• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اریانا سعید زلالې ته: له ماسره اړیکه ونیسه

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۱ جون ۲۰۲۵، ۲۱:۲۲ GMT+۱

د افغانستان انټرنشنل له‌خوا د افغانې سندرغاړې "زلاله هاشمي" د تښتول کېدو د راپور په تړاو چې د هغې د خاوند له قوله خپور شوی، یو شمېر سندرغاړو غبرګون ښودلی دی.

افغانې نوموتې سندرغاړې "اریانا سعید" د یادې پېښې له رامنځته کېدو سره جوخت پر خپلې فېسبوک پاڼې له بشري حقونو او نړۍوالو سازمانونو وغوښتل، چې ژر تر ژره دغه مساله وڅېړي او د هغې د موندنې لپاره لازم اقدامات وکړي.نوموړې نن بیا په یوه بل فېسبوکي پیغام کې لیکلي، چې د نویو اطلاعاتو له مخې احتمالاً "زلاله هاشمي" نه ده تښتول شوې او ښايي د شخصي او کورنیو مسایلو له امله یې خپل کور پرېښی وي.نوموړې همداراز لیکلي، "که چېرې مېرمن زلاله دغه پیغام ګوري، ترې هیله کوم چې، له ماسره اړیکه ونیسي او خپل روایت راسره شریک کړي. ستا غږ مهم دی او ستا امنیت او سلامت راته لومړیتوب لري. "د افغانې سندرغاړې "زلاله هاشمي" خاوند "سید محسن هاشمي" وړمه ورځ افغانستان انټرنشنل- پښتو ته په یوې لېږلې ویډيو کې ویلي، چې ۱۵ ورځې وړاندې زلاله په کابل کې لادرکه شوې.خو تر هغې وروسته د طالبانو امنیتي مسوولینو د دغې مسالې په تړاو وویل، چې د لومړنیو څېړنو له مخې، مېرمن زلاله په خپله خوښه خپل کور پرېښی او تښتول شوې نه ده او د موندنې په تړاو یې د پلټنو له دوامه خبر ورکړی وو."زلاله هاشمي" په افغانستان کې د "طلوع" خصوصي ټلویزیون د "افغان ستوري" په سندريز پروګرام کې د ګډون او وروستي پړاو ته د رسېدو له امله مشهوره وه.زلاله یو ۴ کلن زوی لري او کورنۍ يې وایي، روغتیايي حالت يې سم نه دی.د ویلو ده، چې د زلالې له ورکېدو د ۱۷ ورځو په تېرېدو سره یې لا هم برخلیک نه دی روښانه شوی.په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم، کابو ټول سندرغاړي د هېواد پرېښودو ته اړ شول او ځینو یې لا خپل هنر ته هم شا کړې ده.










ترویج لرونکی

 د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی
۱
ځانګړی

د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی

۲

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت

۳

په بن کې د طالبانو تر واک لاندې افغان کونسلګرۍ د کار زده کړې پروګرام اعلان کړی

۴

یوه کمپنۍ ادعا لري چې افغانستان یې د هوايي ډګرونو د امنیت له اړخه ۱۵میلیونه ډالر پوروړی دی

۵

سرچینې: د طالبانو استخباراتو د طلوع‌نیوز یو خبریال نیولی دی

•
•
•

نور کیسې

برېتانیا د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکه

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۱ جون ۲۰۲۵، ۲۰:۱۲ GMT+۱

د برېتانیا حکومت اعلان وکړ، چې ریچارډ سټیفن لینزي یې د افغانستان لپاره د خپل ځانګړي استازي په توګه ټاکلی دی. د برېتانیا حکومت وویل، چې ښاغلی لینزي به د ۲۰۲۵ کال په جون کې خپله دنده پیل کړي.

ریچارډ اسټفن لینزي یو باتجربه ډیپلومات دی، چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې د برېتانیا د بهرنیو چارو مشترک‌المنافع او پراختیا دفتر مرستیال رییس پاتې شوی دی.

هغه پخوا په برونيي کې د برېتانیا د عالي کمیشنر او د بهرنیو چارو وزارت کې د امنیتي پالیسۍ د مشر په توګه دنده ترسره کړې ده.

