ګڼو هېوادونو له ایران او اسراییل څخه د خپلو وګړو د اېستلو لړۍ پیل کړې

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران او اسراییل ترمنځ د هوايي جګړې د دوام پرمهال ګڼ شمېر هېوادونو د خپلو وګړو د اېستلو لپاره بېړني تدابیر نیولي دي. د راپور له مخې، په سیمه کې د هوايي ټرافیک د بندښت له امله ډېری هېوادونه خپل وګړي د ځمکې له لارې وباسي.
تردې مهاله اسټرالیا له اسراییل څخه د خپلو ۱۲۰۰ وګړو له ډلې یو شمېر د ځمکې له لارې ایستلي دي او همدارنګه ۲۰۰۰ اسټرالیایانو په ایران کې د مرستې لپاره نوم لیکنه کړې ده.
اتریش تردې مهاله خپل ۴۸ وګړي له اسراییل څخه اېستلي او له ایران څخه د خپلو ۱۰۰ تنو وګړو پر اېستلو بوخت دی، همدارنګه بلغاریا په تهران کې خپل سفارت تړلی او ډېپلوماټان یې اذربایجان ته انتقال کړي دي.
چین تردې مهاله تر ۱۶۰۰ زیات خپل وګړي له ایرانه او سلګونه یې له اسراییل څخه اېستلي، فرانسه هم پلان لري، چې خپل وګړي له ایران څخه ترکیې یا ارمنستان ته د ځمکي له لارې انتقال کړي او هند هم د خپل خپلو وګړو د اېستلو عملیات پیل کړي دي.
د رویټرز په راپور کې ویل شوي، چې جرمني، ایټالیا، جاپان، نیوزیلنډ، پولنډ، پرتګال، صربیا، سلواکیا، سویلي کوریا، ټایوان، یوګانډا، امریکا او ویتنام هم د هغه هېوادونو له ډلې دي، چې یایې خپل وګړي له ایران او اسراییل څخه اېستلي او یا هم یې د اېستلو پلان لري.
