• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د یوې پراخې ولسي غونډې سره هم‌مهاله طالبانو د بدخشان خاش ولسوالۍ ته امنیتي ځواکونه ولېږل

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۱ جون ۲۰۲۵، ۱۱:۴۳ GMT+۱

د بدخشان څخه سرچینو راپور ورکړی، چې نن شنبه (د غبرګولي په ۳۱مه) د دې ولایت د بېلابېلو کلیو خلک د طالبانو پر ضد د اعتراض لپاره په خاش ولسوالۍ کې راټول شوي وو. سیمه‌ییزو سرچینو ویلي چې طالبانو د لاریونونو د ځپلو لپاره "ډېر شمیر" وسله وال ځواکونه خاش ولسوالۍ ته لیږلي دي.

یوې سیمه‌ییزې سرچینې ویلي چې شاوخوا ۷۰ رینجر موټرونه چې د طالبانو په وسله والو ځواکونو سمبال و د جرم او باغ مبارک له لوري راغلي دي.

د سرچینې په وینا، د لرې پرتو کلیو خلک هم د طالبانو پر ضد په دې ولسي غونډه کې د ګډون په موخه راټول شوي دي.

د طالبانو د کوکنارو د له منځه وړلو د پروګرام پر ضد لاریونونه تېره اونۍ پیل شول.

سیمه‌ییزو سرچینو د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي په ۱۹مه) افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د خاش ولسوالۍ اوسېدونکو د طالبانو له خوا د کوکنارو د کروندو د ویجاړولو پر ضد لاریون وکړ.

بزګران وايي چې د کوکنارو د کښت لپاره د بدیل معرفي کولو پرته، سیمه‌ییز اقتصاد به زیانمن شي او خلک به وږي شي.

د پنجشنبې په ورځ د افغانستان انټرنشنل لخوا ترلاسه شوي ویډیوګانې ښیي چې لاریون کوونکي د طالبانو ځواکونو سره په جګړه بوخت دي او د طالبانو د مخدره توکو پر ضد ادارې پورې اړوند څو ټراکټورونه سوځوي.

د خاش ولسوالۍ اوسېدونکو وویل چې د طالبانو د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې افسرانو په لاریون کوونکو ډزې وکړې.

په پیښه کې د احتمالي تلفاتو په اړه تر اوسه معلومات نشته.

د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده د فرمان پلي کول چې په بدخشان کې د کوکنارو کښت له منځه یوسي، له پراخو ننګونو سره مخ دي.

د ارګو او درایم ولسوالیو بزګرانو هم پخوا د طالبانو د کوکنارو د له منځه وړلو پروګرام پر وړاندې لاریون کړی و.

لاریون کوونکي په بېلابېلو ولایتونو کې طالبان په دوه ګوني چلند تورنوي.

دوی په بدخشان کې د غیر سیمه‌ییزو طالبانو له شتون او پراخ ځواک څخه هم ناخوښه دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د نفتي توکو په برخه کې ۵۷ سټنډرډونه او ازمایښتي کړنلارې تصویب کړې

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۱ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۳۷ GMT+۱

د طالبانو د سټنډرډ عالي شورا ویلي، چې د اقتصادي ثبات او د خلکو د روغتیا خوندي ساتلو په موخه یې افغانستان ته د وارېدونکو نفتي توکو لپاره ۵۷ سټندرډونه او ازمایښتي کړنلارې تصویب کړې دي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۳۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د سټنډرډ عالي شورا په څلورمه فوق العاده غونډه کې یې د نفتي توکو په برخه کې شپږ سټنډرډونه او ۵۱ ازمایښتي کړنلارې تصویب کړي.

په خبرپاڼه کې د ملا عبدالغني برادر له قوله لیکل شوي: «په هېواد کې د اقتصادي ثبات او د عامو هېوادوالو د روغتیا خوندي ساتلو په موخه مو د بې کیفیته وارداتو د کنټرول لپاره یو لړ مهم او ګټور ګامونه پورته کړي دي. دا هڅې نه یوازې د داخلي بازار کیفیت ته وده ورکوي، بلکې د مصرف کوونکو باور هم پیاوړی کوي.»

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د سټنډرډ عالي شورا ته امر کړی، چې تازه تصویب شوي سټنډرډونه په ښه ډول عملي کړي.

د طالبانو د سټنډرډونو د عالي شورا ویلي، دغه سټنډرډونه د ډیزلو، پټرولو، اوبلن ګاز او پایدار کاندنسات ګاز اړوند تصویب شوي دي.

طالبانو د تازه تصویب شویو سټنډرډونو او کړنلارو په اړه جزییات نه دې ورکړي، خو یاد ګام یې د نفتي توکو د کیفیت د لوړولو په لور مهم ګام بللی دی.

د طالبانو د سټنډرډ عالي شورا په داسې حال کې د نفتي توکو د وارداتو لپاره سټنډرډونه او کړنلارې تصوب کړي دي، چې خلک هېواد ته د بې کیفیته تېل او ګاز واردېدو له امله سخت شکایتونه کوي.