هغه له شلو کلونو زیات د برېتانیا په بهرنیو چارو وزارت کې خدمت کړی او د بهرنۍ پالیسۍ، نړۍوال امنیت او بحران مدیریت په برخو کې تجربه لري.

سټیفن لینز په لندن او د انګلستان په ډیپلوماتیکو ماموریتونو کې مهمې دندې ترسره کړې دي.

هغه د اندرو مک‌ کوبری ځای ناستي دی، چې مخکې د برېتانیا د ځانګړي استازي په توګه د افغانستان او پاکستان د چارو لپاره یې کار کاوه.

رابرټ چترټون ډيکسن د ۲۰۲۳م کال له جنورۍ راهیسې په افغانستان کې د برېتانیا د موقتي استازي په توګه دنده ترسره کړې وه

طالبانو د تېلو په پمپونو کې د جوماتونو جوړلو او د تېلو لوړو بیو مخنوي په موخه سپارښتنې کړي

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۱ جون ۲۰۲۵، ۱۴:۴۳ GMT+۱

د طالبانو امربالمعروف وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد وزارت له لوري د تېلو پمپونو اتحادیې له غړو سره د همغږۍ ناسته تر سره شوې. په دې ناسته کې طالبانو د تېلو پمپونو له اتحادیې غوښتي چې په پمپونو کې دې جوماتونه جوړ کړي او دې تېلو په نرخو کې د زیاتوالي څخه ډډه وکړي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت نن شنبه (د غبرګولي ۳۱مه ) د یوې خبرپاڼه په خپرولو سره ویلي، چې یاد وزارت د پلازمېنې کابل ښار د تېلو د اتحادیې له مسوولینو ته په پمپونو کې د جوماتونو د جوړولو او د تېلو د نرخو د کنټرول په اړه سپارښتنې شوي.

په دې ناسته کې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت نظامي مرستیال، شیخ شهید خېل، د وینا پر مهال ویلي: «د تېلو پمپونو مسؤلین باید له دې څخه ډډه وکړي چې تېل په لوړه بیه وپلوري، د لېتر په اندازه کې کموالی راولي، یا په دغه برخه کې انحصار رامنځته کړي. دا کار به د سوداګرۍ په برخه کې د الهي قوانینو د تطبیق او د موجودو منکراتو د مخنیوي لامل شي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د ایران او اسراییل روان کړکېچ له امله د افغانانو شکایتونه دا دي، چې د تېلو بیې لوړې شوي دي او د طالبانو په دې ناسته کې هم د تېلو د بیو په اړه خبرې شوي دي.

بلخوا د طالبانو مشر ملاهبت له دې وړاندې امر کړی و، چې د هېواد په لویو لارو کې دې د مساپرو لپاره جوماتونه جوړ شي خو اوس دغې ډلې په لویو لارو کې پمپونو مسوولینو ته سپارښتنه کړې چې تاسې باید په هر پمپ کې یو یو جومات جوړ کړی.

طالبان: متقي د اسلامي همکاریو سازمان غونډه کې د ګډون په موخه استانبول ته رسیدلی

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۱ جون ۲۰۲۵، ۱۴:۳۴ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ۱۵مه غونډه کې د ګډون په موخه استانبول ته رسیدلی او په یاده غونډه کې یې ګډون کړی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ښاغلی متقي به د اسلامي همکاریو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د وینا ترڅنګ د ځینو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره د ناستې په څنډه کې پر دوو اړخیزو او سیمه ییزو مسایلو هم لیده کاته وکړي.

طالبانو د متقي د یاد سفر په اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو د اسلامي همکاریو سازمان له لوري پر ایران د اسراییل د برېدونو په تړاو غونډه د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه نن په ترکیه کې پیل شوې او سبا به هم دوام ولري.


طالبان وايي د پنجشېر په ۱۵ نویو ساحو کې د زمردو د استخراج چارې پیل شوې

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۱ جون ۲۰۲۵، ۱۴:۱۲ GMT+۱

په پنجشېر کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست رییس وایي، چې د دغه ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې د زمردو له ۱۵ نویو ساحو څخه د زمردو د استخراج چارې پیل شوې دي. مولوي محمد قاسم امیري زیاتوي، چې په پنجشېر کې تراوسه پورې نږدې د ۳۰۰ کانونو د استخراجولو چارې روانې دي.

