• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

برېتانیا د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکه

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۱ جون ۲۰۲۵، ۲۰:۱۲ GMT+۱

د برېتانیا حکومت اعلان وکړ، چې ریچارډ سټیفن لینزي یې د افغانستان لپاره د خپل ځانګړي استازي په توګه ټاکلی دی. د برېتانیا حکومت وویل، چې ښاغلی لینزي به د ۲۰۲۵ کال په جون کې خپله دنده پیل کړي.

ریچارډ اسټفن لینزي یو باتجربه ډیپلومات دی، چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې د برېتانیا د بهرنیو چارو مشترک‌المنافع او پراختیا دفتر مرستیال رییس پاتې شوی دی.

هغه پخوا په برونيي کې د برېتانیا د عالي کمیشنر او د بهرنیو چارو وزارت کې د امنیتي پالیسۍ د مشر په توګه دنده ترسره کړې ده.

هغه له شلو کلونو زیات د برېتانیا په بهرنیو چارو وزارت کې خدمت کړی او د بهرنۍ پالیسۍ، نړۍوال امنیت او بحران مدیریت په برخو کې تجربه لري.

سټیفن لینز په لندن او د انګلستان په ډیپلوماتیکو ماموریتونو کې مهمې دندې ترسره کړې دي.

هغه د اندرو مک‌ کوبری ځای ناستي دی، چې مخکې د برېتانیا د ځانګړي استازي په توګه د افغانستان او پاکستان د چارو لپاره یې کار کاوه.

رابرټ چترټون ډيکسن د ۲۰۲۳م کال له جنورۍ راهیسې په افغانستان کې د برېتانیا د موقتي استازي په توګه دنده ترسره کړې وه

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د تېلو په پمپونو کې د جوماتونو جوړلو او د تېلو لوړو بیو مخنوي په موخه سپارښتنې کړي

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۱ جون ۲۰۲۵، ۱۴:۴۳ GMT+۱

د طالبانو امربالمعروف وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد وزارت له لوري د تېلو پمپونو اتحادیې له غړو سره د همغږۍ ناسته تر سره شوې. په دې ناسته کې طالبانو د تېلو پمپونو له اتحادیې غوښتي چې په پمپونو کې دې جوماتونه جوړ کړي او دې تېلو په نرخو کې د زیاتوالي څخه ډډه وکړي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت نن شنبه (د غبرګولي ۳۱مه ) د یوې خبرپاڼه په خپرولو سره ویلي، چې یاد وزارت د پلازمېنې کابل ښار د تېلو د اتحادیې له مسوولینو ته په پمپونو کې د جوماتونو د جوړولو او د تېلو د نرخو د کنټرول په اړه سپارښتنې شوي.

په دې ناسته کې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت نظامي مرستیال، شیخ شهید خېل، د وینا پر مهال ویلي: «د تېلو پمپونو مسؤلین باید له دې څخه ډډه وکړي چې تېل په لوړه بیه وپلوري، د لېتر په اندازه کې کموالی راولي، یا په دغه برخه کې انحصار رامنځته کړي. دا کار به د سوداګرۍ په برخه کې د الهي قوانینو د تطبیق او د موجودو منکراتو د مخنیوي لامل شي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د ایران او اسراییل روان کړکېچ له امله د افغانانو شکایتونه دا دي، چې د تېلو بیې لوړې شوي دي او د طالبانو په دې ناسته کې هم د تېلو د بیو په اړه خبرې شوي دي.

بلخوا د طالبانو مشر ملاهبت له دې وړاندې امر کړی و، چې د هېواد په لویو لارو کې دې د مساپرو لپاره جوماتونه جوړ شي خو اوس دغې ډلې په لویو لارو کې پمپونو مسوولینو ته سپارښتنه کړې چې تاسې باید په هر پمپ کې یو یو جومات جوړ کړی.

طالبان: متقي د اسلامي همکاریو سازمان غونډه کې د ګډون په موخه استانبول ته رسیدلی

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۱ جون ۲۰۲۵، ۱۴:۳۴ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ۱۵مه غونډه کې د ګډون په موخه استانبول ته رسیدلی او په یاده غونډه کې یې ګډون کړی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ښاغلی متقي به د اسلامي همکاریو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د وینا ترڅنګ د ځینو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره د ناستې په څنډه کې پر دوو اړخیزو او سیمه ییزو مسایلو هم لیده کاته وکړي.

طالبانو د متقي د یاد سفر په اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو د اسلامي همکاریو سازمان له لوري پر ایران د اسراییل د برېدونو په تړاو غونډه د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه نن په ترکیه کې پیل شوې او سبا به هم دوام ولري.


طالبان وايي د پنجشېر په ۱۵ نویو ساحو کې د زمردو د استخراج چارې پیل شوې

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۱ جون ۲۰۲۵، ۱۴:۱۲ GMT+۱

په پنجشېر کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست رییس وایي، چې د دغه ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې د زمردو له ۱۵ نویو ساحو څخه د زمردو د استخراج چارې پیل شوې دي. مولوي محمد قاسم امیري زیاتوي، چې په پنجشېر کې تراوسه پورې نږدې د ۳۰۰ کانونو د استخراجولو چارې روانې دي.

