه یې رد کړه.

افغانستان د پهلګام برید وغانده او د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جي شنکر د مې په ۱۶مه د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره ټلیفوني خبرې وکړې.

چین له ډېر پخوا راهیسې د افغانستان او پاکستان یو ازمایل شوی ملګری دی او له فرصته یې په ګټې اخیستنې سره د درې اړخیزو بهرنیو چارو وزیرانو یو غېررسمي غونډه جوړه کړه.

د دې غونډې خبرې په ۲۰۱۷ کال کې پیل شوې وې؛ خو یو وخت لپاره ودرول شوې تر څو پاکستان او افغانستان وکولای شي د خپلو زیاتېدونکو اختلافاتو په اړه تفاهم ته ورسېږي.
د غونډې له ترسره کېدو وروسته پاکستان اعلان وکړ، چې افغانستان ته به یو سفیر واستوي، چې دا د طالبانو له واکمنېدو را وروسته لومړی ځل دی چې دواړو هېوادونو خپل ډیپلوماتیک روابط لوړوي.

په ځواب کې طالبانو هم اعلان وکړ، چې په اسلام‌اباد کې د خپل سیاسي دفتر رتبه د شارژدافیره څخه سفیر ته لوړوي.

درې اړخیزه غونډه

هغه اووه ټکي چې درې واړو هېوادونو پرې موافقه وکړه، چې د چین د کمونست ګوند د سیاسي دفتر غړي او د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي له خوا وړاندې شول: «د متقابل باور، ښه ګاونډیتوب او دوستۍ پیاوړتیا، د درې اړخیز فورم بیا فعالول او په کابل کې د شپږم درې اړخیز ډیالوګ د ترسره کولو لپاره هڅې، د ډیپلوماتیکو اړیکو پیاوړتیا او د سفیرانو تبادله، د یو کمربند یوه لار پروژې سره همکاري، افغانستان ته د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز پراخول، د افغانستان د پراختیا ظرفیت لوړول، د ترهګرۍ د هر ډول جوړښت مخالفت، د سیمه ییزو هېوادونو په کورنیو چارو کې د بهرنۍ لاسوهنې په وړاندې محتاط پاتې کېدل، د سالم بهرني چاپېریال رامنځته کول او د سیمه ییزې سولې ثبات ساتل.» شامل و.

د افغانستان نښلول

د درې واړو هېوادونو تر منځ د موافقه شویو اوو ټکو څخه تر ټولو مهم ټکی تر افغانستان پوري د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز پراخول وو.

هند د دې پروژې مخالفت کړی او وايي، چې دا پروژه د جمو او کشمیر پر خاوره د هند له حاکمیت څخه سرغړونه ده.

د پانګوالو د جذب لپاره طالبانو په ۲۰۲۳ کال کې له چین څخه تمویلېدونکې «یو کمربند، یوه لار» پروژې سره د یو ځای کېدو علاقه وښوده.

افغانستان هم له نړۍوال شمال- سوېل ټرانسپورتي دهلېز سره علاقه لري، چې یوه څو اړخیزه پروژه ده او همداراز د هند له خوا په ایران کې جوړ شوي چابهار بندر ته هم لېوالتیا لري.

طالبان غواړي، د خپلې بهرنۍ سوداګرۍ لپاره بدیلې لارې ومومي تر څو یوازې تر پاکستان پورې محدود پاتې نه شي.

د واخان دهلېز جغرافیایي سیاسي ارزښت

د ۲۰۲۳کال په سپټمبر کې د واخان دهلېز ۵۰ کیلومتره سړک چې افغانستان په مستقیم ډول له چین سره نښلوي پرانیستل شو.

پاکستان غواړي، چې د واخان دهلېز پر وړاندې ستراتیژیک کنټرول ولري، ځکه دا دهلېز مرکزي اسیا ته یوه مهمه لاره ده، چې له همدې لارې به تاجکستان ته د دروازې حیثیت ورکړل شي.

د شوروي له وتلو وروسته پاکستان تل هڅه کړې، چې د افغانستان له لارې مرکزي اسیا ته د سوداګرۍ لاره ومومي؛ خو دا هدف تر اوسه نه دی عملي شوی.

افغانستان له کلونو راهیسې د تاوتریخوالي او بې‌ثباتۍ ښکار دی او په دې شرایطو کې واخان دهلېز د لوبې بدلوونکي کېدلی شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر اوسه دا نه ده څرګنده چې ایا چین به د دغه دهلېز د جوړولو لګښت پر غاړه واخلي او که نه.

د سیاسي اختلافاتو له منځه وړل

د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې تاجکستان ته د پاکستان د استخباراتو ادارې د مشر جنرال عاصم ملک د سفر په اړه ځینې اټکلونه وشول.

ځینو خلکو دا باور درلود، چې هغه غواړي د طالبانو پر وړاندي پخوانی اتحاد (د افغانستان د ملي مقاومت جبهه) بیا فعاله کړي.

له دې وړاندې د جنورۍ په ۱۰مه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس ستانکزي پاکستان تورن کړ، چې داعش روزي، ترڅو د طالبانو پروړاندې جګړه وکړي.

همداراز، د ډسمبر په میاشت کې د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیل‌الرحمان حقاني په کابل کې ووژل شو، چې داعش د دې برید پړه پر غاړه واخیسته.

دې ته په کتو واخان دهلېز به پاکستان ته دا زمینه برابره کړي، چې له افغانستان نه مخکې لا مرکزي اسیا او اروپا ته د نښلېدو لپاره لاره ومومي.