سپینه ماڼۍ: د ايران پر ضد د امریکا د جګړې پرېکړه به تر دوه اونیو وخت ونیسي

سپینې ماڼۍ ویلي د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به په راتلونکو دوو اونیو کې پرېکړه وکړي چې ايا غواړي له اسرایيل سره يو ځای د ايران پر ضد جنګ کې نېغ په نېغه برخه واخلي که نه.

د سپينې ماڼۍ ویاندې کارولاین لیویټ دا څرګندونې د يو خبري کانفرانس پر مهال وکړې، نوموړې وويل دا بيان په خپله د ولسمشر ټرمپ له لوري راغلی دی.

د ټرمپ په بیان کې راغلي:"په دې بنسټ چې امکان لري له ايران سره په نږدې راتلونکې کې جدي مذاکرات وشي، یا هم ونه شي، نو زه به په همدې بنسټ خپله پرېکړه وکړم چې د ګډون لپاره لاړ شم که نه، او دا پرېکړه به په راتلونکو دوو اونیو کې وکړم."