د طالبانو د پنجشېر ولایت د کانونو او پټرولیم رییس مولوي محمد قاسم امیري ددې ډلې تر واک لاندې باختر اژانس ته ویلي، چې په دې وروستیو کې د یاد ولایت د حصه اول ولسوالۍ په مربوطاتو کې د زمردو ۲۱ نوې ساحې د مسلکي او تخنیکي ټیمونو له لوري کشف او تثبیت شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د یادو ساحو له ډلې څخه یې ۱۵ ساحې د رسمي جوازونو له ترلاسه کولو وروسته د استخراج پړاو ته رسېدلي او په ۶ نورو برخو کې یې کار روان دی.
د نوموړي په وینا په دغه ولایت کې د زمردو څه باندې ۱۷۰۰ کانونه ثبت شوي، چې تراوسه پورې څه باندې ۶۰۰ کانونو د استخراج جوازونه ترلاسه کړي او د نږدې ۳۰۰ کانونو د استخراجولو چارې روانې دي.
طالبان وايي دغه اقدامات د پنجشېر د زمردو د استخراج او صادراتو د زیاتوالي او د یاد ولایت د اوسېدونکو د اقتصادي حالت د ښه والي لپاره ترسره شوي دي.


د یوې پراخې ولسي غونډې سره هم‌مهاله طالبانو د بدخشان خاش ولسوالۍ ته امنیتي ځواکونه ولېږل

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۱ جون ۲۰۲۵، ۱۱:۴۳ GMT+۱

د بدخشان څخه سرچینو راپور ورکړی، چې نن شنبه (د غبرګولي په ۳۱مه) د دې ولایت د بېلابېلو کلیو خلک د طالبانو پر ضد د اعتراض لپاره په خاش ولسوالۍ کې راټول شوي وو. سیمه‌ییزو سرچینو ویلي چې طالبانو د لاریونونو د ځپلو لپاره "ډېر شمیر" وسله وال ځواکونه خاش ولسوالۍ ته لیږلي دي.

یوې سیمه‌ییزې سرچینې ویلي چې شاوخوا ۷۰ رینجر موټرونه چې د طالبانو په وسله والو ځواکونو سمبال و د جرم او باغ مبارک له لوري راغلي دي.

د سرچینې په وینا، د لرې پرتو کلیو خلک هم د طالبانو پر ضد په دې ولسي غونډه کې د ګډون په موخه راټول شوي دي.

د طالبانو د کوکنارو د له منځه وړلو د پروګرام پر ضد لاریونونه تېره اونۍ پیل شول.

سیمه‌ییزو سرچینو د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي په ۱۹مه) افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د خاش ولسوالۍ اوسېدونکو د طالبانو له خوا د کوکنارو د کروندو د ویجاړولو پر ضد لاریون وکړ.

بزګران وايي چې د کوکنارو د کښت لپاره د بدیل معرفي کولو پرته، سیمه‌ییز اقتصاد به زیانمن شي او خلک به وږي شي.

د پنجشنبې په ورځ د افغانستان انټرنشنل لخوا ترلاسه شوي ویډیوګانې ښیي چې لاریون کوونکي د طالبانو ځواکونو سره په جګړه بوخت دي او د طالبانو د مخدره توکو پر ضد ادارې پورې اړوند څو ټراکټورونه سوځوي.

د خاش ولسوالۍ اوسېدونکو وویل چې د طالبانو د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې افسرانو په لاریون کوونکو ډزې وکړې.

په پیښه کې د احتمالي تلفاتو په اړه تر اوسه معلومات نشته.

د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده د فرمان پلي کول چې په بدخشان کې د کوکنارو کښت له منځه یوسي، له پراخو ننګونو سره مخ دي.

د ارګو او درایم ولسوالیو بزګرانو هم پخوا د طالبانو د کوکنارو د له منځه وړلو پروګرام پر وړاندې لاریون کړی و.

لاریون کوونکي په بېلابېلو ولایتونو کې طالبان په دوه ګوني چلند تورنوي.

دوی په بدخشان کې د غیر سیمه‌ییزو طالبانو له شتون او پراخ ځواک څخه هم ناخوښه دي.