د طالبانو د پنجشېر ولایت د کانونو او پټرولیم رییس مولوي محمد قاسم امیري ددې ډلې تر واک لاندې باختر اژانس ته ویلي، چې په دې وروستیو کې د یاد ولایت د حصه اول ولسوالۍ په مربوطاتو کې د زمردو ۲۱ نوې ساحې د مسلکي او تخنیکي ټیمونو له لوري کشف او تثبیت شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د یادو ساحو له ډلې څخه یې ۱۵ ساحې د رسمي جوازونو له ترلاسه کولو وروسته د استخراج پړاو ته رسېدلي او په ۶ نورو برخو کې یې کار روان دی.
د نوموړي په وینا په دغه ولایت کې د زمردو څه باندې ۱۷۰۰ کانونه ثبت شوي، چې تراوسه پورې څه باندې ۶۰۰ کانونو د استخراج جوازونه ترلاسه کړي او د نږدې ۳۰۰ کانونو د استخراجولو چارې روانې دي.
طالبان وايي دغه اقدامات د پنجشېر د زمردو د استخراج او صادراتو د زیاتوالي او د یاد ولایت د اوسېدونکو د اقتصادي حالت د ښه والي لپاره ترسره شوي دي.


د یوې پراخې ولسي غونډې سره هم‌مهاله طالبانو د بدخشان خاش ولسوالۍ ته امنیتي ځواکونه ولېږل

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۱ جون ۲۰۲۵، ۱۱:۴۳ GMT+۱

د بدخشان څخه سرچینو راپور ورکړی، چې نن شنبه (د غبرګولي په ۳۱مه) د دې ولایت د بېلابېلو کلیو خلک د طالبانو پر ضد د اعتراض لپاره په خاش ولسوالۍ کې راټول شوي وو. سیمه‌ییزو سرچینو ویلي چې طالبانو د لاریونونو د ځپلو لپاره "ډېر شمیر" وسله وال ځواکونه خاش ولسوالۍ ته لیږلي دي.

یوې سیمه‌ییزې سرچینې ویلي چې شاوخوا ۷۰ رینجر موټرونه چې د طالبانو په وسله والو ځواکونو سمبال و د جرم او باغ مبارک له لوري راغلي دي.

د سرچینې په وینا، د لرې پرتو کلیو خلک هم د طالبانو پر ضد په دې ولسي غونډه کې د ګډون په موخه راټول شوي دي.

د طالبانو د کوکنارو د له منځه وړلو د پروګرام پر ضد لاریونونه تېره اونۍ پیل شول.

سیمه‌ییزو سرچینو د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي په ۱۹مه) افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د خاش ولسوالۍ اوسېدونکو د طالبانو له خوا د کوکنارو د کروندو د ویجاړولو پر ضد لاریون وکړ.

بزګران وايي چې د کوکنارو د کښت لپاره د بدیل معرفي کولو پرته، سیمه‌ییز اقتصاد به زیانمن شي او خلک به وږي شي.

د پنجشنبې په ورځ د افغانستان انټرنشنل لخوا ترلاسه شوي ویډیوګانې ښیي چې لاریون کوونکي د طالبانو ځواکونو سره په جګړه بوخت دي او د طالبانو د مخدره توکو پر ضد ادارې پورې اړوند څو ټراکټورونه سوځوي.

د خاش ولسوالۍ اوسېدونکو وویل چې د طالبانو د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې افسرانو په لاریون کوونکو ډزې وکړې.

په پیښه کې د احتمالي تلفاتو په اړه تر اوسه معلومات نشته.

د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده د فرمان پلي کول چې په بدخشان کې د کوکنارو کښت له منځه یوسي، له پراخو ننګونو سره مخ دي.

د ارګو او درایم ولسوالیو بزګرانو هم پخوا د طالبانو د کوکنارو د له منځه وړلو پروګرام پر وړاندې لاریون کړی و.

لاریون کوونکي په بېلابېلو ولایتونو کې طالبان په دوه ګوني چلند تورنوي.

دوی په بدخشان کې د غیر سیمه‌ییزو طالبانو له شتون او پراخ ځواک څخه هم ناخوښه دي.

طالبانو د نفتي توکو په برخه کې ۵۷ سټنډرډونه او ازمایښتي کړنلارې تصویب کړې

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۱ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۳۷ GMT+۱

د طالبانو د سټنډرډ عالي شورا ویلي، چې د اقتصادي ثبات او د خلکو د روغتیا خوندي ساتلو په موخه یې افغانستان ته د وارېدونکو نفتي توکو لپاره ۵۷ سټندرډونه او ازمایښتي کړنلارې تصویب کړې دي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۳۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د سټنډرډ عالي شورا په څلورمه فوق العاده غونډه کې یې د نفتي توکو په برخه کې شپږ سټنډرډونه او ۵۱ ازمایښتي کړنلارې تصویب کړي.

په خبرپاڼه کې د ملا عبدالغني برادر له قوله لیکل شوي: «په هېواد کې د اقتصادي ثبات او د عامو هېوادوالو د روغتیا خوندي ساتلو په موخه مو د بې کیفیته وارداتو د کنټرول لپاره یو لړ مهم او ګټور ګامونه پورته کړي دي. دا هڅې نه یوازې د داخلي بازار کیفیت ته وده ورکوي، بلکې د مصرف کوونکو باور هم پیاوړی کوي.»

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د سټنډرډ عالي شورا ته امر کړی، چې تازه تصویب شوي سټنډرډونه په ښه ډول عملي کړي.

د طالبانو د سټنډرډونو د عالي شورا ویلي، دغه سټنډرډونه د ډیزلو، پټرولو، اوبلن ګاز او پایدار کاندنسات ګاز اړوند تصویب شوي دي.

طالبانو د تازه تصویب شویو سټنډرډونو او کړنلارو په اړه جزییات نه دې ورکړي، خو یاد ګام یې د نفتي توکو د کیفیت د لوړولو په لور مهم ګام بللی دی.

د طالبانو د سټنډرډ عالي شورا په داسې حال کې د نفتي توکو د وارداتو لپاره سټنډرډونه او کړنلارې تصوب کړي دي، چې خلک هېواد ته د بې کیفیته تېل او ګاز واردېدو له امله سخت شکایتونه کوي.