طالبان: د ملګرو ملتونو په راپور کې جنايي پيښې هم امنيتي پيښې تعبیر شوې دي

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۱ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۱۱ GMT+۱

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو ۳ میاشتني راپور په اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي په دغه راپور کې جنايي پېښې هم امنیتي پېښې تعبیر شوي دي. د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي چې په تېرو ۳ میاشتو کې ۲ زره او ۲۹۹ پېښې ثبت شوي چې د ۲۰۲۴ کال په پرتله ۳ سلنه زیاتوالی ښیي.

ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ (د غبرکولي ۳۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ملګرو ملتونو په خپل راپور کې ناسم معلومات خپاره کړي او هڅه شوې چې د افغانستان د فعلي وضعیت په اړه تشویشونه ایجاد شي.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي:«موږ دغه راپور ردو او هغه د ناسمو معلوماتو په اساس او د پروپاګند کولو په منظور تهیه شوی راپور بولو.»

طالبانو ادعا کړې، چې د ملګرو ملتونو او ورته نورو ادرسونو څخه همیشه د افغانستان په اړه ناسم تصویر وړاندې کيږي، هڅه کیږي چې د افغانستان حالات خراب وښودل شي، په پرمختګونو سترګې پټې شي او د کوچنیو پيښو په غټو ښودلو سره خلکو ته انديښنې پيدا شي.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوی، چې په کندز کې د کابل بانګ ځانمرګي برید چې ۴ ملکي او ۱۵ طالبانو پکې ووژل شول او همدراز په دې راپور کې د طالبانو د ښار او کور جوړونې په وزارت کې شوې ځانمرګي بریدونو یادونه شوې، چې پړه یې داعش خراسان ډلې په غاړه واخیسته.

د ملګرو ملتونو په خپور شوي راپور کې د طالبانو خپل منځي اختلافاتو ته هم اشاره شوې.

خو طالبانو بیا په خپله خبرپاڼه کې یادونه کړې، چې خپلو خلکوته ډاډ ورکوو چې د بهرنیو مغرضو حلقاتو په خوله د خپل هېواد د امنیت او ثبات په اړه انديښمن نشي، افغانستان له هر وخت ډېر امن دی او خلک د شرعي نظام تر سیورې لاندې ارام ژوند کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په داخل کې رسنۍ سانسور کړي او د زیاتره امنیتي پېښو د خبرې پوښښ اجازه نه ورکول کېږي او دا پېښې له خلکو او نړۍ څخه پټیږي.

د ازادۍ جبهې ادعا: په کابل کې مو دوه طالبان ووژل

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۱ جون ۲۰۲۵، ۰۷:۴۹ GMT+۱

د طالبانو مخالف وسله‌وال خوڅښت، ازادۍ جبهې ادعا کړې چې په کابل کې یې دوه طالبانو وژلي دي. په خپاره شوي بیان کې کې راغلي چې یو بل طالب ټپي شوی دی.

یادې جبهې شنبه (غبرګولي ۳۰مه) په خپله اېکس‌پاڼه کې زیاته کړې چې دا برید د کابل ښار سرای شمالي سیمې ته نږدې د «زور اباد» په څلورلارې کې د طالبانو پر یوې پوسته شوی دی.

د ازادۍ په نوم د طالبانو دې مخالفې ډلې د خپلو وسله ‌والو د مرګ ‌ژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي. همداراز طالبانو هم د نوموړې جبهې د کړې ادعا په تړاو تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

د یادونې ده چې څو ورځې مخکې هم د ازادۍ جبهې په کابل ښار کې د طالبانو پر یوې پوستې د برید مسوولیت منلی و.

له جبري ایستل‌کېدو او جګړې نه تېښته؛ له ایران نه هره ورځ زرګونه افغانان خپل هېواد ته ځي

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۱ جون ۲۰۲۵، ۰۴:۴۱ GMT+۱

اېنډيپېنډېنټ ورځپاڼه د یوې لویې نړۍوالې مرسته ‌رسوونکې ادارې او د طالبانو د یوه چارواکی په حواله وايي چې هره ورځ زرګونه افغانان له ایران نه افغانستان ته ستنېږي. جبري شړل، امنیتي ستونزې او د ایران او اسراییل ترمنځ جګړه د ستنېدو لاملونه ښوول شوي.

یادې رسنۍ د ورلډ ویژن نړۍوال بنسټ له قوله زیاته کړې چې هره ورځ شاوخوا پنځه زره افغانان د اسلام کلا له لارې هرات ولایت ته دننه کېږي. ډېری یې له ایران نه په جبري ډول ایستل شوي او دا مهال په سختو شرایطو کې ژوند کوي.

د نوموړي سازمان د معلوماتو له ‌مخې، د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې شاوخوا ۵زرو ډېر افغانان په جبري ډول له ایران نه افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.ډېری یې خواړه، سرپناه، جامې او د بېرته ستنېدو پرمهال کې له خپلو کورنیو سره اړیکه نه‌لري او بېړنیو مرستې ته اړتیا لري.

یادبنسټ وايي چې په افغانستان کې عامه وضعیت هم نازک دی، د روغتیا او زده‌ کړو په څېر بسنټیز خدمتونه په جدي توګه کم شوي دي.له افغانستان سره د نړۍوالو مرستو کچه ټيټه شوې او سلګونه روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.

ملګرو ملتونو اعلان کړی چې د جون تر نیمایي پورې، له افغان ولس سره د مرستې لپاره د اړتیا وړ بسپنې یوازې ۱۸ سلنه چمتو شوې دي. د مرستو دې کمښت پر مېلیونونو ښځو، ماشومانو، کډوالو، بې‌ځایه شویو او اړمنو خلکو منفي اغېزه کړې ده.

ورته مهال، په هرات کې د طالبانو د کډوالو ادارې مشر احمدالله متقي ویلي چې د جون تر۱۳مې مخکې، هره ورځ له درې زره ۵۰۰څخه تر څلور زرو پورې بې اسناده افغانان له ایران نه افغانستان ته دننه کېدل، خو د ایران او اسراییل ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې دا شمېر دوه برابره لوړ شوی دی.

مرسته رسوونکو ادارو خبرداری ورکړی چې که نړۍوال دغه ناورین ته پاملرنه ونه کړي، د خلکو اړتیاوې به ډېرې او وضعیت به نور هم ناوړه شي.

د کډوالو نړیواله ورځ؛ افغان کډوال د راتلونکي لپاره هیله لټوي

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۱ جون ۲۰۲۵، ۰۱:۴۳ GMT+۱
•
سلیمان خپلواک

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، یوازې په دوو میاشتو کې شاوخوا ۵۰۰ زره افغانان له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته په جبري ډول راستانه شوي، خو د دوی د بیا ادغام لپاره د داخلي امکاناتو کمښت، اقتصادي فشارونه او د نړیوالو مرستو کمېدنه یوه نوې اندېښنه رامنځته کړې ده.

د ننګرهار په لمر خاته کې د ډیورڼد په کرغېړنه کرښه پروت تورخم په دوامداره توګه په حرکت کې وي، چې له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو د بې رحمه راتګ شاهد وي.

۴۵کلنه ګل داد، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په صفري نقطه کې د لمر تر څپو لاندې ولاړ دی، ستړې او بې هوښه ښکاري، د هغه سترګې د بې ځایه کېدو زیان منعکس کوي.

په پاکستان کې د ۳۵ کلونو ژوند کولو وروسته، هغه اړ شو چې له خپلې مېرمنې او ماشومانو سره افغانستان ته راستون شي.

ګل داد د نوم لیکنې د پروسې له بشپړولو وروسته، په تورخم کې افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، «زه په خپل ټاټوبي ولایت، ننګرهار کې کور او کرنیزه ځمکه نلرم. زه دلته نا اشنا یم او نه پوهېږم چې څه وکړم.»

ګل داد د خپلې کورنۍ د ۱۳غړو سره، چې ډیری یې ښځینه او ماشومان دي هېواد ته ستنیږي او له چارواکو څخه نه یوازې د کور غوښتنه کوي، بلکې د ځان، د هغه د ورور او نورو راستنیدونکو لپاره د کاري فرصتونو غوښتنه هم کوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ( UNHCR) په وینا، یوازې په اپریل او می کې شاوخوا ۵۰۰،۰۰۰افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه راستانه شوي دي.

د دغه ادارې په راپور کې راغلي،چې د کډوالو ملاتړ اوس تر بل هر وخت ډیر مهم دی، ځکه چې راستنیدونکي د خپل ژوند د بیارغونې په برخه کې له ډیرو ننګونو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري وایي چې دا بې وزله هېواد د نړیوالې مرستې د کمېدو په حال کې دی او همدا راز د اقتصادي بحران سره هم سره مخ دی.

د راستنیدونکو کډوالو پر وړاندې د مخ په زیاتیدونکو ننګونو د حل لپاره، طالبانوی و ۱۲کسیز کمیسیون جوړ کړی ترڅو اړین خدمات وړاندې کړي.

په دغه خدماتو کې لنډمهاله سرپناه، خواړه، پاکې اوبه، طبي مرستې او ترانسپورت شامل دي.

په همدې حال کې، د پاکستان- افغانستان ترمنځ ډيورنډ کرښه کې په سوداګریزو ترافیکو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. چارواکو راپور ورکړی چې په وروستیو اونیو کې سوداګریز فعالیتونه زیات شوي دي، چې له پاکستان څخه د افغانانو د جبري ستنولو زیاتوالي سره سمون لري.

بلخوا له پاکستان څخه د راستنیدونکو شمیر یوازې په څو ورځو کې دوه چنده شوی دی.

ګل احمد چې نوی له پاکستان څخه ستون شوی وایي،«هره ورځ، له ۱۰۰۰څخه تر ۱۵۰۰پورې کسان او له ۲۵۰څخه تر ۳۰۰پورې کورنۍ له پاکستان څخه ننګرهار ته راستنیږي.»

د یادولو وړ ده، چې دا مهال، نږدې ۷میلیونه افغان کډوال، چې ډیری یې بې اسناده دي، په بهر کې ژوند کوي، له دغو کډوالو څخه ډیری یې په ایران او پاکستان کې دي.